مخپاڼه / بیلا بیل / دقانون جوړوني حق دچا دئ؟ «لومړۍ برخه»

دقانون جوړوني حق دچا دئ؟ «لومړۍ برخه»

دقانون جوړوني حق دچا دئ؟

دقانون جوړوني حق دچا دئ؟

(لومړۍ برخه)

لیکوال: مولوي عبدالهادي حماد­

نَحْمَدُكَ يَا ذَا الجْلَاَلِ وَالْإِكْرَامِ عَلٰى مَا أَكْمَلْتَ لَنَا مِنْ دِيْنِ الْإِسْلَامِ، وَنُصَلِّيْ وَنُسَلِّمُ عَلٰى نَبِيِّ الْهُدٰى وَالرَّحْمَةِ الْمَبْعُوْثِ بِالْكِتَابِ وَالْحِكْمَةِ، خَاتَمُ النَّبِيِّيْنِ وَإِمَامُ الْمُرْشِدِيْنَ سَيِّدِنَا مُحَمَّدٍ وَعَلٰى آلِهِ وَصَحْبِهِ وَأَتْبَاعِهِ أَجْمَعِيْنَ.

درنو لوستونکو!

دا خبره لمر غوندي ښکاره ده چي الله ج دخپلو بندګانو سره محبت کوي او تل  یې په خپل رحمت کي سمسور ساتي. په هره زمانه کي ددوی د اړتیا سره سم داسي تګلاري ورته خلاصوي، چي ددوی د دنیا او اخرت  ګټي پکښي نغښتي وي د ټولو هغو کارونو لارښوونه ورته کوي، چي دانسانانو پکښي ګټه وي او دټولو هغو شیانو څخه یې منع کوي کوم چي دانسانانو پکښي نقصان دئ، البته کله – کله انسان ته په خپل فکر کي داسي کار ښه ښکاره سي، چي دده پکښي نقصان وي، بیا ددغه کار دکولو هڅي کوي او کله -کله یو ښه کار په نظر کي بد ورته ښکاره سي کولو ته یې زړه نه کېږي، حال دا چي دده په دغه کار کي ګټه یعني په کولو کي یې ګټه وي، دا ځکه چي دانسان فکر کامل نه دئ کله ښه کار په نظر بد ورځي او کله بد کار په نظر  ښه ورځي، ځکه الله( فرمايي:

﴿وَعَسٰٓى اَنْ تَكْرَھُوْا شَـيْـــًٔـا وَّھُوَ خَيْرٌ لَّكُمْ ۚ وَعَسٰٓى اَنْ تُحِبُّوْا شَـيْـــــًٔـا وَّھُوَ شَرٌّ لَّكُمْ ۭ وَاللّٰهُ يَعْلَمُ وَاَنْتُمْ لَا تَعْلَمُوْنَ   ٢١٦؀ۧ﴾ (البقرة: ۲۱۶)

ژباړه: ډېر وخت به داسي وي چي تاسو به یو شی بد بولئ او هغه شی به ستاسو لپاره ګټمن وي او ډېر وخت به داسي وي چي تاسو به يو شی ښه بولئ او هغه شی به ستاسو لپاره تاواني وي.

په بل ځای کي الله ج فرمايي:

﴿فَعَسٰٓى اَنْ تَكْرَهُوْا شَـيْـــــًٔـا  وَّيَجْعَلَ اللّٰهُ فِيْهِ خَيْرًا كَثِيْرًا  19؀﴾ (النساء: ۲۱۶)

ژباړه: ډېر وخت به داسي وي چي تاسو به یو شی بد ګڼئ الله ج  به تاسو ته په هغه شی کي بېخي زیات خیر واچوي.

که په ساده الفاظو ووایو ویلای سو چي انسان په خپله ګټه او تاوان نه پوهېږي، همدا وجه ده چي الله( انسان ته دځینو شیانو اجازه نه ده ورکړې چي په خپله رایه باندي یې و ټاکي، بلکي یو ټاکلی حد یې ورته ټاکلی دئ  چي تر دغه حد به نه وزي، البته دغه حد یې په تشریعي نظام کي ورته ټاکلی دئ.

په حقیقت کي الله ج دانسانانو لپاره دوه ډوله نظامونه پیدا کړي دي  چي دلاندي نظامونو څخه عبارت دي:

  1. تکویني نظام.
  2. تشریعي نظام.

