مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / الرحمن جل جلاله(۲)

الرحمن جل جلاله(۲)

د اسماء الحسنی معناوي او خواص

راټولونکی: عبدالواسع سمسور

 

دوهم نوم: (د الرحمن جل جلاله معنی او خواص)(ډېرمهربان،ډېررحم کوونکی)
خواص شپږ دي .

۱- که له هر لمانځه څخه وروسته دا مبارک نوم سل (۱۰۰) ځله وویل سي د زړه څخه دي غفلت او هیره لیري کيږي او د دنیا په معا ملاتو کي مرسته درسره کیږي .
۲- کوم کس چي دغه نوم ډېر وايي،هغه به له هر ناخوښه شي څخه محفوظ وي .
۳- د کوم کس چي ګرمه تبه وي او دغه مبارک نوم پریمینځي او اوبه يې وڅيښي الله جل جلاله به شفاء ورکړي.
۴- هر څوک چي دغه نوم د سهار له لمانځه څخه وروسته دوه سوه اته نوي (۲۹۸) ځله ووايي ، الله تعالی به پر هغه دېر رحم وکړي.
۵- کوم کس چي یو څلوېښت (۴۱) ورځي روزانه یو څلويښيت ځله (یا رحمن الدنیا و الا خرة یا رحیهما ) ووايي نو دهغه ضروري حاجت به پوره سي.
۶- کوم کس چي یو ظالم حاکم ته د ورتلو پر وخت ( یا رحمن یا رحیم ) ووايي الله تعالی به هغه د ظالم له شر څخه وژغوري او خیر به ور په برخه کړي.

دغه هم وګوری

د نوي مسلمان شوي ځوان کيسه…

عيسی عليه السلام مي په خوب وليدی: د نوي مسلمان شوي ځوان کيسه… اسپانوي الاصله …