مخپاڼه / بیلا بیل / ۴۰ ورځي ګټمن عالم / درې كسان الله جل جلاله جنت ته نه داخلوي

درې كسان الله جل جلاله جنت ته نه داخلوي

اته ویشتم درس:
ننی درس دځینو لپاره مهم دی
هیله چي تر پایه یې ووايي :
الف: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: د سحر كوونكي سزا دا ده، چي سر يې په توره ووهل سي.
لاندي حواله وګورئ وروسته نوري خبري او روایات هم سته:
عَنْ جُنْدُبٍ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ: حَدُّ السَّاحِرِ ضَرْبُهُ بِالسَّيْفِ. (أخرجه الترمذى: 4/60، رقم: 1460، و قال: هذا حديث لا نعرفه مرفوعًا إلا من هذا الوجه و يروى عن الحسن أيضًا، والصحيح عن جندب موقوف. وأخرجه أيضًا الدارقطنى: 3/114، والحاكم: 4/401، رقم: 8073، وقال: صحيح الإسناد. والبيهقى: 8/136، رقم: 16277)
( ) حدثنا مسدد بن مسرهد ثنا سفيان عن عمرو بن دينار سمع بجالة يحدث عمرو بن أوس وأبا الشعثاء، قال: كنت كاتبا لجزء بن معاوية عم الأحنف بن قيس إذ جاءنا كتاب عمر قبل موته بسنة، “اقتلوا كل ساحر، وفرقوا بين كل ذي محرم من المجوس، وانهوهم عن الزمزمة”، فقتلنا في يوم ثلاثة سواحر، وفرقنا بين كل رجل من المجوس وحريمه في كتاب الله، وصنع طعاما كثيرا فدعاهم فعرض السيف على فخذه فأكلوا ولم يزمزموا وألقوا وقر بغل أو بغلين من الورق، و لم يكن عمر أخذ الجزية من المجوس حتى شهد عبد الرحمن بن عوف أن رسول الله  أخذها من مجوس. (هجر:3043. أبي داود في سننه، ج: 3، ص: 168 ، ح:3043)
ب: حضرت بجاله رضی الله عنه وايي: موږ ته د حضرت عمر رضی الله عنه تر مړيني يو کال وړاندي يو مكتوب راغلئ، په مکتوب كي ليكلي وه چي هر سحر كوونكى نارينه او ښځه ووژنئ.
حواله:
حدثنا مسدد بن مسرهد ثنا سفيان عن عمرو بن دينار سمع بجالة يحدث عمرو بن أوس وأبا الشعثاء، قال: كنت كاتبا لجزء بن معاوية عم الأحنف بن قيس إذ جاءنا كتاب عمر قبل موته بسنة، “اقتلوا كل ساحر، وفرقوا بين كل ذي محرم من المجوس، وانهوهم عن الزمزمة”، فقتلنا في يوم ثلاثة سواحر، وفرقنا بين كل رجل من المجوس وحريمه في كتاب الله، وصنع طعاما كثيرا فدعاهم فعرض السيف على فخذه فأكلوا ولم يزمزموا وألقوا وقر بغل أو بغلين من الورق، و لم يكن عمر أخذ الجزية من المجوس حتى شهد عبد الرحمن بن عوف أن رسول الله  أخذها من مجوس. (هجر:3043. أبي داود في سننه، ج: 3، ص: 168 ، ح:3043)
ج: د حضرت ابو موسى اشعري رضی الله عنه څخه روايت دئ، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: درې كسان الله جل جلاله جنت ته نه داخلوي:
1. شراب چيښونكى.
2. د وصيلې پرې كوونكى.
3. د سحر تصديق كوونكى.
حواله:
ثلاثة لا يدخلون الجنة مدمن الخمر وقاطع الرحم ومُصَدِّق بالسحر ومن مات وهو مدمن للخمر سقاه الله من نهر الغوطة نهر يجرى من فروج المومسات يؤذى أهل النار ريح فروجهم أخرجه أحمد (4/399 ، رقم 19587) ، والطبرانى
د: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: څوك كه يو نجومي (كوډگر) ته ورغلئ او يو شى يې ترې وپوښتئ، څلوېښت شپې يې لمونځ نه قبلېږي.
