مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / الله جل جلاله (۱)

الله جل جلاله (۱)

د اسماء الحسنی معناوي او خواص

راټولونکی: عبدالواسع سمسور
لومړی نوم ( د الله جل جلاله د نوم معنی او خواص)
لس خواص لري.
۱- هره ورځ که زر ځله وویل سي کمال او یقین به يي نصیب سي.
۲- که دجمعي په ورځ له لمانځه څخه مخکي له غسل کولو وروسته په یوازیوالي کي وویل سي مقصد حاصلول مو اسانیږي که هر څومره مشکل وي.
۳- د کوم مریض له علاج څخه چي ډاکټران عاجز سي که چيري پر هغه وویل سي نو شفا به تر لاسه کړي . خو په دي شرط چی د مرګ وخت یی نه وي راغلي .
۴- که له هر لمانځه څخه که وروسته سل ځله وویل ۱۰۰ وویل سي ویونکي به يی د پاک باطن خاوند سي .
۵- که چيري ۶۶ ځله ولیکل سي او پریمنځل سي، په مریض وڅیښل سي الله تعالي به شفاء ورکړي ، که څه هم د پیریانو اثر وي .
۶- پر چاچي پیریان وي نو په یو لوښی کي چي الله څو ځله ولیکل سي او هغه
اوبه په هغه کس واچوي چي پيریان وي ورباندي نو پر هغه کس چي کوم شیطان مسلط وي هغه به وسوځي.
۷- کوم کس چي د الله تعالی د محبت له کبله د الله ذکر کوي او شک نه کوي نو هغه به له صدیفینو څخه وي .
۸- هغه څوک چي له هر لمانځه څخه وروسته ۷ ځله ( هو الله الرحیم) ووايي دنوموړي کس ایمان به نه سلب کيږی او هغه به د شیطان له شر څخه محفوظ وي .
۹- کوم کس چي ۱۰۰۰ ځله ( یا الله یا هو ) ووايي دهغه په زړه کي به ایمان او معرفت مضبوط کړل سي.
۱۰- کوم کس چي د جمعي په ورځ د ماځیګر د لمانځه څخه وروسته مخ پر قبله کښیني او تر ماښآمه پوري ( یا الله یا رحمن ) ووايي او بیا له الله څخه د کوم شی وغواړي الله تعالی به يی ورکړي .

دغه هم وګوری

د نوي مسلمان شوي ځوان کيسه…

عيسی عليه السلام مي په خوب وليدی: د نوي مسلمان شوي ځوان کيسه… اسپانوي الاصله …