تکویني نظام

تکویني نظام ددنیا دژوند د تېرولو د اسبابو څخه عبارت دئ یعني داچي الله ج د انسان دژوند تېرولو لپاره یو لړ اسباب پیدا کړي دي، چي انسان یې پکار واچوي په مټ یې کولای سي چي په دنیا کي ژوند تېر کړي لکه چي الله ج  مځکه پیدا کړې ده، په دې مځکه کي یې د خوراکي توکو د راشنه کولو قوه پیدا کړې ده. که انسان غنم، جوار، اوربشي، درختي او دداسي نورو شیانو  زراعت په مځکه کي وکړي، دا ټول شیان به دالله ج په قدرت باندي داسي شیان خارج کړي چي دانسانانو دژوند ګوزاره ورباندي کېږي او انسان په ژوند تېرولو کي ورته اړتیا لري.

همدا ډول په مځکه ددې قوه سته چي انسان یې خاوره د اوبو سره ګډه کړي، بیا خټه ځني جوړه کړي او په هغه خټه باندي ودانۍ جوړه کړي، یا دغه خټه پخه کړي او پخه خښته ځني جوړه کړي، یا د خوراکي توکو دخوړلو او څښلو لوښي ځني جوړ کړي.

یا د همدې مځکي څخه اوبه را باسي څو کښت، کرونده په وکړي او دڅښلو لپاره یې وکاروي.

یا دهمدې مځکي څخه معدنیات راباسي او دغه معدنیات د ژوند په بيلو اړخونو کي وکاروي، لکه اوسپنه چي په زرګونه ډوله شیان ځني جوړېږي. مس، نفت، رصاص، تیل، ګاز، جواهرات او داسي نور دا هر شی داسی دئ چي انسان یې دخپل ژوند لپاره ښه کارولای سي.

دغه نظام الله ج دانسان لپاره جوړ کړی دئ دانسانانو لپاره یې خورا ډيري ګټي پکښي ایښي دي او دانسان دژوند ټول پړاوونه دهمدې شیانو سره تړلي دي. انسان کولای سي چي ددغو شیانو په مټ باندي خپل ژوند ښه کړي، البته خو دا خبره دي یاده وي چي په دغو شیانو کی که انسان په خپل فکر څومره زیات کوښښ وکړي هغومره ښه استفاده ځني کولای سي، هغومره خپل ژوند هوسا کولای سي او که  لږ استفاده ځني وکړي نو لږه ګټه به یې کړې وي او که هیڅ  استفاده ځني ونه کړي نو دا به  دده خپل نقص وي، خو دالله ج له لوري څخه څه اجبار ورباندي نه سته چي انسان به ددغو شیانو څخه خامخا ګټه اخلي. پیدا کړي الله ج دي استفاده او داستفادې طریقه یې انسان  ته پرې ایښې ده.

حاصل داچي که کوم انسان د مذکوره شیانو څخه استفاده ونه کړي څه الهي مسؤلیت ورباندي نسته او که صحیح استفاده ځني وکړي دالله ج نعمتونه انسانانو وکارول او ښه یې وکارول ممکن الله ج اجر ورکړي. یا په بل عبارت الله ج  انسانانو ته داسي قانون نه دئ را استولی چي تاسو داوسېدو خوني داسي جوړي کړئ، کښتونه داسي وکرئ، خښتي داسي پخې کړئ، انجينري داسي زده کړئ، طبابت داسي زده کړئ او داسي یې عملي کړئ، غازاتو څخه داسي استفاده وکړئ او داسي نور د انسان خوښه ده چي ځان ته خونه جوړوي، که په خېمه کي اوسېږي، که تر درختو لاندي اوسېږي، که دغره په غاره کي اوسېږي او که په مځکه کي غار کاږي.

همدا ډول دانسان خوښه ده چي غنم کري او که اوربشي کري، په ښه کیفیت یې کري او که یې په بد کیفیت کري، صلاحیت او خوښه د انسان ده.

