مخپاڼه / بیلا بیل / د سروزرو کرښي څلرمه برخه

د سروزرو کرښي څلرمه برخه

د سروزرو کرښي څلرمه برخه

ليکنه او راټولونه : محمد نبي سلطاني

دسرو زرو کرښو

هوښيار انسان : ابو يعلي شداد بن اوس رضى الله عنه د رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه روايت کړى : چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي : هوښيار سړى هغه دئ ، چي له ځان سره حساب او کتاب وکړي او د اخيرت له پاره کار وکړي ، کم عقل سړى هغه دئ ، چي خپل نفس د خپلو نفسي غوښتنو تابع کړي او په الله تعالى پوري بې ځايه هيلي وتړي .

عَنْ أَبِي يَعْلَى شَدَّادِ بْنِ أَوْسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ ،  عن النبي صلى الله عليه و سلم قال الْكَيِّسُ مَنْ دَانَ نَفْسَهُ وَعَمِلَ لِمَا بَعْدَ الْمَوْتِ وَالْعَاجِزُ مَنْ أَتْبَعَ نَفْسَهُ هَوَاهَا وَتَمَنَّى عَلَى اللَّهِ الْأَمَانِيَّ . ( راوه الترمذي)

٢ _ نـبـوي وصــیــت :  ابوایوب الانصاري رضي الله عنه وایي  یو سړی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او  ورته  وې ویل: یا رسول الله په لنډه توګه وعظ او نصیحت راته وکړه  هغه ورته وویل: کله چي لمانځه ته ولاړ سې ، د دنيا څخه د رخصت اخيستونکي په څېر لمونځ کوه  ( داسي لکه دا چي دي وروستی لمونځ وي )  داسي خبري مکوه چي سبا ئې له امله عذر کولو ته مجبوره سې او د خلکو په لاسونو کي چي هر څه دي له هغو څخه هيله پرې کړه.

عَنْ أَبِي أَيُّوبَ الأَنْصَارِيِّ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ : جَاءَ رَجُلٌ إِلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَ : عِظْنِي وَأَوْجِزْ ، فَقَالَ : إِذَا قُمْتَ فِي صَلاَتِكَ فَصَلِّ صَلاَةَ مُوَدِّعٍ ، وَلاَ تَكَلَّمْ بِكَلاَمٍ تَعْتَذِرُ مِنْهُ غَدًا ، وَاجْمَعِ الْيَأْسَ مِمَّا فِي أَيْدِ الناس. ( ابن ماجه )

٣ _ د دنياوي او اخروي امتحان فرق :

(١) : د دنيا د پارچي  سوالونه معلوم وي ، خو  د اخرت د پارچي سوالونه  نه دي معلوم ، چي فرق ئې په قران او په حديث باندي عمل دئ .

(٢) :  دنياوي امتحان ورکول په زياته کچه پر ذهانت او ويلو وي ، هغه څه به په ذهن کي کښېنوي چي ورته ويل سوي وي خو د اخرت  نصاب زيات تړاو  د اعمالو سره لري ؛ لکه : لمونځ ، روژه ، زکات ، د مور او پلار تابعداري او نور … نو هغه څوک چي په ذهن کمزوره وي هغه عذر نه  سي وړاندي کولاى ، ځکه د نېکو اعمالو له پاره ذهن شرط نه دى ، بلکي اخلاص او قرباني شرط ده .

(٣) : په دنياوي امتحان کي پر ذهن بوج وي او سړى په زوره ځان د امتحان له پاره تياره وي، خو د اخرت د امتحان له پاره چي کوم عبادتونه کوي په اول کي انسان ته ډېر ګران وي خو ډېر ژر په عبادت کي سکون مومي او د الله جل جلاله  کومک، نصرت او توفيق ورسره مل سي .

٤ _ د حضرت سليمان عليه السلام او عابد کيسه : حضرت سليمان عليه السلام يو ورځ پر خپل تخت باندي  په هوا روان وو ، مرغانو په خپلو وزرونو سيورى پر کړى وو ، چي راسته او چپه خواته ئې انسانان او پيريانان وه ، يو عابد په خپله عبادت خانه کي ناست وو ، چي د حضرت سليمان عليه السلام  دا راعب ، دبدبه او مقام ئې وليد ، بې اختياره ئې وويل : اې د داود عليه السلام زويه ! الله جل جلاله  تاته ډېره لويه پاچهي درکړې ده . هوا د حضرت سليمان عليه السلام  غوږو ته دا خبر ورسوى ، حضرت سليمان عليه السلام  د عابد څخه پوښتنه وکړه : ( اې عابده تا اوس زما په حق کي څه وويل ؟ ) هغه بيا هغه سي ورته وويل ، حضرت سليمان عليه السلام  ورته وويل : ته  د الله جل جلاله په عبادت  مشغول ئې ، د الله جل جلاله ذکر او عبادت کوې ، چي ته يو وار (سُبْحَانَ اللهِ)  ووايه نو دا د داود عليه السلام د زوى تر ټولي پاچاهى بهتره ده ، حضرت سليمان عليه السلام ورته وې ويل : زما دا سلطنت او باچاهي دا جاه او جلال  او دنياوي شيان به په مرګ سره له منځه ولاړ سي خو يو وار  (سُبْحَانَ اللهِ)  چي مسلمان ووايي نو  په بدل کي به الله جل جلاله جنت ورکوي ، چي  نعمتونه ئې نه حتمېدونکي دي نو کوم شى چي ډېر ښه سي او ختمېدونکى وي تر هغه شي نه دئ ښه چي نه ختمېدونکى وي که څه هم معمولي وي .

