مخپاڼه / دسپیڅلي لارې لارویان / امیرالمؤمنین حضرت علي رضي الله عنه

امیرالمؤمنین حضرت علي رضي الله عنه

امیرالمؤمنین حضرت علي رضي الله عنه
راټولوونکى او سمون:  محمد نبي سلطاني
نوم يې علي كنيت يې ابو الحسن او ابو التراب وو, حيدر (زمرى) يې لقب وو, دپلار نوم يې ابو طالب او د مور نوم يې فاطمه وو , دنسب پوره لړۍ يې داده : علي بن ابي طالب بن عبدالمطلب بن هاشم بن عبد مناف بن قصى بن كلاب بن مره بن كعب بن لوئ . څنګه چي دابو طالب واده دخپلې كاكا له لور سره سوئ وو ، ځكه نو حضرت علي رضي الله عنه د مور او پلار دواړو له لورې هاشمي او د رسول الله صلى الله عليه وسلم سكه د كاكا زوی كيږي . د هاشمو كورنۍ ته چي په عربو او قريشو كې كوم عزت حاصل وو د هغه بيان ته هيڅ اړتيا نه ليدل كيږي , د كعبې شريفې خدمت هم د همدې كورنۍ ځانګړتيا وه , دهمدې ځانګړتيا له كبله هغو ته پر ټولو عربو باندې دمذهبي مشرۍ د كولو شرف حاصل وو.
د حضرت علي رضي الله عنه پلار ابو طالب د مكې له لويانو څخه وو او رسول الله صلى الله عليه وسلم هم د همده د شفقت په غيږكې رالوی سو , او له بعثت څخه وروسته يې دابو طالب تر څارنې لاندې دمكې په كوڅو كې دحق بلنه پيل كړه , د كفارو له لورې د رسول الله صلى الله عليه وسلم ترڅنګ ابو طالب ته هم ډول ډول تكليفونه ورسېدل ، دساري په توګه له هغه سره يې هر ډول راكړه وركړه ودروله , په خوښۍ , غم , خوراك او څښاك كې يې ګډون ورسره پريښود , لنډه داچي د هيڅ ډول ستونزو د ور رسولو څخه يې ډډه نه كوله .
درسول الله صلى الله عليه وسلم ډېره تلوسه وه چي دابو طالب زړه دايمان په رڼا روښانه كړي او هغه ته درسول الله صلى الله عليه وسلم دحمايې او څارنې په بدل كې جنت الفردوس وركړل سي , همدا لامل وو چي دمړينې په مهال په وار وار رسول الله صلى الله عليه وسلم ابو طالب ته دكلمې ويلو بلنه وركوله . خو ابو طالب رسول الله صلى الله عليه وسلم ته په ځواب كې وويل چي (( پتمنه وراره  كه له ما سره دقريشو دپيغور راكولو ويره نه وای نو ما به په ډېره خوښۍ سره ستا بلنه په ځان منلې وه . ( سيرت ابن هشام 1 ټوك 228 مخ .)
كه څه هم په سيرت ابن هشام كې دحضرت عباس رضي الله عنه دا روايت هم راوړل سوى چي په هغه كې حضرت عباس رضي الله عنه ويلي چي دزنكدن پر مهال دابو طالب په ژبه دحق كلمه جاري وه ليكن دا روايت خورا كمزورى دى .
كه څه هم په ښكاره ډول باندې دابو طالب داسلام منلو كوم روايت نه ليدل كيږي , مګر بيا هم درسول الله صلى الله عليه وسلم دپالنې , حمايت او درسول الله صلى الله عليه وسلم له امله دكفارو ټولو ربړونو ته دسينې وركولو له كبله نن هم دابو طالب نوم له هغه څخه ددې څه په بدله كې دمننې په توګه د اسلامي تاريخپاڼو په زرينو كرښو كې ليكل كيږي .