دغه ته تکویني نظام وايي او ددې چلول الله ج  انسان ته پرې ایښى دئ یعني ترتیب یې دانسان په خوښه دئ پرته له هغه اړخه چي د نور مخلوق حق تعلق ورسره ولري او الهي حقوق په ځینو برخو کي تعلق ورسره ولري، دا کار یې ځکه کړی دئ چي ددغو شیانو تعلق یوازي ددنیا دژوند سره دئ او ددنیا ژوند که په سوکالۍ تېر سي او که سوکالي پکښي نه وي مهم نه دئ. لنډمهالی ژوند دئ مقصد پکښي عبادت دئ، دهغه ژوند لپاره پکښي تیاري ده کوم چي نه تېرېدونکی دئ، نو ددې لنډ مهالي ژوند د سوکالۍ په شیانو کي که انسان تاوان وکړي هیڅ مهمه نه ده؛ ځکه چابک تېرېدونکی دئ.

تشریعي نظام

دا دهغه نظام څخه عبارت دئ چي ترتیب یې یوازي الله ج را استولی دئ، انسان پکښي هیڅ صلاحیت نه لري او په دې نظام کي یوازي هغه اسباب دي چي داخرت ژوند ورباندي سوکاله کېږي چي دالله ج د عبادت څخه عبارت دئ. یعني داچي الله ج انسانانو ته د عبادت کولو طریقه را استولې ده، لکه: عقاید،  لمونځ، روژه، حج، زکات، معاملات او داسي نور. یاد شیان داخرت دژوند دکامیابۍ اسباب او همدغه دتشریعي نظام څخه عبارت دئ.

په دې نظام کي الله ج  انسان ته هیڅ اجازه نه ده ورکړې چي د خپلي خوښي په طریقه لمونځ وکړي، دخپلي خوښي په طریقه حج ادا کړي، دخپلي خوښي په طریقه روژه ونیسي، دخپلي خوښي په طریقه زکات ورکړي او داسي نور، بلکي یوازي به یاد عبادات پر هغه طریقه باندي کوي کوم چي الله ج را استولي دي او رسول الله ص فرمایلي دي. که په دې نظام کي همداسي انسانانو ته اجازه ورکړل سوې وای لکه څرنګه چي په تکویني نظام کي اجازه ورکړل سوې، نو خامخا به انسان خطاوتلی وای لکه په تکویني نظام کي چي خطاوزي، په دې خطاوتو سره بیا د انسان  دایمي ژوند خرابېدئ. په تکویني نظام خرابېدو سره که څه هم انسان ته تاوان خو رسېږي هغه تاوان ډېر تاوان نه دئ او دتشریعي نظام تاوان دومره زیات دئ چي انسان یې هیڅ جبیره نه سي ویلای.

دتشریعي نظام دترتیب لپاره الله ج  قرآن رالېږلی دئ چي ښکاره وحي ورته وايي او احادیث نبویه یې دخپل پیغمبر پر ژبه باندي بیان کړي دي  چي ورته پټي وحي وایي.

دا خبره ښه یاد ساتل پکار دي چي قرآن دالله ج  کلام دئ او حدیث درسول الله3 کلام دئ لکه څرنګه چي دالله ج شان لوړ دئ دکلام شان یې هم لوړ دئ، لکه څرنګه چي الله ج پر بندګانو باندي لوړوالی لري کلام یې هم دمخلوق پر کلام  باندي لوړوالی لري. لکه څرنګه چي رسول الله3 پر امت باندي لوړوالی لري کلام یې دمخلوق پر کلام باندي لوړوالی لري او دا خبره هم ښه ښکاره ده چي لوړ شان والا کلام دومره لویي – لويي معناوي لري چي هر څوک نه په پوهېږي ژور فکر والا په پوهېږي او دلوړ شان والا په کلام کي ډيري معناوي وي هر ساده فکر والا ټولي معناوي ځني ایستلای نه سي، هغه څوک به دا کار کولای سي چي الله ج ورته ښه فکر ورکړی وي.

الله ج دي صحابوو، تابعینو، تبع تابعینو او نورو  ته اجر ورکړي چي دا نظام یې تر موږ پوري په صحیح ډول راورسوئ او دا نظام لکه څنګه چي ورته پکار وه هغسي کامل سو. اوس نو چا ته ددې اړتیا نه سته چي په دې نظام کي ګوتي ووهي او یا یې په خپل فکر باندي توجیه کړي.

نور بیا…

دغه هم وګوری

ژمی نژدې دی، که غواړئ له زکامه په امان شئ نو …

د صحت په برخه کې ډیر واړه گامونه ډیرې زیاتې گټې لري او له ډیرو …