مخپاڼه / دسپیڅلي لارې لارویان / انبیاء (علیهم الصلاة والسلام) / د آدم علیه السلام پيدايښت او ژوند لیک

د آدم علیه السلام پيدايښت او ژوند لیک

د آدم علیه السلام پيدايښت او ژوند لیک

 دآدم علیه السلام  پيدايښت

دآدم علیه السلام  قصه دټول بشريت قصه ده ، دآدم علیه السلام  ژوند دټول بشريت ژوند دئ. البته دغه قصه هغه وخت راپيل سوه چي الله جل جلاله ددنيا دودانۍ اراده وکړه ، ددې هستۍ دڅرګندتيا او ددې ژوند دتکميل اراده يې وکړه داټول دانسان  دڅرګندتيا لپاره اماده سوي دي.
داقصه ټول ژوند په بر کي نيسي يعني دژوند دپيل څخه ترپايه به روانه وي ، دا د يوې داسي هستۍ قصه ده چي دهغه وخت څخه راپيل ده چي دلومړى ځل لپاره بشري کتله پردې لويه سياره يعني مځکه باندي وجود پيدا کړ، ترهغه وخته پوري به دا قصه روانه وي چي څښتن تعالى جل جلاله دامځکه او ټول هستي بېرته په ميراث باندي اخلي يعني هرڅه فنا کيږي.
آدم علیه السلام  ژوند کړى دئ بيا يې ددې نړۍ سره مخه ښه کړې ده خو ترشا يې دغه اثار اوبشري څرګندتيا پرې ايښې ده ، دحال په ژبه داسي ويل کيږي :
تلک اثارنا تدل علينـا            فانطروا بعدنا الي اثارنا

د آدم عليه السلام د پيدايښت څخه عبرت

دآدم عليه السلام  پيدايښت دخاورو څخه سوي دئ ، وروسته يې داولادونو تناسل يو طبعي کار نه وو بلکي دايو لوى کار او عظيم خلقت وو چي الهي عظمت او رباني قدرت خپلي تجلاوي پکښي څرګندي کړي دي داهغه څرګندتيا ده چي وايي (کن فيکون) دغه پيدايښت په نهايي درجه ابداع اواعجاز دئ ځکه که دمځکي دمخ ټول خلګ سره رايوځاى سي يو مچ يا يوه غوماشه هم نه سي جوړولاى نو انسان به چيري جوړ کي چي اورېدل ، ليدل او فکر کول کوي ، عقل او تدبر کوي ، رشتيا ده چي فرمايي :
فَتَبَارَكَ اللَّهُ أَحْسَنُ الْخَالِقِينَ.( سورة مؤمنون الاية ١٤)
ژباړه : پس نو لوى دئ الله جل جلاله  ، ډېر ښه پيدا کونکى دئ.
داهم دڅښتن تعالى جل جلاله  يو بې ساري قدرت دئ چي يو څوک دعدم څخه وجود ته راولي ، دضعف څخه يې قوت ته راولي ، دسکون څخه يې حرکت ته راولي او دجماد څخه يې دژوندون حالت ته راولي يعني ژوند ورکوي او روح پکښې باسي. ويني ؟ چي ناببره خاوره حرکت وکړ، خامي خټي خبري پيل کړې او ناببره يوجماد شي په يوه کامل بشر باندي بدل سو او يوښه غوره شکل يې پيدا کړ، لکه الله جل جلاله  چي فرمايي :
وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَكُمْ مِنْ تُرَابٍ ثُمَّ إِذَا أَنْتُمْ بَشَرٌ تَنْتَشِرُونَ (سورة روم الاية ٢٠)
ژباړه : دالهي نښانو څخه يوه نښانه داده چي تاسويې دخاورو څخه پيدا کړاست بيا ناببره انسانان سواست ، په مځکه کي نشر سواست.
دادئ آدم عليه السلام  او دده اولادونه بلکي دا دده او دده داولادونو او ټولو مخلوقاتو قصه ده . هغه مخلوق چي الله جل جلاله  دخارو څخه پيدا کړ، بيايې اولادونه دنطفې يعني ناپاکه اوذليله اوبو څخه وجود ته راوستل، الله جل جلاله  يې اولادونو ته دمځکي خلافت او واکمني ورکړه، دهستۍ اوشتو څښتنان يې وګرځول ، بدبختانه دغه کمزورى مخلوق يعني انسانان پر خپل خداى  جل جلاله  باندي لوړوالي لټوي ، دهمدغه پالونکي ذات سره په واکمنۍ اوقلمرو کي جګړه کوي او دهمدغه ذات نافرمانۍ په زړورتيا سره کوي ، داډېره عجيبه خبره نه ده چي پرون ورځ هيڅ نه وو نن دخپل خداى جل جلاله  څخه منکر دئ؟! ايا داډېره عجيبه نه ده چي ديوچا په ځان کي دي دالله جل جلاله  پر وجود باندي دلائل او براهين پراته وي خو دى دي الله جل جلاله  دنعمتونو ناشکري کوي؟!

