مخپاڼه / بیلا بیل / د اعتکاف فضائل او مسائل(۲)

د اعتکاف فضائل او مسائل(۲)

په تیر پسي(دوهمه برخه)

د اعتکاف د صحت لپاره روژه شرط ده او که نه

حضرت ابن عمر رضی الله عنه فرمايي چې حضرت عمر رضی الله عنه رسول الله صلی الله عليه وسلم ته عرض وکړ : ما په جاهليت کې دا نذر منلی وو چې يوه شپه به په مسجد حرام کې اعتکاف کووم، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل : خپل نذر پوره کړه ([23]).

د ابن عمر رضی الله عنه په ذکور شوي حديث کې چې د کوم اعتکاف الليل ذکر راغلی په دې سره علامه طيبي رحمه الله په دې خبره استدلال کړی چې د اعتکاف د صحت لپاره روژه شرط نه ده، چنانچه د امام شافعي رحمه الله همدا مسلک دی ([24]) همدارنګه د امام احمد رحمه الله مشهور روايت هم د همدې مطابق دی.

د امام ابو حنيفة رحمه الله او امام مالک رحمه الله په نزد د اعتکاف لپاره روژه شرط ده، د امام احمد رحمه الله دويم روايت د همدې مطابق دی ([25]) د دوی استدلال د حضرت عائشة رضی الله عنها په دې حديث سره دی چې )ولا اعتکاف الا بصوم(.

د حنفيانو له لوري د ابن عمر رضی الله عنه په حديث کې دا ويل شوي چې د حضرت عمر رضی الله عنه د اعتکاف په سلسله کې له دې پرته چې کوم روايتونه منقول شوي په هغو کې له اعتکاف سره د روژو ذکر هم شته، لکه په ابو داؤد شريف کې يو روايت دی )عن ابن عمر رضی الله عنه ان عمر رضی الله عنه جعل عليه أن يعتکف فی الجاهلية ليلة أو يوماً عند الکعبة، فسأل النبی صلی الله عليه وسلم فقال : اعتکف وصم( ([26]).

د حضرت ابن عمر رضی الله عنه په روايت کې چې کوم اعتکاف الليل ذکر شوی له هغه څخه مراد په ورځ او شپه کې يوازې د شپې اعتکاف نه دی مراد، په دې باندې دليل د امام مسلم روايت دی ([27]) په کوم کې چې د ليلة پر ځای يوما ذکر شوي، همدارنګه د ابو داؤد شريف په روايت کې کوم چې ذکر کړی شو په هغه کې يوم او ليل دواړه ذکر دي، له همدې امله ويل شوي په کومو روايتونو کې چې يوازې ليلة ذکر شوې له هغه څخه )ليلة مع يومها( مراد ده، او په کومو کې چې يوازې يوم ذکر شوی نو له هغه څخه )يوم مع ليلة( مراد ده، په همدې سره په روايتونو کې تطبيق هم راتلای شي ([28]).

يا داسې ويل کيدلای شي چې دا د جاهليت د نذر له امله د ايفاء نذر حکم د استحباب په ډول وو د وجوب په ډول نه وو، او د نفلي اعتکاف لپاره زمونږ په نزد هم راجحه دا ده چې د هغه لپاره روژه شرط نه ده ([29]).

 

([1]) معارف القرآن، ج : ۱، ص : ۴۵۶.

([2]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٧٥.

([3]) مشکوة المصابيح، حديث نمبر : ۲۱۰۴.

([4]) نفحات التنقيح فی شرح مشکوة المصابيح، ج : ۳، ص : ۲۹۴ – ۲۹۵.

([5]) مسايل اعتکاف، ص : ۱۴ – ۱۷، بحواله : رمضان کيا هی، ص : ۱۴۴، بحواله : عيني شرح بخاري، ج : ۵، ص : ۳۷۱، وسنن ابن ماجه، ص : ۱۲۸.

([6]) فتاوی محموديه، ج : ۱۰، ص : ۲۲۰، بحواله : الدرالمختار، ج : ۲، ص : ۴۴۰، باب الاعتکاف، کذا فی الفتاوی العالمګيرية، ج : ۱، ص : ۲۱۱، کتاب الصوم، الباب السابع فی الاعتکاف، وکذا فی مراقی الفلاح شرح نور الايضاح، ص : ۶۹۹، باب الاعتکاف، معتکف يوازې د شرعي او طبعي حاجت لپاره وتلای شي، هر کله چې جمعه په هغه باندې فرض نه دی نو د جمعې لپاره وتل له ضرورت (حاجت) پرته وتل دي، او له حاجت پرته په وتلو سره اعتکاف فاسديږي.