حواله:
من اتى عرافا فساَله عن شيئ لم تقبل له صلوة اربعين ليلة. مسلم \ الصحيح \ ۴\۱۷۵۱ \ ح ۲۲۳۰ .
يعني كه يو څوك كوډگر ته ددې لپاره ورغلئ چي يو پټ حال ځني وپوښتي، د دغه كس څلوېښت شپې لمونځ نه قبلېږي لكه زموږ په ټولنه كي ځيني خلگ داسي كوي، چي د يو چا يو شى ورك سي نو خلگ مشورې وركوي او ورته وايي، چي ورسه كتنه وكړه. بيا نو دى يو كوډگر ته ولاړسي هغه د درواغو يو لوى داستان ورته جوړ كړي او خپلي پيسې ځني واخلي. څوك چي داسي وكړي يو لوى تاوان خو به يې دا وي، چي څلوېښت شپې به يې لمونځ نه قبلېږي. دوهم تاوان به يې دا وي، چي كوډگر به پيسې ځني اخيستي وي. درېيم دا چي كوم غل چي دغه كوډگر وروښيي هغه به غل نه وي، ځكه كوډگر هيڅكله په غيبو خبر نه دئ، نو په پايله كي به د هغه سره په شر لوېدلى وي.
هـ: په يوه بل روايت كي حضرت ابوهريرة رضی الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روايت كوي، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل : څوك چي د كوډگر خبره رښتيا وبولي كافر كېږي.
من آتىٰ كاهنا فصدقه بمايقول فقد كفر بما انزل علي محمد ابوداود ۴\۲۲۵ \ ح ۳۹۰ ، ترمذي ۱\ ۴۱۸ \ ح ۱۳۵ ، وابن ماجة ۱\۱۱۷ \ ح ۶۳۴
يعني يو څوك كاهن ته ورسي (كاهن هغه كس بولي چي وايي: زه پټي معلوموم) او كاهن خپلي درواغجني خبري ورته وكړي، دغه ورغلى كس يې رښتيا وبولي كافر دئ، همدا د رسول الله صلی الله علیه وسلم مبارك ارشاد دئ. نو د هغه چا پر حال بيخي افسوس دئ چي كاهنانو ته ورځي فالونه په گوري او بيا يې ورته طمعه هم وي چي د دغه كاهن خبري حتما منځته راځي. ځيني خو لا داسي هم سته چي دغه كار يو نېك كار هم بولي.
د حضرت عمران بن حصين رضی الله عنه څخه روايت دئ، چي نبي كريم صلی الله علیه وسلم وفرمايل: هغه څوك زموږ څخه نه دئ چي بدفالي كوي او يا د ده لپاره بدفالي كېږي، (همدا ډول هغه څوك زموږ څخه نه دئ) چي غيب معلوموي يا سحر كوي او يا د ده لپاره سحر او غيب معلومېدل كېږي. كوم څوك چي كاهن ته ورسي او بيا يې خبري رښتيا وبولي د شك پرته دغه كس په هغه څه سره كافر سو كوم چي پر محمد صلي الله عليه وسلم باندي نازل سوى دئ.
