مخپاڼه / بیلا بیل / د سروزرو کرښي ( درېيمه برخه)

د سروزرو کرښي ( درېيمه برخه)

د سروزرو کرښي ( درېيمه برخه )

ليکنه او راټولونه : محمد نبي سلطاني

محمد نبې سلطانې

١_  ځان ته روزي په خپله وګټئ :  په مينه او زيار ګالني سره خپل کار  وبار وکړئ ، ځانته روزي په خپله وګټئ او  پرچا باندي مه بار ېږى .

د کار  وبار د پرمختګ له پاره تل د رښتيا لاري  چاري غوره کړئ ، د  درواغو، قسمونو څخه په کلکه  ځان  وساتئ ، په ټينګ عزم سره کار و بارکوئ او ښه ډېره ګټه وکړئ ، چي خلکوته محتاج نه سئ د رسول الله صلى الله عليه وسلم  څخه خلکو وپوښتل يا رسول الله ! ترټولو ښه کټه کومه ده رسول الله  صلى الله عليه وسلم  و فرمايل: دخپل لاس کټه او هر هغه کار وبار چي په هغه کي درواغ او خيانت نه وي . حضرت ابو قلابه رحمة الله  به فرمايل: په بازار کي په ټينګ عزم سره کار وبار کوئ تا سي به پر دين په کلکه ولاړ پاته سئ او له خلکو به بې پروا اوسئ  .

څوک چي قرآنکريم ووايي الله جل جلاله  لس نيکۍ ورکوي: د ابن مسعود رضى الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روايت کړى دئ، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: که چا يو حرف  د قر آنکريم ووايه الله جل جلاله به په بدله کي يوه نيکي ورکړي اويوه نيکې په ثواب کي د لسو نېکيو سره برا‌بره ده زه دا نه وايم چي (آلمَ) يو حرف دى بلکي الف يوحرف دئ،لام بل حرف دئ ،ميم بل  حرف (يعني پر آلمَ  باندي ديرش نېکۍ دي).

عن ابن مسعود رضى الله عنه قال رسول الله صلی الله علیه وسلم من قر‌ءَ حرفا من کتاب الله فله به  حسنة والحسنة بعشر امثالها لا اقول آلمَ حرف ولکن الف  حرف ولامحرف وميم حرف. ( رواه الترمذي )

٢ _ بې زيانه تجارت:  څوک چي د سهار پر مهال د الله تعالي(جل جلا له) درحمت له وږمو ګټه پورته کړي، له خپلو وړتیاوو څخه د خپلو نېکو دوستانو په حق کي کار واخلي او توښه ترې جوړه کړي او له خپلي فرمانبردارۍ څخه خوښ وي؛ نو داسي تجارت ئې پيل کړ  ، چي هيڅ تاوان نه لري او له هغه چا سره ئې  سودا وکړه ، چي خیانت نه کوي داسي شتمني ئې راټوله کړه چي هيڅکله نه فنا کیږي.

٣ _ څوک چي … : څوک چي د علم ادعا کوي او د مفسيدينو ملګرى وي، په حقيقت کي یو سودا ګر دي، څوک چي د اصلاح ادعا کوي او له ظالمانو سره ملګرى وي؛ نوفاجر دئ، څوک چي د تقوا ادعا کوي او په دنيا پسې وي دجال دي، څوک چي د وطن پرستۍ ادعا کوي او د خلکو تر منځ نفاق را منځ ته کوي، هغه خاين دئ ، څوک چي دحکمت ادعا کوي او د هغه څخه منحرف وي؛ جاهل دي، څوک چي دپهلوانۍ ادعا کوي او د هوس بنديوان وي، ناځوانه  دئ،څوک چي د رهبرۍ ادعا کوي او کينه ګر وي ؛ د هغه حيوان په څېر دي چي پړي ئې په غاړه کي پروت او تړل سوي وي، څوک چي د آزادۍ ادعا کوي اوملحد وي؛ تخريبکار دئ، څوک چي د هدایت ادعا کوي د قرآن اوسنتو مخالف وي، ګمراه دئ او څوک چي د دعوت ادعا کوي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دعوت مخالف وي؛ نو جاهل دئ.

٤ _   درې خويونه :   د انس ر ضى الله عنه څخه روايت دى: چي نبي کريم صلی الله علیه وسلم وفرمايل: دري خويونه که په چا کي وه هغه به د ايمان د شیرينۍ څخه خوند اخلي :

١ _   چي الله جل جلاله  او  رسول صالى الله عليه وسلم  تر بل هر چا ورته محبوب وي.

٢ _  د چا سره چۍ مينه او محبت کوی نو هغه مينه او محبت به يي یوازي د الله جل جلاله  په خاطر وي.

٣ _  کفر ته ستنيدل دا ډول ورته ناخوښه او بد ښکاري لکه په اور کي چي ورته غورځول نا خوښه او بد  ښکاري.

