مخپاڼه / ستاسو شرعی پوښتنی او جوابونه / دنقشه داره مصلي دلمانځه حکم!

دنقشه داره مصلي دلمانځه حکم!

دنقشه داره مصلي دلمانځه حکم!

ځیني داسي جای نمازونه دي چي ښایسته منظرې ورباندي وي مثلا پر ځینو باندي د مدینې منورې نقشه وي پر ځینو باندي دکعبې شریفي وي او پر ځینو باندي بیا دخرما ددرختو نقشه وي، ایا پر دغه مصلاوو باندي لمونځ کول جایز دي او که یا؟ ځکه کفایت المفتي په جلد: ۳، صفحه: ۴۹۰ لیکلي دي چي پر هغه مصلی باندي لمونځ کول مکروه دي پر کومه چي د مدینې عکس وي، حال داچي اوس پر د مسجدونو پر ټولو مصلاوو باندي یو ډول نه یو ډول منظره وي، که په دې اړه باندي تفصیلي معلومات راکړئ ښه به وي.

سائل:

مولوي زاهد، واشیر، هلمند

الجواب بعون الملهم الوهاب:

لکه څرنګه چي مفتي کفایت الله رحمه الله په کفایت المفتي کي لیکلي دي مسئله هم داسي ده خو دا یوه خبره زما په ذهن کي داده چي دمکروه والي وجه یې داده چي دلمونځ کونکي فکر مشغوله کوي ځکه په قدیمه زمانه کی نقش او نګار کم وو، په لږو ځایونو کي به نقشې کارېدلې ځکه نو چي په نقشه کي به فکر ژر او زیات بندېدئ په اوس زما نه کي نقشې خورا زیاتي دي په هر کوڅه ، هره کوټه او هر تعمیر کي سته خصوصا پر مصلاوو باندي نقشې داسي لازمي سوی دي چي خلک مصله بیخي په دمدینې یا مکې پر نقشه پیژني که بیخي نابلده نقشه نه وي دلمونځ کونکي ذهن نه پکښي پندیږي نو ځکه زه وایم چی په مصله باندي دمدینې یا مکې نقشه اوس یو لازمي جز بلل سوی دئ دخلکو هیڅ فکر نه پکښي بندیږي نو پر داسي مصلاوو باندي لمونځ کراهت نه لري البته که یوه نابلده نقشه چي دانسان فکر بندي بیا پر هغه مصله باندي لمونځ کول مکروه دي.

( وَلَا بَأْسَ بِنَقْشِهِ خَلَا مِحْرَابَهُ ) فَإِنَّهُ يُكْرَهُ لِأَنَّهُ يُلْهِي الْمُصَلِّي .

وَيُكْرَه التَّكَلُّفُ بِدَقَائِقِ النُّقُوشِ وَنَحْوِهَا خُصُوصًا فِي جِدَارِ الْقِبْلَةِ قَالَهُ الْحَلَبِيُّ .وَفِي حَظْرِ الْمُجْتَبَى : وَقِيلَ يُكْرَهُ فِي الْمِحْرَابِ دُونَ السَّقْفِ وَالْمُؤَخَّرِ انْتَهَى …( قَوْلُهُ لِأَنَّهُ يُلْهِي الْمُصَلِّي ) أَيْ فَيُخِلُّ بِخُشُوعِهِ مِنْ النَّظَرِ إلَى مَوْضِعِ سُجُودِهِ وَنَحْوِهِ ، وَقَدْ صَرَّحَ فِي الْبَدَائِعِ فِي مُسْتَحَبَّاتِ الصَّلَاةِ أَنَّهُ يَنْبَغِي الْخُشُوعُ فِيهَا ، وَيَكُونُ مُنْتَهَى بَصَرِهِ إلَى مَوْضِعِ سُجُودِهِ إلَخْ وَكَذَا صَرَّحَ فِي الْأَشْبَاهِ أَنَّ الْخُشُوعَ فِي الصَّلَاةِ مُسْتَحَبٌّ .

وَالظَّاهِرُ مِنْ هَذَا أَنَّ الْكَرَاهَةَ هُنَا تَنْزِيهِيَّةٌ فَافْهَمْ.

ردمحتار:۵\۸۱

 وکذا في کفایة  المفتي:۳\۴۹۰

ع حماد\ حمادیه مدرسه، قندهار۲ صفر  المظفر، ۱۴۳۷

دغه هم وګوری

فتوا: طالبانو ته ډوډۍ ټولول روا دي؟

کولای سی لاندي فتوا باندي راسته کلیک وکړئ او خپل کمپیوټر کښې يې ثبت کړئ …