آدم عليه السلام  لومړى انسان دئ

قرآنکريم دآدم عليه السلام  دپيدايښت قصه بيانوي او موږ خبروي چي په بشري مخلوق کي چي په دې پراخه نړۍ کي ګرځي ــ آدم عليه السلام  لومړى مخلوق او لومړى انسان دئ په داسي صورت کي نو آدم عليه السلام  دټول بشر بابا دئ او پردې پراخه نړۍ چي څومره انسانان ګرځي دټولو نسبت ده ته کيږي ، دآدم عليه السلام  تر پيدايښت وړاندي په دې مځکه کي دانسان له جنسه څخه هيڅوک موجود نه وو. البته دانسانانو پرته نور مخلوقات وه ځکه ملائکي او پېرانان پدې صحنه کي ګرځېده له همدې امله کله چي الله جل جلاله  دانسان  دپيدايښت اراده وکړه نو ملائکي يې په خپله اراده باندي خبري کړې ، پدې خاطر چي کوم جوړښت چي په لنډ وخت کي رامنځته کېدئ او دهغه څخه بيا بې شمېره اولادونه زېږېدل ، ښايي ويني يې توى کړى واى او فسادونه يې په مځکه کي کړى واى . همدا وجه وه چي ملائکي په تعجب کي ولوېدې او دانسان دپيدايښت دالهي حکمت پوښتنه يې وکړه ، دغه موضوع ته الله جل جلاله  په لاندني آيت کي اشاره کړې ده اوفرمايي :
وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلَائِكَةِ إِنِّي جَاعِلٌ فِي الْأَرْضِ خَلِيفَةً قَالُوا أَتَجْعَلُ فِيهَا مَنْ يُفْسِدُ فِيهَا وَيَسْفِكُ الدِّمَاءَ وَنَحْنُ نُسَبِّحُ بِحَمْدِكَ وَنُقَدِّسُ لَكَ قَالَ إِنِّي أَعْلَمُ مَا لَا تَعْلَمُونَ (سورة بقرة الاية ٣٠)
ژباړه : او کله چي ستا رب ملائکو ته وويل : بېشکه زه په مځکه کي يو خليفه پيدا کوم ، ملائکو ورته وويل : ايا ته په مځکه کي داسي يوڅوک پيداکوې چي فساد په مځکه کي کوي ا وويني تويوي ؟ او موږ ستا په حمد سره تسبيح وايو او ستاپاکي ثابتوو . الله جل جلاله  وويل : زه په هغه څه باندي پوهيږم چي تاسو نه په پوهېږئ.
علامه قرطبي رحمة الله عليه  په خپل تفسير (جامع الاحکام) کي ليکي :
په يقيني توګه بايد ووايو چي ملائکه پرته له هغه پوهي چي الله جل جلاله  ورکړې ده نوره پوهه نه لري او په خبرو کي پر الله جل جلاله  باندي سبقت کولاى نسي ځکه دالله جل جلاله  داقول چي :(لايسبقونه بالقول ـــ دوى پر الله جل جلاله  باندي په خبرو کي سبقت نسي کولاى) دملائکو په مدح او ستاينه کي راغلى دئ نو بيا دوى څنګه دالله جل جلاله  څخه پوښتنه کول چي وې ويل : (اتجعل فيها من يفسد فيها ـــ يعني اې خدايه! ته داسي څوک پيدا کوي چي فساد په مځکه کي کوي؟) ددغه سوال جواب دادئ چي ملائکو دپېرانانو ويني تويول ليدلي وه ځکه تر انسانانو وړاندي پېرانانو په مځکه کي ژوند کاوه ، دغه پېرانان په مځکه کي په توينه تويولو اوفسادکولو باندي بوخت وه، الله جل جلاله  پردوى باندي يو لښکر راواستاوه چي دملائکو څخه جوړ وو ، دوى يې ځيني ووژل ، ځيني يې دريابو ، غرو او شاړو مځکو ته وشړل ، ملائکو ددوى فساد ليدلى وو چي وې ويل : (اتجعل فيها من يفسد فيها ـــ  يعني اې خدايه ! ته داسي څوک په مځکه کي پيدا کوې چي هغه به  په مځکه کي فساد کوي؟) په دغسي سوال کي يوازي معلومات غوښتل وه چي ايا دغه نوى خليفه به هم دپېرانانو په څېر فساکوي او که به داسي نه وي؟
اويا ددغه سوال په جواب کي داسي ويل کيږي چي الله جل جلاله  ملائکو ته خبر ورکړى چي زه په مځکه کي داسي خليفه پيداکوم چي دهغه په اولادونو کي به داسي څوک پيداکيږي چي په مځکه کي به فساد کوي او ويني به تويوي په همدې اساس ملائکو دتعجب په ډول وويل : چي اې خدايه ته داسي څوک پيداکوي چي په مځکه کي فساد کوي؟ اوياداسي چي ملائکو دداسي مخلوق په پيدايښت کي تعجب وکړ، چي په مځکه کي فساد کوي.
دپورتنۍ وينا په نظر کي نيولو سره بايد وويل سي چي دملائکو موخه پر الله جل جلاله  باندي يا دالله جل جلاله  ددې مخلوق پر پيدايښت باندي اعتراض نه وو بلکي ددوى موخه يوازي ددغه موضوع معلومېدل وه چي په دغه موضوع کي دالله جل جلاله  حکمت څه دئ چي داسي مخلوق پيداکوي ځکه ملائکي هيڅکله دالله جل جلاله  څخه نافرماني نه کوي ، نه يې نافرماني کړې ده آن تردې چي ددې فکر لاهم نسي کېدلاى چي دوى دي دالله جل جلاله  څخه يو ډول مخالفت وکړي.

هغه مرحلې چي دآدم عليه السلام  پيدايښت تر تېرسوى دئ

لومړى : خاورينه مرحله وه ، دآدم عليه السلام  تکويني اساس او نشائي مصدر خاوره وه ، کله چي الله جل جلاله  دآدم عليه السلام  دپيدايښت اراده وکړه ملائکي ته يې امر وکړ، څو دخارو دجنس څخه ډول ، ډول او رنګ په رنګ خاوره راټول کړي ، ملائکي هم داسي وکړه خاوره يې راټول کړه او ددغه خاوري څخه يې دآدم عليه السلام  تکوين او جوړښت وکړ، ددې خبري ثبوت دالله جل جلاله  داقول دئ چي فرمايي :
) وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَكُمْ مِنْ تُرَابٍ ثُمَّ إِذَا أَنْتُمْ بَشَرٌ تَنْتَشِرُونَ . (سورة روم الاية ٢٠)
ژباړه : دالهي نښانو څخه يوه نښانه داده چي تاسويې دخاورو څخه پيدا کړاست بيا ناببره انسانان سواست ، په مځکه کي نشر سواست.
په حديث شريف کي راغلي دي : الله جل جلاله  آدم عليه السلام  ديومټ ډول ، ډول خاورو څخه جوړ کړى دئ په همدې وجه دآدم عليه السلام  په نسل کي لکه دمځکي طبقې ډول ، ډول رنګونه راغلي دي يعني څوک سپين دي ، څوک سره دي او څوک نور رنګونه دي ، همدا ډول موږ وينو په خلګو کي په فکري لحاظ هم توپير سته ځني خبيث دي ، ځني پاکيزه دي ، ځيني نرم زړه لرونکي دي ، ځيني سخت زړه لرونکي دي او ځيني نور بيا دنورو خويونو لرونکي دي.( ۱)
دوهمه : خټينه مرحله وه ، په دې مرحله کي خاوره داوبو سره ګډه سوه او يوه سريښناکه خټه ځني جوړه سوه چي لاندى آيت ورته اشاره کوي :
إِنَّا خَلَقْنَاهُمْ مِنْ طِينٍ لَازِبٍ (سورة صافات الاية ١١)
ژباړه : موږ تاسو دچسپېده خټو څخه پيدا کړي ياست.
تردې وروسته آدم عليه السلام  اوږده زمانه يعني څلوېښت کاله په خټينه بڼه پاته سو تر داسي بريده چي وچ سو دکودرو په څېر يې جسدږغ کاوه چي په لاس به وټکول سو همدې خبري ته الله جل جلاله  اشاره کړې ده اوفرمايي:
خَلَقَ الْإِنْسَانَ مِنْ صَلْصَالٍ كَالْفَخَّارِ . وَخَلَقَ الْجَانَّ مِنْ مَارِجٍ مِنْ نَارٍ (سورة رحمن الايتان ١٤ ، ١٥)
ژباړه : انسان دوچي خټي څخه پيدا سوى دئ لکه کودرى او پېرى داور دشغلې څخه پيداسوى دئ.
دريمه : تکويني مرحله وه ، په دې مرحله کي الله جل جلاله  وغوښتل چي دآدم عليه السلام  خټين جسد په يوه داسي انسان سره بدل کړي چي اورېدل او ليدل کولاى سي نوځکه په دغه جسد کي روح پوه کړل سو ناببره يو غوره اوسپېڅلى انسان په يوه مکرم شکل باندي جوړ سو، همدا مرحله دادم عليه السلام  دپيدايښت وروستۍ مرحله ده چي په تکويني مرحله سره نومول سوې ده. ځيني اثار پردې دلالت کوي چي آدم عليه السلام  په تکويني مرحله کي يعني تر روح پوکولو وړاندي څلوېښت کاله پاته وو، ښايي قرآن هم دغه لوري ته د(دهر) په لفظ سره اشاره کړې وي لکه چي فرمايي:
هَلْ أَتَى عَلَى الْإِنْسَانِ حِينٌ مِنَ الدَّهْرِ لَمْ يَكُنْ شَيْئًا مَذْكُورًا. (سورة انسان الاية ١)
ژباړه : خامخا پر انسان باندي دزمانۍ څخه يوه مده راغله چي نه وو يو شي چي ذکر سوي وي.

