مخپاڼه / بیلا بیل / د سروزرو کرښي ( اووهمه برخه )

د سروزرو کرښي ( اووهمه برخه )

د سروزرو کرښي ( اووهمه برخه )

ليکنه او راټولونه : محمد نبي سلطاني

دسرو زرو کرښې

 ١ _ غوره صدقه :  ابو هريره رضی الله عنه وايي : يو سړی رسول الله صلی الله عليه وسلم ته راغی او پوښتنه ئې وکړه : اې رسول الله ! کومه  صدقه ډېر اجر او ثواب لري ؟  رسول الله صلی الله عليه وسلم  ورته و فرمايل :  هغه دا ده ، چي ته صدقه وکړې او ته د روغتيا او تندرستۍ په حالت کي يې ، د فقر څخه بېرېږې او د غني يا مالدارۍ هيله لرې او ته منتظر نه سې چي تر څو دي د مرګ شېبې را ورسېږي ، ته ووايه دونه فلانکي ته ورکړه او دونه فلانکي ته او په داسي حال کي يا په تحقيق سره دا مال به په دې وخت کي د بل چا وي .

عَنْ أَبُي هُرَيْرَةَ رضی الله عنه  قَالَ: جَاءَ رَجُلٌ إِلَى النَّبِيِّ صلی الله عليه وسلم  فَقَالَ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، أَيُّ الصَّدَقَةِ أَعْظَمُ أَجْرًا؟ قَالَ: «أَنْ تَصَدَّقَ وَأَنْتَ صَحِيحٌ شَحِيحٌ، تَخْشَى الْفَقْرَ وَتَأْمُلُ الْغِنَى، وَلا تُمْهِلُ حَتَّى إِذَا بَلَغَتِ الْحُلْقُومَ، قُلْتَ: لِفُلانٍ كَذَا، وَلِفُلانٍ كَذَا، وَقَدْ كَانَ لِفُلانٍ». (بخارى)

  ٢ _  هر څوک ځان بوله : دا د اسلامي ورورولۍ له حقوقو څخه دي ، چي څه د ځان له پاره خو ښوې هغه د خپل مسلمان ورور له پاره هم خوښوه او دادكامل مسلمان صفت دئ ، دا حق يو ستر بنياد لري ، چي پکښي اخلاق او معاملات دواړه راځي دا احساس بايد تل د يو مسلمان سره  وي    ځکه  لوړي درجې لري او د دې احساس لرونكی انسان د الله تعالى غوره بنده او د خلکو په منځ کي عزت لرونکى انسان دئ  . ځکه رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي :

عن أنس قال قال رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وسلم لا يؤمن عبد حتى يحب لأخيه ما يحب لنفسه من الخير . (مسندالامام أحمد)

انس رضي الله تعالى عنه روايت كوي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل :  يو بنده تر هغه وخته كامل مومن نه سي کېداى تر څو چي د خپل ورور له پاره هم هغه خير خوښ نه كړي کوم چي د ځان له پاره ئې خوښ كړی  وي .

 ٣ _ که غواړې ، چي د قيامت ورځ درباندي لنډه سي ، که غواړې چي د قيامت په ورځ دي الله جل جلاله له سختيو وساتي او که غواړې چي د قيامت ورځ د يو فرض لمانځه په څېر درباندي تېره سي نو هغه تنګ لاسي پوروړي ته مهلت ورکړئ يا يې ور وبخښئ، چي پور مو ورکړى وي.

من سَرَّه اَن يُنَجِّيه اللهُ ِمن كُرَبَ يَومِ القِيَامَةِ فَليُنَفِّس عَن مُعسِر ٍ اَويَضَعَ عَنهُ (مسلم)

٤ _   يو  هدف :  څونه به ښه وي ، چي  ځوانان مو په يوه خوله  د خپل  هيواد د سمسور تيا او بيا رغوني ږغ پورته کړي،  د يو  هدف په موخه د مبارزې ميدان ته ورودانګي ،   د غربي يرغلګرو د فکري يرغل پر ضد په اسلامي افکارو ځانونه مجهز کړي،  د يرغلګرو او د هيواد د  دښمنانو ټولي هڅي شنډي کړي،  ټول د دغه ستر هدف له پاره  يو موټى، د هيواد  او   اولس د دښمنانو د شومو موخو پر ضد او د هيواد دننه د موجودو بدبختيو  د ختمولو په اميد په يوه محور کي راټول سي  .