دحضرت علي رضي الله عنه مور حضرت فاطمې رضي الله عنها هم دبي بي آمنې ددې سپيڅلي يتيم پالنه په ډېره مينه سره كړيوه .دمستندو رواياتو له مخې حضرت فاطمه رضي الله عنها مسلمانه سوه او دهجرت له پاره ومدينې منورې ته ولاړه او هلته په حق ورسيده .انا لله وانا اليه راجعون . دمړينې په مهال رسول الله صلى الله عليه وسلم هغې ته خپل كميس دكفن په توګه ورواغوست , دهغې پر قبر كې پريووت او په دې څه كولو سره يې دهغې قبر متبرك وګرځاوه . كله چي خلكو د رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه ددې مهربانى كولو لامل وپوښت نو رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل چي له ابو طالبه وروسته زه ددې ميرمنې د ډېرو احسانونواو نيكيومنونكى يم او له امله يې له هغې څخه مننه كوم .( اسدالغابه 5 ټوك 517 مخ .)
حضرت علي رضي الله عنه درسول الله صلى الله عليه وسلم له بعثت څخه لس كاله دمخه وزيږيد , د زيږيدو سره سم حضرت علي رضي الله عنه درسول الله صلى الله عليه وسلم تر ځانګړې څارنې لاندې وو , ځكه خو هم حضرت علي رضي الله عنه له ډېر وړوكوالي څخه درسول الله صلى الله عليه وسلم په مجلسونو كې كښېناستى اودرسول الله صلى الله عليه وسلم ويناوې به يې دزړه په غوږونو اورې دلې .( زرقاني 1 ټوك 280 مخ . )
لكه څنګه چي مو وويل حضرت علي رضي الله عنه دلسو كالو وو چي رسول الله صلى الله عليه وسلم دالله تعالى له لورې دنبوة په لوی مقام وټاكل سو ,څنګه چي حضرت علي رضي الله عنه د رسول الله صلى الله عليه وسلم سره يو ځای اوسېده ځكه يې نو داسلام دمذهبي تګلارو ننداره له ډيره نژدې نه كړې وه .

امیر المؤمنین حضرت علي کرم الله وجه

يوه ورځ حضرت علي رضي الله عنه رسول الله صلى الله عليه وسلم او حضرت خديجة الكبرى رضي الله عنها په عبادت باندې بوخت وليدل , ددې تاثيركوونكي نندارې په ليدو سره يې په ډېره ماشومانه لحجه سره وپوښتل چي تاسې دواړو څه كول ؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته دنبوة دلوی مقام دترلاسه كولو خبر وركړ او دكفر اوشرك بدي يې ورته بيان , او توحيد ته دراتلو بلنه يې وركړه .
څنګه چي حضرت علي رضي الله عنه له داسي خبرو سره نااشنا وو ځكه يې نو رسول الله صلى الله عليه وسلم ته په ځواب كې وويل چي زه به په دې اړه د خپل پلار ابو طالب څخه وپوښتم , خو رسول الله صلى الله عليه وسلم نه غوښتل چي وحدانيت ته درابللو داخبره دې په ناڅاپي توګه په لومړي ځل عام ډګرته ووځي ځكه يې نو حضرت علي رضي الله عنه ته وفرمايل چي :ته پخپله پر دې خبر ه فكر وكړه چاته دويلو اړتيا يې نه ليدل كيږي.
درسول الله صلى الله عليه وسلم په مجالسو كې دګډون له كبله دحضرت علي رضي الله عنه فطرت ډير پاك وواودتوحيد په اړه فكر كولو كې دخدای جل جلاله توفيق ورسره مل سو هماغه وو چي ډېر ژر دنبوة په دربار كې حاضر سو او داسلام پر سپيڅلي دين يې ايمان راوړ, توحيد ته دخلكو رابلل يې خپله ديني كړنلاره وبلله .او پدې ډول يې په ماشومانو كې تر ټولو دلومړي ايمان راوړونكي ماشوم ځانګړتيا تر لاسه كړه .
