مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / د امام صاحب تقوی، زهد او اخلاق

د امام صاحب تقوی، زهد او اخلاق

د امام صاحب تقوی، زهد او اخلاق

    د تقوی، زهد او اخلاقو په میدان کي خو بلکل ځانته یو جهان وو، دومره تقوی، زهد او عالی اخلاق ئې وه چي یو عادي انسان ئې هډو تصور هم نسي کولای، امام شعراني شافعي د (طبقات الکبری ) په اول جلد  ۵۱سمه  صفحه کي وايي:

   «و کان له جار یهودي و کانت قصبة بیت خلائه تنضح علی بیت ابي حنیفة فمکث عشر سنین، و هو یکنس کل یوم ما نزل فی داره منها، و یذهب به الی الکوم، و لم یعلم یهودي قط، فبلغ ذلک الیهودي فبکی ثم جاء و اسلم.» 

ترجمة: «یو یهودي د ده همسایه وو چي د هغه بیت الخلاء د ابي حنیفة پر کور باندي را خلاصه وه لس کاله په همدغه شاني پاته وه، او ده به هره ورځ هغه ټول څه چي د ده په کور کي له دغه (بیت الخلاء) څخه رالوېدل پاک جارو کول او تر کچره دانه به یې رسول، هغه یهودي له دغه څخه هیڅ نه وو خبر، کله چي دغه (خبر) و یهودي ته ورسېد نو په ژړا سو بیا راغي او مسلمان سو.»

    په دغه هکله بل د یو مجوسي هغه قصه هم د یادوني وړ ده چي امام رازي د خپل تفسیر د  ۱ جز په ۲۱۶سمه صفحه کي د (اهدنا الصراط المستقیم) په تفسیر کي راوړېده، هغه داسي ده:

 «رُویَ ان ابا حنیفة رضی الله تعالی عنه کان له علی بعض مجوس مال فذهب الی داره لیطالبه به، فلما وصل الی باب داره وقع علی نعله نجاسة، فنفض نعله فارتفعت النجاسة عن نعله و وقعت علی حائط دار المجوسي فتحیر ابوحنیفة رحمه الله  و قال: ان ترکتها کان ذلک سبباً لقبح جدار هذالمجوس، و ان حککتها انحدر التراب من الحائط، فدق الباب فخرجت الجاریة  فقال لها: قولي لمولاک ان اباحنیفة بالباب، فخرج الیه و ظن انه یطالبه بالمال، فاخذ یعتذر، فقال ابوحنیفة رضی الله عنه، ههنا ما هو اولی؟ و ذکر قصة الجدار، و انه کیف سبیل الی تطهیره، فقال المجوس:  فانا ابدأ بتطهیر نفسي فاسلم في الحال. والنکتة فیه ان اباحنیفة لما احترز عن ظلم المجوسي فی ذاک القدر القلیل من الظلم فلاجل ترکه ذالک انتقل المجوس من الکفر الی الایمان، فمن احترز عن الظلم کیف یکون حاله عند الله تعالی ».

ترجمه: «داسي روایت دی چي د اباحنیفة رضی الله عنه پر یو مجوسي پور باندي وؤ کورته یې د طلب لپاره ورغی، کله چي د هغه د کور دروازې ته ورسېد پر چو ټه یې مرداري ولوېدل، نو ده خپله چوټه و څنډل هغه مرداري د ده د چوتي څخه پورته سول او د مجوسي د کور پر دیوال و موښتل ابوحنیفة رحمه الله  حیران سو او ویې ویل:  که زه دغه مرداري دلته پرېږدم نو له دې جهته خو د مجوسي دیوال خراب سو، او که دا مرداري و ګروم نو بیا خو د دیوال خاوره ورسره را رژیږي،  نو دروازه یې ور وټکوله او د هغه مجوسي وینځه ورته را ووتل، و هغې ته یې وویل: بادار ته دي ووایه چي اباحنیفة په دروازه کي ولاړ دی، هغه ورته را ووتی او داسي ګمان یې کاوه چي پور راڅخه غواړي، ځکه خو یې په عذر ویلو پیل وکړ، ابوحنیفة رحمه الله  ورته وویل چي دلته به څه شی ښه وي، او د دیوال قصه یې ورته وکړل، چي اصلاً به د دغه د پاکولو لپاره کومه لاره وي، مجوسي ورته وویل: اول زه د ځان په پاکولو شروع کوم، په هغه ګړي یې ایمان راوړ مسلمان سو.   دلته د پام وړ ټکی دادی چي اباحنیفة د مجوسي په حق کي په دغه لږ اندازه سره هم ځان د ظلم څخه و ساتی، د دغه (لږ ظلم) د پرېښودلو په خاطر مجوسي د کفر څخه و اسلام ته ولاړ، نو څرنګه چي څوک د ظلم څخه ځان و ساتي نو د هغه حال او درجه به د الله په وړاندي څنګه وي».  

