مخپاڼه / بیلا بیل / داختر د مبارکۍ پیغام!

داختر د مبارکۍ پیغام!

دحمادیه اسلامیه مدرسې دمهتمم او دتعلیم القرآن راډيو درئيس مفتي عبدالهادي حماد صاحب ،

دکوچني اختر په مناسبت داختر دمبارکۍ پیغام:

داختر دمبارکۍ پیغام

الحمد لاهله والصلاة علی اهلها

وبعد:

داسلام دسپېڅلي دین ریشتنو پیروانو!

زما دمذهب او عقېدې خواخوږو وروڼو!

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

پوهیږم چي داختر څرک پر یوه داسي اولس راڅرګندیږي چي ددې اولس په سلګونه بچي دغم پر ټغر ناست دي.

دلته پلرونه يوازي دخپلو نازولو زامنو په انځور فکرونه بوخت ساتلي دي.

دلته بوري میندي هغه زحمتونه تر خپل فکر تېروي کوم چي زامنو يې ګاللي او ورباندي افسوس کوي او دفراق په اور یې سوځي.

دلته افغاني مظلوم ماشومان لا دخپلو پلرونو د راتګ لاري څاري.

دلته لا په سرو لاسونو ناویاني دخپل همت په مټ داوښکو سره شپې صبا کوي.

دلته غربت، وحشت، فساد، ظلم په خپلو وحشي موټو دافغان ملت دمعصومو بچو ژوند ګواښلی او دخلکو یې خوب وړی.

هغه څه روان دي چي ورباندي تعجب، ویر او مایوست زما څخه دلیکلو وس اخستی.

بیا هم وایم چي یوازي مایوست دبري لار ه نه بلکي ستر دښمن دئ چي خلک دناکامۍ کندو ته غورځوي.

هو! لله الحمد ویاړو چي مسلمانانو یو ځکه نو بیا هم دکوچني اختر په راتګ سره خوشاله یو کوم دویر ټغر چي مو لا پر هیواد خپور دئ مایوس نه یو.

دا کوچنی اختر پر نېک شېګوم نیسو امید لرو چي الله جل جلاله به راته دغه اختر دغمونو دپای نکته وګرځوی او دزړونو دزخمونو یې راته پټۍ کړي.

داخبره خو بیخي حقیقت ده چي په دې اختر کی دلوی رب ددربار څخه هیڅ لاس ناهیلي نه پاتیږي.

بیا هم په پوره همت وایو زما دویاړلي هیواد مسلمانانو وروڼو!

تاسو ټولو ته دي کوچنی اختر مبارک وي، الله جل جلاله دي ستاسو عبادتونه قبول کړي، الله جل جلاله مو روژې، تراویح، تلاوتونه ، اذکار او نور ټول عبادات په خپل دربارکي دقبولیت په لورونه ونازوي.

الله جل جلاله ددې کوچني اختر له برکته د ټولو هغو وروڼو دردونه دوا کړي کوم چي په دې هیواد کي زورېدلي ، کړېدلي او کور په کور سوي دي.

الله جل جلاله دي نور داهیواد راته سمسور کړي او الله جل جلاله دي په دې هیواد کي راته هغه قانون پلي کړی چي دده ورسره محبت وي او ورته مقبول وي.

الله جل جلاله دي د ټولو افغانانو ته دهغي لاري دتعقیب توفیق ورنصیب کړي چي پلرونو یې ورباندي تګ کړی او الهي رضا هم پکښي نغښتې وي.

او الله جل جلاله دي زموږ ټولو هغو وروڼو ته هدایت وکړي چي دې ټولني ته وحشت ، فساد، ظلم دتمدن څخه لیروالی ، بې دیني دجهالت یا پردیو په لمسون راوړي کوم چي افغانیت په فطرت کي نفرت ځني کوي او هیڅکله یې په تاریخ کي نه دئ زغملی.

دیوه اسلامي ، متمدن ، هوسا ، باامنه او پرمختللي افغانستان په هیله

په درنښت

په اسلامي او افغاني مینه

ستاسو خادم عبدالهادي حماد الافغاني

حمادیه اسلاميه مدرسه قندهار

 

دغه هم وګوری

د مړیو سوزول که د انساني کرامت سپکاوی

لیکنه: د البحوث الفقهیّة المعاصرة مجلې لخوا تلخیص او راټولونه: محمد خالد (ملکزی) مخکې له …