مخپاڼه / بیلا بیل / دغم علاج!

دغم علاج!

څانګه: بیلا بیل

لیکنه: محمد یاسر

دا دچین یوه پخوانۍ کیسه ده.

هسې وایی چی دیوې مور یو زوی ومړ. ښځه لوی حکیم ته ورغله او خواست یې ورته وکړچې داسې دم راکړه چې دغم بار مې له اوږو څخه لېرې سي.

حکیم ورسره نه بحث وكړ او نه یی رد ځواب کړ، ورته ویې ویل: ورسه، له یوه داسې کوره چې غم یې نه وي لېدلی دخردل دانه راوړه، زه به یي در دم کړم او دغم بار به دې له اوږو واخلم.

ښځې یوه خورا ښانداره ماڼۍ په نخښه کړه چی دلته به نو بې غمه خلک اوسې او خردل به ورنه وغواړي. خو چې ورغله، هغوی دخپلو وروستیو غمونو دومره ترخې کیسې وکړې چې هغې خپل غم وباندې هېر کړ.

مختلفو ځایونو ته ورغله هغوی ته چې خولې یې له خندا نه سره ټولېدلې؛ هغوی ته چې اوږده عمرونه یی کړي او ټول اولادونه یې ژوندی وو؛هغوی ته چې په زرګونو عسکر به په سلامي ورته ولاړ وو؛ هغوی ته چې دنیا ته یې لته ورکړې وه او ملنګي یې کوله؛ دهرچا دکور دروازه یې وډبوله او دومره دغم کیسې یې واورېدلې چې خپل غم یې ورباندې هېر شو او دا یې هم هیر کړل چې لوی حکیم خو د خردلو په دانو پسې استولې وه. دې بېرته د نورو غوندې عادي ژوند ته مخه کړه.

 

دغه هم وګوری

تعلیم القرآن راډیو

په جماعت سره لمونځ اداکول

دلمانځه کمال او دکونکي جمال دئ لیکنه: مفتي عبدالهادي حماد درنولوستونکو!څرګنده خبره ده ؛څومره ، …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.