مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / د اختر ۱۲ مستحبات او اداب

د اختر ۱۲ مستحبات او اداب

د اختر ۱۲ مستحبات او اداب

د اختر ۱۲ مستحبات او اداب

 په كوچني او لوى اختر كي دوولس مستحبات دي:

اول: د كوچني اختر په ورځ د اختر د لمانځه تر مخه خوراك كول او د لوى اختر په ورځ د لمانځه وروسته خوراك كول.

دوهم: غسل كول.

دریم: عطر لګول.

څلورم: مسواك وهل.

پنځم: د اختر د لمانځه ترمخه سرسايه وركول.

شپږم: ښه او مباحي جامې اغوستل.

اووم: ګوتمۍ په ګوته كول.

اتم: تبكير يعني وختي راکښينستل او وختي خپل د محل مسجد او عيدګاه ته تلل.

نهم: و عيدګاه ته په تللو كي تلواره كول.

لسم: د سهار لمونځ د خپل كلي په مسجد كي كول.

یولسم: پر پښو باندي و عيدګاه ته تلل.

دوولسم:  د مسجد څخه بيرته پر بله لار راتلل.

ماخذ: د لوی اختر احکام

دغه هم وګوری

د هوا په اړه د الله تعالي نظام وګورئ!

د هوا په اړه د الله تعالي نظام وګورئ (۱): هوا چلیږي هغه له آسمان …