په دغه ايت کي دانسان څخه آدم عليه السلام  مراد دئ.

دآدم عليه السلام  اولادونه : دآدم عليه السلام  داولادونو پيدايښت دتناسل او دتزاوج په نتيجه کي منځته راځي او په پيدايښت کي ترداسي مرحلو تيريږي چي دآدم عليه السلام  دپيدايښت دمرحلو څخه توپير لري .
دآدم عليه السلام  داولادونو دپيدايښت مرحلې عبارت دي : لومړى نطفه ، بيا مجمده وينه ، بيا ژولې غوښه ورپسي دروح پوه کولو مرحله لکه الله جل جلاله  چي فرمايي :
يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنْ كُنْتُمْ فِي رَيْبٍ مِنَ الْبَعْثِ فَإِنَّا خَلَقْنَاكُمْ مِنْ تُرَابٍ ثُمَّ مِنْ نُطْفَةٍ ثُمَّ مِنْ عَلَقَةٍ ثُمَّ مِنْ مُضْغَةٍ. (سورة حج الاية ٥)
ژباړه : اې خلګو! که تاسو دمړيني وروسته په بيا ژوندي کولو کي شکمن ياست نو موږ تاسو دخاورو څخه پيدا کړى ياست ، بيا مو دنطفې څخه ، بيا مو دمجمدي ويني څخه او بيا مو دژولي غوښي څخه جوړ کړى ياست.

آدم عليه السلام  ته د ملائکو سجده

کله چي په آدم عليه السلام  کي روح کښېوتى الله جل جلاله  ملائکو ته امر وکړ، چي آدم عليه السلام  ته سجده وکړي البته دملايکو دغه سجده  دتکريم په موخه وه دعبادت په موخه نه وه ځکه الله جل جلاله  هيچا ته ددې امر نه کوي چي دالله جل جلاله  څخه پرته دي بل چاته عبادت وکړي . ځيني مفسرين په دې آند دي چي دملائکو سجده اصلاً الله جل جلاله  ته وه يوازي يې آدم عليه السلام  ته دقبلې په څېر سجده کړې وه يعني لمونځ کونکي چي اصلاً والله جل جلاله  ته سجده کوي مګر مخ دقبلې ورلوي ته ګرځوي او هغه لوري ته متوجه کيږي په همدې ترتيب الله جل جلاله  ملائکو ته آدم عليه السلام  قبله وګرځول ځکه آدم عليه السلام  ته سجده په داسي ځاى کي چي دده عليه السلام  تکوين پکښي سوى وو په دې ځاى کي دآدم عليه السلام  دمقام دلوړوالى او دبشر دنوعي تکريم څرګند سوى دئ ځکه ملائکه دبشريت بابا ته سجده کړې ده. الله جل جلاله  آدم عليه السلام  ته څلور فضيلتونه ورکړى دي چي دده دمقام لوړوالى اوشرافت ځني څرګنديږي ، دغه څلور فضيلتونه عبارت دي:
الله جل جلاله  په خپل قدرت سره پيدا کړ.
خپل روح يې په خپل قدرت سره پکښي پوه کړ.
ملائکي يې ده ته په سجده کولو سره امر کړې.
دټولو شيانو په نومونو سره يې عالم کړ.
ځکه الله جل جلاله  فرمايي :
 وَعَلَّمَ آدَمَ الْأَسْمَاءَ كُلَّهَا ثُمَّ عَرَضَهُمْ عَلَى الْمَلَائِكَةِ فَقَالَ أَنْبِئُونِي بِأَسْمَاءِ هَؤُلَاءِ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ . ( سورة بقرة الاية ٣١)
ژباړه : الله جل جلاله  آدم عليه السلام  ته دټولو شيانو دنومونو علم ورکړ، بيا يې پر ملائکو باندي عرض کړه ، نو ورته وې ويل : خبر راکړئ ددغو شيانو په نومونو سره که تاسو ريشتيني ياست.
په حديث شريف کي دموسى عليه السلام  او ادم عليه السلام  دقصې په مورد کي  راغلي دي چي موسى عليه السلام  وآدم عليه السلام  ته وويل : اې آدمه! ته زموږ پلار يې، الله جل جلاله  په خپل قدرت سره پيدا کړې ، خپل روح يې په تا کي پوه کړئ، ملائکو ته يې امر وکړ، چي تاته سجده وکړي او تاته يې دټولو شيانو دنومونو علم درکړ،…………… الحديث ( ۲)
کله چي الله جل جلاله  ملائکو ته دسجدې امر وکړ، ملائکو دالله جل جلاله  دامر پوره کولو په موخه آدم عليه السلام  ته سجده وکړه مګر شيطان سجده ونه کړه ، کبر او انکار يې وکړ، دده ددغه کړني له امله دى دکافرانو په ډله کي داخل سو ، شيطان ويل چي زه پر آدم عليه السلام  باندي بهتر يم څوک چي بهتر وي هغه کمتر چا ته سجده نه کوي . الله جل جلاله  يې په اړه فرمايي :
قَالَ أَنَا خَيْرٌ مِنْهُ خَلَقْتَنِي مِنْ نَارٍ وَخَلَقْتَهُ مِنْ طِينٍ. (سورة اعراف الاية ١٢)
ژباړه : شيطان وويل : زه تر ده بهتر يم زه دي اور څخه پيدا کړى يم آدم عليه السلام  دي دخاورو څخه پيدا کړى دئ.
داچي شيطان دسجدې څخه انکار وکړ، الله جل جلاله  يې په اړه فرمايي:
فَسَجَدَ الْمَلَائِكَةُ كُلُّهُمْ أَجْمَعُونَ . إِلَّا إِبْلِيسَ اسْتَكْبَرَ وَكَانَ مِنَ الْكَافِرِينَ. (سورة ص الايتان ٧٣ ، ٧٤)
ژباړه : نو سجده ټولو ملائکو وکړه مګر شيطان سجده ونه کړه ، کبر يې وکړ، او دکافرانوڅخه وګرځېدئ.

