مخپاڼه / بیلا بیل / د انسان فضيلت پر نورو باندي په تقوى او عمل صالح سره دى

د انسان فضيلت پر نورو باندي په تقوى او عمل صالح سره دى

2د حدیث شریف شرحه

د حدیث شریف پښتو شرحه

۲ د انسان فضيلت پر نورو باندي په تقوى او عمل صالح سره دى :
 اَنَّ رَسُوْلَ اللهِ (ص) قَالَ لَهُ اِنَّكَ لَسْتَ بِخَيْرٍ مِّنْ اَحْمَرَ وَلاَ اَسْوَدَ اِلاَّ اَنْ تَفْضُلَهُ بِتَقْوٰى .
ترجمه : نبي كريم (ص) و ابوذرغفاري(رض) ته وفرمايل چي ته نه يې بهتره پر سره رنګ والا(انسان) باندي او نه پر تور رنګ والا (انسان) باندي ،مګر دا چي ته بهتري پيداكړې (پر بل انسان باندي) په تقوا سره .
لغات : اَحْمَرْ: سور رنګ ته وايې جمع يې اَحَامِرْده، او مؤنث يې حُمْرَاء ده .
اَسْوَدَ: دباب (س) څخه تورسوى مؤنث يې سُوْدَاء ده. تَفْضُلَه : د باب (س) څخه باقي پاتيدل، د باب (ن) څخه بهتره كيدل.
بِتَقْوٰى: د الله (ج) له خوفه دهغه دفرمان موافق عمل كوي .
تشريح : په حديث مقدسه كي يو قانون ذكر دى چي دانسان فضيلت پر ظاهري شكل وصورت باندي نه دى بلكه د فضيلت مدار پر ديني اخلاقو،عمل صالح او تقوا سره دى ، په يو حديث كي ذكر دي چي عمل صالح او تقوى نه لري په نسب سره مخته نسي تللاى چي فلان سيد دى، فلان قريشي دي، البته وروسته تر عمل صالح او تقوى بيا په نسب سره ډير مخته ځي ځكه چي بنياد يې طلايې دى .
د تقوى درې مرتبې دي :
(۱) كمه مرتبه دتقوا داده چي د كفر او شرك څخه ځان وساتي .
(۲) ميانه مرتبه د تقوى داده چي دګناه څخه دمنهياتو څخه د شريعت مقدسه ځان ساتي .
(۳) اعلى او افضله مرتبه د تقوى داده چي د ذات الهي جل وعلا سره هميشه حضور لري . او دغير الله څخه فارغه وي يعني فكر يې په غير الله سره نه وي بند .
حالات مختصره ابو ذر (رض) :
نوم يې جندب، ابوذر يې كنيت او مسيح الاسلام يې لقب وو، په اول كي داسلام په مكه مكرمه كي يې اسلام راوړى دى، واقعه داسلام يې مشهوره ده په آخر د عمر كي يې رويښتان ټوله سپين سول، د غزوه خندق وروسته يې ټوله عمر د نبي كريم (ص) په خدمت كښې تير كړى دى، تر مخه په قبيله غفار كښې وو، حضرت ابوذر (رض) فقير،زاهد او تاريك دنيا وو او ډيري دردناكي واقعې يې دي ، دحضرت عثمان (رض) په امر ده خپله مقام زبده اختيار كي هلته يواځي وو يوه كور والا ورسره وه، تر وفات وروسته يوه يمني قافله را روانه وه او په هغه قافله كي حضرت عبدالله بن مسعود (رض)وو هغه راغلى د غسل،جنازې او دفن كارونه يې ور دسره كړه ، د احاديثو روايتونه دده مبارك څخه ۲۸۱دي .

دغه هم وګوری

ژمی نژدې دی، که غواړئ له زکامه په امان شئ نو …

د صحت په برخه کې ډیر واړه گامونه ډیرې زیاتې گټې لري او له ډیرو …