مخپاڼه / ځانګړي مطالب / د حمادیې مدرسي او د تعلیم القرآن راډیو د رئیس د اختر د مبارکی پیغام

د حمادیې مدرسي او د تعلیم القرآن راډیو د رئیس د اختر د مبارکی پیغام

د حمادیې مدرسي او د تعلیم القرآن راډیو د رئیس د اختر د مبارکی پیغام

الحمد لله نحمده وکفى وسلام على عباده الذين اصطفى محمد خير ورا و علی آله واصحبه شموس الفجر والهدی وبعد
د حمادیه ښونېزو ګروپونو ټولو ګډونوالو تر ټولو وړاندي السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
د لوی رب جل وعلا شکر اداء کوم چي ټول مسلمه امت یي په یو داسي بهترینه میاشت چي رمضان المارک نوميږي نازولي ده او په دې میاشت کې یې بي حسابه ثوابونه ، اجرونه د خپلو بندګانو لپاره ایښي دي
خوشحاله یم چي زموږ سره په زرګونو انسانان د همدي ګروپونو له لاري شراکت لري او د همدي ګروپونو له لاري رابط لري.
زما دا یقین او دا عقیده ده چي دلته په ګروپونو کې څه پیسي نسته او په دې کې څه عزت او منصب نسته، کوم کسان چي زموږ سره په ګروپونو کې اشتراک لري یواځي ئي ديني مینه ، دیني تنده ده د الله عزوجل سره د محبت په خاطر، د دیني معلوماتو د تر لاسه کولو په خاطر زموږ سره را سره دي، نو لحاظا دا ټول نېک خلک دي، زه په داسي نېکانو خلکو ویاړم او د داسي نېکانو خلکو درنښت کوم، خوشحاله یم چي په ګروپونو باندي دومره بي حسابه خلک زموږ سره د دین په خاطر سته.
نو دغسي ټولو نېکانو خلکو ته په دې ګروپونو کي راسره دي، زه د خپل ځان او د زموږ د دارالعلوم او د راډیو پرسونل د هغو په نمایندګی ورته د زړه له تله مبارکي وایم.
اختر مو مبارک سه
اختر مو بختور سه
دا داختر مبارکي تاسو ته د زړه له تله او د خوښئ په فضاء کې پېښوم، البته یوه هیله لرم.
لومړی هیله مې داده: چي موږ دیوه در په دره هیواد اوسېدونکي یو، هغسي هیواد چي هغه جنګ ځپلی دی او تکلېفونه، ستړیاوي، ستونزي ئې ګاللي دي ، دلته د هري لویشتي خاوري څخه د باروتو بوی ځي او دلته پر هره لویشته خاوره باندي یوه مظلوم ژړلي دي، دلته په هره لویشته خاوري باندي د یوه مظلوم اوښکي تویې سوي دي، دلته په هر لویشته خاوره باندي مرمۍ لګېدلي دي، دلته په هره لویشت او هر متر خاوره باندي دیوي کونډي مور آه پورته سوی دی، او دلته پر هره لویشته خاوره باندي او په هر متر مځکه باندي د یوه مظلوم آه پورته سوی دی او دلته درپه دری راغلي دي ستړیاوي راغلي دي تکلیفونه راغلي دي، نو د الله په خاطر و ټول مسلمة امت ته خصوصا افغانستان ته په دې مبارکه ورځ باندي د اختر لاسونه لپه کړئ او دا خپلو هیوادولو او دا خپلو مسلمانانو وروڼو ته د لوی درباره څخه هوسایې وغواړئ، امن وغواړئ، شریعت وغواړئ، دین وغواړئ، هغسي نظام وغواړئ چي د الله خوښ وي ، هغسي نظام وغواړئ چي ددې خلکو ګتي پکښې وي، هغسي نظام د الله څخه وغواړئ چي په هغه کښې جنګونه نه وي، او په هغه کې ورور وژنه نه وي، په هغه کې ظلم نه وي، په هغه کې قتل، خون او کوش نه وي په هغه کې بمباری او مینونه چاودل نه یو دبله وژل نه وي ، هلته نوري میندي بوري نه سي، هلته نوري ناویاني کونډي نه سي، هلته نور مظلوم ماشوم بچي دا یتیمان نه سي او نور ظلمونه ونه سي نور د خوارو او بورو میندو آهونه پورته نه سي، نور د ماشومو بچیانو یتیمانو آهونه پورته نه سي او نور خوشحالي، سوکالي د الله رضایت راسي دا مو هیله ده، تاسو د زړه له تله په اخلاص باندي په دې میاشت کې خپل رب جل وعلا ته لاسونه لپه کئ، الله په هر څه باندي قادر دی، ممکن په تاسو ټولو کې لا د یوه آه او د یوه اخلاص د یوه د زړه د درد په وجه باندي الله عزوجل د خپل رحمت د دریابه څخه پر دې خاوره باندي څو څاکي و اوروي، تر څو دغه مسکینان، غریبان چي په دې هیواد کې دي هغه الله له فقره خلاص کړي او مظلومان له ظلمه خلاص کړي، محفوظین له حفظه خلاص کړي، او ظالمانو ته هدایت وکړي، بد عمله خلکو ته هدایت وکړي، یو خوشحاله او سوکاله ژوند مو د الله په رضائیت کې نصیب سي او دعا وکړئ، چي په ټوله دنیا کی هر ځای مظلوم هر ځای مسلمان اسیر وي مظلوم وي څه هیله لري، څه احتیاج لري و دې ته دعا وکړئ. او دعا وکړئ په دې ورځ باندي الله جل جلاله د دنیا تمام هغه مرکزونه چي خلکو ته حقیقي دین ښیې خلکو ته حقیقي اسلام ښيې دا مرکزونه آباد، خوشحاله او په خپل کار کې مؤفق ولري تر څو د ټول مسلمه امت د حقیقي او رښتیني دین په رڼا کي هغه د دین مشاکل حل کړي او الله یې د ظالمانو وساتي، دا مو یوه هیله ده.
