مخپاڼه / بیلا بیل / د سروزرو کرښي شپږمه برخه

د سروزرو کرښي شپږمه برخه

د سروزرو کرښي شپږمه برخه

ليکنه او راټولونه : محمد نبي سلطاني

١ _  غوره کار  :  ابو موسی رضى الله عنه فرمايي: ځيني صحابه کرامورضى الله عنهم  وويل: اې د الله رسوله ! د اسلام کم  کار تر نو رو غوره دئ؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم  ورته  وفرمايل: د چا د ژبي او لاس د ضرر څخه چي مسلمانان په امن کي  وي .

عَنْ أَبِى مُوسَى – رضى الله عنه – قَالَ قَالُوا يَا رَسُولَ اللَّهِ أَىُّ الإِسْلاَمِ أَفْضَلُ قَالَ « مَنْ سَلِمَ الْمُسْلِمُونَ مِنْ لِسَانِهِ وَيَدِهِ » .

٢ _ پنځه پوښتني :  عبدالله ابن مسعود رضى الله عنه  د رسول الله صلى الله عليه وسلم  څخه نقل کوي چي تر هغه به د انسان قدمونه د قيامت په ورځ  د الله جل جلاله   د مخي څخه پورته نه سي ترڅو دپنځوشيانوپوښتنه ورڅخه  ونه سي .

١_ د عمرپه اړه چي په څه کي دي تېرکړ.

٢_ د ځوانانۍ په اړه چي په څه کي دي تېره کړله.

٣_   د مال په اړه چي دکومي خواڅخه دي ترلاسه کړ.

٤_  مال دي په څه کي  مصرف کړ.

٥_ په علم دي څونه عمل کړى وو .

عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ مَسْعُودٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم : لا تَزُولُ قَدَمَا عَبْدٍ يَوْمَ الْقِيَامَةِ حَتَّى يُسْأَلَ عَنْ خَمْسَةٍ : عَنْ عُمْرِهِ فِيمَا أَفْنَاهُ ، وَشَبَابِهِ فِيمَا أَبْلاهُ ، وَعَنْ مَالِهِ مِنْ أَيْنَ اكْتَسَبَهُ وَفِيمَ أُنْفِقَهُ ، وَعَنْ مَا عَمِلَ فِيمَا عَلِمَ . ( رواه الترمذي )

٣ _ قوم پرستي  : د قوم پرستۍ ريښې له منځه يوسئ ، پر يو واحد ټغر راټول سئ ، ځکه د دغه بد عمل اول مؤسس ابوجهل دئ؛ ابوجهل سره له دې چي ښه پوهېدئ ، چي رسول الله صلى الله عليه وسلم  حق پيغمبر دى خو په دې خاطر، چي تر بور مي دئ ولي ئې تصديق وکم، ځان ئې تباه او بر باد کړ . د يو حديث مفهوم دئ ((  هغه څوک له موږ څخه نه دئ چي خلک قوميت ته رابولي او هغه څوک له موږ څخه نه دئ چي په دغه منظور جنګ کوي او هغه څوک له موږ څخه نه دئ چي په همدې مفکوره مړسي .

« لَيْسَ مِنَّا مَنْ دَعَا إِلَى عَصَبِيَّةٍ وَلَيْسَ مِنَّا مَنْ قَاتَلَ عَلَى عَصَبِيَّةٍ وَلَيْسَ مِنَّا مَنْ مَاتَ عَلَى عَصَبِيَّةٍ ».  (ابوداود)

٤ _  د حضرت عمر رضى الله عنه عدل :  اياس بن سلمه له خپل پلارڅخه روايت کوي چي: يوځل زه په بازار کې روان وم حضرت عمر رضي الله عنه  کرار په دوره و وهلم او را ته وې ويل : له لارې يوي خواته سه ، يو کال وروسته  چې بياورسره مخامخ سوم پوښتنه ئې را څه وکړه چي سږ کال د حج اراده لرې؟ ماويل : هو! نو تر لاسه يې ونيولم  کورته ئې بوتلم شپږ سوه درهمه  يې راکړل  او راته وې ويل: دا ستا د لاري خرچه ده او دا د هغه دورې په بدل کي دي چي تېر کال مي ته وهلى وې،  ما وويل: اې امير المؤمنينه ! زما خو هغه دوره پخوا لا هېره وه، وې ويل: که له تاڅه هېره وه ماته ياده وه .

