مخپاڼه / دسپیڅلي لارې لارویان / انبیاء (علیهم الصلاة والسلام) / د حضرت هود علیه الصلاة و السلام ژوند لیک

د حضرت هود علیه الصلاة و السلام ژوند لیک

وَإِلَى عَادٍ أَخَاهُمْ هُودًا قَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُوا اللَّهَ مَا لَكُمْ مِنْ إِلَهٍ غَيْرُهُ أَفَلَا تَتَّقُونَ (65)  (سورة اعراف الاية ٦٥)
ژباړه :وعاد قوم ته مو ددوى ورور هود علیه السلام  ولېږى ده ورته وويل : اې زما قومه!  ديوه الله جل جلاله  عبادت وکړئ تاسو لره ديوه خداى جل جلاله  پرته بل خداى نسته ايا تاسو نه بېرېږئ.
هود علیه السلام  الله جل جلاله  اوه ځلي دقرآنکريم په بيلابيلو سورتونو کي ياد کړى دئ چي له جملې څخه يې سورة شعراء او سورة اعراف دي او يوسورة يوازي دده په نوم په قرآنکريم کي سته .
هود علیه السلام  الله جل جلاله  دعمالقوو لوى قام عاديانو ته لېږلى وو الله جل جلاله  دعاديانو په اړه فرمايي :
كَذَّبَتْ عَادٌ الْمُرْسَلِينَ (123) إِذْ قَالَ لَهُمْ أَخُوهُمْ هُودٌ أَلَا تَتَّقُونَ (124) (سورة الشعراء الايتان ١٢٣ ، ١٢٤)
ژباړه : عاديانو رسولانو ته ددرواغو نسبت وکړ، کله چي دوى ته ددوى ورور هود علیه السلام  وويل : ايا تاسو نه بېرېږي؟
عاديانو يو دهغو قومونو څخه دي چي دعربو څخه جلا سوي دي دوى دسام بن نوح داولادې دښاخونو څخه دي ، داچي ددوى يو نېکه (عاد بن عوض بن ارم بن سام) وو نو ځکه دوى ته عاديان ويل کيږي.
دهود علیه السلام  نسب
هود علیه السلام  دعبدالله زوى وو ، عبدالله درياح زوى وو ، رياح د خلود زوى وو ، خلود دعاد زوى چي دده دقوم نېکه وو. دهود علیه السلام  دنسب سلسله سام بن نوح ته رسيږي . دغه نظر ابن جرير اختيار کړى دئ او ابن اسحاق بيا ددغه سره موافق نه دئ بلکي دهود علیه السلام  دنسب سلسله يې بل ډول بيان کړې ده خو هغه سلسله صحيح ده کومه چي مو بيان کړه همدا ډول لومړۍ نظر ابن نجار په خپل کتاب قصص الانبياء کي هم تائيد کړى دئ او ترجيح يې ورکړې ده.
دعاديانو داوسېدو ځاى
دعاد قوم  داحقاف په سيمه کي اوسېدئ . دغه سيمه ديمن په خوا کي واقع ده چي په شمالي لوري کي يې دحضرت موت سيمه ده ، په جنوبي لوري کي يې جزېرة العرب دئ ، په ختيځ لوري کي يې ربع الخالي ده او لوېديځ لوري کي يې دعمان هيواد واقع دئ . که څه هم ددوى دژوند پر مهال په دغه سيمه کي خورا ودان او غوره ښارونه موجود وه ، زيات نعمتونو اوښکلاوي يې درلودې خو اوس دريګونو پرته بل هيڅ شي نه تر سترګو کيږي .
الله جل جلاله  ددوى په اړه فرمايي :
وَاذْكُرْ أَخَا عَادٍ إِذْ أَنْذَرَ قَوْمَهُ بِالْأَحْقَافِ وَقَدْ خَلَتِ النُّذُرُ مِنْ بَيْنِ يَدَيْهِ وَمِنْ خَلْفِهِ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا اللَّهَ إِنِّي أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ (21) (سورة احقاف الاية ٢١) 
ژباړه : ياد کړه دعاديانو ورور (هود علیه السلام ) کله چي يې خپل قوم داحقاف په سيمه کي دالله جل جلاله  دعذاب څخه وبېراوه ، بېشکه تر ده مخکي او وروسته وېرونکي تېر سوي دي په دې ډول چي تاسو عبادت مه کوئ مګر ديوه الله جل جلاله  عبادت وکړى ، بېشکه زه پرتاسو دلوي ورځي دعذاب څخه بېريږم.
