مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / د بې عمله واعظانو سزا

د بې عمله واعظانو سزا

رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي: دمعراج په شپه باندي ما يوه ډله وليدل چي شونډان يې داوسپني په غچيو پرېکېدل . ما پوښتنه وکړه چي اې جبرائيل علیه السلام ! دا کوم کسان دي؟ جبرائيل علیه السلام په جواب کي راته وويل: دا ستا دامت هغه واعظان دي چي خلګ په نېکو  کارونو باندي امر کوي او خپل ځانونه يې هير کړي وي ، قرآن وايي مګر عمل نه په کوي.([1])

دبخاري شريف په يوه روايت کي راغلي دي چي دقيامت په ورځ به يو سړى راوستل سي دوزخ ته به وغورځول سي ، کولمې به يې دنس څخه  راووزي ،  دکولمو سره به په دوزخ کي ليري وغورځول سي ، نور دوزخيان به دده څخه پوښتنه وکړي چي ته ولي په دوزخ کي يې؟ په دنيا کي خو تا خلګو ته په نېکو کارونو سره امر کاوه او خلګ دي دبدو کارونو څخه منعه کول؟ دى په جواب کي ورته ووايي چي ما خلګ په نېکو کارونو سره امر کول  خو  خپله مي نېک کارونه نه کول  ، خلګ مي دبدو کارونو څخه منعه کول خپله دبدو کارونو څخه نه منعه کېدم.

[1] : مشکوة

راتلونکې برخه:

دعکس جوړونکي سزا

دغه هم وګوری

د قرآنکريم آداب

لومړى: په اوداسه به په ډېر عزت او ادب سره دقرآنکريم تلاوت ته کښينئ . …