دحضرت علي رضي الله عنه حليه 
حضرت علي رضي الله عنه غنم رنګى , دمنځني قد, د غټو غټو سترګو , ښايسته سپين مخ او دبَبَرې پراخې سينې څښتن وو .بدن يې غوښين او ګيډه يې لږ دباندې لور ته راوتلې وه , د سر ويښتان يې نه وو . په يوه روايت كې راځي چي خرييل به يې , او په بل روايت كې راغلي د سر په مخکنۍ برخه يې ويښتان نه لرل ، ږيره يې لويه او دومره پراخه وه چي له يوې اوږې او بلې اوږې سره به لګيدله , دعمر په پای كې يې ويښتان خورا سپين سوي وه او په ټول عمر يې يواځې يو ځل خضاب (نكريزي) لګولې وې .
دحضرت علي رضي الله عنه ځانګړتياوې
۱- حضرت علي رضي الله عنه يو له هغو لسو كسانو څخه وو چي درسول الله صلى الله عليه وسلم له لورې ورته دجنت زيرى وركول سوى وو.
۲- حضرت علي رضي الله عنه داسلام دڅلورم خليفه په توګه وټاكل سو .
۳- حضرت علي رضي الله عنه ته درسول الله صلى الله عليه وسلم دزوم توب وياړ ورپه برخه سو .
۴- حضرت علي رضي الله عنه ته د ترټولو لومړي ايمان راوړونكي ماشوم وياړ ورپه برخه دى .
حضرت علي د پوهو، عالمانو او فقهاوو اصحابو له ډلې څخه وو. علي زړور، نيک او زاهد سړی وو. د دومره برترۍ څښتن وو چې امام احمد بن حنبل يې په اړه ويلي: هومره فضيلتونه چې د حضرت علي په هکله په روايتونو کې راغلي د رسول الله د اصحابو له ډلې د بل هيچا په باره کې نه دي راغلي.
امیر المؤمنین حضرت علي رضی الله عنه
حضرت علي رضي الله عنه په لاندې غزاوو كې ګډون كړى وو
دبدر وتلې غزا , داحد وتلې غزا ,دهجرت په ( ۵) كال كې دبنو نضيرو په جلاوطنۍ كې هم حضرت علي رضي الله عنه ګډون درلود , په ( ۵ ) هجري كال كې دخندق په وتلې غزا كې هم دكفارو مشر عمرو بن عبدود هم دحضرت علي رضي الله په لاس دوزخ ته وليږل سو , دخندق له پيښې وروسته بنو قريضه وو دمسلمانانو په خلاف دقريشو مرسته كړې وه او د مسلمانانو سره سوى تړون يې مات كړش وو ، نو ځكه دهغو سره دجګړې كولو په موخه يې حضرت علي رضي الله عنه دمسلمانانو مشر وټاكه او هغه درسول الله صلى الله عليه وسلم په امر دكفارو كلا ونيوله او دمازديګر لمونځ يې هم پكښې ادا كړى .
دهجرت پر ۶ كال رسول الله صلى الله عليه وسلم ته څرګنده سوه چي بنو سعد دخيبر ديهودو دمرستې لپاره يوځای سوي ځكه يې نو حضرت علي رضي الله عنه دسلو كسو مجاهدينو سره دهغو دمقابلې لپاره واستاوه حضرت علي رضي الله عنه دشعبان په مياشت كې پر بنو سعدو بريد وكړ او د هغو څخه يې (۵۰۰ ) اوښان  او (۲۰۰ ) وبوزې په غنيمت ونيولې .
