مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / د قدر د شپي فضايل، وخت او عبادات

د قدر د شپي فضايل، وخت او عبادات

دقدر د شپې بيان فسبوک

دقدر د شپې بيان

 

د روژې په مياشت کي يوې شپي ته د قدر شپه ويل کېږي چي ډيره د خير او برکت شپه ده په قرآن کريم کي دا شپه تر زرو مياشتو غوره بلل سوې ده د زرو مياشتو څخه درواتيا کاله څلورمياشتي جوړيږي هغه سړى ډير نيکمرغه دى چي ددغه شپې عبادت ورنصيب سي .

څوک چي په دغه شپه کي عبادت وکړي داسي ثواب لري ګويا تر درواتيا کلو او څلورو مياشتو زيات عبادت يې وکړى .

زيات نو هم نه دى معلوم چي څومره به زيات وي دا په حقيقت کي د الله جل جلاله  لوى انعام دى چي د قدر شپې عبادت کونکو ته يې ورکړى دى په درمنثور کي يو حديث راغلى دى چي انس رضی الله عنه  د رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه رانقل کړى دى هغه دا چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي : الله جل جلاله  زما امت ته شب قدر ورکړى دى نورو امتو ته يې نه دى ورکړى .

دا چي دې امت ته دغه شپه ورکړل سوې ده سبب به يې څشي وي؟

په دې اړه مختلف روايتونه راغلي دي يو دادى چي د نورو امتونو عمرونه ډير وه او د نبي صلی الله علیه وسلم  د امت عمر لږ وو او ددې امت د نيکو عملونو اندازه د هغو سروه برابرول ممکن نه وه نو د نبي صلی الله علیه وسلم  سره غم پيدا سو الله جل جلاله  و خپل نازولي پيغمبر ته دغه شپه ورکړه چي د امت د نيکو عملونو اندازه يې د نورو امتونو سره برابره سي.هغه سړى به ډير نيکمرغه وي چي په دغه شپه عبادت وکړي که څوک لس شپې د قدر عبادت وکړي نو عبادت يې تر اتو سوو درو ديرشو او څلورو مياشتو زياتيږي . په يوه روايت کي راغلي دي چي نبي صلی الله علیه وسلم  د بني اسرائيلو ديوه سړى بيان وکړى چي زر مياشتي پرلپسي يې دالله جل جلاله  په لاره کي جهاد کړى و اصحاب کرام رضی الله عنهم   ډير غمجن سوه چي داسي کارونه خو موږ بيخي  نسو کولاى نو الله جل جلاله  دغه شپه نازله کړه .

په بل روايت کي راغلي دي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د بني اسرائيلو د څلورو مبارکو انسانانو يعني زکريا علیه السلام  ، ايوب علیه السلام  ، حزقيل علیه السلام  ، او يوشع علیه السلام  بيان وکړى چي تر اتياوو کالو پوري مسلسل يې دالله جل جلاله  عبادت کاوه او د سترګو يو رپ نافرماني يې د الله جل جلاله  څخه نه کول اصحاب کرام رضی الله عنهم   په دې سره حيران سوه دستي جبرآئيل علیه السلام  د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په خدمت کي حاضر سو او سورة قدر  يې نازل کړى .

ددغه روايتونو د اختلاف وجه ده چي کله يو شى دډيرو واقعاتو وروسته پېښ سي نو هري واقعې ته يې نسبت کېږي خو په هر صورت دغه شپه د الله جل جلاله  د لوري څخه و محمدي امت ته يو لوى انعام دى. او دا د الله جل جلاله  ورکړه ده او په دغه شپه کي عبادت هم دالله جل جلاله  په توفيق سره کېداى سي که نه نو …..

تهىدستان قسمت را چه سود از رهبر کامل            که خضر از آب حىوان تشنه مى آرد سکندررا

ژباړه: د کم نصيبو لپاره د کامل رهبر څه ګټه ده چي خضر  علیه السلام  سکندر تر آب حيات تږي تېر کړى

څومره د غبطې خبره ده چي بزرګان فرمايي چي زموږ څخه تر بلوغ وروسته شب قدر نه دى تېر سوى .

