مخپاڼه / بیلا بیل / داذان تاريخي اهميت او تل پاتي(۲)

داذان تاريخي اهميت او تل پاتي(۲)

داذان  تاريخي اهميت او تل پاتي(دوهمه برخه)

لیکنه: مفتي عبدالهادي حماد

د سهارني اذان په کلمو کي زياتوالى:

دڅه وخت تر تېرېدو وروسته دسهار په اذان کي د (الصلوة خیر من النوم) کلمو زياتوالى راغلى او دزياتوالى لامل داو، چي یو ځل بلال> د سهار اذان وکړ  ورپسې يې هڅه وکړه، څو سول الله3 خبر کړي ؛خو کله، چي دحضور3 کورته ورغلى ام المومنین حضرت عايشېC ورته فرمایل: رسول اوس بیده دئ، بلال> هم مناسبه ونه بلل، چي پر سيدالرسول باندي دويښېدو ږغ وکړي نو دادب په موخه يې وویل:

الصلاة خیر من النوم.

ژباړه:  لمونځ تر خوب ښه دئ.

رسول الله3، چي ياده جمله واورېدل خوښه يې سوه او دسهار په اذان کي یې ددزياتولو حکم وکړ څو دسهار  په اذان کي تر (حي على الفلاح ) وروسته يې مؤذن ووايي.([1])

د اذان جواب:

د اذان جواب ورکول واجب دي،رسول یې په اړه ټينګار کړى دئ او جواب دزياتو ګټو دلاسته راوړلو باعث بللى دئ.( [2])

پاته دي نه وي ، چي د اذان په جواب کي به داذان اورېدونکى د اذان هغه کلمې لوستل وايي کومي ، چي مؤذن يې وايي، یوازي د(حی علی الصلاة) او (حی علی الفلاح) په جواب کي به (ولا حول و لا قوة الا بالله) ویل وايي دهمدغي طريقې لارښوونه په نبوي حديث کي سوې ده.( [3])

داچي دسهار په لمانځه کي د(الصلوة خير من النوم) کلمه زياته ده نو په جواب کي به يې وايي:صَدَقتَ و بَرَرتَ.( [4])

شمس الدین حلواني لیکي: د اذان جواب نه يوازي ، چي په ژبه دئ بلکي  په عمل او پښو سره هم دئ ؛نو ځکه که کوم څوک د مسجد څخه دباندي وي او پر یاده طریقه  داذان جواب وکړي ښکاره خبره ده، چي دغه داذن  جواب وکړ. اوکه کوم څوک تر اذان مخکي مسجد ته راغلي وي ددغه مسجد ته راتګ خپله داذان جواب دئ په ژبه سره د جواب د ورکولو ضرورت نه سته له همدې امله که کوم څوک د قرآن په تلاوت مصروف وي نو د تلاوت سلسله به د اذان له جهته نه قطع کوي.( [5])

دا یوه رایه ده دوهمه رایه دا ده، چي تلاوت دي ودروي او جواب دي ورکړي ځکه تلاوت وروسته هم کولا سي او د اذان د جواب وخت بیا نه پاته کيږي همدغه رایه راجح ده([6])

[1] :ابن ماجه ۵۱/۱

[2] :مسلم عن ابن عمرو بن العاص ۱۶۶/۱

[3] :مسلم عن عبد الله بن عمر ۱۶۷/۱

[4] :الفتاوی الهندیه ۵۷/۱

[5] :خلاصة الفتاوی ۵۰/۱

[6] :مراقی الفلاح باب الاذان ۱۰۹، رد المختار باب الاذان فی مطلب فی کراهة تکرار الجماعة ۶۹-۶۸/۲. نوربیا…

دغه هم وګوری

د مړیو سوزول که د انساني کرامت سپکاوی

لیکنه: د البحوث الفقهیّة المعاصرة مجلې لخوا تلخیص او راټولونه: محمد خالد (ملکزی) مخکې له …