This is an Arabic Calligraphy by Nihad Nadam


د حواء رضي الله عنها پيدايښت

کله چي الله جل جلاله  آدم عليه السلام  پيدا کړ، جنت ته يې ولېږئ ، په جنت کي يوازي ګرځېدئ ، يوه  ورځ بيده وو کله چي دخوب څخه راپاڅېدئ دسر وخواته يې يوه ښځه  وليدل ، الله جل جلاله  دغه ښځه دده عليه السلام  دارام اوسکون لپاره پيدا کړه او دا په (حواء) سره نومول سوې ده ځکه حواء دحي څخه اخستل سوې ده حي ژوندي شي ته ويل کيږي دا هم دژوندي شي څخه پيدا سوې ده . دابن عباس رضي الله عنه  څخه روايت دئ چي حواء رضي الله عنها   الله جل جلاله  دآدم عليه السلام  د پښتۍ څخه پيدا کړې ده البته دغه پيدا کېدل په دې بڼه وو چي آدم عليه السلام  بيده وو په داسي ډول حواء رضي الله عنها   ځني جوړه سوه چي ده يې ددرد احساس نه دئ کړئ دى دالله جل جلاله  په دې قو ل سره استدلال کوي:
هُوَ الَّذِي خَلَقَكُمْ مِنْ نَفْسٍ وَاحِدَةٍ وَجَعَلَ مِنْهَا زَوْجَهَا. ( سورة اعراف الاية ١٨٩)
ژباړه : الله جل جلاله  هغه ذات دئ چي تاسو يې ديوه نفس څخه پيدا کړي ياست او ديوې ښځي څخه.
دايت کريمه ظاهري بڼه پردې دلالت کوي چي حواء رضي الله عنها   دادم رضي الله عنها   دپښتۍ څخه پيدا سوې ده.
کوم جنت چي آدم عليه السلام  او حواء رضي الله عنها   پکښي اوسېدل جنت الخلد وو دا هغه جنت دئ چي په اسمانو کي دئ ، داهل سنت جمهور علماء هم په دې آند چي دوى دواړه هم په دغه جنت کي وه خو معتزله او قدريه په دې آند دي چي دغه جنت چي دوى پکښي اوسېدل داسي جنت وو چي په مځکه کي وو او دعدن په نوم يادېدئ ، دوى دخپلي خبري دثبوت لپاره دادليل وړاندي کوي چي که چيري دغه جنت په اسمانو کي واى اوجنت الخلد واى نو هيڅکله به شيطان ورغلى نه واى او نه به يې آدم عليه السلام  په معصيت کي اچولى واى ځکه هغه خو مقدس جنت دئ دشيطان لعين ورتګ شونى نه دئ.

ابليس ، آدم عليه السلام  څنګه خطا کړ؟

وروسته تردې چي آدم عليه السلام  او حواء رضي الله عنها   په جنت کي مېشت سول الله جل جلاله  دوى ته اجازه وکړه چي دهرډول درختو څخه هر ډول مېوې وخوري مګر ددوى دازميښت په موخه يې ديوې درختي دخوړلو څخه منعه کړه داچي دغه درخته کومه درخته وه الله جل جلاله  يې په اړه هيڅ بيان نه دئ کړى نو موږ ته هم  لازمه نه ده چي ددغه درختي تعين وکړو او نه يې اړتيا سته ، ابن کثير په البداية والنهاية کي ليکلي دي : الله جل جلاله  ددغه درختي تعين مبهم پرې ايښى دئ که چيري ددغه درختي په تعين کي کومه ګټه واى نو الله جل جلاله  به حتما ددغه درختي تعين کړى واى.
الله جل جلاله  آدم عليه السلام  او حواء رضي الله عنها   دشيطان دخطا کولو څخه بېرولي وه دوى دغه بېره هېره کړې وه په ځانګړي ډول هغه وخت چي ابليس دوى ته زيات قسمونه واخستل چي زه تاسو ته نصيحت کونکى يم او دوى ته يې قسم وکړ، چي که تاسو ددغه درختي څخه خوراک وکړئ نو تاسو به تل په جنت کي ياست ، الله جل جلاله  يې داسي حکايت کوي:
وَيَا آدَمُ اسْكُنْ أَنْتَ وَزَوْجُكَ الْجَنَّةَ فَكُلَا مِنْ حَيْثُ شِئْتُمَا وَلَا تَقْرَبَا هَذِهِ الشَّجَرَةَ فَتَكُونَا مِنَ الظَّالِمِينَ (19) فَوَسْوَسَ لَهُمَا الشَّيْطَانُ لِيُبْدِيَ لَهُمَا مَا وُورِيَ عَنْهُمَا مِنْ سَوْءَاتِهِمَا وَقَالَ مَا نَهَاكُمَا رَبُّكُمَا عَنْ هَذِهِ الشَّجَرَةِ إِلَّا أَنْ تَكُونَا مَلَكَيْنِ أَوْ تَكُونَا مِنَ الْخَالِدِينَ (20) وَقَاسَمَهُمَا إِنِّي لَكُمَا لَمِنَ النَّاصِحِينَ (21) فَدَلَّاهُمَا بِغُرُورٍ فَلَمَّا ذَاقَا الشَّجَرَةَ بَدَتْ لَهُمَا سَوْءَاتُهُمَا وَطَفِقَا يَخْصِفَانِ عَلَيْهِمَا مِنْ وَرَقِ الْجَنَّةِ وَنَادَاهُمَا رَبُّهُمَا أَلَمْ أَنْهَكُمَا عَنْ تِلْكُمَا الشَّجَرَةِ وَأَقُلْ لَكُمَا إِنَّ الشَّيْطَانَ لَكُمَا عَدُوٌّ مُبِينٌ (22) قَالَا رَبَّنَا ظَلَمْنَا أَنْفُسَنَا وَإِنْ لَمْ تَغْفِرْ لَنَا وَتَرْحَمْنَا لَنَكُونَنَّ مِنَ الْخَاسِرِينَ (سورة اعراف الايات ١٩ الي ١٣)
ژباړه : اې آدمه ! ته او ستا مېرمن په جنت کي اوسئ ، دهرشي څخه چي موخوښه سي خوراک کوئ او دغه درختي ته مه نژدې کيږئ نو تاسو به دتېري کونکو څخه سئ ، نوشيطان وسوسه ورواچول  څو هغه څه ددوى ښکاره کړي چي دوى پټ کړي وه ددوى دعورتونو څخه او ورته وې ويل : ستارب ددغه درختي څخه نه ياست منعه کړي مګر ددې لپاره چي تاسو به ملائکي  سئ او يا به همېشه په دې جنت کي پاته سئ ، او قسم يې ورته وکړ، چي زه تاسو ته دنصيحت کونکو څخه يم. نودوى يې په فريب کي واچول کله چي دوى دغه درخته وخوړل ، ددوى عورتونه ښکاره سوه دوى دجنت ددرختو پاڼي پر خپل عورتو باندي چسپولې چي عورت پټ کړي ، او اواز وسو دوى ته دخپل رب دلوري څخه چي ما تاسو ددغه درختي دخوراک څخه منعه کړي نه واست؟ او تاسو ته مي نه وه ويلي چي شيطان ستاسو ښکاره دښمن دئ؟ دوى وويل : اې زموږ ربه! موږ پر خپلو ځانو باندي ظلم وکړ، که موږ ته مغفرت ونه کړې او رحم پرموږ باندي ونه کړې موږ به خامخا دسختو تاوانيانو څخه سو.
 ځينو مفسرينو ويلي دي چي آدم عليه السلام  په دې وجه تېروتئ چي دده ګمان وو چي ددغه يوې درختي څخه به خوراک نه کوي ، که دهغې درختي دجنس څخه دبلي درختي څخه خوراک وکړي پروا به نه کوي له دې امله ده خوراک وکړ، يعني که فرض کړو چي الله جل جلاله  دى دغنمو ددرختي دخوراک څخه منعه کړى وو نو الله جل جلاله  دغنمو يوې درختي ته اشاره کړې وه چي ددغه درختي څخه خوراک مه کوه ، مطلب دده دانه وو چي دغه درخته چي اشاره ورته وسوه ددغه درختي څخه خوراک منعه دئ بلکي دغه درخته اوهره دغنمو درخته چي وي خوراک ځني منعه دئ ، آدم عليه السلام  دامطلب ځني اخستى وو چي دغنمو دغه درخته چي اشاره ورته وسوه ددې څخه خوراک منعه دئ دغنمو دبلي درختي څخه خوراک منعه نه دئ.
دآدم عليه السلام  ددغه تېروتني په اړه صحيح قول دادئ چي آدم عليه السلام  چي کله دهغه ممنوعه درختي څخه خوراک کاوه دده هېر و ځکه الله جل جلاله  په قرآنکريم کي  دده دغه هېره ياده کړې ده او فرمايي:
وَلَقَدْ عَهِدْنَا إِلَى آدَمَ مِنْ قَبْلُ فَنَسِيَ وَلَمْ نَجِدْ لَهُ عَزْمًا .( سورة طه الاية ١١٥)
 ژباړه : بېشکه موږ آدم عليه السلام  ته حکم استولى و مخکي نو ده هېر کړى او  موږ دى نه کړى پيدا ددغه کار لپاره ټينګ قصد کونکى  .( )