([7]) مشکوة، ج : ۱، ص : ۱۸۳، باب الاعتکاف، الفصل الاول.

([8]) شامي، ج : ۲، ص : ۴۴۲، باب الاعتکاف.

([9]) حاشية الطحطاوي مع الدرالمختار، باب الاعتکاف، ج : ۱، ص : ۴۷۲ – ۴۷۳

([10]) عالمګيري، ج : ۱، ص : ۲۱۱، کتاب الصوم، الباب السابع فی الاعتکاف، وايضا حاشية الطحطاوي علی الدرالمختار، ج : ۱، ص : ۴۷۳، باب الاعتکاف.

([11]) عالمګيري، ج : ۱، ص : ۲۱۲، ايضا فتح القدير، ج : ۲، ص : ۱۱۲.

([12]) الدر مع الرد، ج : ۲، ص : ۴۴۷، هدايه مع فتح القدير، ج : ۲، ص : ۱۱۰.

([13]) الدرالمختار مع الرد، ج : ۲، ص : ۴۴۵، باب الاعتکاف، وايضاً حاشية الطحطاوي علی الدرالمختار، ج : ۱، ص : ۴۷۴، باب الاعتکاف.

([14]) عالمګيري، ج : ۱، ص : ۲۱۲، وايضا فتح القدير، ج : ۲، ص : ۱۱۰، حاشية الطحطاوي علی الدر، ج : ۱، ص : ۴۷۵.

([15])  الدر مع الرد، ج : ۲، ص : ۴۴۷، ولو خرج من المسجد ساعة بغير عذر فسد اعتکافه عند ابي حنيفة رحمه الله لوجود المنافي، هدايه مع فتح القدير، ج : ۲، ص : ۱۱۰.

([16]) الدرالمختار مع الرد، ج : ۲، ص : ۴۴۸ – ۴۴۹، باب الاعتکاف، وايضا حاشية الطحطاوي علی الدر، ج : ۱، ص : ۴۷۶.

([17]) فتح القدير مع الهدايه، ج : ۲، ص : ۱۱۲، وايضا فتاوی شامي، ج : ۲، ص : ۴۴۹، باب الاعتکاف.

([18]) شامي، ج : ۲، ص : ۴۵۲، باب الاعتکاف.

([19]) فتاوی عالمګيري، ج : ۱، ص : ۲۱۱، الباب السابع فی الاعتکاف.

([20]) البحر الرائق، ج : ۲، ص : ۳۲۶، باب الاعتکاف.

([21]) آپکی مسايل اور انکا حل، ج : ۴، ص : ۶۲۳ – ۲۴ – ۲۵، بحواله : الدرالمختار مع الرد، ج : ۲، ص : ۴۴۲ – ۴۴۳، باب الاعتکاف.

([22]) فتاوی محموديه، ج : ۱۰، ص : ۲۲۲، بحواله : مراقي الفلاح، ص : ۶۹۹، باب الاعتکاف، وکذا فی فتاوی قاضي خان، ج : ۱، ص : ۲۲۱، فصل فی الاعتکاف.

([23]) مشکوة المصابيح، حديث نمبر : ۲۱۰۱.

([24]) شرح الطيبي، ج : ۴، ص : ۲۱۰.

([25]) المغني لابن قدامه، ج : ۳، ص : ۶۴.

([26]) سنن ابی داؤد، ج : ۱، ص : ۳۳۵.

([27]) د مسلم روايت داسې دی )ان عبد الله بن عمر رضی الله عنهما حدثه أن عمر بن الخطاب رضی الله عنه سأل رسول الله صلی الله عليه وسلم وهو بالجعرانة بعد أن رجع من الطائف فقال يا رسول الله صلی الله عليه وسلم ! اني نذرت فی الجاهلية أن أعتکف يوما فی المسجد الحرام فکيف تری؟ قال : ذهب فأعتکف يوما( ج : ۲، ص : ۵۰.

([28]) مرقات، ج : ۴، ص : ۳۲۸.

([29]) نفحات التنقيح فی شرح مشکوة المصابيح، ج : ۳، ص : ۲۹۲ – ۲۹۳.

دغه هم وګوری

ستا مسکاء هم صدقه ده !

ستا مسکاء هم صدقه ده ! ليکنه : محمد نبي سلطاني د دې نړۍ لمن …