مخپاڼه / ورځنی حدیث / دری شیان مه ردوئ(الحدیث)

دری شیان مه ردوئ(الحدیث)

دری شیان مه ردوئ

رسول الله صلي الله علیه وسلم فرمایي: دری شیان باید رد نه کړل شي: بالښتونه ، پۍ او خوشبويي . عَنِ ابْنِ عُمَرَ ، أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ، قَالَ : ثَلاثَةٌ لا تُرَدُّ : الْوَسَائِدُ , وَالدُّهْنُ , وَاللَّبَنُ . رواه الترمذي وغیره.

د انس بن مالک رضي الله عنه یو شاګرد وایي: ده ته به که چا خوشبويي ورکړه هغه به اخیستله او نه به یې ردوله، هغه به ویل چې رسول الله صلي الله علیه وسلم به د چا خوشبويي نه ردوله . د حدیثو شارحین لیکي: څوک چې میلمه ته بالښت ږدي هغه یې باید رد نه کړي، داراز که خوشبويي او شیدې یو څوک درکوي باید رد نه کړل شي او ومنل شي، ځکه دا داسي ډالۍ او ورکړي دي چې ارزښت یې زیات نه دی او د خلکو په منځ کې د میني زیاتولو لامل ګرځي او د داسي شي ردول او نه منل مناسب نه دي او شرعا مکروه دي .

تعلیم القرآن راډيو

دری شیان مه ردوئ

دغه هم وګوری

د شیطان له شر او وسوسو څخه ځان ژغورل(الحدیث)

د شیطان له شر او وسوسو څخه ځان ژغورل(الحدیث) ﺣﻀﺮﺕ ﻣﺤﻤﺪ ﺻﻠﯽ الله علیه ﻭﺳﻠﻢ …