دقابيل او هابيل قصه (دآدم عليه السلام  زامن)

تاريخ پوهان ليکي : دآدم عليه السلام  زيات اولادونه دخپلي مېرمني حوآء رضي الله عنها   څخه وزېږېده ، حواء رضي الله عنها   شل ځله اولادونه زېږولي دي چي هر ځل به يې يوه لور او زوى زېږول. دآدم عليه السلام  چي  به هر ځل غبرګولي اولادونه وزېږېدل دهغه اولادو سره به يې نکاح ورتړل چي بل ځل به زېږېدلي وه يعني په لومړى ځل چي به يې يو زوى او يوه لور په پيدا سوه نو زوى ته به يې هغه لور ورپه نکاح کړه چي بل ځل به پيدا سوې وه او په دغه ځل چي به لور پيدا سوه وهغه زوى ته به يې ورپه نکاح کړه چي بل ځل به پيداسوى وو.
هابيل اراده وکړه چي دقابيل دخور سره نکاح کړي خو څرنګه چي دقابيل خور ډېره ښايسته وه قابيل ددې کار څخه منعه وکړه او ورته وې ويل چي زه خپله خور تاته په نکاح نه درکوم ، آدم عليه السلام  چي په دغه موضوع خبر سو نو قابيل ته يې امر وکړ، چي خپله خور هابيل ته په نکاح ورکړي خو قابيل سرغړونه وکړه دآدم عليه السلام  امر يې ونه منئ خپله خبره يې ټينګه کړه بيا آدم عليه السلام  دوى ته وويل چي تاسو دواړه قرباني وکړئ دهرچا قرباني چي قبوله سوه دهغه خبره دي پلي سي ، دهغه وخت دقربانۍ دقبلېدو نښه داوه چي هر چا به قرباني وکړه نو په يودښت کي به يې کښېښوده که به داسمان دلوري څخه اور راغلى هغه قرباني به يې وخوړل هغه قرباني قبوله وه او که به يې ونه خوړل هغه قرباني قبوله نه وه ، په هرصورت دآدم عليه السلام  دامر سره سم دواړو قربانۍ وکړې ، هابيل چي دپسو رمه يې درلوده يو پسه يې دقربانۍ لپاره اماده کړ، چي دټولي رمې سر وو او قابيل کښت ګر وو په خپل زراعت کي يې يو پاته حاصل دقربانۍ لپاره اماده کړ، آخر دواړو خپله قرباني وړاندي کړه داسمان څخه اور راغلى دهابيل قرباني يې وخوړه خو دقابيل قرباني يې ونه خوړه يعني دهابيل قرباني قبوله سوه او دقابيل قرباني قبوله نه سوه ، قابيل چي داپيښه وليدل زيات په غصه سو او هابيل ته يې وويل : زه تا وژنم ددې لپاره چي ته زما خور په نکاح نه کړې ، هابيل ورته وويل : الله جل جلاله  دهغه کسانو قرباني قبلوي چي نېکان او پرهېز ګاران وي . لنډه داچي قابيل په دغه بدعمل لاس پوري کړ، او هابيل يې وواژه او ځان يې دهغه کسانو دډلي څخه کړى چي تاوانيان دي. الله جل جلاله  ددوى په اړه فرمايي :
وَاتْلُ عَلَيْهِمْ نَبَأَ ابْنَيْ آدَمَ بِالْحَقِّ إِذْ قَرَّبَا قُرْبَانًا فَتُقُبِّلَ مِنْ أَحَدِهِمَا وَلَمْ يُتَقَبَّلْ مِنَ الْآخَرِ قَالَ لَأَقْتُلَنَّكَ قَالَ إِنَّمَا يَتَقَبَّلُ اللَّهُ مِنَ الْمُتَّقِينَ (27) لَئِنْ بَسَطتَ إِلَيَّ يَدَكَ لِتَقْتُلَنِي مَا أَنَا بِبَاسِطٍ يَدِيَ إِلَيْكَ لِأَقْتُلَكَ إِنِّي أَخَافُ اللَّهَ رَبَّ الْعَالَمِينَ. (سورة مائده الايتان ٢٧ ، ٢٨)
 ژباړه : ولوله ! پر دوى باندي قصه ددوو زامنو دآدم عليه السلام  کله چي دوى دواړو قرباني وکړه ، ديوه څخه قبوله سوه او دبل څخه قبوله نه سوه ، (هغه يوه چي قرباني يې قبوله سوې نه وه ) وويل : خامخا به زه تا قتل کړم ، هغه بل ورته وويل : الله جل جلاله  دهغه چا قرباني قبلوي چي متقيان وي ، که تاماته لاس را وغځاوى چي ما ووژني زه تاته ددې لپاره لاس نه درغځوم چي تا ووژنم ، بېشکه زه دالله جل جلاله  څخه بېرېږم چي دټولو مخلوقاتو رب دئ.
په حديث شريف کي راغلي دي : دقيامت تر ورځي پوري چي هرڅوک په ظلم سره قتل وکړي نو په ګناه کي يې دآدم عليه السلام  دقاتل زوى ونډه سته ځکه دآدم عليه السلام  دغه قاتل  زوى وو چي دقتل کولو بنسټ يې کښېښودئ.

