مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / د اعتکاف اړونده فضایل

د اعتکاف اړونده فضایل

د اعتکاف اړونده فضایل

د اعتکاف بيان

په مسجد کي ټاکلي وخت د اعتکاف په نيت اوسېدل د اعتکاف څخه عبارت دئ.

  د حنفي مذهب د علماوو په آند اعتکاف پر درې ډوله دى يو اعتکاف واجب دى دغه اعتکاف د نذر کولو څخه عبارت دئ د مثال په ډول چي څوک ووايي که زما دغه کار وسو زه به دومره  ورځي اعتکاف کوم نو پرده باندي د کار د اجرا وروسته په هغه اندازه اعتکاف کول واجب دي او يا د کار  شرط ونه لګوي بلکي داغسي ووايي چي پر ما باندي دومره ورځي اعتکاف نذر دئ په دغه صورت کي هم د اعتکاف اجرا کول واجب دي.

دوهم ډول  اعتکاف سنت دئ دا هغه اعتکاف دى چي د روژې د مياشتي په آخرو لسو ورځو کي کېږي چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم مبارک عادت هم داسي و.

دريم ډول اعتکاف نفل دى دغه اعتکاف نه دورځو تعين لري او نه د وخت  هر وخت چي يې زړه وغواړي کولاى يې سي که څه هم د ټول عمر نيت وکړي البته په کښته اندازه کي يې اختلاف سته  د امام ابو حنيفة رحمه الله په آند تر يوې ورځي کم اعتکاف نسي کېدلاى خو د امام محمد(رح) په آند د لږ ساعت لپاره هم اعتکاف کېداى سي او هم پر دغه قول باندي فتوى د علماوو ده .

په همدې وجه هر چا ته پکار ده چي کله مسجد ته ننوزي د اعتکاف نيت دي وکړي نو تر څو چي په لمانځه مشغول وي د اعتکاف ثواب به هم ورته رسيږي .

ما خپل پلار صاحب ډير وخت ليدلي و چي مسجد ته به ننوتي درستې پښې ددننه کولو سره به يې د اعتکاف نيت کاوه کله کله به يې د خادمانو د تعليم په مقصد نيت په زوره وکړى .

د اعتکاف زيات فضيلتونه دي تر دې به نو لوي فضيلت چيري وي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم به تل د اعتکاف اهتمام کاوه .

د اعتکاف کونکي مثال داسي دى لکه چي څوک د يو چا په دروازه کي پرېوزي او وايي چي تر څو چي مي خواست قبول نه کړي د ښورېدو نه يم .

نکل جاتى دم تىري قدمون کي نىچى                ىهى دل کي حسرت ىهى آرزو هى

ژباړه: ستا تر قدمو لاندي ساه وزي دا زما د زړه ارمان دى او دامي آرزو ده .

که په حقيقت کي څوک داسي وکړي نو هر څومره سخت زړه چي يې وي نرم به سي الله جل جلاله ډير کريم ذات دى د بخـښني لپاره بهاني لټوي بلکي بې بهانو هم بخښه کوي

توو داتا هى کى دىنى کى لئى                 درترى رحمت کى هىن هر دم کهلى

ژباړه: ته د ورکړي هغه ذات يي چي ستا دورکړي لپاره په هر آن دروازې درحمت خلاصي دي.

خدائ کى دىن کا موسى سى پوچهى احوال          که آگ لىنى کو جائىن پىمبرى مل جائى

ژباړه: د الله جل جلاله د ورکړي په اړه د موسى علیه السلام احوال و پوښتى چي په اورپسي تللي و الله جل جلاله پيغمبري ورکړه.

په همدې وجه څوک چي دنيا پريږدي د الله جل جلاله په دربار کي پريوزي نو بيا دده غوښتني په پوره کيدو کي څه وخت لګيږي او الله جل جلاله چي پر چا باندي انعام وکړي نو د ډکو خزانو بيان يې څوک کولاى سي .

ددې څخه وروسته زه د بيان څخه عاجزه يم . ځکه تل نامرد د بلوغ کيفيت چيري بيانولاى سي خو هغه وخت چي کلکه اراده وکړي

جس گل کودل دىا هى جس پهول پر فداهون        ياوه بغل مىن آئى يا جان قفس سى چهوټى

ژباړه: کوم ګل ته مي زړه ورکړي او پر کوم ګل باندي قربان يم  يا به مي هغه ولوري ته راسي او يا به مي روح د بدن څخه جلا سي.

