مخپاڼه / سیرت نبوی / درسول او نبي ترمنځ توپير

درسول او نبي ترمنځ توپير

درسول او نبي ترمنځ توپير

نبي : هغه کس ته ويل کېږي ،چي الله(ج) شريعت ورته وحي کړى وي مګر دهغه په تبليغ کولو يې مکلف کړى نه وي.

رسول : هغه کس ته ويل کېږي ،چي الله(ج) شريعت ورته وحي کړى وي مګر دهغه په تبليغ کولو يې مکلف کړى وي.

نو پر دې بنسټ رسول دمرتبې له مخي پر نبي لوړ دئ ځکه هر رسول نبي دئ مګر هر نبي رسول نه دئ . البته دټولو انبياؤ(ع) دقيق شمېر نه دئ معلوم ځکه انبياء(ع) تر هغه شمېر زيات دي کوم ،چي په ځينو آثارو کي يو سل شل زره ليکل سوي دي او رسولان(ع) لږ دي کوم ،چي نومونه يې په قرآنکريم کي بيان سوي دي، شمېر يې پنځويشت ته رسيږي او تفصيلي ايمان ورباندي راوړل لازمي دئ، نومونه يې په لاندي ډول دي دا دټولو رسولانو نومونه نه دي بلکي دهغه رسولانو نومونه دي ، ،چي په قرآنکريم کي يې نومونه ليکل سوي دي:

  1. آدم(ع)
  2. نوح(ع)
  3. ابراهيم(ع)
  4. اسماعيل(ع)
  5. اسحق(ع)
  6. يعقوب(ع)
  7. داود(ع)
  8. سليمان(ع)
  9. ايوب(ع)
  10. يوسف(ع)
  11. موسى(ع)
  12. هارون(ع)
  13. زکريا(ع)
  14. يحيى(ع)
  15. ادريس(ع)
  16. يونس(ع)
  17. هود(ع)
  18. شعيب(ع)
  19. صالح(ع)
  20. لوط(ع)
  21. الياس(ع)
  22. اليسع(ع)
  23. ذوالکفل(ع)
  24. عيسي(ع)
  25. محمد(ع)

پر دغه انبيآؤ(ع)باندي تفصيلي ايمان راوړل لازمي دئ ځکه ددوى پر رسالت باندي تصديق ددوى دشخصيتونو او نومونو په مټ راتلاى سي او دغه نومونه په قرآنکريم کي ذکر سوي دي ، البته پر پاته انبياؤ(ع) باندي اجمالي ايمان راوړل لازمي دئ دا په دې معني ،چي يوازي دومره تصديق کول ،چي نور انبياء(ع) هم سته پرته دهغو انبياؤ(ع) څخه ،چي الله( يې په قرآن کي نومونه ذکر کړي دي ځکه الله(ج) فرمايي :

وَرُسُلًا قَدْ قَصَصْنَاهُمْ عَلَيْكَ مِنْ قَبْلُ وَرُسُلًا لَمْ نَقْصُصْهُمْ عَلَيْكَ وَكَلَّمَ اللَّهُ مُوسَى تَكْلِيمًا ([1])

ژباړه : لکه ،چي مو رسولان لېږلي دي قصه مو يې تاته بيان کړې ده مخکي داسي رسولان سته ،چي قصه مو تاته نه ده بيان کړې او الله(ج) دموسي(ع) سره خبري وکړې په خبرو کولو سره.

کوم پنځويشت  رسولان ،چي نومونه يې پورته ذکر سوه ددوى څخه ١٨ تنه الله(ج) په يوه آيت کي ذکر کړي دي او پاته اوه تنه يې په بيلو ، بيلو آياتونو کي ذکر کړي هغه آيت کريمه ،چي الله(ج) داتلسو رسولانو(ع) نومونه په کښي ياد کړي دي لاندنى آيت کريمه دئ:

وَتِلْكَ حُجَّتُنَا آتَيْنَاهَا إِبْرَاهِيمَ عَلَى قَوْمِهِ نَرْفَعُ دَرَجَاتٍ مَنْ نَشَاءُ إِنَّ رَبَّكَ حَكِيمٌ عَلِيمٌ (83) وَوَهَبْنَا لَهُ إِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ كُلًّا هَدَيْنَا وَنُوحًا هَدَيْنَا مِنْ قَبْلُ وَمِنْ ذُرِّيَّتِهِ دَاوُدَ وَسُلَيْمَانَ وَأَيُّوبَ وَيُوسُفَ وَمُوسَى وَهَارُونَ وَكَذَلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ (84) وَزَكَرِيَّا وَيَحْيَى وَعِيسَى وَإِلْيَاسَ كُلٌّ مِنَ الصَّالِحِينَ (85) وَإِسْمَاعِيلَ وَالْيَسَعَ وَيُونُسَ وَلُوطًا وَكُلًّا فَضَّلْنَا عَلَى الْعَالَمِينَ (86) وَمِنْ آبَائِهِمْ وَذُرِّيَّاتِهِمْ وَإِخْوَانِهِمْ وَاجْتَبَيْنَاهُمْ وَهَدَيْنَاهُمْ إِلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ   ([2])

ژباړه : همدا حجت وو ،چي موږ ابراهيم(ع) ته ورکړى وو پر خپل قوم باندي اوموږ درجې دهغه چا پورته کوو ،چي زموږ خوښه سي بېشکه ستا رب دحکمت څښتن دئ او زيات حکمت لرونکى دئ او موږ ابراهيم(ع) ته اسحق(ع) او يعقوب(ع) بخښلي وه ، هر يوه ته مو هدايت کړى وو ، نوح(ع) ته مو تر دوى وړاندي هدايت کړى وو، دابراهيم(ع) اولادونو ته مو هدايت کړى وو سليمان ، ايوب ، يوسف ، موسى ، هارون(ع) ته همدا ډول موږ نيکانو ته مزدوري ورکوو ، همدا ډول موږ هدايت زکريا ،  يحيي ، عيسي او الياس(ع) ته کړى وو دوى هر يو دنيکانو څخه  وو، همدا ډول مو هدايت اسماعيل ، اليسع ، يونس اولوط(ع) ته کړى وو دوى ته مو هر يوه ته فضيلت پر عالميانو ورکړى وو، هدايت مو کړى وو ددوى ځينو پلرونو ، اولادونو او ورڼو ته ، غوره موگرځولي وه او دسيده لاري هدايت مو ورته کړى وو.

پاته اوه تنه انبياء(ع) داسانه يادښت په موخه په لاندني بيت کي جمعه سوي دي :

فـي تلـک حـجتـنا ثمـانـية         من بعد عشر ويبقي سبـعة وهموا

ادريس ، هود ، شعيب ، صالح وکذا       ذوالکفل ، آدم ، بالمختار قد خموا

داچي نبوت درسالت څخه په دې کي توپير لري ،چي نبي په دعوت سره مکلف نه دئ او رسول په دعوت سره مکلف دئ داهم دنبي او رسول ترمنځ دتوپير اساسي ټکى دئ ځکه ددليل په موخه لاندنى آيت کريمه ويلاى سو:

الَّذِينَ يُبَلِّغُونَ رِسَالَاتِ اللَّهِ وَيَخْشَوْنَهُ وَلَا يَخْشَوْنَ أَحَدًا إِلَّا اللَّهَ وَكَفَى بِاللَّهِ حَسِيبًا ([3])

ژباړه : هغه کسان ،چي دالله(ج) پيغام تر نورو پوري رسوي دالله(ج) څخه بيريږي او دالله(ج) پرته دبل هيچا څخه نه بيريږي او الله(ج) په ښه حساب کونکي سره بس دئ.

همدا ډول ددليل په ډول لاندنى ايت هم ويلاى سو ،چي الله(ج) وبهترين پيغمبر حضرت محمد(ص) ته خطاب کړى دئ او فرمايي :

يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنْزِلَ إِلَيْكَ مِنْ رَبِّكَ وَإِنْ لَمْ تَفْعَلْ فَمَا بَلَّغْتَ رِسَالَتَهُ وَاللَّهُ يَعْصِمُكَ مِنَ النَّاسِ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْكَافِرِينَ ([4])

ژباړه : اې رسوله ! کوم څه ،چي ستا رب پرتا نازل کړي دي هغه تر نورو پوري ورسوه که دي دا کار ونه کړ ،خپل رسالت به دي بشپړ کړى نه وي او الله(ج) تا دخلګو څخه ساتي ، الله(ج) وظالم قوم ته هدايت نه کوي.

[1] : سورة النساء الاية ١٦٤

[2] : سورة آل عمران الايات ٨٤ الي ٨٧

[3]  : سورة الاحزاب الاية ٣٩.

[4]  : سورة المائدة الاية ٦٧.

 

دغه هم وګوری

سیرت النبي ﷺ شپږ څلویښتمه خپرونه

شیخ مولوي عنایت الله علمي صاحب حفظه الله ډانلوډ Related