مخپاڼه / دسپیڅلي لارې لارویان / انبیاء (علیهم الصلاة والسلام) / د حضرت لوط علیه الصلاة والسلام ژوند لیک

د حضرت لوط علیه الصلاة والسلام ژوند لیک

وَلُوطًا إِذْ قَالَ لِقَوْمِهِ أَتَأْتُونَ الْفَاحِشَةَ وَأَنْتُمْ تُبْصِرُونَ. سورة نمل الايتان ٥٤ ، ٥٥
ژباړه : او ياد کړه لوط علیه السلام  کله چي يې خپل قوم ته وويل : ايا تاسو په بې حيايۍ سره راتلل کوى او تاسو وينئ؟ ايا تاسو نارينوو ته په شهوت سره ورتګ کوى دښځو پرته ؟ بلکي تاسو ناپوهان خلګ ياست.
لوط علیه السلام  دهغه پيغمبرانو دډلي څخه دئ چي الله جل جلاله  يې په يوشمېر سورتونو کي يادونه کړې ده لکه سورة اعراف ، نمل ، هود ، حجر ، شعراء او داسي نور البته په ځينو سورتونو کي الله جل جلاله  دلوط علیه السلام  او دده دقوم قصه په تفصيل سره بيان کړې ده او ځيني ځايونو يې په مختصر ډول سره بيان کړې ده.
دلوط علیه السلام  نسب
لوط علیه السلام  دابراهيم علیه السلام  وراره دئ ، دهاران زوى دئ او هاران دآزر زوى ، دنسب سلسله يې داسي ده لکه دابراهيم علیه السلام  ځکه ابراهيم علیه السلام  دده اکا وو. دابراهيم علیه السلام  په قصه کي بيان وسو چي هاران دده پلار او ناحور دواړه دابراهيم علیه السلام  وروڼه وه . لوط علیه السلام  الله جل جلاله  دابراهيم علیه السلام  په زمانه کي په پيغمبرۍ سره لېږلى دئ. لوط علیه السلام  پر ابراهيم علیه السلام  باندي ايمان راوړى او دابراهيم علیه السلام  په لارښوونه يې هدايت په برخه سو لکه چي الله جل جلاله  فرمايي :
فَآمَنَ لَهُ لُوطٌ وَقَالَ إِنِّي مُهَاجِرٌ إِلَى رَبِّي إِنَّهُ هُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ . سورة عنکبوت الاية ٢٦
ژباړه :لوط علیه السلام  پر ابراهيم علیه السلام  باندي ايمان راوړى او ابراهيم علیه السلام  وويل : زه دالله جل جلاله  لوري ته هجرت کوم بېشکه الله جل جلاله  زيات غالب او زيات دحکمت څښتن دئ.
وروسته لوط علیه السلام  دابراهيم علیه السلام  سره په هجرت  پيل وکړ، په ټولو سفرونو کي دابراهيم علیه السلام  سره ملګرى وو ، بيا الله جل جلاله  دسدوم خلګو ته په پيغمبرۍ ولېږى البته دغه سيمه داردن په شاوخوا کي ده . لوط علیه السلام  چي کوم قوم ته لېږل سوى وو ده دهغه قوم سره هيڅ نسبي اړيکي نه لرلې ځکه دى دهغه قوم څخه نه وو بلکي دبلي سيمي ورته راغلى وو اونور پيغمبران لکه صالح علیه السلام  ، شعيب  علیه السلام  ، هود علیه السلام  او داسي نور الله جل جلاله  هغه قومونو ته لېږلي وه چي دوى هم دهغه قوم څخه وه.
دلوط علیه السلام  قوم
لوط علیه السلام  دابراهيم علیه السلام  په لارښوونه دخپل اصلي ټاټوبي څخه وکوچېدئ دسدوم سيمي ته ولاړى دغه سيمه داردن هيواد په ختيځه خوا کي واقع ده ، ددغه سيمه خلګ ډېر بد خلګ وه ، سخت ګمراهان ، ډېر بدکافران ، داخلاقي پلوه ډېر بد خلګ وه ، په عامو مجلسو کي به يې ناوړه کارونه ترسره کول يو دبله به يې دبدو کارونو څخه منعه نه کول.