ابن قيم رحمه الله  فرمايي: چي د اعتکاف مقصد دادى چي د معتکف ( اعتکاف کونکي ) زړه او روح د الله جل جلاله سره وتړل سي ، د ټولو خواوو څخه فکر رابند کړي يوازي د الله جل جلاله  سره پيوست سي، د ټولو بوختياوو په بدله کي د الله جل جلاله سره مشغول سي، د الله جل جلاله پرته د ټولو څخه اړيکي وشکوي او داسي بوخت واوسيږي چي په زړه کي يې د ټولو فکرونو پر ځاى د الله جل جلاله مينه کښيني او دغه مينه د قبر د وحشت په وخت کي په کار راځي په دغه ورځ به د الله جل جلاله پرته نه بل ملګرى وي او نه به زړه خوشاله کونکى وي که زړه ورسره بلد سوى وي نو څومره به په خوند وخت پرې تيريږي .

جى ډهونډ تاهى پهر وهى فرصت که رات دن           بىهټارهون تصور جانان کئى هوئى

ژباړه:زړه د هغه شپې او ورځي فرصت لټوي  ، ناست يم د خپل جانان فکر پکښي کوم.

د مراقي الفلاح مؤلف ليکي : اعتکاف چي په اخلاص وي د بهترينو عملونو څخه دى ځانګړتياوي يې دومره ډيري دي چي تر اندازې وتلي دي ځکه چي داعتکاف په کولو کي زړه ددنيا او د هغه شيانو څخه چي په دنيا کي دي پرېکېږي او دالله جل جلاله سره مشغوله کېږي او خپل نفس و الله جل جلاله ته سپارل کېږي.

پهرجى مى هى که در پر کسى کي پړا رهون            سرزىر بار منت دربان کئى هى

ژباړه: زړه مي غواړي چي د يو چا په در کي واى او سر مي ددرباري تر منت لاندي واي. همدا ډول د اعتکاف په وخت کي ټول وخت په عبادت کي مشغولتيا وي يعني خوب ، ويښوالي ، خوراک او څيښاک او داسي  نور يې ټوله په عبادت کي شمېرل کېږي .او الله جل جلاله ته نژدېوالى دى.

په يو حديث کي راغلي دي چي الله جل جلاله فرمايي څوک چي زما لوري ته يوه لويشت رانژدې سي زه به يو ګز ورنژدې سم او څوک چي زما لوري ته يو ګز رانژدې سي زه به دوه ګزه ورنژدې سم څوک چي زما لوري ته کرار کرار راځي زه په منډه ورځم يعني زما رحمت ورځي .

اعتکاف کول د الله جل جلاله په کور کي اوسېدل دي څوک چي د سخي چا په کور کي ډيره کېږي سخي يې خامخا ډير قدر او عزت کوي .

همدا ډول معتکف د الله جل جلاله په کلا کي محفوظ دى چي هيڅ دښمن رسيدګي نسي ورته کولاى .

او داسي نور فضيلتونه هم سته چي په دغه مهم عبادت کي نغښتي دي.

مسئله : د اعتکاف لپاره تر ټولو غوره ځاى مکه مکرمة ده بيا مدينة منوره ده بيا بيت المقدس دى ، بيا جامع مسجد دى او بيا د خپل محل مسجد دى.

د امام ابو حنيفة رحمه الله  په آند د اعتکاف د مسجد لپاره دا شرط دى چي پنځه وخته جماعت به پکښي کيږي خو د يارانو په آند شرعي مسجد کفايت کوي.

که څه هم يو وخت لا جماعت نه پکښي کېږي .

د ښځو لپاره اعتکاف په هغه ځاى کي کېږي چي دوئ دلمانځه لپاره خاص کړى وي که ښځه د لمانځه لپاره ټاکلى ځاي نه لري نو په کور کي دي يو ځاى ويو کونج ته د لمانځه لپاره  خاص کړي په هغه ځاي کي دي اعتکاف هم کوي .

د ښځو لپاره د نارينو په پرتله اعتکاف ډير اسانه دى ځکه په کور کي اعتکاف کوي د کور کارونه د نجنو يا نورو په واسطه هم تر سره کوي او ثواب هم تر لاسه کوي خو ددې اسانتيا سره سره هم ښځي ګويا ددې سنت څخه بې برخي دي .