پاته دي نوي چي عاديانو دوې ډلي تېرسوي دي چي لومړى عاديان چي الله جل جلاله  په قرآن کريم هم په لومړى عاديانو ياد کړي دي (وانه هلک عادا الاولي وثمود فما ابقي.)  او بل دوهم عاديان دي چي دهغو زمانه تر لومړيو عاديانو ډېره وروسته ده کوم عاديان چي بحث پر کوو عاد ارم ورته وايي ځکه الله جل جلاله  هم په عاد ارم سره ياد کړي دي.( أَلَمْ تَرَ كَيْفَ فَعَلَ رَبُّكَ بِعَادٍ 6 إِرَمَ ذَاتِ الْعِمَادِ 7 الَّتِي لَمْ يُخْلَقْ مِثْلُهَا فِي الْبِلاَدِ 8)
دعمالقوو دغه ډله يعني عاديان الله جل جلاله  دقوت او جسم له پلوه زيات پياوړي پيدا کړي وه ، دوى ډېر ښه او هوسا ژوند درلودى ، لوړي او ښايسته ماڼۍ يې جوړي کړي وې ، غټي او محکمي کلاوي يې جوړي کړي وې. ښکلي او زرغونه باغونه يې درلوده ، رواني چينې يې په واک کي درلودې . دوى دزياتي هوسايۍ له امله په خپلو نعمتونو کي غرق سوه حقيقت يې له پامه وغورځېدئ چپې لاري ته يې مخه کړه. الله جل جلاله  چي کوم نعمتونو دوى ته ورکړي وه دهغوى حکايت داسي کوي:
أَتَبْنُونَ بِكُلِّ رِيعٍ آيَةً تَعْبَثُونَ (128) وَتَتَّخِذُونَ مَصَانِعَ لَعَلَّكُمْ تَخْلُدُونَ (129) وَإِذَا بَطَشْتُمْ بَطَشْتُمْ جَبَّارِينَ (130) فَاتَّقُوا اللَّهَ وَأَطِيعُونِ (131) وَاتَّقُوا الَّذِي أَمَدَّكُمْ بِمَا تَعْلَمُونَ (132) أَمَدَّكُمْ بِأَنْعَامٍ وَبَنِينَ (133) وَجَنَّاتٍ وَعُيُونٍ (134)  (سورة الشعراء الايات ١٢٨ الي ١٣٤)
ژباړه : ايا تاسو دلوړوالي لپاره علامې او نښانې ودانوئ ، په بې فائدې کارونو اخته ياست. داوسېدو داسي ځايونه جوړوئ چي ګويا تاسو تل پکښي واوسئ ، څوک چي پر تاسو قبضه کوي تاسو ، تاسو قبضه پر کوي ظلم کونکي . نو دالله جل جلاله  څخه وبېرېږئ او دالله جل جلاله  دطاعت وکړئ ، دهغه ذات څخه وبېرېږئ چي ستاسو مرسته کوي په هغه شي کي چي تاسو پوهېږئ ، ستاسو مرسته په نعمتونو او زامنو سره کوي او په باغونو او چينو سره يې کوي.
عاديانو قوي بدنونه درلوده ، قوي او زوروي کلاوي يې درلودې کله چي به پرمځکه تلل نو ددوى ددروند والي له وجهي به مځکه لړزېده. دلوي والي او غټ والي له وجهي داسي ښکارېدل لکه غرونه همدا وجه وه چي دوى په خپل غټوالي او توانايۍ باندي تېروتل دالله جل جلاله  په وړاندي يې استکبار غوره کړى . دالهي استازي خبره يې نه ومنل بلکي سرغړونه يې ځني وکړه ،  په خپله  سرکښۍ دوام داره پاته سوه په نتيجه کي الله جل جلاله  په ډېر توند او تېز باد سره هلاک کړه لکه چي الله جل جلاله  فرمايي :
فَأَمَّا عَادٌ فَاسْتَكْبَرُوا فِي الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ وَقَالُوا مَنْ أَشَدُّ مِنَّا قُوَّةً أَوَلَمْ يَرَوْا أَنَّ اللَّهَ الَّذِي خَلَقَهُمْ هُوَ أَشَدُّ مِنْهُمْ قُوَّةً وَكَانُوا بِآيَاتِنَا يَجْحَدُونَ (15) فَأَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ رِيحًا صَرْصَرًا فِي أَيَّامٍ نَحِسَاتٍ لِنُذِيقَهُمْ عَذَابَ الْخِزْيِ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَلَعَذَابُ الْآخِرَةِ أَخْزَى وَهُمْ لَا يُنْصَرُونَ (16)  (سورة فصلت الايتان ١٥ ، ١٦)
ژباړه : هر چي عاديان دي نو دوى په مځکه کي په ناحقه استکبار وکړى او وې ويل : څوک به  ترموږ زيات توان لرونکى وي . ايا دوى دې ته نه ګوري چي الله جل جلاله  هغه ذات دئ چي دوى يې پيدا کړي دي او دغه ذات تردوى زيات قوت لرونکى دئ او دوى زموږ په اياتونو باندي انکار کونکي وه ، نو موږ پردوى تېز بادپه نحسي ورځو کي راوستى ددې لپاره چي دوى شرمونکى عذاب په دنيا کي وويني او بېشکه دآخرت عذاب تردې هم زيات سپکونکى دئ او ددوى به هيڅ مرسته نه کيږي.
 