دغه خلګو دبدو او ناروا کارونو په لړ کي ډېر ناوړه کار دا کاوه چي  دنارينوو سره به يې جنسي اړيکي لرلې يعني لواطت به يې کاوه حال د اچي دغه ناوړه کار تر دوى وړاندي دمځکي په پر مخ هيڅ يو اوسېدونکي نه وو ترسره کړى . الله جل جلاله  ددوى دناوړه کارونو په اړه فرمايي :
أَتَأْتُونَ الذُّكْرَانَ مِنَ الْعَالَمِينَ. وَتَذَرُونَ مَا خَلَقَ لَكُمْ رَبُّكُمْ مِنْ أَزْوَاجِكُمْ بَلْ أَنْتُمْ قَوْمٌ عَادُونَ. سورة شعراء الايتان ١٦٥ ، ١٦٦
ژباړه : ايا تاسو دعالميانو څخه نارينوو ته دشهوت په قصد ورځي او تاسو هغه څه چي ستاسو رب ستاسو لپاره  پيدا کړي دي هغه  پرېږدئ چي ستاسو دښځو څخه عبارت دي ، بلکي تاسو تېرى کونکى قوم ياست.
دلوط علیه السلام  قوم دغه ناوړه عمل بد نه ګاڼه ، ددې کار په وخت کي يې ستر نه کاوه ، ددوى زړوڼه سخت سوي وه ، اخلاق يې بد سوي وه آن تردې چي لواطت به يې يو دبله په عام محضر کي کاوه دهيچا څخه به يې حيا نه کول. له همدې امله الله جل جلاله  دوى ته لوط علیه السلام  په پيغمبرۍ ولېږى څو دوى دالله جل جلاله  لوري ته راوبولي ، نصحيت ورته وکړي ، دبدو کارونو څخه يې منعه کړي او دالهي عذاب څخه يې وبېروي ، مګر دوى ددې ناوړه کار څخه نه منعه کېدل ، نه يې دلوط علیه السلام  نصيحت  ته غوږ ايښودئ بلکي بالعکس هر څومره چي به لوط علیه السلام  دوى نصيحت کاوه په هغه پيمانه به دوى نور هم پردې ناوړه کار باندي ټينګېدل ، لوط علیه السلام  به يې تهديدوى او ورته ويل به يې:
قَالُوا لَئِنْ لَمْ تَنْتَهِ يَا لُوطُ لَتَكُونَنَّ مِنَ الْمُخْرَجِينَ.  سورة شعراء الاية ١٦٧
ژباړه : دوى لوط علیه السلام  ته وويل : اې لوطه! که ته دخپل نصيحت څخه منعه نه سې نو ته به دوتونکو انسانانو څخه سې. يعني موږ به تا دخپل وطن څخه وشړو.
آخر داچي دلوط علیه السلام  قوم تصميم ونيوئ چي لوط علیه السلام  او دده پيروان دخپله وطنه څخه وباسي ، لوط علیه السلام  او دده پيروانو هغه ناوړه کارونه نه ترسره کول کوم چي دوى کول . الله جل جلاله  ددوى دغه تصميم داسي بيانوي :
فَمَا كَانَ جَوَابَ قَوْمِهِ إِلَّا أَنْ قَالُوا أَخْرِجُوا آلَ لُوطٍ مِنْ قَرْيَتِكُمْ إِنَّهُمْ أُنَاسٌ يَتَطَهَّرُونَ . سورة نمل الاية ٥٦
ژباړه : دلوط علیه السلام  دقوم بل جواب نه وو مګر داچي دوى به ويل : لوط علیه السلام  او دده پيروان وباسئ دوى داسي کسان دي چي پاکي کوي .
دلوط علیه السلام  قوم چي کوم موقف اختيار کړى دئ دا دوى پر زياته کامله بې عقلي دلالت کوي چي په خپلو کي سره وايي چي تاسو پاکان خلګ دقوم څخه وباسئ.
اې خدايه ! يو څوک چي ځان دناروا او ناوړه کارونو څخه ساتي ، هيڅ بد کار نه ترسره کوي بل څوک يې تهديدوي چي ته ولي بد او ناوړه کارونه نه کوي ؟!
