مخپاڼه / دسپیڅلي لارې لارویان / ام المؤمنين حضرت عايشه(رضی الله عنها) دوهمه او وروستۍ برخه

ام المؤمنين حضرت عايشه(رضی الله عنها) دوهمه او وروستۍ برخه

تعلیم القرآن راډیو

ام المؤمنين حضرت عايشه(رضی الله عنها)، په تیر پسي دوهمه او آخیرنی  برخه

ليکوال: حاجي علي احمد عادل

عايشي (رضی الله عنها) د خپل خاوند نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) زيات خيال ساتى چاته چي د نبوت ستره دنده ورپه غاړه وه، او نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) هم د نورو تر څنګ د عايشي (رضی الله عنها) د ښه ذهن او د نبوي لارښوونو د وړتيا په خاطر زيات خيال ساتئ چي د هغې مبارکي سره يې په ګډ لوښي کي خوراک کاوه او په ډيرو سفروکي عايشي (رضی الله عنها) ته  د نبي کريم (صلی الله علیه وسلم)  د ملګرتيا وياړ هم ورپه برخه سوى دى په داسي حال کي کي چي په ځينو نورو سفروکي بيا نوري مبارکي بیبېاني ورسره ملګري وي او عايشي (رضی الله عنها) د نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) سره د زياتي مينې د لرلو په خاطر د خدمتګارې پر لرلو سر بيره د کور خدمت يي خپله کوى لکه: د نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) په خپله ډوډۍ پخول د نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) بستره برابرول د اوداسه لپاره اوبه ورته راوړل، د نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) ويښتان ږمنځول، عطر ورباندي وهل، جامې يې پريولل او د هغه مبارک (صلی الله علیه وسلم) د خوب په وخت کي يې سرته اوبه او مسواک ايښودل، عايشي (رضی الله عنها) د خپل عمر نهه کلنۍ څخه تر اتلس کلنۍ پوري د خپلت ژوند نهه کاله د نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) سره په ګډ ژوند کي تير کړل چي د نهو کالو د شپو او ورځو په اوږدو کي يې هيڅ کله هم د خپل مبارک خاوند  (صلی الله علیه وسلم) د خبري څخه انکار ندئ کړى، بلکي چي په اشاره به يې هم پوه سول نو د هغه مبارک د خوښۍ او خبري څخه به نه تيريدله.او د نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) مېنه په ځانګړي ډول د عايشي (رضی الله عنها) سره زياته وه ځکه چي هغې مبارکي ته الله (جل جلاله)پوهه، اجتهاد، ښه عقل، او ښه ذهن ورکړى ؤ، تر څو د نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) څخه چي د الله (جل جلاله) استازئ ؤ، د هغه اقوال خبري او افعال کړني د ژوند په هره شيبه حتى د کور په داخل کي د خوب د کورني مسائلو حال او د خوراک مسائل د نورو لارښودنو تر څنګ ورځني زده او ياد کړي او تر نورو يې ورسوي چي همدا د رسالت مقصد ؤ.او د همدې وجهي پر نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) ډيره ګرانه وه ځکه ورته (حبيبة الرسول) هم ويل کيږي او  په(نسائي حب السرجل  بعض النساء) کي راوړي چي نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) فرمايي: د عايشي (رضی الله عنها) د بستر بغير د بل چا په بستر کي پر ما وحي ندي نازلي سوي.او نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) چي کله د ژوند په آخيرو شيبو کي مريض سو نو د ژوند تر آخيره پوري د نورو بيبانو په خوښه بيا د عايشي (رضی الله عنها) په حجره کي ؤ، تر څو يې خپل روح په داسي حال کښي چي د عايشي (رضی الله عنها) پر زنګون يې سر ايښى ؤ (حيى الالموت) ذات ته وسپاره او نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) وفات سو او د عايشي (رضی الله عنها) په حجره کي ستر لارښود خاورو ته وسپارل.