مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / دقبر دعذاب يوه عبرتناکه قصه، ديوه مړي ژوندي کېدل

دقبر دعذاب يوه عبرتناکه قصه، ديوه مړي ژوندي کېدل

دقبر دعذاب يوه عبرتناکه قصه

ديوه مړي ژوندي کېدل

يوه قصه چي دقبر دعذاب اړونده ده ، که څوک ژور فکر پکښي وکړي زيات عبرت ځني اخستل کيږي ، پاته دي نه وي چي دا قصه دهندوستان دګلګت په ښار کي پېښه سوې ده ، په دې ډول چي يوه ورځ يو کس ديوې هديرې څنګ ته تېرېدئ ، دهديرې ديوه قبر څخه يې په لوړ اواز ږغونه واورېدل لومړى يې فکر وکړ، چي دابه هسي خيالى ږغونه وي خو کله چي  يې په ښه ځير سره غوږ ونيوئ يقين يې سو چي دا دقبر څخه اواز  راوزي او وايي چي زه ژوندى انسان په قبر کي يم ما دروباسئ ، دغه کس دستي يوه نژدې کلي ته ورغلى داقصه يې کليوالو ته بيان کړه دکلي څخه يو څو کسان ورسره مله سوه هديرې ته راغله قبر ته يې غوږ ونيوئ هغو هم دا ږغونه واورېدل ، بيا يې دعلماؤ څخه پوښتنه وکړه چي دقبر لوڅول جايز دي؟  علماؤ ورته وويل چي که ستاسو يقين وي چي ژوندى انسان پکښې دئ نو بيا يې راکښل لازمي دي ، خلګو هم هغه قبر سره خلاص کړ، که يې وکتل يوه ښځه ناسته ده په کفن يې ځان پوټ کړى دئ ، ددوى څخه يې وغوښتل چي څومره ژر کيږي ماته جامې راوړئ څو زه خپل ځان په پټ کړم ، خلګو هم جامې ورته راوړلې ، ښځي واغوستې  او په چابکۍ سره کور ته ولاړه په يوه خونه ننوتل دروازه يې ټينګه په  ځان پسي وتړل ،  خلګ پسي ورغلل او ددې څخه يې وغوښتل چي دروازه را خلاصه کړه دې ورته وويل چي دروازه خو زه درخلاصوم په  دې شرط سره چي تاسو  زما دليدلو توانايي ولرئ ځکه زما دليدلو توانايي هرڅوک نه لري ، هغه خلګ چي په دې پسي ورغلي وه په هغو  کي څو کسانو ددې همت وکړ، چي خوني ته ورننوزي نو مخکي يې ږغ ور  وکړ، چي دروازه راخلاصه کړه موږ درځو .

مأخذ: شپږ ګناه کاري ښځي

مؤلف: مفتي عبدالهادي حماد

دغه هم وګوری

د یو سړي عجیبه صدقه

د یو سړي عجیبه صدقه په صحیحین کي په یو حدیث شریف کي راغلي دي …