مخپاڼه / بیلا بیل / توبه ګناه محوه كوي

توبه ګناه محوه كوي

۵:  توبه ګناه محوه كوي

عَنْ عَبْدِاللهِ بِنْ مَسْعُوْد قاَلَ : قَالَ رَسُوْلَ اللهِ (ص) اَلتَّائِبُ عَنِ الذَّنْبِ كَمَنْ لاَذَنْبَ لَهُ( [1]

ترجمه دحضرت عبدالله (رض) څخه روايت دى چي رسول اللهr وفرمايل: توبه كونكى د ګناه څخه داسي دى لكه ګناه چي يې نه وي كړې.

لغات : اَلتّائِبُ : توبه كونكى، تاب دباب نَصَر څخه: متوجه كيدل .

اَلذَنْب : ګناه، جمع د ذُنُوْب ، جمع الجمع يې ذُنُوْبَات.

تشريح : ملا على قاري رح فرمايې چي بنده دتوبه په ذريعه باندي ذات الهي (ج) ته رجوع كوي نو د دوو حالاتو څخه به خالي نه وي اول دا چي ګناه  بالكل محوه كړي ، دوهم دا چي ثواب وركول كيږي ليكن كه ګناه يې محوه نسي په دواړو صورتو كي ثواب لري . مولانا محمد منظور نعماني رح فرمايې د توبې په ذريعه بنده دالله (ج) محبوب ګرځي او د ګناهو داغ  يې هم ليري كيږي لكه حديث(كَيَوْمِ وَلَدَتْهُ اُمُّهُ ).

په حديث شريف كي ذكر دى ټوله بني  آدم خطاوي لري ليكن

بهترين خطاكونكى هغه دى چي توبه كونكى وي .[2]

د توبي لپاره شرائط : علامه آلوسي په تفسير روح المعاني كي او شيخ محي الدين ابو ذكريا نووي په شرح مسلم كي د توبي ۳ شرائط ذكر كړي دي :

(۱) د ګناه څخه پوره جلا سي .

(۲) پر ګناه ندامت قلبي وي ،د زړه د اخلاصه پر دغه ګناه پښېمانه وي .

(۳) پوخ عزم يې وي چي بيا داسي ګناه نه كوم .

حالات راوي حضرت عبدالله بن مسعود (رض):

نوم يې عبدالله كنيت يې عبدالرحمان دى، مسعود يې د پلار نوم وو، ام عبد يې د مور نوم وو . په اول كي يې چوپاني كول تر يو واقعي وروسته مسلمان سو بيا يې ټوله زندګي د نبي كريم (ص) په خدمت كي وقف كړه ، يو ځل يې حبشې ته او بيا يې مدينې منورې ته هجرت كړى دى . دى مبارك رئيس مفسرين دى د فقه حنفي دار ومدار دده مبارك پر رواياتو دى . تعداد د حديثو يې۸۴۸ دى .

عمر مبارك يې تر شپيتو كالو زيات دى په ۲۳هـ كال كي وفات سوى دى، حضرت عثمان (رض)د جنازې لمونځ وركړى، دحضرت عثمان بن مظعون (رض) په بغل كي په جنت البقيع كي  دفن سوى دى .

[1]   مشكوة ج ۱ صـ ۲۰۶.

[2]   مشكوة ج ۱ صـ ۲۰۴.

دغه هم وګوری

ژمی نژدې دی، که غواړئ له زکامه په امان شئ نو …

د صحت په برخه کې ډیر واړه گامونه ډیرې زیاتې گټې لري او له ډیرو …