کله چي انسان په سپېڅلتيا کولو سره او په پاکيزۍ سره مجرم وګڼل سو نو له همدې امله لوط علیه السلام  او دده دپيروانو په اړه دده قوم وويل :
أَخْرِجُوهُمْ مِنْ قَرْيَتِكُمْ إِنَّهُمْ أُنَاسٌ يَتَطَهَّرُونَ . سورة اعراف الاية ٨٢
ژباړه : دوى دخپل کلي څخه وباسئ دوى داسي خلګ دي چي پاکي او سپېڅلتيا طلبونکي دي.
ددې تبعيد او شړلو لامل څه وو؟
دا خلګ هيڅ شرم او حيا نه لري چي په خپله خوله باندي وايي : (إِنَّهُمْ أُنَاسٌ يَتَطَهَّرُونَ  ـــ  يعني دوى داسي خلګ دي چي پاکي طلبه دي ) نو کله چي يو انسان دعفت او سپېڅلتيا له امله مجرم ګڼل کيږي په ځانګړي ډول چي يو څوک دلواطت څخه ځان ساتي مجرم ګڼل کيږي ، مناسبه ده چي په دې ډول جنايت دي يوڅوک تر عذاب لاندي راسي؟
هيڅ عجيبه نه ده ځکه په هره زمانه کي دمنطق سرکښي هم داسي وي.
ولاحول ولاقوة الابالله العلي العظيم
دملائکو قصه چي دلوط علیه السلام  مېلمانه وه
کله چي الله جل جلاله  دلوط علیه السلام  دقوم دهلاکت اوبربادۍ اراده وکړه نو يوه ډله ملائکي يې دده قوم ته دمځکي دلاري څخه ورولېږلې . دغه خلګو په پنځو کلو کي ګوزاره کول ، دنفسو شمېر يې دمؤرخينو له آنده ٤٠٠٠٠ زرو تنو ته رسېدئ.
دغه ملائکو دلاري په اوږدو کي دابراهيم علیه السلام  سره ملاقات وکړ، ابراهيم علیه السلام  ته يې په زوى باندي زېرى ورکړى او بيا يې ورته وويل چي موږ دلوط علیه السلام  دقوم چي په عاموره اوسدوم کي اوسيږي ــ دهلاکت لپاره راغلي يو ، الله جل جلاله  ددې لپاره رالېږلي يو چي دلوط علیه السلام  قوم چي ناوړه او ناروا کارونه ترسره کوي ټول هلاک کړو ، ابراهيم  علیه السلام  دخپل وراره په اړه وبېرېدى چي داسي نه چي زما وراره يعني لوط علیه السلام  په دې عذاب کي هلاک سي نو ځکه يې دملائکو سره مناقشه پيل کړه او دوى ته يې وويل چي په هغه سيمه کي خو لوط علیه السلام  ژوند کوي ملائکو ده ته اطمينان او ډاډ ورکړ، چي الله جل جلاله  به لوط علیه السلام  او دده پيروانو ته نجات ورکړي . الله جل جلاله  په دغه اړه داسي فرمايي :
) وَلَمَّا جَاءَتْ رُسُلُنَا إِبْرَاهِيمَ بِالْبُشْرَى قَالُوا إِنَّا مُهْلِكُو أَهْلِ هَذِهِ الْقَرْيَةِ إِنَّ أَهْلَهَا كَانُوا ظَالِمِينَ (۳۱) قَالَ إِنَّ فِيهَا لُوطًا قَالُوا نَحْنُ أَعْلَمُ بِمَنْ فِيهَا لَنُنَجِّيَنَّهُ وَأَهْلَهُ إِلَّا امْرَأَتَهُ كَانَتْ مِنَ الْغَابِرِينَ (۳۲) وَلَمَّا أَنْ جَاءَتْ رُسُلُنَا لُوطًا سِيءَ بِهِمْ وَضَاقَ بِهِمْ ذَرْعًا وَقَالُوا لَا تَخَفْ وَلَا تَحْزَنْ إِنَّا مُنَجُّوكَ وَأَهْلَكَ إِلَّا امْرَأَتَكَ كَانَتْ مِنَ الْغَابِرِينَ (۳۳).سورة عنکبوت الايات ٣١ الي ٣٣
