مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / د سلام کولو فضیلت

د سلام کولو فضیلت

د سلام کولو فضیلت

لیکنه: حامد افغان

   د یوه مسلمان بل ته سلام کول د اسلام له مهمو سنتو او سترو نښو بلل کیږې ، سلام د  خدای جل جلاله نوم دی او د امن ، روغتیا او ارامي معنا لري ، په حدیثو کې د سلام کولو او سلام عامولو خورا ډیر فضیلتونه او ثوابونه راغلې دي ، چې څو یې دلته را اخلو : رسول الله صلي الله علیه وسلم ته یوه سړي وویل : کوم اسلام غوره دی ؟ یعني په اسلام کې کوم عبادت غوره دی ، هغه ورته وویل : خلکو ته خوراک ورکول ، که څوک پیژنې یا یې نه پیژنې سلام ورته کول ، عن عبد الله بن عمر أن رجلاً سأل رسول الله: أي الإسلام خير؟ قال: تطعم الطعام، وتقرأ السلام على من عرفت ومن لم تعرف . ( متفق عليه)  .

سلام د مسلمانانو په منځ کې مینه او محبت زیاتوي ، او د سلام په برکت سره له زړونو نه کرکه او نفرت لرې کیږې داراز په سلام سره د مسلمانانو په منځ کې پیژندګلوي اوشناخت هم راځي . کله چې د دوو مسلمانانو ترمنځ کوم خپګان او خوابدی راشي او څه وخت وروسته د دوی دواړو یو یې  بل  ته سلام وکړي هغه خوابدی او خپګان هرڅه له منځه ولاړ شي او په منځ کې یې مینه او محبت پیدا شي . رسول الله صلي الله علیه سلم وایې : تاسو جنت ته نشئ ننوتلئ څو پوره مومنان نه شئ او پوره مومنان نشئ کیدلی ترڅو په خپلو کې له یوه بل سره مینه ونکړﺉ ، ایا زه تاسو ته داسې شی در ونه ښیم چې په کولو سره به یې ستاسو په منځ کې مینه زیاته شي ؟! په خپلو کې یوه بل ته سلام کول زیات کړﺉ . عن أبي هريرة-رضي الله عنه- قال: قال رسول الله-صلى الله عليه وسلم-: لا تدخلون الجنة حتى تؤمنوا، ولا تؤمنوا حتى تحابوا، أو لا أدلكم على شيءٍ إذا فعلتموه تحاببتم؟! أفشوا السلام بينكم . (أخرجه مسلم في صحيحه) .

د یوه مسلمان بل ته سلام کول د دوی دواړو ګناهونه تویوي په یوه حدیث کې راغلې دي رسول الله صلي الله علیه وسلم وایې: بې شکه یو مومن چې له بل سره مخامخ شي ، سلام ورته وکړي ، او له لاسه یې ونیسي روغبړ ورسره وکړي ، د دواړو ګناهونه داسې ورژیږي لکه د ونې پاڼې چې رژیږي . عن حذيفة أن النبي-صلى الله عليه وسلم- قال: إن المؤمن إذا لقي المؤمن فسلم عليه وأخذ بيده فصافحه تناثرت خطاياهما كما يتناثر ورق الشجر. رواه الطبراني، وقال الألباني: “صحيح لغيره”؛ كما في صحيح الترغيب والترهيب، رقم(2720).

1495686821_9128

داراز سلام نه کول په حدیث کې تر ټولو زیات بخل بلل شوی دی ، په روایت کې راغلې دي رسول الله صلي الله علیه وسلم وایې : ترټولو عاجز انسان هغه دی چې په دعا کې کمزوری او عاجزه وي ، اوترټولو زیات بخیل هغه څوک دی چې په سلام بخل کوي . عن أبي هريرة – رضي الله عنه- قال: قال رسول الله-صلى الله عليه وسلم-: أعجز الناس من عجز في الدعاء، وأبخل الناس من بخل بالسلام . رواه الطبراني ورجاله رجال الصحيح، وقال الألباني: “حسن صحيح”؛ كما في صحيح الترغيب والترهيب، رقم(2714).

د مسلمانانو ترمنځ د میني او محبت د لزوم او وجوب لامله د دوی په منځ کې له یوه بل سره خوابدی ، خبرې نه کول او یوه بل ته سلام نه کول حرام او ناروا بلل شوې دي ، رسول الله صلي الله علیه وسلم وایې : مسلمان ته نده روا چې خپل ورور له دری ورځو زیات پریږدي یعني ورسره خپه شي ، او دمخامخ کیدلو په مهال له یوه بل نه مخ اړوې ، په دوی دواړو کې غوره یو یې هغه دی چې په بل باندي په سلام کولو کې مخکې شي . عن أبي أيوب-رضي الله عنه- عن النبي -صلى الله عليه وسلم- أنه قال: لا يحل لمسلم أن يهجر أخاه فوق ثلاث، يلتقيان فيصدُّ هذا ويصدُّ هذا، وخيرهما الذي يبدأ بالسلام . رواه البخاري ومسلم .

دغه هم وګوری

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي قسم …

2 تبصیری

  1. brand [url=https://chloroquinego.com/#]chloroquine look like[/url]
    powder chloroquine injection during pregnancy hold https://chloroquinego.com/

  2. 40 phosphide for unfavourable emirates at some flawless Cialis without rx Gabby dissection touch that the РІ 10