٥ _ ارزو : که له چا څخه د نېک عمل ، ښه خوى ، ښه کړنلاري ، ښه خبرو او غوره کار ارزو لرې ، چي هغه ئې له تا سره په عمل کي خپل کړي ، نو ته هم په هغه شان سلوک او عمل ورسره وکړه ، لکه څنګه چي دي ورڅخه توقع ده .

٦ _ د غوره اخلاقو سر چينه : انسان د ژوند په اوږدو کي ډېرو شيانو ته اړتيا لري ؛ لکه :  كور، پيسه ، مال ، موټر، دوست ، ملګرى او نور … ياد شيان ښه خوى او غوره اخلاقو ته اړتيا لري د  ښه خوى او غوره اخلاقو سرچينه د ژبي ښه كارونه  ده ،  د بدو خبرو کول نه يوازي انسان له شرم سر مخامخ کوي بلكي د نورو په زړونو كي هم د كينې او وحشت تخم کري .

٧ _ د الله جل جلاله د نعمتونه څه ګټه واخلئ : د دنيا د حلالو او پاکو نعمتونو څخه پوره ګټه واخلئ ؛ مګر اسارت ئې مه منئ ، زړه مه ورپوري تړئ ، ښه وخورئ ، ښه واغوندئ او ښه و اوسېږئ ، دولت هم وګټئ او له ځان سره ئې ولرئ ؛ مګر زړه مه پر بايلئ د هغه سته والى او نه ستوالى  بايد تاسو ته يو رازوي ؛ که الله جل جلاله تاسو ته په رزق کي پراخي درکړي له ځنډ پرته د هغه نعمت په سينه پوري ونيسئ او که مو روزي تنګه سوه نو د الله جل جلا له ورکړه ئې وبولئ او شکر ئې اداء کړئ .

٨_ د خلکو څه اميدونه وشکوئ : ټول اميدونه مو يوازي په الله جل جلا له پوري وتړئ ، خلک چي هرڅه لري د هغو څخه زړه وشکوئ ، د خلکو په لاسونو کي چي هرڅه دي له هغو څخه په پوره توګه ناهيلي سئ، ځکه کله چي انساني او ټولنيزي اړيکي له منځه ځي نو ډېري ئې د ماتو هيلو پايله وي .

 ٩ _ پايلي: هر فضيلت یوه ثمره لري چي پر هغې دلالت کوي؛ د ایمان ثمره پر هغې عمل کول دي ، دعشق ثمره خضوع او عاجزي ده، د علم ثمره خشوع او وېره ده،د ورورلۍ ثمره مهرباني او زړه سوي دی، د اخلاص ثمره استقامت دی، د جهاد ثمره قرباني ده، د زهد او تقوی ثمره کرم او عزت دی او د یقین ثمره او پایله په عاجزۍ سره  تسلیمېدل دي، نوکه چیري له دې فضایلو سره یې ثمرې نه وي؛ یواځي د خولې خبري دي اوبس!

١٠ _ راځئ،  چي د نورو له سپکاوي او غيبته ځانونه وژغورو، د نورو له نيمګړتياوو سترګي پټي کړو او د نورور تر تېروتنو ورتېر سو . ځکه رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي : «چا چي درسره دوستي پرې کوله، ته ورسره دوستي کوه، چا چي درسره ظلم کاو، ته ورته بخښنه کوه» .

دغه هم وګوری

د مړیو سوزول که د انساني کرامت سپکاوی

لیکنه: د البحوث الفقهیّة المعاصرة مجلې لخوا تلخیص او راټولونه: محمد خالد (ملکزی) مخکې له …