( اللهم اصلي على محمد و على ال محمد کما صليت على ابراهيم و على آل ابراهيم انک حميد مجيد)چي په دغه وخت کي د نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) عمر ٦٣ کاله ؤ او د عايشي (رضی الله عنها) عمر اتلس کاله ؤ، او ديارلسم هجري کال ؤ، د ابوبکر (رضی الله عنه) د وفات له کبله د پلار د ناز څخه هم بې برخي سوه په داسي حال کي چي دا مبارکه يې د زکندن پر وخت سرته ولاړه وه او د خلفاء راشدينو په ټوله دوره او د معاويه (رضی الله عنه) او د عبدالله بن زبير (رضی الله عنه) په وخت کي د هغي مبارکي پر ژوند خاصه پاملرنه وه ځکه چي هغه پر نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) ډيره ګرانه وه او هريوه صحابي ورته ډير په احترام کتل، او لکه څنګه چي د الله (جل جلاله) په وينا د ټولو مومنانو مور وه او نکاح يې له هيڅ يوه سره تر نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) وروسته نه سواى کيدلائ نو مومنانو هم خپله مور ګڼل او ورځني يې وخت پر وخت مشورې او نبوي لارښووني تر لاسه کولې.حضرت ام المؤمنين بي بي عايشه (رضی الله عنها) د خپل خاوند نبي کريم ص د اطاعت سره سره د ښو اخلاقو، ښه عادتونو، قناعت له نورو سره د مرستي، د غيبت او ځان ستايني څخه د پرهيز، زړه ورتيا، سخاوت، د الله (جل جلاله) څخه ويره، زړه سواندي، د الله (جل جلاله) ډير عبادت، پر غلامانو باندي د مهرباني علم او اجتهاد خاص صفتونه هم لرل چي پر دغو ټولو صفتونو سربيره يې په ځانګړي ډول دوه نور صفتونه هم وه لومړى لکه: د پردې(حجاب) پوره خيال ساتل او عايشي (رضی الله عنها) د حجاب پوره خيال ساتئ.هغې مبارکي حتى د (اسحاق (رضی الله عنه)) څخه هم په خپله پرده کول که څه هم هغه په سترګو نه ليدل او د حجاب له دې واقعې څخه د هغې د حجاب کولو اندازه ښه معلوميږي:  عايشي (رضی الله عنها) خوب ليدلى ؤ، چي درې سپوږمۍ د دې په حجره کي راپرېوزي د هغې  مبارکي د دې خوب يادونه حضرت ابوبکر صديق (رضی الله عنه) ته وکړه او هر وخت چي نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) د هغې په حجره کي خاوروته وسپارل سو نو حضرت ابوبکر (رضی الله عنه) وويل، چي په دې دريو کي يو همدا (صلی الله علیه وسلم) ؤ او دى (صلی الله علیه وسلم)په ټولو کي غوره دى (موطا ام المالک دفن الميت)او د وروستيو پيښو څخه د صديق اکبر(رضی الله عنه) او فاروق اعظم(رضی الله عنه) ښخيدل په همدې حجره کي د دې د خوب پوره کيدل وه کله چي عايشه (رضی الله عنها) کونډه سوه بيا تر ديارلس کلونو پوري هلته خپلي حجري ته د خپل خاوند او خپل پلار زيارت ته ورتلل او د حجاب مراعت پکښي نه ؤ خو کله چي عمر فاروق (رضی الله عنه) شهيد کړل سو او د بي بي عايشې (رضی الله عنها)څخه په اجازه د هغې په حجره کي خاوروته وسپارل سو نو به يې ويل چي اوس هلته بې حجابه بېله مخ پټولو ورځم نو شرمېږم يعني د عمر فاروق ض د زيارت پر وخت به يې بيا هم د پردې پاملرنه کول خو دا چي ام المؤمنين عايشه ض د نبي کريم ص د هغه د نبوي لارښوونو څخه زياته رڼا په ګډ ژوند او په دوران کي تر لاسه کړې وه نو د نبي کريم (ص) د اجازې سره سم به هغې مبارکي د هغو پوه شاګردانو سره ليده کاته او ښوونه کول کوم چي د هغې رزاعي محرم بلل کيده يعني د هغې دخور او يا خورزې د شيدو اولادونه به وه او بله خاصه ځانګړتيا چي دا وه چي د حديثونو په رواياتو کي به يې ډير په زياته اندازه احطياط کوى چي د همدې احطياط بيان هم زيات دى خو په نتيجه سره چي د همدې حجاب او د همدې احطياط سره سره ورڅخه (٢٢١٧) روايتونه رانقل سوي دي. او عايشه ض په ٥٧ هجري کال کي د (٦٦) کالو په عمر له دنيا څخه وکوچيده چي دا ورځ د صحابۀ کرامو او ټولو  مسلمانانو لپاره ډير د خفګان ورځ ده چي بيار وروسته په (جنت البقيع) کي د هغې مبارکي د وصيت سره سم خاورو ته وسپارل سوه.

(انالله وانا اليه راجعون)

 

دغه هم وګوری

د حضرت ابوبکر صديق، حضرت ابن زبير، حضرت علي او نورواصحابو(رض) د لمونځونو حالات

مجاهد رضی الله عنه د حضرت ابوبکر صديق، او حضرت عبدالله بن زبير رضی الله …