د آدم عليه السلام  په مځکه کي د خيلفه ګرځولو الهي حکمت

الله جل جلاله  چي آدم عليه السلام  ته دمځکي خلافت ورکړ، په دې کي لوى الهي حکمت پروت دئ ، هغه ايت چي دآدم علیه السلام دپيدايښت په اړه نازل سوى دئ ودغه حکمت ته اشاره پکښي سوې ده.
الله جل جلاله  په خپل پراخ علم ، ازلي او حکيمانه اراده سره دې لوري ته اشاره کړې ده چي دمځکي وداني به دآدم عليه السلام  په اولادونو يعني انسانانو سره کوي ځکه که چيري الله جل جلاله  دغه نسل نه واى پيدا کړى نو دا دنړۍ چي اوس څه ډول ودانه ده چا به ودانولاى ، داهم الله جل جلاله  وو چي انسانانو ته يې ددغه ودانۍ علم ورکړ ، دټولو شيانو نومونه يې وروښودل حال داچي ملائکو ته ددغه شيانو علم نه وو او نه په پوهېدل لکه الله جل جلاله  چي يې حکايت کړى دئ :
وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلَائِكَةِ إِنِّي جَاعِلٌ فِي الْأَرْضِ خَلِيفَةً قَالُوا أَتَجْعَلُ فِيهَا مَنْ يُفْسِدُ فِيهَا وَيَسْفِكُ الدِّمَاءَ وَنَحْنُ نُسَبِّحُ بِحَمْدِكَ وَنُقَدِّسُ لَكَ قَالَ إِنِّي أَعْلَمُ مَا لَا تَعْلَمُونَ  .( سورة بقرة الاية ٣٠)
ژباړه : او کله چي ستا رب ملائکو ته وويل : بېشکه زه په مځکه کي يو خليفه پيدا کوم ، ملائکو ورته وويل : ايا ته په مځکه کي داسي يوڅوک پيداکوې چي فساد په مځکه کي کوي ا وويني تويوي ؟ او موږ ستا په حمد سره تسبيح وايو او ستاپاکي ثابتوو . الله جل جلاله  وويل : زه په هغه څه باندي پوهېږم چي تاسو نه په پوهېږئ.
شيخ عبدالوهاب نجار په خپل کتاب قصص الانبياء کي ليکي :
داخبره پټه نه ده چي دادم عليه السلام  دمځکي په خليفه ګرځولو کي يو لوى حکمت پروت دئ البته دغه حکمت دملائکو څخه  پټ وو که چيري الله جل جلاله  دمځکي خلافت ملائکو ته ورکړى واى نو هيڅکله به دوى دمځکي په شيانو چي بېشماره  اسرار پکښي پراته دي پوه سوي نه واى او نه به يې علم باندي واى ځکه ملائکي وهيڅ هغه شي ته حاجت نه لري چي په مځکه کي دي ، ملائکي داسي صفتونه لري چي دانساني صفتونو څخه بيل دي ، بناءً ملائکي کښت کولو ته اړتيا نه لري او نه په مځکه کي کښت کولو ته اړتيا لري ، نه دشيانو خاصيات پېژني ، کيماوي مرکبات ، دطبيعت ګټي ، فلکي مسايل ، طبي اختراعات ، نفسي طبائع يو لاهم نه پېژني او نه اړتيا ورته لري ، لنډه داچي که ملائکو ته دغه خلافت ورکول سوى واى نو هغه بېشمېره علوم اوفنون چي انسانانو کشف کړي دي او يايې دالهي پېرزيني په مټ منځته راوړي دي يو  به لاهم نه واى کشف سوي.
 آدم علیه اسلام

ايا آدم عليه السلام  دانبياؤ له ډلي څخه وو؟

دآدم عليه السلام  نبوت يو يقيني خبره ده  ټول جمهور علماء په يوخوله دده پرنبوت باندي په اتفاق دي البته په دې خبره کي اختلاف سته چى دى رسول وو او که نبي وو ؟ ايا دى يوچاته لېږل سوى وو که يا؟
دآدم عليه السلام  دنبوت پرثبوت باندي په قرآن او حديث کي خورا زيات دلائل سته البته په قرآنکريم کي دادم عليه السلام  په نبوت سره تصريح نه ده سوې يعني په قرآنکريم آدم عليه السلام  ته دنورو انبياؤ عليهم السلام  په څېردنبوت لفظ نه دئ استعمال سوى  لکه ابراهيم عليه السلام  ، اسماعيل عليه السلام  ،موسى عليه السلام  ، عيسى عليه السلام  او نورو انبياؤ عليهم السلام  ته چي استعمال سوى دئ مګر په قرآنکريم کي راغلي دي چي الله جل جلاله  دادم عليه السلام  سره دکومي واسطې پرته خبري کړي دي او الله جل جلاله  ددغه خبرو په بغل کي ده ته شريعت هم ورکړى دئ.
الله جل جلاله  په دغه شريعت کي آدم عليه السلام  په ځينو شيانو باندي امر کړى دئ او دځينو شيانو څخه يې منعه کړى دئ ، پرته له دې چي الله جل جلاله  ده ته کوم رسول لېږلى وي ځيني شيان يې ورته حلال کړي وه او ځيني شيان يې ورته حرام کړي وه دغه کار خپله دنبوت معنا لري لکه مخکي چي مو بحث پر وکړى.
پاته دي نه وي چي دده په رسالت کي اختلاف سته يوه ډله علماء په دې آند دي چي آدم عليه السلام  ته دنبوت ترڅنګ رسالت هم ورکړل سوى وو ، الله جل جلاله   دى خپلو اولادو ته رسول لېږلى وو . بله ډله بيا په دې آند ده چي آدم عليه السلام  نبي وو مګر رسول نه وو دغه ډله دشفاعت په حديث سره استدلال کوي. په دغه حديث کي راغلي دي : کله چي دقيامت په ورځ خلګ دآدم عليه السلام  څخه نااميده سي نو نوح عليه السلام  ته به راسي او نوح عليه السلام  ته به ووايي : ته په مځکه کي دالله جل جلاله  لومړى رسول يې. نو که چيري آدم عليه السلام  رسول واى نو ددوى دغه خبره به صحيح نه واى چي ته لومړى رسول يې .
هغه ډله چي آدم عليه السلام  رسول بولي هغه ددغه حديث تاويل کوي ، يعني داچي خلګ به ده ته ووايي چي تر طوفان وروسته ته لومړى رسول يې.
داچي حقيقت خبره به کومه وي الله جل جلاله  ښه پوهيږي خو راجحه خبره داده چي آدم عليه السلام  رسول وو.

