مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / دريمه لويه ګناه: سحر اوجادو كول

دريمه لويه ګناه: سحر اوجادو كول

سحر اوجادو كول

دشرعى پلوه سحركول  كبيره (لويه) ګناه ده اوعقيده ورته ساتل كفر دى سحر كونكى ته پراسلام پاتيدل نا شونى دى ځكه الله «جل جلاله» فرمايى :

 وَمَا كَفَرَ سُلَيْمَانُ وَلَكِنَّ الشَّيَاطِينَ كَفَرُوا يُعَلِّمُونَ النَّاسَ السِّحْرَ …. ([1])

ژباړه : سليمان «عليه السلام» کفرندی کړی مګر شيطانانو كفروكړى خلګو ته يي سحر ورښودى،سورة بقره الاية ۱۰۲

دپورنی آيات څخه په څرګند ډول معلوميږی چې الله جل جلاله دسحر څخه په كفرتعبير كړى دى .

ددې ناوړه عمل په اړه  بجالة «رضی الله عنه» درسول الله «صلي الله عليه وسلم» څخه روايت کوی چې فرمايي :  دسحركونكى سزا داده چى سر يى په توره ووهل سى .([2])

حضرت بجاله رضي الله عنه وايى : موږ ته دحضرت عمر «رضي الله عنه» دمړينی يوکال وړاندی يو مكتوب راغلي ده  مبالک پكښى ليكلى وه چې هرسحركونكى نارينه اوښځه ووژنى . ([3])

دحضرت ابوموسى اشعري «رضي الله عنه» څخه روايت دى چى رسول الله «صلي الله عليه وسلم» فرمايلى دى : درى كسان الله «جل جلاله» جنت ته نه داخلوى (لومړی) شراب چيښونكى ، (دوهم) دوصيلى پريكونكى ، (دريم)دسحر تصديق كونكى . ([4])

څرنګه چى الله «جل جلاله» پرهرشی باندی برلاسى دى نوهر انسان ته ښايي چى يوازى پر الله «جل جلاله» باندى عقيده ولری سحر چى حقيقت نلرى بلكى دسترګو غلطول دى په كلكه پرهيز ځنى وكړى ځكه لو فتنه ده او كبيره ګناه ده .

****

مأخذ: لوی ګناهونه

مؤلف: مفتي عبدالهادي حماد

([1] ) سورة البقرة الآية (۱۰۲)

([2]  ) رواه الترمذی وقال الصحيح انه من قول جندب آهـ. زواجر

([3]  ) رواه البخاری

([4]  ) رواه الامام احمد فی مسنده ، وابن حبان فی صحيحه وابويعلی والحاکم وصححه ، وقال المنذری فی الترهيب من شرب الخمر .

دغه هم وګوری

کبر

تکبر څه ته وایي؟ تکبر دي ته وايي: ځان په صفات او کمال کي پر …