البته ددغه شپې په تعين کي د علماو تر منځ اختلاف دى نژدې پنځه سوه ويناوي پکښي سوي دي د ټولو يو ځاي کول خو ګران کار دى مګر هغه مشهوري ويناوي يې رانقلوم :

دحديثو په کتابو کي ددغه شپې فضيلتونه په ډول ، ډول او په زياتو حديثونو کي راغلي دي خو لکه څرنګه چي ددغې شپې فضيلت په قرآن کي راغلى دى يو مستقل سورة ددغه شپې په اړه نازل سوى دى نو مناسبه ده چي اول ددغه څخه پيل وکړو او تفسير به يې وليکو چي د حکيم الامت حضرت مولانا اشرف علي تهانوي رحمه الله  د تفسير بيان القرآن څخه رااخيستل سوى دى :

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ(۱) إِنَّا أَنْزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةِ الْقَدْرِ (۲) 

ژباړه : شروع کوم په نامه د الله جل جلاله  چي ډير مهربانه او پوره بخښونکى دى بېشکه موږ قرآن د قدر په شپه کي نازل کړى دئ .

فايده : يعني قران کريم د لوح محفوظ څخه ددنيا و اسمان ته د قدر په شپه کي نازل سوى دى ددغه شپې لپاره دومره فضيلت بس و چي دومره لوى د عظمت شى په دغه شپه کي نازل سوى دى او لا دا چي په دې شپه کي نور فضيلتونه هم شامل دي ورپسې د تشويق په موخه الله جل جلاله  فرمايي :

وَمَا أَدْرَاكَ مَا لَيْلَةُ الْقَدْرِ (2)

ژباړه : تاته څه معلومه ده چي دقدر شپه څومره لوى شى ده او څومره فضيلتونه پکښي سته ددې وروسته الله جل جلاله  ددغه شپي څو فضيلتونه بيانوي :

لَيْلَةُ الْقَدْرِ خَيْرٌ مِنْ أَلْفِ شَهْرٍ (3)

ژباړه : د قدر شپه تر زرو مياشتو بهتره ده يعني ددې شپې عبادت تر زرو مياشتو تر عبادت زيات دى دا هم نه ده معلومه چي زياتوالى به څومره وي.

تَنَزَّلُ الْمَلَائِكَةُ   په دغه شپه کي ملائکي راکښته کېږي .

  علامه رازي رحمه الله  ليکي : ته چي ملائکو اول ځل وليدي ستا څخه يې کرکه کول او ستا څخه يې الله جل جلاله  ته شکايت کاوه چي دا به داسي مخلوق وي چي په مځکه کي به فساد کوي ويني به تويوي .

همدا ډول ستا مور او پلار چي اول ځل ته دمنيو څاڅکي وي ستا څخه يې کرکه کول آن تر دې چي د کالو سره به وموښتي کالې به يې پرېولل کله چي په تا باندي الله جل جلاله  ښايسته شکل واغوستى نو مور او پلار ستا سره محبت شروع کړى او ملائکي د عذر غوښتلو په موخه راکښته کېږي .

وَالرُّوحُ فِيهَا 

ژباړه : او روح القدوس يعني جبرائيل علیه السلام  هم په دې شپه راکښته کېږي د روح په معنى کي د مفسرينو څو قوله دي لومړى قول د جمهورو علماوو دى چي پو رتنۍ وينا کوي يعني دا چي د روح څخه جبرائيل علیه السلام  مراد دئ.

علامه رازي رحمه الله  فرمايي : چي هم دغه قول زيات غوره دئ. جبرائيل علیه السلام  يې د فضيلت له وجهي په خصوصي ډول تر ملائکو وروسته   ذکر کړى.

دوهم قول دادى چي د روح څخه يو لويه ملائکه مراد ده چي ټول اسمانونه او مځکي د دې په پرتله لکه يوه ګوله داسي دي .

دريم قول دادى چي د روح څخه مراد يوه خاصه ډله ملائکي دي چي نوري ملائکي هم يوازي د قدر په شپه ويني .