٥ _ وخت په شان د باران دئ :  تاسو به ليدلى وي چي کوم څاڅکى د اسمان څه راشوه سي نو هغه بيرته نه پورته کېږي ، نو  وخت چي تېر سي هغه بيا  نه   راګرځول کيږي .

باران يو دئ خو چي پر همواره او ډبرينه مځکه وسي نو کومه فائده نه ورڅخه اخيستل کېږي خو چي پر خوږه مځکه وسي ښائسته ، ګلونه ، باغونه او نبات په رازرغونه سي چي د خپل ځان د ښايست او د نورو خلکو د فائدې سبب وګرځي  ؛ که دغه د باران څاڅکي  د مار په خوله کي ولوېږي  زهري قاتل ورڅخه جوړ سي ، د خلکو د تاوان سبب ګرځي ، همداسي وخت دى که چا ګټه ورڅه وا نه خيستل په بې ګټو ، عبثو ، بې مطلبه او بې مقصده کارونو کي ئې مصرف کړ ، نو د خسارې او زيان سبب ئې ګرځي او کوم کس چي فائده ورڅخه واخيستل د علم او عمل په ګېڼه ئې ځان ښائسته کړ ، د الله جل جلا له  عبادت ئې وکړ ، د الله د رسول تابعداري ئې وکړه ، اخلاق ئې د هغه په ډول جوړ کړه ، د مور او پلار خذمت ئې وکړ ، د غريب لاس نيوى ئې وکړ او خپل ټولنيز اخلاق ئې سم کړه ، نو په خپله ئې هم لوى مقام په برخه سو  او د نورو خلکو له پاره هم سبب د رحمت و ګرځېدى .

٦ _ د ملګري ستاينه کوه :  که ستا ملګری په ملګرتیا کي مخلص وي پر تائې خیر پېرزو وي او ستا په خفګان او مصيبت خفه وي نو داسي ئې وګڼه چي ښه ملګری دئ او  د هر ډول تعریف او ستایني حقدار دئ كه د هغه  يوازي نيت ښه وي او عملاً  ئي څه  ګټه  نه وي درته رسېدلې نو بيا ئې هم   ستاينه  کوه  ځكه چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي : ( نِيَّةُ الْمُؤْمِنِ خَيْرٌ مِنْ عَمَلِهِ )  د مومن نيت د هغه تر عمل غوره دئ. همداسي علي کرم الله وجهه فرمایي: که یوڅوك خپل ورور په رېښتوني نيت ونه ستائي هغه بیاپه ښه كار  هم نه ستائي .

٧ _ داسلام لارښوونه: د خداى پرستي لارښوونه ده ، چي انسانيت ته ددې خبري بلنه ورکوي چي يوازي د يو الله عبادت وکړئ بل څوک د الله شريک مه گرځوئ ، لمونځ وکړئ، پاک لمنه و اوسئ، رښتيا ووايئ پخپلو منځونو کي صله رحمي وکړئ، له يو او بل سره همدردى وکړئ او عدالت خپل شعار وگرځوئ .

٨ _  لويه خدايه ! د داسي کسانو د دوستۍ څخه فناء راکړئ ، چي د قدرت وږي  او د نورو د وينو تږي  وي ، ځان ته ښکلى جهان غواړي او نورو ته څيري ګرېوان، احسان  ئې  د مطلب په لومه کي نغښتى وي او زړه سوى ئې د  تظاهر په جام  کي ايښي وي، د سترګورو سره  دښمني لري او له ړندو سره خپلوي، د ظلم څخه خوند اخلي، مظلومان ربړوي ، د يتيمانو او بېوزلانو د اوښکو پروا نه کوي، خو د ظالم اولادونه په غېږ کي ګرځوي، د وطن د ابادۍ خيال نه ساتي، خو په ورانۍ کي ئې تر نورو  وړاندي ځي،  شوم عمل د ځان وياړ ګڼي، خيانت ئې خپل پېشه ګرځولى وي  او  چي له  صداقت څخه تښتي.

 

دغه هم وګوری

د مړیو سوزول که د انساني کرامت سپکاوی

لیکنه: د البحوث الفقهیّة المعاصرة مجلې لخوا تلخیص او راټولونه: محمد خالد (ملکزی) مخکې له …