پر همدې كال رسول الله صلى الله عليه وسلم ( ۱۴۰۰۰ ) صحابۀ كرامو رضوان الله تعالى عليهم اجمعين سره يوځای دكعبې شريفي دزيارت كولو لپاره ولاړ, كله چي حديبيي نومې ځای ته ورسېدل نو مشركينو جګړه كول غوښتل خو درسول الله صلى الله عليه وسلم موخه جنګ كول نه وو ځكه يې حضرت عثمان رضي الله عنه دسفير په توګه هلته ورواستاوه , دلته داخبره مشهوره سوه چي حضرت عثمان رضي الله عنه مکه والو شهيد كړى دئ ، نو رسول الله صلى الله عليه وسلم دهغه دكسات اخيستلو له كبله د صحابۀ كرامو څخه بيعت واخيست پا دې بيعت وركولو كې حضرت علي رضي الله عنه هم ګډون درلود او دسولې پاڼه هم دحضرت علي رضي الله عنه په ګوتو وليكل سوه .
دخيبر په سيمه كې دكفارو ډېري مضبوطې كلاوې او مركزونه موجود وه , چي په فتح كولو يې حضرت ابوبكر صديق او حضرت عمر فاروق رضي الله عنهما زور وواهه خو بريالي نه سول , يوه ورځ رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل چي سبا به زه دجګړې بيرغ دداسې چا په لاس وركوم چي هغه خدای جل جلاله او رسول الله صلى الله عليه وسلم ته خورا محبوب دى كله چي سهار سو نو رسول الله صلى الله عليه وسلم بيرغ دحضرت علي رضي الله عنه په لاس كې وركړ خوهغه دسترګو د ناروغۍ لرله ، رسول الله صلى الله عليه وسلم خپلي لاړې دهغه پر سترګو ورومښلې چي هغه رك روغ سو او خپله ورسپارل سوې دنده يې مخ پر وړاندي بوتله تردې چي دخيبر سيمه يې فتح او دكفر او شرك اولسونه يې پو پنا كړل .
دحُنَين په وتلې غزا كې هم حضرت علي رضي الله عنه ډېر په ميړانه له دښمن سره وجنګيده  او دهغو مشر يې په خپل حيدري وار باندې دتل لپاره د دوږخ پرغولى وګرځاوه. دهجرت پر  (۹) كال  چي كله رسول الله صلى الله عليه وسلم تبوك نومې ځای ته دتلو هوډ وكړنو داهل بيتو دساتنې لپاره يې حضرت علي رضي الله عنه په مدينه كې پريښود .
دهجرت پر لسم كال رسول الله صلى الله عليه وسلم وروستى حج وكړ, حضرت علي رضي الله عنه هم له يمن څخه راغئ او په دغه مبارك حج كې يې ګډون وكړ.
د رسول الله الله صلى الله عليه وسلم تر وفات وروسته 
علي رضی الله عنه د ابوبکر د خلافت پر مهال د هغه غوره سلاکار او وزير وو چې تل يې د مسلمانانو د سرلوړۍ او بريا له پاره په ريښتينولۍ او سوچه زړه کار کړی. د حضرت عمر د خلافت پر وخت هم د دولت له لوړپوړو څخه وو او چې عمر به له مدينې بيرون په سفر ووت، دی به يې پر خپل ځای پريښود. د حضرت عثمان د خلافت وار چې راورسيد، د نورو اصحابو په څير يې ور سره بيعت وکړ او تل د هغه سلاکار او ملاتړ وو.