٥ _ اصلي هدف : يوازي دمال راغونډول په هغه پسي هڅه او تلاښ کول د يوسوچه او باديانته  مسلمان د ژوند اساسي تګ لورى نه دئ مسلمان بايد هرڅه د خپل پيدايښت په علت اوهدف کي دننه ولټوي .

٦ _ مه ناهیلى کېږه! که یو کار داسي وو، چي ستا ورسره مینه وه او خپل خیر دي پکښي لیدى ، خو تر سره نه سو، نو مه ناهېلى کېږه او  بیا پکښي کوښښ وکړه، ځکه هره ناکامي د کامیابۍ له پاره دروازه پرانيزي او د خير دروازې تر دې ډېري دي، چي وشمېرل سي او چاته چي د خیري ټولي دروازې پرانستل سي، نو بېله شکه ، چي عزتمن کېږي.

٧ _ اې ځوانانو ! د الله تعالى له لوري پر دركړل سوي ښايست قناعت او اكتفاء وكړئ، يوازي دونه تصرف وكړئ چي په فطري ښايست كي د تغيير په معنى نه وي، مه د ښځو په څېر جامې اغوندئ، مه د ښځو په څېر سينگار كوئ .

٨ _ د ژبي هلاکت : که خپلي ژبي په واک کي ونه لرو ، نو کېداى سي چي د خپلي ژبي په وجه جهنم ته ولاړ سو ، ځکه د يو حديث شريف مفهوم همداسي دئ : ( جهنم ته به ډېر خلک د ژبي د لاسه داخلېږي .

٩ _ بدي په نیکي سره دفع کړه : ښې خبرې اوښه اخلاق دښمني په دوستي بدلوي او دانسانانو په زړونو کې د رحم اوعاطفې غریزه پیاوړي کوي له همدې کبله مسلمان ته امر سوی چې هغه بدي په نیکي سره دفع کړي الله پاک فرما يي :

ادْفَعْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ فَإِذَا الَّذِي بَيْنَكَ وَبَيْنَهُ عَدَاوَةٌ كَأَنَّهُ وَلِيٌّ حَمِيمٌ. (  سورة فصلت : ايت، ٣٤)

ژباړه : ته بدي په نېکي دفع کړه ناڅاپه به ستا دښمن ستا ډیر صمیمي دوست سي.

يادونه : بدي په نېکي دفع کول دې ته وايي چي دسختۍ په مقابل کي نرمي وسي ، د انتقام په بدل کي له عفوي څخه کار واخیستل سي ، د غضب او غوسې پرځای حلم  او نرمي غوره کړل سي  او دځان غوښتني پرځای قربانۍ ته رجوع وسي .

 ١٠ _ د  مور  او  پلار  احترام کوئ!    مور تاسي نهه  مياشتي په ګېډه کي دوه کا له په غېږه کي او څلور کاله  په  څنګ کي  ساتلي او  روزلي  ياست  او  همدارنګه پلار مو ستاسو له پاره هر ډول احتياجونه، تکليفونه  او  مسافرت پر ځان اخيستی تر څو  اولاد  مو په آينده کي د دنيا  او  آخرت  عزت  او آرامي تر لاسه کړي ، د رسول الله صلى الله عليه وسلم  د يو حديث مفهوم دئ چي  د مور او پلار مخ ته په خوشحالۍ کتل د حج او عمرې برابر ثواب لري .

دغه هم وګوری

د مړیو سوزول که د انساني کرامت سپکاوی

لیکنه: د البحوث الفقهیّة المعاصرة مجلې لخوا تلخیص او راټولونه: محمد خالد (ملکزی) مخکې له …