مخپاڼه / بیلا بیل / د روژې ځلانده سيورۍ

د روژې ځلانده سيورۍ

څانګه: بیلا بیل

د روژې ځلانده سيورۍ

لیکنه: مفتې عبدالهادې حماد

چي روژه ، روژه بولي هســـــــــــې نه ده

چي يوازي ستا ازار دئ ښکلې نه ده

غوره فضل دمولا دئ تل لوريـــــــــــږي

چي به تا يوازي پريږدي شــــــونې نه

مسلمانو وروڼو! دانسان په طبيعت کي دا شي نغښتى دئ چي تل په عزت او ګټه پسي ګرځي، روژه دالله( داسي يو رحمت دئ چي هم ګټه پکښې ده او هم عزت پکښي سته ، ګټه يې داده چي انسان دجسمي او رواني ناروغۍ څخه ژغوري هغه په دې ډول چي طب پوهانو ثابته کړې ده چي په معاصر وخت دزياتو ناروغيو زيات خوراک کول دي ددې خبري لپاره ښه بېلګه دلوړ فشار او شکري ناروغۍ دي چي زياتو خوراکونو په پايله کي منځته راغلي دي او علاج يې هم دزياتو خوراکونو قابو کول دي، که څوک روژه ونيسي ټولي هغه ناروغۍ چي دزياتو خوراکونو په پايله کي منځته راځي او يا وده کوي دهمدې روژې دنيولو په مټ قابو کيږي داچي ديو چا صحت ښه کيږي تر دې به نو لويه ګټه څه وي ځکه موږ وينو چي کله څوک ناروغه سي په هر قيمت چي دده ناروغي درمليږي دى يې نه سپموي آن تردې چي دده دټوله شتو په قيمت رغيږي هم يې سپما نه کوي دا دروژې ګټه ده . دجسمي روغتيا ترڅنګ روژه درواني ناروغيو درمل هم ده ځکه اروا پوهان په دې آند چي په انسان کي هيله او اميد چي دپوره والي تر بريده رسيږي ــــ خوشالي پيدا کوي او انساني اروا په دې خوشالۍ سره غذا پيدا کوي او تر ډېره بريده دناروغۍ څخه ساتلې وي خو کله چي ټولي هيلي پوره سي او يا دهيلو دپوره والي څخه ناهلي سي په دغه وخت کي انساني اروا په ناروغۍ اخته کيږي . داچي زموږ په ټولنه کي زياتو خلګو ته هرډول خواړه په لاس ورځي او زيات شمېر خلګ دډول ، ډول خوړو پيدا کولو جوګه دي آن تردې چي زيات خلګ تر هغه اندازې رسېدلي دي چي ټولي خوراکي هيلي يې پوره دي که چيري دروژې برکت نه وي او خلګ تل په خوراکونو کي پاته سي نو ښکاره خبره چي دخوراکي هيلو دپوروالي له امله به انساني اروا په ناروغي اخته کيږي خو کله چي روژه ونيول سي دورځي په اوږدو کي دماښامي خوراک هيله لري انساني اروا په دې هليه سره رغيږي او دبېلابيلو رواني ناروغيو مخه نيول کيږي.

همدا ډول په روژه نيولو کي عزت هم سته ځکه الله( فرمايي: کوم کسان چي ايمان يې راوړى وي او نېک اعمال ترسره کوي (دالله( ټول احکام پلي کوي) الله( به دغه کس ته (په ټولنه کي) کي عزت ورکړي.(مريم الاية ٩٦). داچي الله( ژمنه کوي چي داسي کس ته زه عزت ورکوم نو په دې کي به څه شک وي چي څوک روژه ونيسي ، الله( دعزت وعده ورسره کړې وي او روژه نيونکى دي عزت پيدا نه کړي بلکي يقيني خبره ده چي نوموړى کس به عزت پيدا کوي. بله خبره داده چي روژه يو ځانګړى کميت لري په پايله کي ځانګړى کيفيت منځته راوړي نو په کار ده چي هر مسلمان ورور دروژې کميت وپېژني او دپوره والي په نتيجه کي دروژې ځانګړتياوي خپلي کړي. که لږ نور پر وږغيږو ويلاى سو چي زيات خلګ روژه يوازي دخولې دبندولو څخه عبارت بولي نور نو دهيڅ ډول ګناهونو څخه ځانونه نه ژغوري څه چي زړه ورته وايي همغه کوي دمثال په ډول دجماعت پابندي نه کوي ، دموسيقۍ اورېدولو څخه ځان نه ژغوري ، دغيبت کولو ،بهتان ويلو ، درواغ ويلو څخه ځان نه ژغوري همدا ډول يوازي په دې فکر کي چي څه ډول خواړه وخورم او څه ډول روژه لنډه کړم داسي نه ده بلکي پکار ده چي دروژې داهتمام په خاطر لاندي ټکي په نظر کي ونيسي.

