مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / دروژې ماتونکي،چي يوازي قضا ورباندي سته خو کفاره ورباندي نسته

دروژې ماتونکي،چي يوازي قضا ورباندي سته خو کفاره ورباندي نسته

دروژې ماتونکي،چي يوازي قضا ورباندي سته خو کفاره ورباندي نسته:

۱: که څوک په قصده په غوږ کي اوبه داخلي کړي روژه ماتوي، قضا به يې راوړي کفاره ورباندي نسته.

۲: ددماغ او یا معدې پر زخم باندي دوا واچوي او هغه دوا دماغ او نس ته ولاړه سي روژه ماته ده قضا به يې راوړي خوکفاره نسته.

۳: په روژه کي دخولې څخه څه شي را وکاږي بیا  یې تېر کړي روژه یې ماته ده او که یې نه راوکښئ بیا کتل کیږي که دغه شی دنخود تر اندازې کم وو روژه نه ماتوي او که دنخود تر اندازې زیات وو روژه ماتوي.

۴: څوک ږدن خولې ته واچوي درست  یې تېر کړي روژه ماتیږي او که یې وژوی په خوله کي سره ورک سو، په حلق کي يې خوند هم محسوس نه سو روژه نه ماتوي.

۵: که خولې ته اوښکي ننوتلې او په حلق کي يې خوند محسوس سو روژه ماتیږي.

۶: په روژه کي مټ وهل که څه هم لویه ګناه ده خو روژه ماتوي قضا ورباندي سته خو کفاره نسته.

۷: په روژه کي غاښ کښل روژه نه ماتوي البته که دغاښ کښلو پر مهال یې ویني تیري کړې او ویني پر ناوړو غالبي وې بیا روژه ماتوي.

۸: که چا ماشه یا هم مچ غیر اختیاري تېر کړ، روژه نه ماتیږي او که یې قصدا تېر کړ، بیا يې روژه ماته ده.

۹: که په چا باندي په زور سره خوراک وسي روژه یې ماتیږي خو کفاره ورباندي نسته.

۱۰:که داوداسه یا هم دغسل پر مهال یې اوبه په خوله ګرځولې روژه یې په یاد وه په خطا باندي یې اوبه تیري کړي روژه یې ماته ده خو کفاره ورباندي نسته او که یې بیخي پیاد نه وه بیا یې روژه هم نه ده ماته.

۱۱: دپیشلمي په اخره حصه کي نزدیکت کول په دې ګمان،چي شپه ده او هغه سپیدې سوي وي قضا سته خو کفاره نسته.

۱۲: كه څوك  په روژه كښي په هيره خوراك ، څيښاك یا هم جماع وکړي، یا هم قئ ووهي، یا داحتلام وروسته  قصدا جماع، خوراك يا څيښاك وكړي او دا يې ګمان وي چي روژه ماته سوې ده   روژه يې ماتيږي قضاء باندي سته خو كفاره نسته.

۱۳: كه څوك په خپل وطن كښي مياشت وويني ،روژه ونيسي ، بيا په روژه كښي بل وطن ته ولاړ سي هلته يوه يا دوې روژي كمي سي نو تر اختر وروسته د خپل وطن په اعتبار دكمو سوو روژو قضاء راوړل لازمي دي.

۱۴: که چا دروژې میاشت ولیدل او شاهدي يې نه ومنل سوه پر ده باندي دروژې نیول لازمي دي خو که يې ونه نیول قضا راوړل یې باندي لازمي دي کفاره ورباندي نسته.

۱۵: دخولې نسوار کول روژه ماتوي خو کفاره ورباندي نسته.

۱۶: دپزي نسوار کول،  ځكه د دغه نسوارو ذرې ډيري باريكي دي او د ساه په كشولو سره د دماغ داخل ته رسيږي روژه ماتوي خو کفاره ورباندي نسته.

۱۷: په روژه کي سګریټ او چلم څکول روژه ماتوي خو کفاره ورباندي نسته.

۱۸: دخپلي ښځي دمخصوص اندام بغیر په اندام کي ځان انزال کړي یا هم دخپلي ښځي سره په لوبو کولو باندي ځان انزال کړي.

۱۹: په روژه کي دپزي ویني معدې ته داخل سي روژه ماتوي خو کفاره ورباندي نسته.

۲۰: په روژه کي  په پزه كښي دواء واچوي، روژه ماتوي خو کفاره ورباندي نسته.

۲۱: په غوږ کي په دوا ا چولو یا پرېولو باندي روژه ماتیږي خو کفاره ورباندي نسته.

۲۲: په سفر کي روژه ونیسي بیا په قصده ماته کړي روژه یې ماتیږي خو کفاره ورباندي نسته.

۲۳: په قصده سره په ډکه خوله باندی قی وهل روژه ماتوي خو کفاره ورباندي نسته.

۲۴: دخوب دهوله بې پامه اوبه څيښل روژه ماتوي خو کفاره ورباندي نسته.

۲۵: که څوک خالص وینه وخوري روژه ماتوي خو کفاره ورباندي نسته.

۲۶: که څوک په روژه کي العیاذ بالله کافر سي بېرته مسلمان سي ددغي ورځي روژه یې ماته ده کفاره نسته.

والله اعلم بالصواب

مفتي عبدالهادي حماد، حمادیه اسلامیه مدرسه، کندهار

——————————————————————–

(۱): ) وجعل السعوط كالاقطار في الاذن …..ورجحه المحقق في فتح القدير(.   البحر الرائق  ج 2 صـ ۴۳۷.

(۲): )  و في الجائفة والآمة اذا داوا هما بدواء يابس لايفسد صومه …….والغالب هو الوصول الى الجوف.( تاتارخانية  صـ ۲۷۷ ج ۲ .