د حضرت فاطمې رضي الله عنها سره دحضرت علي رضي الله عنه واده 
دهجرت په دوهم كال حضرت علي رضي الله عنه ته درسول الله صلى الله عليه وسلم دزوم توب وياړ ور په برخه سو , او درسول الله صلى الله عليه وسلم د محبوب ترينې لور سيده فاطمة الزهرا رضي الله عنها سره يې نكاح وسوه .كله چي حضرت علي رضي الله عنه له فاطمة الزهرا رضي الله عنها سره دنكاح تړلو غوښتنه وكړه نو رسول الله صلى الله عليه وسلم حضرت علي رضي الله عنه ته وفرمايل چي ته دمهر اداكولو په بڼه څه شى لرې ؟
حضرت علي رضي الله عنه ورته وفرمايل چي زه له يوه اس اويوې زغري پرته بل هيڅ شى هم نلرم . رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل چي اس خو دجهاد لپاره دى ولاړسه زغره خرڅه كړه ,حضرت علي رضي الله عنه هغه زغره پر حضرن عثمان رضي الله عنه په څلور سوه اتيا (۴۸۰) درهمه وپلورله او هغه قيمت يې درسول الله صلى الله عليه وسلم مخې ته كيښود , رسول الله صلى الله عليه وسلم حضرت بلال رضي الله عنه ته امر وكړ چي له بازاره عطر(خوشبو) راوړي او پخپله رسول الله صلى الله عليه وسلم نكاح ور وتړل  او د الله جل جلاله د درباره يې ورته دخير او بركت دعا  وغوښتل.            ( زرقاني ۲ ټوك ۴ مخ )
ميرمنې او اولادونه يې 
دجنت دسردارې حضرت فاطمة الزهرا رضي الله عنها تر نكاح وروسته يې له يوه څخه ډېر ودونه كړي وه , او ډېر اولادونه يې زيږيدلي دي چي تفصيل يې دادئ :
حضرت فاطمه رضي الله عنها چي درسول الله صلى الله عليه وسلم دزړه ټكړه وه د هغې څخه يې په هلكانو كي حضرت حسن ,حضرت حسين ,حضرت محسن رضي الله عنهم  پيدا سوي وه  او په ښځينه اولادونو كې يې زينب كبرى ,او ام كلثوم كبرى رضي الله عنهما پيدا سوې وې , محسن په كوچني توب كې مړسو . ام البنين بنت حزام : د دې څخه يې عباس ,جعفر ,عبدالله او عثمان پيداسوي وه , چي د دوی څخه د عباس  پرته نور ټول د حضرت امام حسين رضي الله عنه سره په كربلا كې شهيدان سول .
ليلى بنت مسعود : د دې څخه عبيدالله او ابو بكر پيداسو, چي د يوه روايت سره سم دا دواړه هم له حضرت امام حسين رضي الله عنه سره شهيدان سول .
اسماء بنت عميس : د دې څخه يحيی او محمد اصغر پيداسوي وه  .
صهبا ( ام حبيب بنت ربيعه) : دا ام ولده وه , د دې څخه عمر اورقيه پيداسوي وه  .
امامه بنت ابي العاص : دا دحضرت زينب رضي الله عنها لور اودرسول الله صلى الله عليه وسلم لمسۍ وه ددې څخه محمد(اوسط) پيداسوى وو.
خوله بنت جعفر : محمد بن علي چي په محمد بن حنفيه باندېس شهرت لري له همدې څخه پيدا سوى وو .
ام سعيد بنت عروه : ددې څخه ام الحسن او رمله كبرى پيداسوي وه .
محياة بنت امرأالقيس : ددې څخه يې يوه لور پيداسوه او په وړوكتوب كې په حق ورسيده .
د دې ميرمنو پرته دحضرت علي رضي الله عنه نورې مينځې هم وې , چي له هغوی څخه يې لاندې ښځينه اولادونه سوي :
ام هانئ , ميمونه , زينب صغرى , رمله صغرى , ام كلثوم صغرى , فاطمه , امامه , خديجه , ام الكرام , ام سلمه , ام جعفر , جمانه او نفيسه .  لنډه دا چي دحضرت علي رضي الله عنه نژدې ۱۷ لوڼي او ۱۴ زامن وه , په دوی كې يواځې له لاندې څلوروكسانوڅخه دنسب لړۍ روانه سوه : حضرت امام حسن رضي الله عنه ,حضرت امام حسين رضي الله عنه , حضرت محمد بن حنفيه رضي الله عنه , او عمر رضي الله عنه .