    امام رازي رحمة الله علیه چي د مذهب له مخي د امام صاحب لاروي هم ندی بلکه په ډېرو ځایو کي شدید اختلاف ورسره لري خو تاسو وینئ چي د حق په لیدلو سره یې د هغه د فضیلت اظهار د اسلام د افتخاراتو څخه ګڼلی دی.

    دا د امام صاحب د اخلاقو او ټولنیز ژوند څخه صرف یوه کوچنی بېلګه ده، او د تقوی په هکله یې هم مثل ډېر کم وؤً  لکه چي داسي روایت سوی دی چي د کوفې په ښار کي پسه غلا سو امام رحمه الله  د دې لپاره چي د غلا د پسه غوښه یې نه وي خوړلې  په کوفه کي اووه کاله د پسه غوښه و نه و خوړل، او د ده د تقوی په ارتباط ابن حجر مکي د عبدالله بن مبارک څخه قول رانقل کړی دی وايي:

 « و من ثم لما ذکر عند عبدالله بن المبارک  قال: اتذکرون رجلا عرضت علیه الدنیا بحذافیر ها ففر منها و ما خالط الظلمة مع سؤالهم له من ذالک[1]».

 ترجمه: «له دغه جهته کله چي به د عبدالله بن مبارک په وړاندي دهغه یادونه وسوه هغه به ویل: آیا تاسو د هغه چا یادونه کوئ چي دنیا په صورت کلي ورته وړاندي سوه او ده فرار ورڅخه وکړ او قبوله یې نکړل، او د ظالمانو سره خلط یاني ګډ نسو سره د هغه چي هغوی پدغه هکله غوښتنه هم ورڅخه وکړه».

    د ده د زهد او عبادت په هکله داسي روایت دی چی ده مبارک به په اوړي کي د ماپښین تر لمانځه وروسته ارام کاوه او په ژمي کي د ماسختن تر لمانځه وروسته[2]. نور به زیات عمر یا په عبادت لګیاه وو یا په تعلیم او تعلم، او دا خو په متعددو روایاتو کي راغلي، منل سوي او مشهوره خبره ده  چي امام صاحب څلویښت کاله د شپې په اوداسه د سهار لمونځ و ګذاره [3].  او داسي روایت هم متعددو مؤرخینو راوړی دی چي امام صاحب به پوره قرآن عظیم الشان په یوه رکعت کي ختم کاوه، د لمانځه په یوه رکعت کي د ټول قرآن عظیم الشان ختم یوازي په څلورو نفرو جلیل القدر امامانو پوري منحصر ذکر سوی دی لکه د(المستطرف) مؤلف چي د معتبرو منابعو په حواله لیکلي دي: «و ختم القرآن فی رکعة واحدة اربعة من الائمة؛ عثمان بن عفان، و تمیم الداري، و سعید بن جبیر و ابوحنیفة رضی الله تعالی عنهم[4].» او همدا رنګه (مختصر تاریخ دمشق) خاص دهمدغو یاد سوو څلورو نفرو په اړوند لیکلي دي چي دوی په داخل د کعبې شریفي کي د قرآن عظیم الشان ختم کړی دی، لکه چي وايي:

«قال خارجة بن مصعب: ختم القرآن فی الکعبة اربعة من الائمة: عثمان بن عفان، و تمیم الداري، و سعید بن جبیر، و ابوحنیفة رحمه الله [5]». 

[1] :  خیرات الحسان، ص: ۷  

[2] :  مناقب ابیحنیفة و صاحبیه، للذهبي، ص: ۲۱

[3] :  منافب ابیحنیفة و صاحبیه، للذهبي، ج: ۱،  ص: ۲۱

[4] :  المستطرف فی کل فن مستظرف، ج: ۱،   ص: ۶

[5] :  تاریخ دمشق، جلد: ۲، ص:۲۳۴

مأخذ: د امام ابو حنیفة رحمه الله ژوند

دغه هم وګوری

د رشوت احکام

دايوڅرګنداومنل سوى حقيقت دى چي رشوت اخيستل اووركول حرام دي ځكه رسول الله صلی الله …