مخپاڼه / بیلا بیل / داذان تاريخي اهميت او تل پاتي(۱)

داذان تاريخي اهميت او تل پاتي(۱)

داذان  تاريخي اهميت او تل پاتي (اوله برخه)

لیکنه: مولوی عبدالهادي حماد

درنولوستونکو! څرګنده خبره، چي اذان داسلامي دسپېڅلي شعيره ده ، په کوم ښار يا کلي، چي داذان سپېڅلي ږغ پورته کېږي ورباندي دالله( رحمتونه اورېږي، زړونه په خوشالېږي او دالله( دويري رڼاوي او ځلاوي محسوسيږي داچي هر مسلمان ورور داذان اړونده تر يوه بريده معلومات لاسته راوړي او دې ستر اعلان اوسپېڅلي ږغ ته دي په ساده سترګه ونه ګوري ـــ لاندي څو کرښي مو ليکلي دي لطفا تر پايه يې ولولئ.

داذان معنا:

اذان په لغوي لحاظ داعلان کولو او خبرولو په معنا دئ ؛او په فقهي اصطلاح کي د هغو مخصوصو کلیمو دتلفظ نوم دئ کوم ،چي په مټ يې مسلمانانو ته د فرضي لمونځونو خبر ورکول کیږي.

په اسلام کي دلومړى ځل لپاره داذان پيل:

کله، چي دبشريت ستر سالار حضرت محمد3 مدينې منورې ته مهاجر سو، دالله( په مرسته دهجرت وروسته دمسلمانانو دقوت مزي ټينګ سوه، اسلامي حکومت جوړ، اسلامي فوځ منظم ، سو دمسلمانانو دهيبت ږغ تر ليري سيمو ورسېدئ، دنياوالو مسلمانان په يوه منظم قوت سره وپېژندل، دمسلمانانو هغه هيلي راژوندۍ سوې کومي ، چي به يې داسلام دترقۍ په هلکله درلودې، البته داکار په تدريجي ډول باندي و، له بله پلوه په معنوي لحاظ ددين احکام هم ورځ تر بلي مکمل کېدل، نوي احکام راتلل په معنوي لحاظ ترقي راتلل ، هغه کار هم په تدريجي ډول دمثال په ډول دهجرت په لومړيو شپو کي مسلمانان لږ وه، کورونه يې لږ یو، یو به مسجد ته راتله او خلګ به جمع سوه بيا به رسول الله3 لمونځ ادا کړ ؛خو کله ،چي د مسلمانانو ابادي وغځېده او د مسلمانانو شمېر زیات سو بيا نو نبوي مسجد ته ددوى پر يوه وخت باندي راتلل ګران کار سو تر داسي بریده، چي په هکله یې انحضرت له مشرانو صحابووD سره مشوره وکړه په هغه زمانه کي د نورو مذاهبو ددوديزو طریقو مطابق چا ورته د اور بلولو، چا ورته د ناقوس او نغارې وهلو او چا ورته د زنګ وهلو مشوره ورکړه ؛او خپله حضرت عمر> ورته هر کورته د خبر ورکولو مشوره ورکړه، داچي اسلام دټولو دينونو ناسخ دين و، او دتحريف سوو دينونو بوى بايد پکښي نه واى غالبا به دغه لامل و، چي آنحضرت دعمر= مشوره خوښه کړه ؛او بلال> یې پر دغه کار وګماره، څو دلمانځه دادا پر مهال ټولو کورنو ته خبر ورکړي خو دا چي بلال> به پنځه وخته په ټوله مدینه ګرځېدئ داګران کار و، دوهم داچي کوم چا ته به لومړۍ اطلاع ورسېده هغه به مخکي راتلى ؛او چا ته ،چي به وروستۍ اطلاع ورسېده هغه به ناوخته را رسیدئ له امله به ډېر انتظار کېدئ، له همدې امله رسول الله د ناقوس لوري ته ميلان  پیدا سو، چي د عیسایانو طریقه وه ،په همدې وخت کي حضرت عبدالله بن زید> او حضرت عمر> خوب ولیدئ، چي هغوی له یو چا څخه د لمانځه د خبرېدو لپاره ناقوس رانیول وغوښتل هغه کس ورته وویل:آیا له دې څخه ښه شی درته و نه ښیم؟ جواب یې ورکړ ،ولي نه؟ هغه کس داذان کلمې ورته وښودلې، حضرت عبد الله بن زید> ته دا کلمې په یاد کي پاتي سوې کله ،چي سهار سو د حضور په خدمت کي حاضر سو او د شپې خوب یې نقل کړ، رسول الله هغه خوب رشتینى وګاڼه او حضرت بلال> ته د آذان حکم ورکړ، حضرت عمر> چي کله دا اواز واورېدئ نو  په ډېره چابکۍ په خدمت کي حاضر سو په داسي حال کي، چي پټو ورپسي پر مځکه کشېدئ داسي عرض یې وکړ: ما هم  په دغه ډول خوب لیدلى دئ. له همدغه تاريخ څخه داذان پيل سو او تر اوسه پوري دغه سپېڅلي طريقه را روانه ده او نړۍ په ځليږي. پاته دي نه وي ، چي په لومړي ځل داذان په کلمو کي (الصلوة خير من النوم) نه و، وروسته ورسره زيات سو او دزياتېدو پېښه يې داسي وه: ([1])

[1] ابو داؤد ۷۲/۱، ابن ماجه ۵۱/۱ عن عبد الله بن زید.

…..نوربیا

 

دغه هم وګوری

تعلیم القرآن راډیو

په جماعت سره لمونځ اداکول

دلمانځه کمال او دکونکي جمال دئ لیکنه: مفتي عبدالهادي حماد درنولوستونکو!څرګنده خبره ده ؛څومره ، …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.