د مسلمانانو له ډلي څخه كه څوك كوډو ته ملا وتړي يا څوك ورسي رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپلي ډلي څخه ايستلى. اوس بدبختي دا ده، چي ځيني خلگ و اسلام ته بيخي توجه نه كوي؛ سيكانو او هندوانو ته ورځي په هغوى تعويذونه او بيا يې ستاينه هم كوي، دداسي چا به نو څه حال وي؟ پر داسي خلگو باندي د كفر سخته بېره ده. كه دغه سلسله داغسي روانه وي ډېر خلگ به د گمراهۍ و خوا ته ولاړسي او بيا ډېر د دې امكان سته چي د الله جل جلاله عذاب به راسي هغه سم خلگ به له دې امله ورسره په عذاب اخته وي، چي هغه گمراهان يې د ناروا كارونو څخه نه منعه كول، ځكه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي :
کوم سړى چي د الله جل جلاله حدود بر پايه کوي او کوم سړى چي د الله جل جلاله حدود نه بر پايه کوي داسي مثال لري لکه يو قوم چي په يوه کښتۍ کي سپاره وي، يوه ډله يې په لوړ منزل کي وي او يوه ډله يې په کښته منزل کي وي او د منزلونو ټاکل د قرعه کشۍ (هسکي) له مخي سوي وي، لانديني خلگ د اوبو اړتيا د لوړي خوا پوره کوي نو لاندي خلگ ووايي: موږ به لاندي يوه ټوټه ماته کړو لوړ خلگ به د تکليف څخه خلاص سي، موږ به خپله د اوبو اړتيا دلته لاندي پوره کوو. اوس نو که لوړو خلگو لاندي خلگ منع نه کړل دواړه به هلاک سي او که يې بند کړل دواړه به نجات پيدا کړي.
اصحابو د نبي کريم صلی الله علیه وسلم څخه وپوښتل: آيا موږ په داسي حالت کي هم تباه کېږو چي په موږ کي نېکان او متقيان موجود وي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمايل: هو! که فسق او گناهونه غالب سول.
رواه البخاري والترمذي.
د پورتنيو حديثونو څخه په څرگند ډول معلومېږي چي ساحرانو او جادوگرانو ته ورتلل، د هغوى څخه معلومات كول او د هغوى د جواب تصديق كول سخت منع دئ او په اړه يې سخت وعيدونه راغلي دي، نو ځكه د ديني چارو مسؤلينو او واكمنانو ته پكار ده چي خلگ د دغو جادوگرانو او ساحرانو څخه رامنع كړي، د بازارونو او نورو د بوختيا د ځايونو څخه يې منع كړي.
څرنگه چي د دغو جادوگرانو او ساحرانو ځيني خبري صحيح وخېژي نو ځكه په زياته پيمانه خلگ ورته راځي او د ده په دغه ځينو خبرو باندي دوكه كېږي. اصلا وجه دا ده، چي كوم څوك چي دغه جادوگر ته راځي هغه يو ناخبره څوك وي په دې خبر نه وي، چي جادوگر ته ورتلل لويه گناه ده او الله جل جلاله يې سخته منعه كړې ده. دغه كس بايد پوه سي چي الله جل جلاله هيڅكله پر خپل بنده باندي داسي كار نه منعه كوي، چي په هغه كي گټه وي. څرنگه چي په دغه سحر او جادو كي لوى – لوى خطرونه او تاوانونه دي، نو ځكه يې الله جل جلاله منعه فرمايلې ده. د الله جل جلاله د منعه كولو وروسته بايد هر مسلمان د دغه ناروا كار څخه منع سي، د دغو درواغجنو، فاجرانو، جادوگرانو او كوډگرانو په خبرو دي باور نه كوي، ځكه پورتني حديثونه د دغه ساحرانو او جادوگرانو پر كفر باندي ښكاره ثبوتونه دي.
بله خبره لادا ده، چي يو خو رسول الله صلی الله علیه وسلم دوى كافران بللي دي، بل دوى هم په ښكاره د كفر كارونه كوي؛ هغه دا چي غيب وايي، حال دا چي په غيبو يوازي الله جل جلاله خبر دئ بل څوك چي يې دعوه وكړي هغه كافر دئ. د دې تر څنگ د پيرانانو پرستش كوي، هغوى استحضار وي، د الله جل جلاله پرته مرسته ترې غواړي، دا هم د كفر عمل دئ، خو لكه څرنگه چي ساحرانو او كوډگران كافران بلل سوي دي په دغه ډول هغه خلگ هم د دوى په ډول دي چي دوى ته ورځي او د دوى خبري رښتيا بولي يعني هغوى په دې رښتيا بللو سره كافران گرځي، نو بيا د كوډگرانو او د هغو خلگو هيڅ فرق نه سته چي دوى ته ورځي.