تعلیم القرآن اسلام رايډو ، علي رضی الله عنه
دحضرت علي رضي الله عنه د شهادت پېښه 
دهجرت په (۴۰ ) كال دخوارجو دباطلي ټولۍ د لوري د كورنيو جګړو او دهغو د لاملونو دجاج اخيستلو په اړه دحج په موسم كې خبرې اترې پيل سوې , دخبرو په ترڅ كې په يوه خله دا ومنل سوه چي ددې پيښو لاملونه يوازي درې كسان حضرت علي رضي الله عنه , حضرت عمرو بن العاص رضي الله عنه او حضرت امير معاويه رضي الله عنه دي .
دخبرو په پای كې يې وويل چي د دې پيښو يواځينى حل د نوموړو دريو كسانو شهيدانول دي , ځكه نو دريو كسانو عبدالرحمن بن ملجم دحضرت علي رضي الله عنه ,نزال دحضرت امير معاويه رضي الله عنه او عبدالله نامي تن بيا دحضرت عمرو بن العاص رضي الله عنه دشهيدولو دروند پيټي په خپلو ځانونو كيښودل .او د دې شومو موخو دتر سره كولو لپاره روان سول .
كوفې ته په رسيدو سره ابن ملجم د يوې  قطام نومې ميرمنې سره مخامخ سو او دخپلې موخې په اړه يې توضيحات وركړل دې بدبختې ميرمنې نه يوازي داچي دابن ملجم دناوړي كار تاييد يې وكړ بلكه د دې كارپه برياليتوب سره دپای ته رسيدو په صورت كې يې دنكاح كولو ژمنه هم ورسره وكړه .
لنډه داچي دې دريو واړو كسانو دهجرت پر (۴۰ ) كال د روژې په مياشت كې دسهار پر مهال په دريو صحابه وباندې بريد وكړ , حضرت امير معاويه رضي الله عنه د تورې دنه لګيدو له امله , حضرت عمرو بن العاص رضي الله عنه امامت ته دنه تلو له امله روغ پاتې سول او هغه تن چي  دحضرت عمرو بن العاص رضي الله عنه په ځای امامت ته تللى وو دخوارجو دتيروتنې له كبله په شهادت ورسيد.
خو دالهي قضا له مخې داميرالمؤمنيين حضرت علي رضي الله عنه دژوند نيټه نوره پر پوره كيدو وه , كله چي هغه لمانځه ته راغى نو ابن ملجم چي په مسجد كې بيده وو، دلمانځه داداكولو په نيت يې راويښ كړ او پخپله دلمانځه داداكولو له پاره تر مخه سو ترڅو د لمانځه امامت وکړي ، ابن ملجم چي كله حضرت علي رضي الله عنه دسجدې په حالت كې وليدنو پر هغه يې د تورې سخت ګزار وكړ , توره دحضرت علي رضي الله عنه په سر مبارك كې ښخه سوه او حضرت علي رضي الله عنه سخت زخمي سو .
كه د يوې خوا دتورې وارونه ډېر ژور وه نو د بلي خوا دابن ملجم توره په زهرو هم ككړه سوې وه پر همدې مهال  دزهرو اغيزې په ډيره چټكتيا سره دحضرت علي رضي الله عنه په ټول بدن كې وغزيدلې چي له امله يې داسلام دغه څلورم ځليدونكى ستورى حضرت امام حسين رضي الله عنه ته دڅه نصيحت د كولو وروسته دهجرت پر (۴۰ ) كال دروژې پر شلمه نيټه دجمعې په مباركه شپه دشهادت لوړ مقام ته ورسيد.
انا لله وانا اليه راجعون.

دغه هم وګوری

د حضرت عمر رضی الله عنه د بيت المال څخه تنخوا

د حضرت عمر  رضی الله عنه  د بيت المال څخه تنخوا (عاشه) حضر عمر  رضی …