مخپاڼه / بیلا بیل / دتلوېزون تاوانونه

دتلوېزون تاوانونه

لیکوال: قاری صالح محمد

تلويزون په حقيقت  کي دزياتو جسمي او روحي تاوانونه لرونکى دئ، طب پوهانو په دې اقرار کړى  دئ چي دتلوېزون پردې ته کتل دسترګو ديد ته تاوان رسوي. دامريکا لوى  اروا پوهان په  دې  آند دي چي په  نړۍ  کي چي کوم دغلا ،  شوکمارۍ او قتلونو پيښي رامنځته کيږي زيات لاملونه يې فلمونه کتل دي، کوم خلګ چي فلمونه ګوري ددغه فلمونو څخه الهام اخلي او بيا دفلم دلوبغاړو تقليد کوي او عملا په غلا ، قتل او شوکمارۍ لاس پوري کوي. زيات غله او  بد خلګ په دې  اقرار کوي چي موږ  دغلا نوي  تګ لاري ، دجيبونو دوهلو تګ لاري او دښځو سره دبدو اړيکو لاري  چاري دفلمونو څخه زده کړي دي.
غربي پوهان  او روڼ  آندي په دې باور دي چي دتلوېزون دپردې شعاعي کله چي څوک ورته  ګوري انسان ته جسمي ، رواني او داسي نوري ناروغۍ راولي، يوه ناروغي يې  داده چي دسترګو ديد کموي.
څرنګه چي نامحرمه ښځي  ته کتل  حرام  دي په دغه ډول دنامحرمه ښځي عکس يا تصوير ته کتل هم  حرام دي.
غربي دښمنان تل په دې  هڅه کي دي چي لوڅ ، نيمه لوڅ او بداخلاقه عکسونه اسلامي هيوادونو ته رادننه کړي څو ددې لاري  څخه وکولاى سي چي شيطان  دمسلمانانو په زړنو کي نفوذ پيدا کړي.
مسلمان کس بايد فکر وکړي چي تلوېزون ته کتل پرته له دې چي دانسان په زړه کي فاسد فکرونه او خيالونه رامنځته کوي بله کومه فايده نه لري.
دتلوېزون دلاري حيا اوعفت له منځه ځي کله چي په يوه ټولنه کي حيا اوعفت له منځه ولاړئ دا ددې ټولني دهلاکت او بربادۍ په معنا دئ

دغه هم وګوری

د لوی اختر میاشتې د لومړیو لسو شپو فضيلتونه او عبادتونه

د لوی اختر میاشتې د لومړیو لسو شپو فضيلتونه او عبادتونه ليكنه: حامد افغان په …