١ : عن ابي سعيد الخدري رضی الله عنه ان رسول الله صلی الله علیه وسلم اعتکف العشر الاول من رمضان ثم اعتکف العشر الاوسط في قبة ترکيه ثم اطلع رَاْسه فقال اني اعتکفت العشر الاول التمس هذه اليلة ثم اعتکفت العشر الاوسط ثم اتيت فقيل لي انها في العشر الاواخر فمن کان اعتکف معي فليعتکف في العشر الاواخر فقد اُرِيت هذه اليلة ثم انسيتها وقد رايتني اسجد من ماء وطين من صبيحتها فالتسموها في العشر الاواخر والتسموها في کل وتر قال فمطرت السماء تلک اليلة وکان المسجد على عريش فوکف المسجد فبصرت عيناي رسول الله صلی الله علیه وسلم وعلى جبهته اثرالماء والطين من صبيحة احدى وعشرين    ([1]) ژباړه : ابې سعيد خدري رضی الله عنه فرمايي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د روژې د مياشتي په اولو لسو ورځو کي اعتکاف وکړى بيا يې په منځنۍ لسو ورځو کي په يوه ترکۍ خيمه کي اعتکاف وکړئ ( په دغه بهير کي يې ) سر راوايستي او وې فرمايل چي ما په اولو لسو ورځو کي اعتکاف د قدر د شپې په اميد وکړى بيا مي په منځني ورځو کي ددغه شپي په اميد اعتکاف وکړى بيا ماته يو چا ( ملائکي ) وويل چي دغه شپه په اخرو لسو شپو کي ده نو څوک که زما سره اعتکاف کوي ودي يې کړي ماته دغه شپه وښودل سوه بيا را څخه هېره سوه (نښانه يې داده ) چي ما ددغه شپې په سهار په خټو کي خپل ځان سجده کونکي وليدى نو تاسو ددغه شپې لټه په طاق ،طاق شپه کي کوئ .

روايت کونکى وايي په دغه شپه باران وسو د مسجد بام په خاشو او لرګو پټ و ما د يويشتمي شپې په سهار رسول الله  صلی الله علیه وسلم په خپلو سترګو وليدى چي تندى يې په خټو لړلى و.

فايده: د رسول الله صلی الله علیه وسلم مبارک عادت زيات وخت اعتکاف کول و خو په دغه مياشت کي يې ټوله مياشت اعتکاف وکړى .

په کوم کال چي يې ددنيا څخه تشريف وړى په هغه کال شل ورځي په اعتکاف کي پاته سو او اکثره وخت به يې د روژې آخري لس ورځي اعتکاف کاوه په همدې وجه علماء وايي چي دغه اعتکاف کول سنت موکد دئ .

د پورتني حديث څخه معلوميږي چي د اعتکاف مقصد د قدر شپې لټون دئ او ددغه کار لپاره اعتکاف کول مناسب هم دئ ځکه که معتکف بيده هم وي بيا هم پر عبادت شمېرل کېږي .

بله خبره داده چي په اعتکاف کي يوې او بلي خواته تلل او نور کارونه کول نسته نو ځکه دده بوختيا يوازي د عبادت کول دي .

په همدې وجه څوک چي د قدر شپه غواړي نو بهترينه لاره يې اعتکاف کول دي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم به لومړى په ټوله روژه کي زيات عبادت کاوه بيا په آخرو لسو شپو کي خوبه يې هيڅ اندازه نه وه خپله به ويښ و او د کورنۍ د ويښولو به يې هم زيات اهتمام کاوه لکه د صحيحينو د زياتو روايتونو څخه چي معلوميږي.

د بخاري او مسلم په يو روايت کي حضرت عائشة رضی الله عنها فرمايي: چي رسول الله صلی الله علیه وسلم به دروژې په آخرو لسو شپو کي لنګ ټينګ وتړى شپې به يې روڼولي او د خپل کور خلګ به يې هم ويښول .

د لنګ ټينګ تړلو څخه مقصد داو چي په عبادت کي به يې زيات کوشش کاوه او هم کېداى سي چي مطلب يې دا و چي د خپلو بيبيانو څخه به يې بيخي ځان ساتى.

 

٢ : عن ابن عباس رضی الله عنه ان رسول الله صلی الله علیه وسلم قال في المعتکف هو يعتکف الذنوب ويجري له من الحسنات کعامل الحسنات کلها  ([2]) ژباړه : ابن عباس رضی الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روايت کوي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د معتکف په اړه وفرمايل : معتکف د ګناهونو څخه محفوظ دئ او دومره نيکي ورته ليکل کېږي لکه  دټولونيکيو دکونکي لپاره.

