مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / د رشوت احکام

د رشوت احکام

دايوڅرګنداومنل سوى حقيقت دى چي رشوت اخيستل اووركول حرام دي ځكه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

لعنة الله علي الراشي والمرتشي ومابينها ([1])

ژباړه : لعنت دخداي جل جلاله دي وي پررشوت اخستونكي اوپررشوت وركونكي اوپرهغه چاچي ددوي ترمنځ منځګړيتوب كوي .

درشوت تعريف : درشوت تعريف په اړه علماؤ داسي فرمايلي دي :

اخذالاموال علي فعل مايجب علي الآخذ فعله اوفعل مايجب عليه ترکه([2])

ژباړه : دمالونو اخيستل چي اخيستونکي به خامخا يوکار کوي اويا به يې نه کوي .

يعني يوڅوک ديوچا څخه مال واخلي چي دغه کار به زه درکوم اوحال داچي هغه کارکول دده مسؤليت وي قانوني کار وي خو دى يې دمال په بدل كي کوي اوياخو مال پدې صورت کي واخلي چي کار کول دده مسؤليت وي خو دمال اخيستلو لامله يې دى پريږدي .

داچي رشوت اخيستل اووركول دجوازاونه جوازله پلوه په مواردوكښي توپيركوي نوځكه فقهاءكرام فرمايي :

وذكرفي فتاوي قاضي خان في فتاواه من القضاالرشوة اذادفع الرشوت الي القاضي ليقضي له وهذه الرشوت حرام من الجانبين سوآءكان القضاءبحق اوبغيرحق .([3])

ژباړه : كه يوكس قاضي ته پدې موخه رشوت وركړى چي دده په ګټه فيصله وكړي درشوت دغه كړنه دواړوته حرامه ده كه دوركونكى فيصله پرحق وي اوكه پرناحقه وي .

مسئله : كه چيري يوڅوك دخپل ځان ، مال اويااولاد دتباهي سره مخ سواورشوت وركولوته اړسوپه دې ځاي كښي وركونكي ته جائزدى اواخستونكي ته حرام دى ځكه فقهآءكرام ليكي :

اذادفع الرشوت خوفاعلي نفسه اوماله وهذه الرشوةحرام علي الآخذغيرحرام علي الدافع . ([4])

ژباړه : كه يوچا پرخپل ځان ياپرمال باندي دويري له امله رشوت وركړى اخستونكي ته دغه رشوت حرام دى او وركونكي ته حرام ندي. همداډول كه د ځيني مال دساتني په هيله وواوځيني مال يې په رشوت وركړى جائزدي .

مسئله : که يوچا بل چا ته پدې موخه رشوت ورکړى چي په آمر باندي کار وروکړى ورکونکي ته پروانکوي اواخستونکي ته حرام دى ځکه علمآء ليکي :

اذادفع الرشوة ليستوي امره الي السلطان حلّ له الدفع ولايحل لآخذ ان ياخذ فان اراد ان يحل لآخذ فليستاجرالآخذ يوما الي الليل كمايريد ان يدفع اليه تصح هذه الاجاره .([5])

ژباړه : كه څوك چاته رشوت وركړي پدې موخه چي دنوموړي كس كاروپاچا يا آمرته منظم كړي وركونكى ته جائزدى اواخيستونكى ته جائزندى كه اخيستونكى وغواړي چي ځان ته يې حلال كړي دغه كاردي دوركونكي څخه په اجاره ونيسي اودغه اجاره صحيح ده .

مسئله : كه څوك يوچاته هغه وخت پيسي وركړي چي كارخلاص سوى وي اوپه پيل كښي يې دپيسوبيان نوي كړي اوپيسي اخيستونكي كس آمرنوي بلكي په آمرسره دمال ورکونکي کار ورکوي دغه وركړه جائزده ځكه علمآء  ليكي  :

قال بعضهم لايحل وقال بعضهم يحل وهوالصحيح لانه يؤد مجازات الاحسان فيحل ([6])

ژباړه : ځينوعلماؤ ويلي دي چي نا روادى اوځينو ويلي دي چي روادى هم دا قول صحيح دى ځكه دى داحسان بدله وركوي اوداحسان بدله يومشروع كاردى نوپورتني وركړه جائز ده .

مسئله : قاضي ته درشوت اخستولوترڅنګ تحفه اخستل اويا دقرض (پور) غوښتنه کول هم جائزنده ځكه فقهاءكرام ليكي :

وكما لايحل للقاضي اخذ الرشوة لايحل له قبول الهدية من الاجنبي الذي لم يكن يهدي اليه قبل القضاء وكذا الاستقراض والاستعاره.([7])

ژباړه : څرنګه چي قاضي ته رشوت اخستل رواندي همداډول دتحفې قبلول ديوداسي نابلده چا څخه چي ده ته يې دقضاء څخه وړاندي دغه تحفه نه وركول اوقرض (پور) غوښتل اواستعاره يعني يوشى ترټاكلي  وخت پوري په خواست غوښتل هم رواندي .

ځكه ددغه شيانو په وجود كښي قاضي هيڅكله بې پرې نسي پاتيدلاي   نوحتمي ده چه ديوچا حق به ترپښولاندي كيږي  .

وا‌لله أعلم با‌لصواب

عبدالهادي حماد، ۲۲\ذي الحجة\۱۴۲۳ ه ق

([1] ) رواه ابن حبان فی صحيحه والحاکم فی حديث ابوهريرة آهـ ترغيب .

([2] ) تفسير بحر محيط جلد (٤) صفحه (٥٣٣) دستور العلمآء جلد (٢) صفحه (١٣٦)

([3] ) قاضي خان ، ردالحتار جلد (٤) صفحه (٣٠٣)

([4] ) قاضي خان ، ردالحتار جلد (٤) صفحه (٣٠٣)

([5] ) قاضي خان ،ردالحتار جلد (٤) صفحه (٣٠٣)

([6] ) قطب الار شاد صفحه(١٢١)

([7] ) قطب الار شاد صفحه (١٢١)

دغه هم وګوری

د بې عمله واعظانو سزا

رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي: دمعراج په شپه باندي ما يوه ډله وليدل …