هر څوك چي د دغه ناروا خلگو څخه د دغه ناروا يعني كوډگرۍ زده كړه کوي، هغه د الله جل جلاله او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ذمې څخه وتلى دئ.
هيڅ مسلمان ته جائز نه ده چي په دغه كوډگرانو باندي د خپلي ناروغۍ معالجه وكړي، مثلا: دجادوگرانو په ځينو ناروا تعويذو سره يا په ليكو راگرځولو سره عمل ونه كړي او نه د دې ناروا لاري څخه د خپلي ناروغۍ درملنه وكړي، ځكه دا ټول د جادوگرانو خرافات او جعلكاري ده هيڅ شى يې حقيقت نه لري.
پاته دي نه وي چي هغه تعويذ جائز دئ كوم چي د جادوگرانو نه وي، سحر او منتر نه وي، بلكي قرآني آيتونه وي، ځكه په يوه روايت كي راغلي دي:
و عن عوف بن مالک رضی الله عنه قال:کنا نرقى فى الجاهلية، فقلنا: يارسول الله صلی الله علیه وسلم! کيف ترى فى ذلک؟ فقال: اعرضوا على رقاکم لاباس بالرقى مالم يکن فيه شرک.
مسلم، ح: ٥٨٦٢. و ابو داؤد، ح: ٣٧٧٦.
ژباړه : حضرت عوف بن مالک فرمايي: موږ د جاهليت په زمانه کي دمونه او تعويذونه کول موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه وپوښتل: ته زموږ په تعويذو کي څه حکم کوې؟ پيغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمايل: تاسو خپل تعويذونه و ماته وړاندى کړئ هغه تعويذونه جائز دي چي په هغه کي د شرك الفاظ نه وي.
همدا ډول د يوه شرعي تعويذ په غاړه كول هم جائز كار دئ، ځكه علماء ليكي:
و لاباس بتعليق التعويذ ولكن ينزعه عندالخلاء والقربان.
عالمگيري، ج: ٥، صـ: ٥٥٦.
ژباړه: تعويذ ځړول پروا نه كوي مگر د قضاء حاجت او نژدېكت په وخت كيي به يې ليري كوي.
كوم څوك چي د دغه جادوگرانو په خبرو راضي او خوښ وي هغه هم د كفر او گمراهۍ مرستيال ثابتېږي، ځكه مسلمانانو ته هيڅكله روا نه ده، چي كاهنانو او جادوگرانو ته ولاړسي چي د ناروغۍ پرته دي نور كارونه په وكړي، لكه دا چي يو څوك كوډگر ته ورځي او ورته وايي: ما ته داسي تعويذ راوكړه چي زما د يوه دوست واده د بل سره وسي، يا د مېړه او مېرمني ترمنځ محبت راسي، يا د كورنۍ ترمنځ محبت، وفا او عداوت راسي، دا ټول شيان په غيبو پوري اړه لري د الله جل جلاله پرته هيڅوك د دې لاره نه لري چي په دې کي خبري وكړي او كار پكښي ولري.
په اوس وخت كي خورا ډيري ښځي تعويذگرانو ته ورځي چي داسي تعويذونه په وكړي چي د مېړه يې ورسره محبت سي، داسي كار سخت حرام دئ، ځكه فقهاء كرام ليكي:
ان ارادت امرأة ان تضع التعويذ ليحبها زوجها بعد ماكان يبغضه ذكر في الجامع الصغير ذلك حرام.
عالمگيري، ج: ٥، صـ: ٥٥٩.
ژباړه: كه چيري اراده وكړه ښځي چي و خپل خاوند ته تعويذ كښېږدي د دې لپاره چي ځان ورته محبوب كړي وروسته تر دې چي هغه بده گڼلې وي، حرام دئ.

درې كسان الله جل جلاله جنت ته نه داخلوي

دغه هم وګوری

لږ مالګه زړه له خطره ساتي

یوي نوي بریطانوي څیړني دا معلومه کړه چي په خوراک کي د مالګي کمول د …