فايده : په پورتني مبارک حديث کي د اعتکاف دوې خاصي فائدې بيان سوي دي لومړۍ دا چي معتکف به د ګناه څخه محفوظ وي که نه نو انسان ډير واري د ځينو کمزوريانو له وجهي خامخا په ځينو ګناهونو اخته کېږي او په داسي مبارک وخت کي ګناه کول څومره لوى ظلم دى خو ددغه اعتکاف په وجه به په امن وي .

دوهمه خبره داده چي معتکف چي ځيني نيک کارونه د اعتکاف په وجه نسي کولاى لکه جنازه ، د مريض پوښتنه او داسي نور بېله کولو به يې الله جل جلاله ثواب ورکړي.

الله اکبر! څومره دالله جل جلاله لوى رحمت دى چي د يوه عبادت په بدله کي الله جل جلاله  د لسو عبادتو ثواب ورکوي دا په حقيقت کي بخښي ته بهانه لټول دي لږ غوندي توجه غواړي د رحمت باران په شيبو وريږي .

به بهانه مى دهد به بهانه مى دهد.

ژباړه : په بهانه يې ورکوي په بې قيمته يې نه ورکوي .

خو زموږ د خلګو سره ددې قدر نسته اړتيا يې نه بولو توجه څوک کوي ؟

ولي يې وکړي چي زموږ په زړو کي ددين قدر نسته .

اس کى الطاف توهى عام شهىد سب پر        تجه سى کىا ضد تهى اگر تو کسى قابل هو تا

ژباړه: شهېد د هغه مهربانۍ پر ټولو عامي دي ستا  سره يې څه ضد و خو که ته د يو شي وړ واى .

 

٣ : عن ابن عباس رضی الله عنه  انه کان معتکفا في مسجد رسول الله صلی الله علیه وسلم فاتاه رجل فسلم عليه ثم جلس فقال له ابن عباس رضی الله عنه يا فلان اراک مکتئبا حزينا قال نعم يا ابن عم رسول الله لفلان على حق ولا حرمة صاحب هذالقبر ما اقدر عليه قال ابن عباس رضی الله عنه افلا اکلمه فيک قال ان احببت قال فانتعل ابن عباس ثم خرج من المسجد قال له الرجل انسيت ماکنت فيه قال لا ولکني سمعت صاحب هذالقبر صلی الله علیه وسلم والعهد به قريب فدمعت عيناه وهو يقول من مشى في حاجة اخيه وبلغ فيها کان خيرا له من اعتکاف عشر سنين ومن اعتکف يومان ابتغاء وجه الله جعل الله بينه وبين النار ثلث خنادق ابعد مما بين الخافقين.  ([3]) ژباړه : ابن عباس رضی الله عنه په مسجد نبوي کي په اعتکاف کي و چي يو سړى راغلى پټه خوله کښېناستى ابن عباس رضی الله عنه پوښتنه ځني وکړه چي اې فلانکيه ! غمجن او خفه دي وينم څه وجه ده ؟

هغه سړي ورته وويل چي اې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اکا زويه ! پر ما باندي د يو سړى حق دى زما دي ددغه قبر دخاوند په عزت قسم وي چي د پوره کولو توان يې نه لرم درسول الله صلی الله علیه وسلم و قبر ته يې اشاره وکړه .

ابن عباس رضی الله عنه ورته وويل : ايا زه ستا سپارښت وکړم ؟

هغه سړي ورته وويل : څنګه چي ته لازمه بولي هغسي وکړه ابن عباس رضی الله عنه څپلۍ په پښو کړې د مسجد څخه دباندي راووتى هغه سړي ورته وويل چي تا خپل اعتکاف هېر کړى ابن عباس رضی الله عنه ورته وويل چي هير کړى مي نه دى ما ددې قبر د خاوند څخه اوريدلي دي چي لږ وخت نه و تير سوى ( چي د دې الفاظو په ويلو سره ) د ابن عباس رضی الله عنه د سترګو څخه اوښکي رواني سوې چي نبيu و فرمايل :

څوک چي د مسلمان ورور د حاجت پوره کولو لپاره ووزي کوشش وکړي تر لسو کالو اعتکاف ثواب زيات لري او څوک چي يوه ورځ د الله جل جلاله د رضا لپاره اعتکاف ورکړي دده او ددوزخ تر منځ به درې خندقونه پيداسي يو خندق د مځکي او اسمان تر فاصلې زيات دئ . نو دلسو کالو به څومره فضيلت وي چي د يوې ورځي دومره فضيلت دى .

