مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / ایا یوسف علیه السلام واده کړی و؟

ایا یوسف علیه السلام واده کړی و؟

مؤرخینو او مفسرينو لیکلي دي چې د مصر د پاچا له هغې ښځې سره یوسف علیه السلام واده کړی و چې ځواني او غلامي کې یې له ده نه جبراً د زنا غوښتنه کړې وه. او دا هغه مهال چې هغې توبه وایستله او ویل کیږي له هغې نه یې دوه اولادونه هم شوي وو.
محمد بن إسحاق رحمه الله روایت کوي چې کله یوسف علیه السلام د مصر پاچا ته وويل: د هيواد خزانې ما ته وسپاره، زه ساتونكى هم يم او عالم هم. اجْعَلْنِى عَلٰى خَزَآئِنِ الْأَرْضِ ۖ إِنِّى حَفِيظٌ عَلِيمٌ[سُوۡرَةُ یُوسُف : 55]. پاچا ورته وویل: سمه ده، ته مې د هیواد د خزانو مسؤل وټاکلې.
ویل کیږي مخکي د مصر د مالي چارو او خزانو مسؤلیت د “اطفیر” نومي کس په لاس کې و، هغه یې لیري کړ او یوسف علیه السلام د هغه پر ځای وټاکل شو. قرانکریم وایي: وَكَذٰلِكَ مَكَّنَّا لِيُوسُفَ فِى الْأَرْضِ يَتَبَوَّأُ مِنْهَا حَيْثُ يَشَآءُ ۚ. په دې توګه موږ په هغه هيواد کښي د يوسف (علیه السلام) لپاره د حاكميت لاره هواره کړه. د هغه خوښه وه چي په هغه (هيواد) کښي چي چيري یې غوښتل ځان ته ځاى جوړ کړي.
په دې شپو کې اطفیر مړ شو، او د مصر پاچا الریان بن الولید یوسف علیه السلام ته د اطفیر ښځه”: راعیل” په نکاح کړه، کله چې له هغې سره یو ځای شو ورته ویې ویل: ایا دا ستا له هغه ناروا غوښتنې نه ښه نه ده؟ هغې ورته وویل: اې رښتینیه! ما مه ملامتوه، لکه ته مې چې وینې زه دومره ځوانه او ښایسته ښځه یم، د پاچهي په نعمتونو کې رالویه شوې یم، او زما خاوند له ښځو سره نږدیوالی نسوي کولی، یعني نارینه توب یې ختم و، او ته هم خورا زیات ښکلی او زما لاس ته لوېدلی وې، نو ځکه مې نفس غلبه راباندې وکړه.
مؤرخين لیکي چې یوسف علیه السلام هغه پېغله وموندله، یعني هغه خپلو خبرو کې رښتینې وه، له هغې نه د یوسف علیه السلام دوه اولادونه پیدا شول: أفرائيم بن يوسف او ميشا بن يوسف، د افرائیم یو زوی پیدا شو، “نون”  نومیدی چې د یوشع بن نون پلار و، او یوه یې لور پیدا شوه، چې “رحمة” نومیده، او وروسته بیا ایوب علیه السلام په نکاح کړه.
دا معلومات ابن أبي حاتم پخپل تفسير کې راخیستې دي: (7/2161)، او الطبري په ” جامع البيان: (16/151) “کې، دواړو له ابن اسحاق نه راخیستې دي. دا راز له مشهور تابعي زيد بن أسلم رحمه الله، او د اسرائیلیاتو مشهور راوي وهب بن منبه نه امام السيوطي په ” الدر المنثور”  (4/553) کې رانقل کړي دي.
مهمه یادونه: د محمد بن اسحاق روایتونه د زاړه تاریخ کیسې دي، متصل او کره سند نه لري، غالب ګومان دا دی چې د اهل کتابو له علماو روایت شوي دي، او د هغو د روایاتو په اړه زموږ دریځ دا دی چې نه یې منلی شو او نه یې دروغ بللی شو، فقط د یوې کیسې په توګه یې رااخلو او د حال حقیقت الله جل جلاله ته سپارو. او باید ووایو چې دا کیسې او تفصيلات له دین او د دین له اهمیاتو سره کومه اړیکه نه لري، نو ځکه په دې اړه قرانکریم هم څه نه دې ویلي او نه په دې اړه په صحي حدیثو کې څه راغلي دي.
* راعیل یې نوم او زُلَیخا یې لقب و.

لیکنه: حامد افغان

دغه هم وګوری

شپاړلسمه لویه ګناه: د مشرتوب څخه ناوړه گټه اخيستل او د  ولس سره ظلم کول

(١٦) لويه گناه: د مشرتوب څخه ناوړهگټه اخيستل او د  ولس سره ظلم کول څوک …