دآدم عليه السلام  پر نبوت باندي دلائل

لومړى : الله جل جلاله  فرمايي :
إِنَّ اللَّهَ اصْطَفَى آدَمَ وَنُوحًا وَآلَ إِبْرَاهِيمَ وَآلَ عِمْرَانَ عَلَى الْعَالَمِينَ .( سورة آل عمران الاية ٣٣)
ژباړه : الله جل جلاله  آدم عليه السلام  ، نوح عليه السلام  ، دابراهيم عليه السلام  او عمران عليه السلام  اولادونه پر نورو عالميانو باندي مختاره کړي دي.
الله جل جلاله  په دغه ايت کي آدم عليه السلام  ته داصطفا لفظ استعمال کړى دئ مقصد ځني په نبوت اورسالت سره مختار کول دي.
دوهم:  الله جل جلاله  فرمايي :
قُلْنَا اهْبِطُوا مِنْهَا جَمِيعًا فَإِمَّا يَأْتِيَنَّكُمْ مِنِّي هُدًى فَمَنْ تَبِعَ هُدَايَ فَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ.( سورة بقرة الاية ٣٨)
ژباړه : موږ ورته وويل : ددې جنت څخه ټول کښته سئ نو که   تاسو ته زما دلوري څخه هدايت راسي ، نو هر چاچي زمادهدايت پيروي وکړه ، بېره به باندي نه وي او نه به هم دوى غمجن وي.
الله جل جلاله  په دغه ايت کي دآدم عليه السلام  سره دهدايت وعده کړې ده او دا ورسالت او نبوت ته اشاره ده.
دريم : الله جل جلاله  فرمايي :
ثُمَّ اجْتَبَاهُ رَبُّهُ فَتَابَ عَلَيْهِ وَهَدَى. (سورة طه الاية ١٢١، ١٢٢)
ژباړه : بيا الله جل جلاله  غوره کړئ  بيا يې دده توبه قبوله  کړه او  هدايت يې ورته وکړئ.
په دغه ايت کي څرګنده سوې ده چي الله جل جلاله  آدم عليه السلام  مختار کړى دئ ددغه مختاره کېدو اوداچي دى درحمت مورد ګرځېدلى دئ دې لوري ته اشاره ده چي الله جل جلاله  دنبوت  او رسالت په نعمت سره مختاره کړى دئ.
همدا ډول په ډېرو حديثونو کي رسول الله صلی الله علیه وسلم  دآدم عليه السلام  په نبوت تصريح کړې ده لکه چي دابو ذرغفاري رضي الله عنه  په روايت کي چي راځي او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي :دقيامت په ورځ به زه دآدم عليه السلام  داولادې سردار يم  مالره دي فخر نه وي ، دقيامت په ورځ باندي دحمد دبيرغ وړونکى زه يم مالره دي فخر نه ، دقيامت په ورځ باندي به هيڅ پيغمبر نه وي ، آدم عليه السلام  وي او که بل پيغمبر وي مګر زما تربيرغ لاندي به وي مالره دي فخر نه وي، زه لومړى هغه څوک يم چي مځکه راباندي خلاصيږي مالره دي فخر نه وي.(رواه ترمذي)
همدا ډول په يو بل روايت کي راځي چي ابوذرغفاري رضي الله عنه  درسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه پوښتنه وکړه چي لومړى نبي څوک وو؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  په جواب کي وفرمايل : آدم عليه السلام  وو ، بياابوذرغفاري رضي الله عنه  پوښتنه کړه چي آدم عليه السلام  نبي وو ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  په جواب کي وفرمايل : بلي ، هو نبي وو ، بيا ده پوښتنه وکړه چي درسولانو شمېر څو وو ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  په جواب کي وفرمايل : دسلو څخه زيات دي.(رواه احمد)
ددغه خبرو څخه معلوميږي چي دټولو علماؤ پردې خبره اتفاق دئ چي آدم عليه السلام  دالله جل جلاله  نبي وو او دده په نبوت کي هيچا هم اختلاف نه دئ کړى .
والله اعلم بالصواب وعنده ام الکتاب

دآدم عليه السلام  دنبوت په اطرافو کي د شبهاتو له منځه وړل

داسي ويل کېداى سي چي آدم عليه السلام  دالله جل جلاله  نبي وو نو بياڅنګه دده څخه تېروتنه وسوه چي دهغه درختي څخه يې خوراک وکړ، چي الله جل جلاله  ځني منعه کړى وو؟ ددغه سوال په جواب کي بايد ووايم چي ددې موضوع په اړه موږ دعصمت په موضوع کي په تفصيلي ډول خبري وکړې خو دلته به يې په لنډو ټکو کي راخلاصه کړو:
لومړى : دآدم عليه السلام  ددغه تېروتنه دهېري په صورت کي رامنځته سوې ده يعني داچي آدم عليه السلام  چي کله دهغه ممنوعه درختي څخه خوراک کاوه دده هېر و ځکه الله جل جلاله  په قرآنکريم کي  دده دغه هېره ياده کړې ده او فرمايي:
وَلَقَدْ عَهِدْنَا إِلَى آدَمَ مِنْ قَبْلُ فَنَسِيَ وَلَمْ نَجِدْ لَهُ عَزْمًا .( سورة طه الاية ١١٥)
ژباړه : بېشکه موږ آدم عليه السلام  ته حکم استولى و مخکي نو ده هېر کړى او  موږ دى نه کړى پيدا ددغه کار لپاره ټينګ قصد کونکى  .
علامه قرطبي رحمة الله عليه  دغه وينا دقبلېدو وړ بللې ده.
دريم : دا چي په دغه منعه کي تاويل سوى دئ چي الله جل جلاله  منعه کړى وو او ورته فريايلي وه : (ولاتقربا هذه الشجرة) تاويل داسي چي دآدم عليه السلام  ګمان وو چي ددغه يوې درختي څخه به خوراک نه کوي ، که دهغې درختي دجنس څخه دبلي درختي څخه خوراک وکړي پروا به نه کوي له دې امله ده خوراک وکړ، يعني که فرض کړو چي الله جل جلاله  دى دغنمو ددرختي دخوراک څخه منعه کړى وو نو الله جل جلاله  دغنمو يوې درختي ته اشاره کړې وه چي ددغه درختي څخه خوراک مه کوه ، مطلب دده دانه وو چي دغه درخته چي اشاره ورته وسوه دخوراک خڅه يې منعه دئ بلکي دغه درخته اوهره دغنمو درخته چي وي خوراک ځني منعه دئ ، آدم عليه السلام  دامطلب ځني اخستى وو چي دغنمو دغه درخته چي اشاره ورته وسوه ددې څخه خوراک منعه دئ دغنمو دبلي درختي څخه خوراک منعه نه دئ.
ددغه مبارک دغه تېروتنه تر نبوت وړاندي وه تر دغه تېروتني وروسته بيا الله جل جلاله  نبي وګرځاوه ځکه الله جل جلاله  دده تر تېروتني وروسته فرمايي ( ثم اجتباه) يعني وروسته بيا الله جل جلاله  دى په پيغمبرۍ سره غوره او  انتخاب کړئ نو بناءً دآدم عليه السلام  دغه معصيت کي تر نبوت وړاندي و او  ترنبوت وروسته دده څخه هيڅ ډول تېروتنه نه ده سوې ځکه الله جل جلاله  فرمايي:
ثُمَّ اجْتَبَاهُ رَبُّهُ فَتَابَ عَلَيْهِ وَهَدَى. (سورة طه الاية ١٢١، ١٢٢)
بيا الله جل جلاله  غوره کړئ  بيا يې دده توبه قبوله  کړه او  هدايت يې ورته وکړئ.