د عاديانو عبادت
دهود علیه السلام  قوم عاديان په بت پرستۍ باندي اخته وه او دبتانو عبادت يې کاوه . عاديان لومړى قوم وو چي دنوح علیه السلام  تر طوفان وروسته يې په بت پرستۍ پيل وکړى . ابن کثير ليکي : عاديانو درې بتان درلوده چي : صداء ، صمود ، او هرا بتان وه . عاديان بداخلاقه ، ظالمان او دالله جل جلاله  نافرمانه بندګان وه . هود علیه السلام  دوى دالله جل جلاله  دعذاب څخه وبېرول ، دنوح علیه السلام  دطوفان بيان يې ورته وکړى او دهغه نعمتونو يادونه يې ورته وکړه چي الله جل جلاله  دوى ته ورکړي وه همدا ډول هود علیه السلام  دوى ته وښودل چي پر خپل دعوت باندي ددوى څخه هيڅ مزدوري نه اخلي بلکي دده دعوت يوازي ددوى دګټي لپاره دئ ، بدبختانه په دوى کي يوشمېر کسانو په زياته سرکښۍ لاس پوري کړ، هود علیه السلام  يې بې عقل وباله او اراده يې وکړه چي هود علیه السلام  ووژني ، دوى هود علیه السلام  ليونى او بې عقل وباله او پرده يې تور ولګاوه چي زموږ خدايانو ته تاوان رسولى دئ چي ليونى سوى دئ او کومي مسخرې او پسخندونه چي په ده وهل کيږي دا زموږ دخدايان ازار دئ چي په ده پوري سوى دئ. الله جل جلاله  ددوى بيان داسي کړى دئ:
قَالُوا يَا هُودُ مَا جِئْتَنَا بِبَيِّنَةٍ وَمَا نَحْنُ بِتَارِكِي آلِهَتِنَا عَنْ قَوْلِكَ وَمَا نَحْنُ لَكَ بِمُؤْمِنِينَ (53) إِنْ نَقُولُ إِلَّا اعْتَرَاكَ بَعْضُ آلِهَتِنَا بِسُوءٍ قَالَ إِنِّي أُشْهِدُ اللَّهَ وَاشْهَدُوا أَنِّي بَرِيءٌ مِمَّا تُشْرِكُونَ (54)  (سورة هود الايتان ٥٣ ، ٥٤)
ژباړه : عاديانو وويل : اې هوده! تاموږ ته دليل نه دئ راوړى او موږ دخپلو خدايانو پرېښودونکي نه يو او نه موږ پرتاباندي ايمان راوړونکي يو . موږ نه وايو مګر داچي زموږ ځينو خدايانو تاته ضرر رسولى دئ . هود علیه السلام  ورته وويل : بېشکه زه پر يوه خداى جل جلاله  باندي ايمان راوړم او بېشکه زه بېزاره يم دهغه شيانو څخه چي تاسو يې دالله جل جلاله  سره شريکان کوى.
حضرت هود علیه السلام  دوى دالله جل جلاله  دعذاب څخه بېرول خو دوى پر خپل جهالت باندي ولاړ وه ، په کفر اوعناد کي ټينګ ودرېدل.
دعاديانو هلاکت
کله چي عاديانو دهود علیه السلام  په وړاندي سرکښي او نافرماني اختيار کړه ، دهود  علیه السلام  پند او نصيحت دوى ته هيڅ ګټه نه وکړه بلکي نور هم پر خپله سرکښۍ باندي ټينګ ودرېدل الله جل جلاله  پردوى باندي درې کاله باران بند کړى ترداسي بريده چي دوى ډېر پرېشانه سوه دزحمتونو او تکليفونو سره مخ سوه بالاخره فريادونه يې پيل کړه او کومک يې وغوښتى الله جل جلاله  يوه سخته وريځ راوستل دوى خوشاله سوه او ګومان يې وکړى چي ښه باران به وسي ، په دې فکر وه چي لکه چي زموږ دعا قبوله سوې ده کله چي وريځ پردوى باندي راغلل پردوى يې سيورى وکړى ډېره توره او سخته وېرونکې وه دوى په بېره او وحشت کي ولوېده بيا پردوى باندي سخت باد پيل سو ، البته دغه باد وچ باد وو . الله جل جلاله  دغه باد پردوى باندي اووه ورځي او شپې وچلوى دوى يې ټول هلاک کړه ، ددوى بدنونه داسي سوه لکه دخرما ددرختو وچي تنې . هود علیه السلام  او کوم کسان چي مسلمانان وه الله جل جلاله  په خپل رحمت سره دهلاکت څخه وساتل . عاديان ددغه عذاب څخه ټول هلاک سوه آن تردې چي کورونه يې هم  وران سوه او دکورونو يې يوه نښانه لاهم پاته نه سوه او ددوى څخه يو هم سلامت نه دى پاته سوى بلکي ټول هلاک سوه لکه چي الله جل جلاله  فرمايي :
فَلَمَّا رَأَوْهُ عَارِضًا مُسْتَقْبِلَ أَوْدِيَتِهِمْ قَالُوا هَذَا عَارِضٌ مُمْطِرُنَا بَلْ هُوَ مَا اسْتَعْجَلْتُمْ بِهِ رِيحٌ فِيهَا عَذَابٌ أَلِيمٌ (24) تُدَمِّرُ كُلَّ شَيْءٍ بِأَمْرِ رَبِّهَا فَأَصْبَحُوا لَا يُرَى إِلَّا مَسَاكِنُهُمْ كَذَلِكَ نَجْزِي الْقَوْمَ الْمُجْرِمِينَ (25)  (سورة احقاف الايتان ٢٤ ، ٢٥) 
ژباړه : کله چي دوى وريځ وليدل چي ددوى دمځکو خوا ته راروانه وه دوى وويل : دا وريځ ده پر موږ به باران وکړي بلکي دا هغه شى وو چي پردوى يې تلوار کول ، باد وو په دې باد کي سخت دردونکى عذاب وو، هر شي دالله جل جلاله  په امر سره ګرځي دوى ټول په دې عذاب کي وګرځېدل په داسي ډول چي نه ليدل کېده مګر يوازي ددوى داوسېدو ځايونه . همدا سي موږ جزا ورکوو مجرمانو ته .
دغه باد الله جل جلاله  په (الريح العقيم) سره ياد کړى دئ لکه چي الله جل جلاله  په لاندي آيت کي فرمايي:
وَفِي عَادٍ إِذْ أَرْسَلْنَا عَلَيْهِمُ الرِّيحَ الْعَقِيمَ (41) مَا تَذَرُ مِنْ شَيْءٍ أَتَتْ عَلَيْهِ إِلَّا جَعَلَتْهُ كَالرَّمِيمِ (42) (سورة ذاريات الايتان ٤١ ، ٤٢)
ژباړه : دعاديانو په قصه کي نښانه ده کله چي موږ پردوى باندي وچ او بې فائدې باد راولېږى ، هيڅ شي يې نه دى پرې ايښي چي باد ورسېدلى وي مګر داسي يې کړى دئ لکه زوړ او لمرو خوړين کړى هډوکى.
کله چي عاديان هلاک سوه هود علیه السلام  ددغه سيمي څخه لږ ليري په حضرموت سيمه کي پاته ژوند وکړى او په همغه ځاى کي وفات سو. دهود علیه السلام  قبر دحضرموت سيمي په ختيځ لوري کي پروت دئ البته دغه قبر دتريم ښار څخه دوه منزله ليري دئ .
 دحضرت علي رضی الله عنه څخه روايت دئ چي هود علیه السلام  په حضر موت سيمه کي پر يوه سورنګه تپه باندي ښخ دئ او سرته يې دسمرة درخته ولاړه ده . دفلسطين خلګ بيا ګومان کوي چي هود علیه السلام  په فلسطين کي ښخ دئ مګر صحيح خبره هغه ده چي مخکي مو درته بيان کړه.
صلوات الله وسلامه علي خير خلقه محمد افضل الصلوات والتسليم وعلي جميع الانبياء والمرسلين وعلي کل من تابعهم باحسان الي يوم  الدين
ماخذ: د نبوت او انبیاوو تاریخ د کتاب څخه په لنډیز

تاليف : محمد علي صابوني

ژباړن : مفتي عبدالهادي حماد

دغه هم وګوری

دعمر بن عبدالعزيز رحمه الله د حجاج حاکم لره حاکم نه جوړول

دعمر بن عبدالعزيز رحمه الله د حجاج حاکم لره حاکم نه جوړول عمر بن عبدالعزيز …