(۳): ) و ان اكل  مابين اسنانه لم يفسد …….كذا في الكافي  ( هنديه صــ  ۲۰۲ ج  ۱.

(۴):  ) و اذا ابتلع سمسمة بين اسنانه لا يفسد صومه …   كذا في فتح القدير (. هنديه صــ ۲۰۳ ج ۱.

(۵): ) الدموع اذا دخلت فم الصائم ان كان قليلا كالقطرة  و القطرتين او نحوها لا يفسد صومه ……. كذا في الخلاصة (  هنديه صــ ۲۰۳ ج ۱.   

(۶): ) قوله و كذا الاستمناء بالكف … وهوالمختار كما ياتي (  رد المختار صـ  ۴۲۶ ج ۳.

(۷): ) الدم اذا خرج من الاسنان و دخل الحلق ان كانت الغلبة للبزاق لا يفسد صومه و ان كانت للدم فسد و كذا ان استويا احتياطا (   بحرالرائق صـ ۴۳۰ ج ۲.  

(۸): ) و لو دخل حلقه ذباب و هو ذاكر لصومه لم يفطر ……..ان اكل الذباب فطره (  تاتارخانية صـ  ۲۷۹ ج ۲ .

(۹): ) و لو اكل مكرها او مخطئا عليه القضاء دون الكفارة، كذا في فتاوى قاضي خان ( هنديه صــ ۳۰۲ ج ۱.

(۱۰): ) و ان تمضمض او استنشق فدخل الماء جوفه ان كان ذاكرا لصومه فسد صومه و عليه القضاء و ان لم يكن ذاكرا لا يفسد صومه، كذا في الخلاصة  (       هنديه صـ  ۲۰۲ ج ۱.

(۱۱): ) و لو جامع على ظن انه بليل ثم علم انه بعد الفجر فنزع من ساعته فصومه فاسد لانه مخطئ و لا كفارة عليه لعدم قصد الافساد ( رد المحتار صـ ۴۳۰ ج ۳.

(۱۲): ) (او اكل) او جامع (ناسيا) او احتلم او انزل بنظر او ذرعه القئ …… فلا كفارة  مطلقا على المذهب لشبهة (   الدر المختار ج ۳ صــ ۴۳۱.    

(۱۳): ) اهل مصر صاموا رمضان بغير رؤية الهلال و فيهم ……… كان على هذا الرجل قضاء اليوم الاول ( تاتارخيانية صــ ۲۶۸ج ۲.

(۱۴): ) راى مكلف هلال رمضان او الفطر ورد قوله بدليل شرعي صام مطلقا وجوبا… الى قوله فان افطر قضى فقط اي بلا كفارة (در المختار صـ ۴۰۵ ج ۳.

(۱۵): ) اختلفوا في مغنى …..و ربما تنقص عقله و يميل اليها الطبع وتنقض بها شهوة البطن (  رد المحتار صَــ ۴۴۳ ج ۳.  فتاوى دار العلوم ديوبند صــ ۲۵۹ ج ۶.

(۱۶): ) و في دواء الجائفة والآمة اكثر المشائخ على ان العبرة للوصول الى …….ان الرطب لم يصل لم يفسد (  هنديه صــ۲۰۴ ج ۱.    

(۱۷): ) و لو دخل  الغبار او الدخان او الرائحة في حلقه لم يفطر وان ادخله حلقه متعمدا، روي عن ابي يوسف – رح- انه ان تعمد عليه القضاء و لا كفارة عليه ( بدائع الصنائع صـ ۳۶ ج ۲.

(۱۸): ) او وطي امراة ميتة …..الى قوله او فخذا او بطنا او قبل و لو قبلة فاحشة بان يدغدغ او يمص شفتيها.. الى قوله فانزل…الى قوله قضى في الصورة كلها فقط دون الكفارة ( الدر المختار صــ۴۳۴ ج ۳.

(۱۹): ) الدم اذا خرج من الانسان و دخل الحلق ….. فسد احتياطا و لا كفارة (   تاتارخانية صــ ۲۸۰ ج ۲.

(۲۰): ) او احتقن او استعط في انفه شيئا…الى قوله قضى فقط ( الدرالمختار صــ ۴۳۲ ج ۳.

(۲۱): ) و اذا استعط او اقطر في اذنه ………..الى قوله ان لا يفسد صومه  (.تاتارخانية صــ ۲۷۶ ج ۲.

(۲۲): ) و للمسافر الذي انشا السفر قبل طلوع الفجر اذ لا يباح له الفطر بانشائه بعد ما اصبح صائما قال الطحطاوي لكن اذا افطر لا كفارة عليه ( مراقي الفلاح ص : ۵۶۴.

(۲۳): ) اما ان كان القئ ملء الفم او اقل من ملء الفم…الى قوله فاما اذا تقيئ فان كان ملء الفم الى اخره…( تاتارخانية صــ  ۲۷۵ ج ۲.

(۲۴): ) اذا شرب النائم فعليه القضاء (   تاتارخانية صــ  ۱۷۹ ج ۲.

(۲۵):  )  لو اكل دما في ظاهر الرواية عليه القضاء دون الكفارة ( اتارخانية  ج ۲صــ ۳۸۰.

(۲۶):) الكفر يفسد الصوم حتى لو انه صائما ثم ارتد -والعياذ  بالله- ثم اسلم عليه ان يقضي ذلك اليوم (   تاتارخانية صــ  ۲۸۰ ج ۲.

 

دغه هم وګوری

اتمه لويه گناه: د مور او پلار ځورول

اتمه لويه گناه: د مور او پلار ځورول د انسان تر ټولو نازكه مرحله چي …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.