ژباړه :کله چي زموږ استازو ابراهيم علیه السلام  ته په زېري باندي راتلل وکړه ، ورته وې ويل : موږ ددغه کلي خلګ هلاکوو ، بېشکه ددغه کلي خلګ ظالمان دي ، ابراهيم علیه السلام  ورته وويل : په دې کلي کي لوط علیه السلام  سته ، ملائکو ورته وويل : موږ خبر يو چي دلته لوط علیه السلام  سته ، موږ به خامخا ده او دده اهل ته نجات ورکړو ماسوا دده دښځي څخه چي پاته به وي. (يعني هلاکيږي به ځکه هغه کافره وه)
دغه ملائکي چي کله دابراهيم علیه السلام  څخه رارواني سوې نو دلوط علیه السلام  ولوري ته راغلې په داسي حال کي چي دډېره ښايښته هلکوان په شکلونو باندي يې ځانونه اړولي وه ، دډېري تازګۍ ، ښايست اوښکلا څخه پرېښېدلې . البته دغه ملائکو خپل هويت لوط علیه السلام  ته څرګند نه کړ، چي دوى ملائکي دي نو ځکه لوط علیه السلام  پردوى باندي دمېلمنو ګومان وکړى او دوى ته يې ښه راغلاست ووايه ، خو دوى په راتګ سره ډېر غمجن له دې امله سو چي داسي نه چي دده قوم دې مېلمنو ته څه تاوان ونه رسوي په ځانګړي ډول داسي مېلمانه چي ډېر ښايسته دي ، ډېر فکرمن  وو چي که دده قوم په دغه مېلمنو خبر سي نو ددې مېلمنو پر عزت باندي به تېرى وکړي ، دا فکر يې کاوه چي که دده قوم راغلى او خبر سوه نو دى به يې څه چاره کوي دى مبارک په داغه بېره کي  وو چي دده قوم خبر سو  او هغه څه پېښ سوه چى دى ځني بېرېدئ په داسي ډول چي دده دقوم څخه څو تنه راغلل قصد يې وکړ، چي پر دغه مېلمنو باندي تېرى وکړي لوط علیه السلام  لومړى ددوى سره مجادله حسنه پيل کړه دوى ته يې دعوت وکړى ، په نېکۍ او نرمۍ سره يې خبري ورسره وکړې او دوى ته يې وويل چي زه به تاسو ته خپلي لوڼي په نکاح درکړم تاسو ناروا او بدلاره پرېږدئ ما خپلو مېلمنو ته مه شرموئ او هغوى ته مي مه خړ مخي کوئ ، ډېر دلائل او ډېري نرمي خبري يې ورته وکړې ددې لپاره چي دوى ددې ناروا کار څخه پرشا کړي . هغوى  بدبختانو دده خبرو ته هيڅ پاملرنه نه وکړه او ده ته يې خپل شوم هدف څرګند کړ، چي موږ ددغه ښايسته مېلمنو پرته بل هيڅ شي نه دئ په کار  ، لوط علیه السلام  ډېر غمګينه او پرېشانه سو بله هيڅ لاره يې نه وليده پرته له دې چي مېلمنو ته يې ددوى دشوم او ناروا فکر څرګندونه وکړه ، مېلمنو ده ته په جواب کي وويل : چي موږ ملائکو يو الله جل جلاله   ددې لپاره راستولي يو چي دا قوم هلاک او برباد کړو ، دا قوم ظالمان ، ګمراهان او کافران دي. الله جل جلاله  ددغه پيښي په اړه داسي فرمايي :
وَلَمَّا جَاءَتْ رُسُلُنَا لُوطًا سِيءَ بِهِمْ وَضَاقَ بِهِمْ ذَرْعًا وَقَالَ هَذَا يَوْمٌ عَصِيبٌ (۷۷) وَجَاءَهُ قَوْمُهُ يُهْرَعُونَ إِلَيْهِ وَمِنْ قَبْلُ كَانُوا يَعْمَلُونَ السَّيِّئَاتِ قَالَ يَا قَوْمِ هَؤُلَاءِ بَنَاتِي هُنَّ أَطْهَرُ لَكُمْ فَاتَّقُوا اللَّهَ وَلَا تُخْزُونِ فِي ضَيْفِي أَلَيْسَ مِنْكُمْ رَجُلٌ رَشِيدٌ (۷۸) قَالُوا لَقَدْ عَلِمْتَ مَا لَنَا فِي بَنَاتِكَ مِنْ حَقٍّ وَإِنَّكَ لَتَعْلَمُ مَا نُرِيدُ (۷۹) قَالَ لَوْ أَنَّ لِي بِكُمْ قُوَّةً أَوْ آوِي إِلَى رُكْنٍ شَدِيدٍ (۸۰) قَالُوا يَا لُوطُ إِنَّا رُسُلُ رَبِّكَ لَنْ يَصِلُوا إِلَيْكَ فَأَسْرِ بِأَهْلِكَ بِقِطْعٍ مِنَ اللَّيْلِ وَلَا يَلْتَفِتْ مِنْكُمْ أَحَدٌ إِلَّا امْرَأَتَكَ إِنَّهُ مُصِيبُهَا مَا أَصَابَهُمْ إِنَّ مَوْعِدَهُمُ الصُّبْحُ أَلَيْسَ الصُّبْحُ بِقَرِيبٍ . سورة هود الايات ٧٧ الي ٨١
ژباړه : کله چي زموږ استازي لوط علیه السلام  ته راغلل ، دى غمګينه اوزړه تنګى سو او وې ويل : دا ورځ ډېره سخته ده ، دده قوم په ډېره چابکۍ سره راغلى دده لوري ته او تردې وړاندي دوى بد کارونه کول ، لوط علیه السلام  ورته وويل : اې زماقومه ! دا زما لوڼي دي ستاسو لپاره ډېري پاکيزه دي ، تاسو دالله جل جلاله  څخه وبېريږئ تاسو ما مه شرموئ خپلو مېلمنو ته ايا په تاسو کي يو هوښيار کس نسته؟ دوى ورته وويل : ته پوهېږې چي زموږ ستالوڼو ته هيڅ حاجت نسته او ته په دې پوهېږې په هغه څه باندي چي موږ يې اراده لرو ، لوط علیه السلام  وويل : کاشکي مالره يو طاقت واى  او يا مي پنا يو زورور قوم ته وړې واى . ملائکو ورته  وويل : اې لوطه! موږ ستا درب استازي يو دوى به تاته نه ورسيږي نو ته خپل خلګ يعني مؤمنان دشپې په يوه برخه کي وباسه او بايد ددوى څخه هيڅوک تر شا ونه ګوري ماسوا ستا دښځي څخه چي دې ته به هم هغه عذاب رسيږي کوم چي ستا قوم ته رسيږي ، بېشکه ددوى دعذاب وخت سهار دئ ايا سهار ډېر نژدې نه دئ؟
ملائکو لوط علیه السلام  پوه کړ، چي دوى دالله جل جلاله  استازي دي ددې لپاره الله جل جلاله  را لېږلي دي چي ستا قوم هلاک او برباد کړي ، دوى به تاته هيڅ تاوان ونه رسوي ، بيا لوط علیه السلام  ته دنده ورکړه چي دشپې په يوه برخه کي ، تر سپېدو مخکي ته ، ستا کورنۍ او مسلمانان ددې مځکي څخه ځانونه وباسئ ځکه هغه وخت رارسېدلى دئ چي دا قوم به هلاکيږي او ډېر ژر به هلاک او برباد سي. (أَلَيْسَ الصُّبْحُ بِقَرِيبٍ).
دلوط علیه السلام  دقوم هلاکت
کله چي لوط علیه السلام  دخپلو مېلمنو دلوري څخه بېغمه سو، خپل قوم يې خپلي زورځواکۍ ته پرېښودئ ، ترسپېدو وړاندي په خپل کوچ او بار اخته سو چي ددې کلي څخه ځانونه وباسي.دلوط علیه السلام  قومانو خپل شوم هدف ته درسېدو لپاره هڅه وکړه ، غوښتل يې چي مېلمنو ته په زوره ځانونه ورسوي کله چي پر ورغلل الله جل جلاله  ټول ړانده کړه بېرته دراتلو لپاره يې لاره نه ليده . الله جل جلاله  يې په اړه داسي فرمايي :
وَلَقَدْ رَاوَدُوهُ عَنْ ضَيْفِهِ فَطَمَسْنَا أَعْيُنَهُمْ فَذُوقُوا عَذَابِي وَنُذُرِ . سورة قمر الاية ٣٧
ژباړه : بېشکه دوى دلوط علیه السلام  سره خبري کولې چي دى دخپلو مېلمنو څخه غافله کړي نو موږ ددوى سترګي محوه کړې او ورته وموويل : زما عذاب او ويري وڅکئ.
