مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / اتمه لويه گناه: د مور او پلار ځورول

اتمه لويه گناه: د مور او پلار ځورول

اتمه لويه گناه: د مور او پلار ځورول

د انسان تر ټولو نازكه مرحله چي ماشومتوب دئ د حفاظت يوازنى سبب يې مور او پلار دي او د دوى مينه ده،چى غير د الله جل جلاله  څخه په بل چا كي نه سته، د دوى رښتینې ساتنه داسي احسان دئ چي هيڅ انسان ته يې د احسان بدله وركول ممكن نه دي، د دوى زهېرېدل د هر اړخه لوی جرم دئ.

د مور او پلار د حقوقو اړونده الله جل جلاله  فرمايي:

﴿وَقَضٰى رَبُّكَ اَلَّا تَعْبُدُوْٓا اِلَّآ اِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ اِحْسَانًا  ۭ اِمَّا يَبْلُغَنَّ عِنْدَكَ الْكِبَرَ اَحَدُهُمَآ اَوْ كِلٰـهُمَا فَلَا تَـقُلْ لَّهُمَآ اُفٍّ وَّلَا تَنْهَرْهُمَا وَقُلْ لَّهُمَا قَوْلًا كَرِيْمًا   23؀ وَاخْفِضْ لَهُمَا جَنَاحَ الذُّلِّ مِنَ الرَّحْمَةِ وَقُلْ رَّبِّ ارْحَمْهُمَا كَمَا رَبَّيٰنِيْ صَغِيْرًا   24؀ۭ﴾ ([1]) 

ژباړه: اې محمده صلی الله علیه وسلم ! ستا رب فيصله كړې ده چي د الله جل جلاله  پرته به د بل چا عبادت نه كوې او د مور او پلار سره به احسان كوې، که يو يې يا دواړه د سپين ږيروالي حالت ته ورسېږي “اُف” مه ورته وايه (یعني که ستړی یې د ستړیا پر مهال “اُف” لا د دوی مخته مه وایه چي فقط د خپلي ستړیا څرگندتیا په وسي نور د آزار خبري خو بیخي مه ورته کوه)، ښې خبری ورته کوه، د مهربانۍ او ځان ټیټ ښودلو په وجه  خپل وزر ورته کښته کړه او ووايه: اې ربه! پر دوی رحم وکړه لکه دوی چي زه په ماشومتوب کي روزلی يم.

د دې څرگند حقيقت د ثبوت په موخه د اسلام سپېڅلي لارښود درې ځلی داسي ارشاد وفرمايه: آيا زه تاسو تر ټولو په لویو گناهونو باندي خبر نه كړم؟ مبارکو اصحابانو وويل: بلې! خبر مو کړه يا رسول الله صلی الله علیه وسلم ! رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: (تر ټولو لوي گناهونه) د الله جل جلاله سره شريك نيول دي، د مور او پلار آزار دئ. ([2])

په يو بل حديث كي رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايلي دي: جنت ته به چغلگر، د مور او پلار آزاري او د شرابو چيښونكى داخل نه سي. ([3])

څرنگه چى د مور او پلار آزار ډېر لوى جرم دئ له همدې امله الله جل جلاله  د مور او پلار آزاري ته په دې دنيا كي هم عذاب وركوي، ځكه رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايى: د ټولو گناهونو عذاب الله جل جلاله  د آخرت ورځي ته ځنډوي. چاته چي يې خوښه سي (هلته عذاب ورکوي او چا ته بیا معافي کوي که یې خوښه سوه)، مگر د مور اوپلار آزاري  ته الله جل جلاله  ډېر ژر په ژوند کي تر مرگ مخکي عذاب وركوي. ([4])

مأخذ: لوی ګناهونه

مؤلف: مفتي عبدالهادي حماد

([1]) سورة الاسراء، الايتان: ۲۳، ۲۴.

([2]) عن عبد الرحمن عن أبيه قال: قال رسول الله صلی الله علیه وسلم : ألا أنبئكم بأكبر الكبائر –ثلاثاً-؟ قلنا: بلى! يا رسول الله! قال: الإشراك بالله، وعقوق الوالدين، وكان متكئاً فجلس، فقال: ألا وقول الزور، وشهادة الزور، فما زال يكررها حتى قلنا: ليته سكت! (البخارى: 5/2229، رقم: 5631، ومسلم: 1/91، رقم: 87، والترمذى: 4/312، رقم: 1901، وقال: حسن صحيح)

([3])عن ابن عمر رضی الله عنه  قال: قال رسول الله3: لا يدخل الجنة منان، ولا عاق، ولا مدمن خمر. (أخرجه النسائى: 8/318، رقم: 5672)

([4]) عن أبي بكرة  رضی الله عنه قال: سمعت رسول الله صلی الله علیه وسلم يقول: كل الذنوب يؤخر الله ما شاء منها إلى يوم القيامة إلا عقوق الوالدين فإن الله تعالى يعجله لصاحبه في الحياة قبل الممات. (هذا حديث صحيح الإسناد ولم يخرجاه الحاكم في مستدركه، ج: 4، ص:173، ح:7263)

دغه هم وګوری

د هوا په اړه د الله تعالي نظام وګورئ!

د هوا په اړه د الله تعالي نظام وګورئ (۱): هوا چلیږي هغه له آسمان …