فايده : د پورتني حديث څخه دوه مضمونونه معلوم سول .لومړى دا چي ديوې ورځي اعتکاف دومره فضيلت دى چي دده او دوزخ تر منځ درې خندقونه جوړيږي د يوه خندق به دومره لوى والي وي لکه ټول جهان او تر يوې ورځي چي اعتکاف څومره زياتيږي ثواب يې هم په هغه اندازه زياتيږي علامة شعراني رحمه الله په کشف الغمة کي د رسول صلی الله علیه وسلم څخه نقل کوي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي :

د روژې د آخرو لسو ورځو اعتکاف ددوو حجو او دوو عمرو ثواب لري .

او څوک چي د ماښام تر لمانځه وروسته تر ماخوستنه پوري په داسي مسجد کي اعتکاف وکړي چي جماعت پکښي کېږي او د تلاوت او لمانځه پرته د بل چا سره خبري نه وکړي الله جل جلاله به په جنت کي يوه ماڼۍ ورکړي .

دوهمه خبره دا چي تر پورتنۍ خبري هم مهمه خبره ده هغه د مسلمان ورور حاجت پوره کول دي چي تر لسو کالو اعتکاف يې ثواب زيات ښـودل سوى دئ همدا وجه وه چي ابن عباس رضی الله عنه  د خپل اعتکاف پروا ونه کړه ځکه ددې اعتکاف پوره والى په قضا سره ممکن دى همدا وجه ده چي صوفيان وايي : د الله جل جلاله په وړاندي چي دمات زړه څومره قدر دى د بل هيڅ شي نسته .

همدا وجه ده چي په حديثو کي د مظلوم د ښرا وو څخه ويره کول ښودل سوي ده .

رسول الله صلی الله علیه وسلم چي به څوک د يو ځاى حاکم مقرر کړى نو دا به يې ورته فرمايل : واتق دعوة المظلوم . 

يعني د مظلوم د ښراوو څخه ځان وساته .

بترس از آه مظلومان که هنگام دعا کردن                اجابت ازدر حق بهر استقبال مى آىد.

ژباړه : د مظلوم د آه څخه وويريږه چي ښراوي قبليدل د الله جل جلاله  ددربار څخه د استقبال سره راځي په دې ځاي کي يوه مسئله د يادوني وړ ده هغه دا چي څوک د اعتکاف څخه د مسلمان د حاجت پوره کولو لپاره ووزي اعتکاف يې ماتيږي که اعتکاف واجب و نو قضا يې واجب ده. رسول الله صلی الله علیه وسلم به د بشري اړتيا پرته د مسجد څخه نه واتى .

د ابن عباس رضی الله عنه  قرباني يعني د بل لپاره د اعتکاف ماتوالى دداسي خلګو لپاره مناسب و چي خپله به مړه کېدل خو آخري څاڅکي اوبه يې خپل ملګري ته مخکي ورکولي خپله يې نه چيښلي آن تر دې چي تږى به شهيد سو لکه مخکي چي يې قصه تيره سوه او ممکن چي د ابن عباس رضی الله عنه   اعتکاف نفلي و په دغه صورت کي نو بيا هيڅ ډول اشکال نه پيدا کېږي په آخره کي يو اوږد حديث بيانوم چي مختلف فضائل پکښي بيان سوي دي او دا رساله پاى ته رسوم.

مأخذ: فضائل الاعمال، د رمضان فضایل.

لیکوال: مولانا محمد زکريا کاندهلوي.

ژباړونکي : مفتي عبدالهادي ( حماد )

—————————————

([1] ) مشکوة عن المتفق عليه باختلاف اللفظ.

([2] ) مشکوة عن ابن ماجة.

([3] ) رواه الطبراني فې الاوسط والبيهقي واللفظ له والحاکم مختصرا وقال صحيح الاسناد کذا في الترغيب وقال السيوطى في الدر صححه الحاکم وضعفه البهيقي.

دغه هم وګوری

د رشوت احکام

دايوڅرګنداومنل سوى حقيقت دى چي رشوت اخيستل اووركول حرام دي ځكه رسول الله صلی الله …