سهار سپېدې لا نه وې راچاودلي چي دالله جل جلاله  عذاب پردوى باندي راغلى دوى يې ټول هلاک او برباد کړه بلکي درې عذابونه پردوى باندي راغلل چي دلاندنيو عذابونو څخه عبارت دي:
1. الله جل جلاله  پردوى باندي مځکه چپه واړول .
2. چيغه پر وختل چي ددوى زړونو يې ور وچاودل.
3. ډبري پر واورېدلې.
الله جل جلاله  يې په اړه فرمايي :
فَلَمَّا جَاءَ أَمْرُنَا جَعَلْنَا عَالِيَهَا سَافِلَهَا وَأَمْطَرْنَا عَلَيْهَا حِجَارَةً مِنْ سِجِّيلٍ مَنضُودٍ. سورة هود الاية ٨٢
ژباړه : کله چي زموږ عذاب پردوى باندي راغلى نو ددوى لوړ لورى کښته سو او موږ پردوى باندي ډبري واورولې چي پخې سوو او ايشېدلو خټو څخه جوړي وې.
په بل ځاى کي الله جل جلاله  فرمايي :
فَأَخَذَتْهُمُ الصَّيْحَةُ مُشْرِقِينَ . فَجَعَلْنَا عَالِيَهَا سَافِلَهَا وَأَمْطَرْنَا عَلَيْهِمْ حِجَارَةً مِنْ سِجِّيلٍ. سورة حجر الايتان ٧٣ ، ٧٤
ژباړه : دوى ټکي ونيول دلمر راختو په وخت کي نو موږ ددوى لوړ لورى کښه کړ، او پر دوى باندي مو ډبري واورولې دپخو سوو خټو څخه .
دلوط  علیه السلام  مېرمن هم دهلاک سوو په ډله کي راغله
دلوط علیه السلام  مېرمن هم دنورو کافرانو په ډله کي په الهي عذاب کي هلاکه سوه ځکه دا په حقيقت کي کافره وه مؤمنه نه وه نو ځکه کله چي الهي عذاب راغلى دا هم پکښي هلاکه سوه . داچي دا دپيغمبر مېرمن وه خلاصه نه سوه او په عذاب کي هلاکه سوه له دې امله چي الله جل جلاله  دټولو کافرانو دهلاکېدو وعده کړې ده هرڅوک چي وي همدا وجهه ده چي الله جل جلاله  فرمايي :
إِلَّا امْرَأَتَكَ كَانَتْ مِنَ الْغَابِرِينَ. سورة عنکبوت الايات ٣١ الي ٣٣
ژباړه : ماسوا دده دښځي څخه چي پاته به وي.
سهيلي ليکي : دلوط علیه السلام  مېرمن (والهة) نومېده . لوط علیه السلام  دخپلو دوو لوڼو سره نجات پيدا کړ، دا دکافرانو سره يوځاى هلاکه سوه.
ځيني مؤرخين ليکي : بحرميت چي اوس په بحر لوط سره مشهور دئ دلوط علیه السلام  دقوم تر هلاکت وړاندي نه وو کله چي دلوط علیه السلام  پر قوم باندي سخته زلزله او سخت عذاب راغلى  نو دغه درياب منځته راغلى ، دغه درياب ٤٠٠ ميتره ژوروالى لري . په دې وروستيو کي چي کومي څېړني او کندني ددغه درياب پر شاوخوا سوي دي دلوط علیه السلام  دقوم ځيني اثار په لاس ځني راغلي دي .