دوهمه هیله مو دا ده: چي تاسو کوښښ وکړئ، په دې ورځو کې هم د مشرانو حقوق وساتي او مشران دي د کشرانو حقوق وساتي.
د مشرانو حقوق دا دي: چي ټول کشران دې په دي ورځو کي د مشرانو په خدمت کې حاظر سي د مشرانو احترام دي وکړي، مشرانو ته دې د اختر مبارکی پیښ کړي او بیا دې لاس پر نام ورته ودریږي چي مشره، اکا، پلاره، مشره وروره، د کلي مشر سپین ږیره وټولو ته دي ووایي چي ته ماته نصیحت وکړه او ته ماته یوه خبره وکړه چي زه ئې ومنم، د غه د مشرانو احترام دی، هغه چي کوم نصیحت او وصیت ورته وکړي په هغه دې عمل وکړي.
او مشران دې د کشرانو حقوق په ځای کړي،
د کشرانو حقوق دا دی: چي کشران خو ځیني نه پوهیږي او ځینو باندي هغه د ځوانی لېونتوب سیوری ځړولی ځيني داسي کارونه کوي چي هم دده په نقصان وي، هم ئي د ټولنی په نقصان وي، هم ئي د کورنی په نقصان وي او هم د دین په نقصان وي، کوښښ دې وکړي چي په دې شپوکې د اختر په آدابو پوه کړي، د نارواو څخه ئي را وګرځوي، هسي کارو څخه ئي را وګرځوي، په ښه خوږه ژبه په مهربانی او نرمه لهجه باندي دوی ټولو ته وښیي.
درېمه هیله مې دا ده چي: په دې ورځ باندي یو د الله حقوق دي او یو د بندګانو حقوق دي، د الله حقوق ټول په دي ورځ باندي معافیږي چا چي په دې میاشت کې عبادت کړی وي او د عیدګاه لمانځه ته تللی وي، لاسونه یې رب ته پورته کړي وي، چي په رښتیا یې د الله څخه غوښتي چي دومره ګناهونه یې کړي وي چي د آسمان تر کنارو رسېدلي وي، دومره ګناهونه یې کړي وي لکه د دریاب ځګونه چي په رښتیا ئي د الله څخه غوښتي وي هیڅ حق د الله د ده پر ذمه نه پاتېږي، الله به یې داسي له ګناه پاک کړي لکه په کومه ورځ چي موره زېږېدلی دی.
او دوهم د بندګانو حقوق دي ، هر چا که دده حق خوړلی وو، دده غیب ئي کړی وو، پر ده یې بهتان ویلی وو، دده مال ئي خوړلی وو، دۍ ئي خوږ کړی وو، دۍ ئي وهلی وو، ټولو ته دې د الله د رضاء په خاطر عفوه وکړي.
او ده که د چا حق خوړلی وو، څوک ځني ناراضه سوی ئي، په هر قیمت چي وي ور دې سي د هغه څخه دي معافي وغواړي بخښه دي ځیني وغواړي.
او څلورمه هیله مې دا ده : چي هر څوک دې په خپلو عینکو کې خپل ځان او نورو ته نه ګوري، د یو چا به اقتصاد به جوړ وي، دۍ دا فکر کوي د ټولي دنیا خلک خوشحاله دی، د ټولي دنیا خلک جامي لري، د ټولي دنیا خلک هغه په خوشحالیو کې دي، بلکې ډير داسي خلک دي چي د اختر د ورځي خوراک نه لري، د اختر ورځي یې د اوښکي سره وي، یتیمان ئي په کور کی دي، بوري میندي یې په کورو کي دي، د الله په خاطر په دي ورځ باندي تاسو د خپلو همسایګانو د خپلو قریبانو حال واخلئ، پوښتني وکړئ، پلټني وکړئ، د یو کوره څخه چي شهید وتلی د یو کور چي فقر او غربت دی د هغوی په حال ځان خبر کړئ، که مو چیري مالي کومک په وس پوره وي هغه ورسره وکړئ، که نه وي د تسلیت لپاره د صبر لپاره ورسئ، یو څه د تسلیت خبري ورته وکړئ، د صبر خبري ورته وکړئ.
الله عزوجل دي موږ او تاسو ته توفیق رنصیب کړي چي دغه اختر په خوشحالی ولمانځو او الله جل جلاله مو ژغ قبول کړي چي نور غمونه د اختر په ورځ موږ ته را نه ولي او اختر مو د خوښیو سره راځي، تر اختر مخکې مو خویندي، میندي، سپین ږیري او ځوانان ژړېدلي، کړيدلي نه وي، الله ته اسانه ده.
په آخره کي وایم:
اختر مو بختور سه
اختر مو له خوشحالیو ډک سه
هغه کسان چي د اختر ورځ ئي د اوښکو سره وي هغو ته صبر او تسلیت د لوی رب عزوجل څخه غواړم، او نعم البدل ورته غواړم له الله عزوجل څخه.
وسلام علیکم ورحمت الله وبرکاتة

 

مفتي عبدالهادي حماد

حمادیه اسلامیه مدرسه