مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / دوهمه لويه ګناه

دوهمه لويه ګناه

په ناحقه دمؤمن  وژل

دمؤمن مسلمان په ناحقه اودشرعى اجازى پرته وژل لويه ګناه ده ځكه الله «جل جلاله» فرمايى :

وَمَنْ يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُتَعَمِّدًا فَجَزَاؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِدًا فِيهَا وَغَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَابًا عَظِيمًا ([1])

ژباړه : څوك چى مومن په قصده قتل كړى سزا به يي هميشه دوزخ وى ،او دالله «جل جلاله» غضب اولعنت به باندى وى ، الله «جل جلاله» لوي عذاب ورته برابركړى دى

دمومن وژنى په اړه رسول «صلي الله عليه وسلم» داسى فرمايلى دى : داوو بربادونكو شيانو څخه ځان وژغوری يو يې دمومن ناحقه وژل وښودى . ([2])

درسول الله صلي الله عليه وسلم څخه يو سړى پوښتنه وكړه چې كومه ګناه دالله «جل جلاله» په نزد ډيره لويه ده ؟ رسول «صلي الله عليه وسلم» وفرمايل : داچى ته دالله «جل جلاله» سره شريك ونيسى حال داچى ته يې پيداكړي يي ، هغه سړي وويل بيا كومه ګناه ډيره لوده ؟ رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل : چى ته خپل اولاد ووژنى ددې ويری څخه چې په نس به يي موړ نه كړم ، هغه سړى وويل بيا كومه ګناه لو ده ؟ رسول الله «صلى الله عليه وسلم» وفرمايل : داچى  دهمسايه دبي بي سره  زنا وكړى ([3]) ، الله «جل جلاله» درسول الله «صلي الله عليه وسلم» دخبرى دتائيد لپاره دا آيات نازل كړى : هغه كسان چې دالله «جل جلاله» پرته بل چاته د  خدايۍ  اواز نكوي ، قتل نكوى مګر په حق سره او زنا نكوى . ([4])

دايو ځلانده حقيقت دى چى دبشرى ټولنى د خالق اومالك په ټولو امرونو كې خامخا يو حكمت رانغښتى وى .نوڅرنګه چې عظيم خداي«جل جلاله» وبشريت ته انسان وژنه ستره ګناه ښودلى ده سالم فكر هم پدې باور دى چې انسان وژنه داخروي مسؤليتونوترڅنګ په مادى لحاظ هم دټولنى دتخريب ستر لامل دى چى دانسانانو لمنځه څخه مصؤنيت وړى او دسوكاله ژوند دخوند څخه يې بي برخى كـوى  .

والله اعلم با الصــــــــــواب

مأخذ: لوی ګناهونه

مؤلف: مفتي عبدالهادي حماد

  ([1] )  سورة النسآء الآية (۹۳)

([2] ) وتمام الحديث ، قيل : وماهن يارسول الله ؟ قال : الشرک بالله والسحر وقتل النفس التی حرم الله الابالحق واکل مال اليتيم واکل الربا والتولی یوم الزحف وقذف المحصنات الغافلات المؤمنات .

رواه :  البخاری ومسلم وابوداؤد والنسآيی . قاله المنذری .

([3] ) رواه البخاری ومسلم بدون الآية ، ورواه الترمذی والنسآيی فی رواية بهما عن ذکرالآية کلهم عن ابی مسعود الانصاری قاله المنذری فی الترغيب والترهيب .

([4] ) سورة الفرقان الآیة (۶۸)

دغه هم وګوری

د هوا په اړه د الله تعالي نظام وګورئ!

د هوا په اړه د الله تعالي نظام وګورئ (۱): هوا چلیږي هغه له آسمان …