ابن کثير رحمة الله علیه  ليکي : الله جل جلاله  ددغه ناروا قوم داوسېدو سيمه په بدبويه او فاسد درياب سره بدله کړه چي نه يې اوبه داستفادې وړ دي او نه يې دشاوخوا مځکو څخه کومه ګټه لاسته راځي. داچي ددې قوم خلګو کفر اختيار کړى ، خپل پيغمبر يې درواغجن وباله دخپلي هوا دغوښتنو سره سم يې ژوند کاوه ، دخپل اصلي بادار څخه يې سرغړونه کول ، الله جل جلاله  دغسي سخت عذاب ورکړ، ټولو خلګو ته يې عبرت ورکړ او ددوى دغه عذاب دالله جل جلاله  پر ستر قدرت او عظمت باندي دلالت کوي. تفسير ابن کثير
يوه مهمه مسئله
کله انسان ته داسي سوال پيدا کيږي چي دپيغمبر ښځي څنګه دخپل خاوند سره خيانت کړى دئ؟ ايا دا دزنا په جرم مرتکبه سوې ده؟ که دپيغمبر ښځي زنا نه وي کړې نو الله جل جلاله  څنګه د نوح علیه السلام  او لوط علیه السلام  دمېرمنو په اړه فرمايي : چي دوى دخپلو خاوندانو سره چي نېکان وه خيانت وکړ؟ دا نو څنګه خيانت وو؟
جواب دادئ :دايوه ناممکنه خبره ده چي د انبياؤ علیهم السلام  ښځو دي زنا کړې وي ځکه الله جل جلاله  خپل پيغمبران علیهم السلام  د پليتيو څخه ساتي ، هيڅکله الله جل جلاله  نه غواړي چي دپيغمبر مېرمن دي په زنا او فحش لاس پوري کړي ځکه که داسي سي نو د پيغمبرانو علیهم السلام عزت او درنښت ته به تاوان ورسيږي همدا وجه ده چي ابن عباس رضي الله عنه  فرمايي : د پيغمبر ښځي هيڅکله ګناه نه ده کړې . او همدا د سلفو او خلفو علماؤ مذهب دئ.
الله جل جلاله  چي ددوى په اړه خيانت فرمايلى دئ هغه کفر دئ چي دوى په پټه کړى وو ، زنا يې نه ده کړې او نه الله جل جلاله  د پيغمبر مېرمني ته ددې توانايي ورکوي چي زنا دي وکړي ځکه الله جل جلاله  خپل پيغمبران په خپله ساتنه کي ساتي . الله جل جلاله  په دې اړه فرمايي:
ضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا لِلَّذِينَ كَفَرُوا امْرَأَةَ نُوحٍ وَامْرَأَةَ لُوطٍ كَانَتَا تَحْتَ عَبْدَيْنِ مِنْ عِبَادِنَا صَالِحَيْنِ فَخَانَتَاهُمَا فَلَمْ يُغْنِيَا عَنْهُمَا مِنَ اللَّهِ شَيْئًا وَقِيلَ ادْخُلَا النَّارَ مَعَ الدَّاخِلِينَ . سورة تحريم الاية ١٠
ژباړه : الله جل جلاله  کافرانو ته دنوح علیه السلام  او لوط علیه السلام  دمېرمنو مثال بيانوي چي دوى زموږ ددوو نېکانو بندګانو په نکاح کي وې نو دوى خيانت وکړ (په پټه کافراني وې) نو  دوى يې د الله جل جلاله  د لوري څخه هيڅ بسنه نه وکړه او دوى ته وويل سوه : دنورو دوزخيانو سره عذاب ته داخلي سي.
الله جل جلاله  چي په دغه ايت کي دخيانت يادوني کړې ده مراد ځني هغه خيانت دئ چي په دين کي دئ يعني دوى دخپلو خاوندانو سره خيانت وکړى يعني په پټه يې دخاوندانو څخه جلا دين اختيار کړى وو. ددې خيانت څخه زنا نه ده مراد . که څوک په دې اړه نوري خبري کوي يعني زنا ځني اراده کوي هغه کس په لويه خطا کي دئ. البداية والنهاية ج : ١ ص : ٨٢
صلوات الله وسلامه علي خير خلقه محمد افضل الصلوات والتسليم وعلي جميع الانبياء والمرسلين وعلي کل من تابعهم باحسان الي يوم  الدين 
مأخذ: د نبوت او انبیاوو علیه السلام تاریخ
ژباړه: مفتي  عبدالهادي حماد

دغه هم وګوری

د حضرت ابوبکر صديق، حضرت ابن زبير، حضرت علي او نورواصحابو(رض) د لمونځونو حالات

مجاهد رضی الله عنه د حضرت ابوبکر صديق، او حضرت عبدالله بن زبير رضی الله …