دآدم عليه السلام  دقصې څخه عبرت

دآدم عليه السلام  دقصې ځيني مهمي ځانګړتياوي په لاندي ټکو کي راخلاصه کوم :
اول : الله جل جلاله  آدم عليه السلام  په خپل قدرت سره پيدا کړ، خپله يې روح پکښي پوه کړ، ملائکو ته يې امر وکړ، څو ده ته سجده وکړي ، دمځکي خلافت يې ورکړ، او په مځکه کي يې دمخلوقاتو په لړ کي مکرم او معزز مخلوق وګرځاوه.
دوهم : الله جل جلاله  پر هرشي باندي قادر دئ کولاى سي چي ديوه ډېر کوچني شي څخه ډېر لوى شي پيدا کړي لکه الله جل جلاله  چي آدم عليه السلام  دخاورو څخه جوړ کړ، او بيا يې کامل بشر ځني جوړ کړ، ورپسي الله جل جلاله  دهغه اسرارو او حکمتونو علم ورکړ، چي ملائکو نه درلودئ ، دداسي شيانو نومونه الله جل جلاله  وروښودل چي ټولي ملائکي ځني عاجزه وې.
دريم :هر انسان ته لازمه ده چي دشيطان دچل او فريب څخه ځان وژغوري ځکه همدغه شيطان وو چي دادم عليه السلام  دجنت څخه دراوتلو سبب وګرځېدئ ، همدغه شيطان دئ چي دآدم عليه السلام  او داولادونو سره  يې دښمني پيل کړې ده او دادښمني يې تر اوسه پوري روانه ده لکه چي الله جل جلاله  فرمايي:
إِنَّ الشَّيْطَانَ لَكُمْ عَدُوٌّ فَاتَّخِذُوهُ عَدُوًّا. (سورة فاطر الاية ٦)
ژباړه : بېشکه شيطان ستاسو دښمن دئ نو تاسو يې هم په دښمنۍ ونيسئ.
له همدې امله موږ ته مناسبه نه ده چي دشيطان په وسوسو باندي خطاوزو بلکي موږ ته پکاره ده چي دقيامت ترراتګ پوري دشيطان سره په مقابله بوخت واوسو.
څلورم : انسان طبعا دځان سره اشتباه ، هېره او خطا لري ، همدا دضعف نقطه وه چي دآدم عليه السلام  څخه الهي مخالفت ترسره سو کله چي شيطان ده ته وسوسه ورواچول نو دى په تېرواتئ الهي امر يې هېرسو.
پنځم : کله چي دانسان څخه کومه خطا وسي پکار ده چي دالهي رحمت اوعفوي څخه مايوسه نسي ځکه الله جل جلاله  موږ ته داسي تعليم راکوي چي تاسو توبه وباسئ زه مو دګناه څخه خلاصوم لکه الله جل جلاله  چي دآدم عليه السلام  په اړه فرمايلي دي:
فَتَلَقَّى آدَمُ مِنْ رَبِّهِ كَلِمَاتٍ فَتَابَ عَلَيْهِ إِنَّهُ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ. (سورة بقرة الاية ٣٧)
ژباړه  : نو ملاقي  سو آدم عليه السلام  دخپل رب سره په څو کلماتو سره نو الله جل جلاله  دده توبه قبوله کړه بېشکه الله جل جلاله  زيات توبه قبلونکى او زيات مهربانه دئ.

د آدم عليه السلام  وفات

دهغو اثارو له مخي چي دآدم عليه السلام  په اړه راغلي دي ادم عليه السلام  زر کاله ژوند کړى دئ ، دزرو کالو دعمر په پوره کېدو سره يې داجل داعي ته لبيک ووايه. دمشهور روايت له مخي آدم عليه السلام  دهندوستان په هغه ځاي کي دفن سو په کوم کي چي داسمانه پکښي راکښه سوى وو، ځيني بيا په دې آند چي په  ابي قبيس نومي غره کي آدم عليه السلام  دفن سوى دئ ، کله چي دآدم عليه السلام  دمړني وخت رانژدې سونو دجنت څخه يوه ملائکه راغله دجنت څخه يې کفن او عطر راوړه ، کله چى دى وفات سو غسل يې ورکړ، کفن يې ورکړ او دجنازې لمونځ يې ورباندي وکړ، بياقبر ورته وکښى ، په قبر کي يې لحد ورته جوړ کړ، آدم عليه السلام  يې په قبر کي کښېښودئ خاوري يې باندي واړولې او بيا يې وويل : اې دادم عليه السلام  زامنو ! داهم ستاسو دمړو سره ددفن په اړه تګ لاره ده.
الله جل جلاله  دي زموږ پر پلار آدم عليه السلام  باندي رحم وکړي ، سکون او ارام دي الله جل جلاله  ورنصيب کړي ، جنت دي ورته پراخ کړي او الله جل جلاله  دي موږ په تل پاتي کور جنت کي دده سره يوځاى کړي .
آمين والحمد لله رب العالمين
ماخذ: د نبوت او انبیاوو تاریخ د کتاب څخه په لنډیز

تاليف : محمد علي صابوني

ژباړن : مفتي عبدالهادي حماد

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
 (۱): ابوداؤد: ج۱۲، ص۳۹۴. ط: المکتبة الشاملة
(۲): بخاري: ج۲۰، ص۲۸۷، ط: المکتبة الشاملة

دغه هم وګوری

د حضرت ابوبکر صديق، حضرت ابن زبير، حضرت علي او نورواصحابو(رض) د لمونځونو حالات

مجاهد رضی الله عنه د حضرت ابوبکر صديق، او حضرت عبدالله بن زبير رضی الله …