مخپاڼه / بیلا بیل / د الله تعالى نعمتونه مه ضايع کوئ!

د الله تعالى نعمتونه مه ضايع کوئ!

څانګه :بیلا بیل معلومات

د الله تعالى نعمتونه مه ضايع کوئ

لیکنه: محمد نبي سلطاني

الله جل جلاله د انسان د ښېګڼي له پاره هرڅه ( کائينات ، نباتات ، جامدات، حيوانات او ټول طبيعت ) پيدا کړي ، هر څه ئې د انسان په واک کي ورکړي او هرڅه ئې د انسان د امر تابع کړي خو په څنګ کې په دې مکلف کړئ چي د دغو شيانو څه چي په نړۍ کي د ده په واک او تر واک لاندي دي په حلاله او مشروع توګه به ګټه اخلي ، د خپلو نفسي غوښتنو پيروي په نه کوي ، د خپلو نفسي غوښتنو پر لار به نه ځي او د هغو نعمتونو شکر به اداء کوي چي الله جل جلاله پر لورولي دي ، خو ډېر کسان دي چي د الله په ورکړل سوو نعمتونو کي غفلت کوي ، ضايع کوي يې ، بې پروايي ورسره کوي ، شکر ئې نه اداء کوي او په درنه سترګه نه ورته ګوري .

د الله جل جلاله نعمتونه خوراډېر دي چي حساب يې نه سي کېدلاى : وَاِن تَعُدُّواْ نِعْمَةَ اللهِ لاَ تُحْصُوهَا .

ژباړه : که تاسي د الله تعالی د نعمتونو شمېرل وغواړئ، نونه یې سئ شمېرلاى.

خو هغه چي ډېر اهم او د پام وړ دي د هغو د جملې څخه يې دا څو يادولاى سو ( عمر ، ځواني ، مال او علم ) دي چي ډېر کسان له دغو نعمتونوسره بې پروايي کوي، پام نه ورته کوي، په مقصد يې نه پوهېږي ، اهميت يې نه دى ورته معلوم او په ډېرغفلت ورڅخه ضايع کيږي .

١_ عمر : ډيرکسان دي چي خپل عمر په بې ځايه کارونو مصروف ساتي، فسق او فساد کوي، فحشاء ته لاره هوار وي، په نا مطلوبو کارونو بوخت وي ، خپل د ژوند اساسي هدف ورڅخه ورک وي، نې په ښو پوهېږي نې په بدو، نې ښه درکولاى سي، نې بد، نه په ژوند کي ښه کوي ، نه د چا لاس نوى او نه هم مرسته .

٢_ ځواني: د انسان د عمر، روغتيا، تفکر، توان او طاقت  د اوج مرحله د انسان د ځوانۍ مرحله ده، د دې له امله ځوانان د يوې ټولني د ډېري مهمي برخي حيثيت لري او دوئ لره ډير ستر مسئوليت متوجه دي، د ټولني د نجات، هر انقلاب او هر بدلون په يوه سياسي او اقتصادي نظام کي د ځوانانو د مټو او قربانيو په زور راځي، د هر هيواد د صنعت، پرمختګ، آزادۍ او خپلواکۍ تر شا د همدغو ځوانانو لاس وي خو زموږ د ځوانانو څه په بېهوده او ضايع کارونو کي تېرېږي .

٣_ مال : ډېر کسان دي چي مال او دولت الله تعالى ورکړي خو په مصرفولو يې نه پوهيږي چي څنګه؟ چيري؟ او کله بايد دا مال مصرف سي ، دوى خپل مال کله _ کله داسي ځاى مصرفوي چي نه دنياوي ګټه او نه اخيروي ګټه ورته لري يوازي يې د نامه له پاره مصرفوي يا ئې سندرغاړي ته ورکوي، يا يې په بې ځايه مېلو او چړچو کي مصرفوي او يا يې په داسي لارو مصرفوي چي نه ټولني ، نه اولس ، نه هيواد ، نه ځان او نه نورو ته ګټه په رسوي يوازي يي د مال ضايع ده او بس .

٤_ علم : ډيروکسانو علم ترلاسه کړى وي ، کلونه – کلونه يې شپې ورپسي سبا کړي وي، مال يې پسي مصرف کړى وي ، وخت يې ضايع کړى وي خومتاسفانه چي په سينه کې پا ته وي نه په خپله عمل په کوي او نه نورو ته د عمل بلنه ورکوي ، نه په خپله ګټه ورڅخه اخلي او نه نورو ته ګټه په رسوي ،

دغه کسان چي د پوهي د درلودلو سره سره عمل نه کوي او نه نورو ته د عمل دعوت کوي ، زموږ په ټولنه کي ډير دي چي د الله داستر نعمت ئې ضايع کړى ، ځکه نو ويلاى سو چي دغه کسان نو نه دښې دي نه د توښې . د قيامت په ورځ به د دغوکسانو څخه پوښتنه کيږي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي:

عن عبد الله بن مسعود (رضي الله عنه) عن النبی (صلی الله علیه وسلم) قال: «لا تزول قدما عبد یوم القیامة من عند ربه حتی يسأ عن خمس: عن عمره فیما أفناه، وعن شبابه فیما أبلاه، وعن ماله من أین اکتسبه وفیما أنفقه، وما ذا عمل فیما علم».

ژباړه: عبدالله ابن مسعود = د رسول الله K څخه نقل کوي چي تر هغه به د انسان قودمونه د قيامت په ورځ د الله ( د مخي څخه پورته نه سي ترڅو ورڅخه دپنځوشيانوپوښتنه ونه سي .

١_ د عمرپه اړه چي په څه کي دي تيرکړ.

٢_ د ځواناني په اړه چي په څه کي دي تېره کړه.

٣_   د مال په اړه چي دکومي خواڅخه دي ترلاسه کړ.

٤_ مال دي په څه کي مصرف کړ.

٥_ په علم دي څومره عمل کړى وو.

په کار خو داده چي دغه کسان د پورته حديث څخه پند واخلي د عمر، ځوانۍ ، مال ، د مال مصرف او د علم د ضايع کېدو څخه ځان وساتي، عمر په هغه څه کي تير کي چي د الله رضاء پکښي نغښتې وي، د الله جل جلاله د ورکړل سو قوانيو سره برابر وي، ځواني په هغه څه کي تېره کي چي اسلام ، دين او هيواد يې غوښتنه کوي، مال بايد په هغه څه کي مصرف کي چي د دې دربدره اولس اوهيواد په ګټه تمام سي د اسلام د اشاعت او پرمختګ ته لار هواره کي، ځوانانو ته دزده کړي زمينه برابره کړي مدرسې ، مکتبونه ، پوهنتونونه او عام المنفعه ځايونه په جوړل کړي او د علم څه ښه او پرځای استفاده وکي دعمل په ګاڼه ئې سمباله کي، له ځانه او نورو انسانانو ښه انسانان جوړوکي .

دغه هم وګوری

د مړیو سوزول که د انساني کرامت سپکاوی

لیکنه: د البحوث الفقهیّة المعاصرة مجلې لخوا تلخیص او راټولونه: محمد خالد (ملکزی) مخکې له …