١ : دلمر لوېدو سره سم دستي روژه ماتول خو داسي لکه زموږ په ټولنه کي په زياتو ځايونو کي داسي وخت اذانونه کيږي چي بيخي لمر ولاړ وي او تش په دې خبره سره استدلال کوي چي په روژه مات کي تلوار کول په کارده، درسته تلوار خو پکارده مګر په دې شرط چي دماښام وخت خو داخل سي ، کله چي وخت داخل سي بيا نو ځنډ نه دئ پکار او داچي لمر ولاړ وي نو ددې پر ځاى چي ګټه وکړي دټولي ورځي خواري به يې بې ځايه تللې وي .( ا لدر المختار صـ۴59 ج ۳)

٢ : روژه په خرماسره ماتول، که خرما نه وي نو بيا په اوبو سره روژه ماتول فضيلت لري.( الترغيب ج ۲ صــ ۱۴۳.)

٣ : په کوم شي چي روژه ماتوي هغه شي به طاق وي، مثلا درې ، پنځه او داسي نور.( الترغيب ج ۲ صــ ۱۴۳.)

دروژه مات په وخت کي دا دعا ويل : اَلَّلٰهُمِّ لَكَ صُمْتُ وَبِكَ آمَنْتُ وَعَلَيْكَ تَوَكَّلْتُ وَ عَلٰى رِزْقِكَ اَفْطَرْتُ . (هنديه ج ۱صــ ۲۰۰.)

٤ : په پېشلمي خوراک کول که څه هم لږ وي ، که يې هيڅ خوړو ته زړه نه کېدئ اوبه دي وڅيښي، ځکه رسول اللهL فرمايلي دي : پېشلمى کوئ ، په پېشلمي کي برکت دئ.( ترغيب ۱۳۹ ج ۲.)

٥ : دپېشلمي وخت دشپې آخره حصه ده ، په پېشلمي کي چي څومره ځنډ وسي بهتر دئ خو دومره نه چي دسهار کېدو وېره وي.( الدر المختار مع رد المحتار صــ ۴۵۹ ج ۳.)

٦ : ځان او ژبه دحرام کارونو څخه ساتل لکه غيبت کول ، درواغ ويل ، چغلي کول، جنګ کول او داسي نور ، که څه هم دنوموړو کړنو څخه هر وخت دځان ساتنه لازمي ده خو په دې ورځو کي به په ځانګړي توګه پر ځان ساتني باندي ټينګار کوي.( معارف السنن ج ۵ صــ ۳۶۸.)

٧ : قريبان ، دوستان اونور محتاج کسان په صدقاتو سره نازول ځکه چي په دې ورځو کي صدقات تر نورو ورځو زيات فضايل لري.( هنديه ج ۱صــ ۲۰۰.)

٨ : دعلم په حاصلولو ، تلاوت کولو ، ذکر کولو ، په درود شريف ويلو او اعتکاف کولو ځان بوخت ساتل څومره چي يې توان وي.( رد المحتار صـ ۵۰۱.)

٩ : د روژې د نيت الفاظ په ژبه سره ويل سنت دئ او که په زړه کي نيت وکړي هم جايز دئ ، همدا ډول که په زړه کي نيت هم ونه کړي بلکي يوازي پېشلمي ته دروژې په نيت راکښيني هم کفايت کوي خو په خوله ويل ثواب زيات لري دروژې عربي نيت داسي دئ:

وَ صَوْمَ الْغَدِّ مِنْ شَهْرِ رَمَضَانِ نَوَيْتُ فَاغْفِرْلِيْ مَا قَدَّمْتُ وَمَا اَخَّرْت. (هنديه ج ۱صــ ۲۰۰، ردالمحتار مع الدر المحتار صــ ۳۹۸ ج ۳.)

دروژې ځلانده ستورۍ

 

 

دغه هم وګوری

اعصاب په کومو شيانو ضعیف کېږي

د انسان په وجود کي اعصاب تر ټولو مهمه برخه ده، د انسان ټولي چاري …