عَنْ أَنَسٍ عَنِ النَّبِىِّ – صلى الله عليه وسلم – قَالَ « ثَلاَثٌ مَنْ كُنَّ فِيهِ وَجَدَ حَلاَوَةَ الإِيمَانِ أَنْ يَكُونَ اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَحَبَّ إِلَيْهِ مِمَّا سِوَاهُمَا ، وَأَنْ يُحِبَّ الْمَرْءَ لاَ يُحِبُّهُ إِلاَّ لِلَّهِ ، وَأَنْ يَكْرَهَ أَنْ يَعُودَ فِى الْكُفْرِ كَمَا يَكْرَهُ أَنْ يُقْذَفَ فِى النَّارِ » .

٥ _ مدرسه ( مکتب ) : د انسانيت جوړوني ځاى :  مدرسه هغه مکرم او معظم ځاى دئ چي په هغې ( هغه) کي د انسان فکر داسي جوړيږي چي د خپل ارزښت ناک ژوند هره شېبه او هر ګړى بې ځايه اوعبث تېر نه کړي او د خپل ژوند په اوږدو کي د هر باطل او هر ناپوه انسان له پاره د خير داعي اوبلونکى وگرځي او همدا ډول په مدرسه کي د اسلام د سپېڅلي دين بلونکي او د همدې دين پتنګان روزل کيږي. مدرسې هغه ديني او انساني مرکزونه دي چي د همدې مراکزو څخه د مځکي پرمخ د نړۍ وهرګوټ ته د هغه سپېڅلي دين او هغه سپېڅلي ژوند شغلې او ځلاوي رسيږي چي په هغه دين کي هيڅ ډول نيمګړتيا ، هيڅ ډول عيب او هيڅ ډول خواشيني او خفګان نه ليدل کيږي بلکي هرانسان ددې روښانه او الهي دين په منلو سره  د هوسايۍ او خوشالۍ احساس کوي مدرسه دهغه ودي او سوکالۍ پلار دئ چي نه يوازي دتمدن ، عقېدې او انسانيت جوړښت پکښي رامنځته کيږي بلکي په روهي (روحي) لحاظ هم درملنه پکښي کيږي .

٦ _ ښه اخلاق  : دمزينه قبيلې له يوه سړي څخه روايت دئ ،چي په صحابه کرامورضی الله عنهم کي چاله رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه پوښتنه وکړه : چي  په هغوټولونعمتونوکي ،چي الله پاک انسان ته ورکړي کوم غوره اوبهتردی؟رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:ښه اخلاق . (بيهقي)

٧ _  نرم خوى : له عبدالله بن مسعودرضی الله عنه روايت دی ،چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل :زه تاسوته هغه څوک دروښيم ،چي ددوزخ په اورحرام دئ اوهغه څوک ، چي د دوزخ  اور پر ده حرام دئ، هرهغه څوک ،چي نرم مزاجه، نرم خويه او خلگوته نژدې وي .(احمد،ترمذي)

٨ _ دمسلمان ژورنالیست ځانګړتيا :    مسلمان ژورنالیست  دکفري نړۍ په څېر د باطل ،ظلم ، جبر او تحريف کړنلاره نه لري ، بلکي  هغه ديو  سوچه  مسلمان په څېر په عقیدوي اوعملي ډول  د اسلام  د اصولو  او قوانينو پابند دئ ، هغه په ټولنه کي  ديوه سپېڅلي معلم ، داعي ،مبلغ ،مجاهد ، مصلح  او نورو … په  څېر  دخلکو په زړونو کي  ځای لري .

٩ _ شاعره !    ته د بلي هري ډلي  په پرتله ډېر د خلکو د عقل او عواطفو واګي په لاس کي لرې، نو  په خپل شعر کي  د بدو او ناوړو  شيانو ستاينه مه کوه او مه هغوى ته پوچ ، فحش او  ناوړه شيان ستايه ، که نه د وجدان او ضمير د قوې دداسي ټکان سره به مخ سې، چي تر مرګه پوري به هغه نه در څخه  هېرېږي او پر خپل کړي بد عمل به پښيمانه ئې .

١٠ _ دپوهي ژوند : له غیبت، بهتان، ښکنځلو، بدو  ویلو او  بې ځایه د یو بل مسلمان د متهم کولو څخه ځان ساته ځکه دا د اسلامي اخلاقو یوه بله نمونه ده چي مسلمان ئې په خپل ژوند کي په ثبوت رسوي او یاد سوي ټول څیزونه  د کبیره ګناهونو په جمله کي راځي  چي  ریښتنی مومن هر وخت خپل ځان ترې ساتي د اسلامي اخلاقو یوه اساسي غوښتنه له انسانانو څخه دا ده چي د پوهي ژوند غوره کړي او هغو بنسټونو ته په ریښتنې توګه کار وکړي چي د ټولني په وړاندي د تورتم دروازې تړي او د پوهي په روښانه کاروان کي ئې ورګډوي.

دغه هم وګوری

د مړیو سوزول که د انساني کرامت سپکاوی

لیکنه: د البحوث الفقهیّة المعاصرة مجلې لخوا تلخیص او راټولونه: محمد خالد (ملکزی) مخکې له …