څلورم قول دادى چي د روح څخه يو خاص مخلوق مراد دى چي نه خوراک کوي او نه چيښاک کوي او نه انسانان دي او نه ملائکي دي .

پنځم قول دادى چي ددې څخه عيسى علیه السلام  مراد دى چي د محمد صلی الله علیه وسلم  د امت د کار نامو د ليدلو لپاره د ملائکو سره راکښته کېږي.

شپږم قول دادى چي ددې مراد دالله جل جلاله  يو خاص رحمت دى چي د ملائکو سره نازليږي .

ددې څخه علاوه نور قولونه هم سته خو مشهور قول يې اول قول دى .

سنن بيهقي د انس رضی الله عنه  په روايت د رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه  ارشاد رانقلوي چي فرمايي : د قدر په شپه جبرائيل علیه السلام  د يوې ډلي ملائکو سره يو ځاي و مځکي ته راکښته کېږي او څوک چي په ذکر اخته وي د هغه لپاره د رحمت دعا کوي.

بِإِذْنِ رَبِّهِمْ مِنْ كُلِّ أَمْرٍ (4) .

ژباړه : د خپل خداى جل جلاله  په اجازه هر د خير امر رااخلي او د مځکي و لوري ته راکښته کېږي .

مظاهرالحق ليکي : په دغه شپه ملائکي پيدا سوي دي ، په دغه شپه د بني آدم ماده جمعه کېدل شروع سوې ده او په دغه شپه د جنت درختي ايښودل سوي دي او ددعا قبليدل خو په دغه شپه په ډيرو روايتو کي راغلي دي.

ددرمنثور په يو روايت کي راغلي دي چي په دغه شپه عيسى علیه السلام  و اسمان ته پورته سو او په دغه شپه د بني اسرائيلو توبه قبوله سوه.

 سَلَامٌ .

ژباړه : دغه شپه سراسر سلام دئ يعني ټوله شپه د ملائکو دلوري پر مؤمنانو باندي سلام ويل کېږي يوه ډله ځي بله ډله راځي لکه د ډيرو روايتو څخه چي څرګنديږي يا مراد دا چي دا شپه سراسر سلامتيا ده د هر شر او فساد څخه امن دى .

هِيَ حَتَّى مَطْلَعِ الْفَجْرِ (5)

ژباړه: دغه شپه به (دبرکتونو سره وي ) د سهار تر ختو پوري .

داسي نه ده چي ددې شپې يوه برخه د برکت ده او نوره نونه ده بلکي دا ټوله شپه د برکتونو څخه ډکه ده د سهار تر ختو پوري .

په پورتني سورة کي الله جل جلاله  ددې شپې ډير فضائل بيان کړي دي د حديثو د بيان اړتيا نسته خو بيا هم ددې شپې په فضائلو کي ډير حديثونه راغلي دي نو ځکه يو څو حديثونه رانقلوم.

 

که چا دقدر په شپه کي عبادت وکړى ټول ګناهونه به يې وبخښل سي

١ : عن ابي هريرة رضی الله عنه  قال قال رسول  الله صلی الله علیه وسلم  من قام ليلة القدر ايمانا واحتسابا غفر له ماتقدم من ذنبه   ([1]) ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي څوک چي د قدر په شپه د ايمان سره د ثواب په نيت عبادت وکړي الله جل جلاله  به مخکني ټول ګناهونه وروبخښي.

فايده : په دغه شپه کي د درېدو څخه مطلب دادى چي پر لمانځه باندي ودريږي او دا هم پکښي داخل دى چي په يو بل عبادت لکه ذکر ، تلاوت او داسي نورو سره مشغول سي.د ثواب لاسته راوړلو څخه مطلب دادى چي ريا او يا بله بدنيتي نه وي پکښي بلکي يوازي د الله جل جلاله  د رضا لپاره وي .

خطابي رحمه الله  فرمايي : چي ددې څخه مطلب دادى چي پر ثواب يې يقين وي او زړه يې خوشاله وي . تکليف يې ځانته نه بولي او نا خوالي نه وي پکښي دا ښکاره خبره چي د سړى پر ثواب باندي څومره يقين ټينګ وي په دغه اندازه په عبادت کي تکليف پورته کول اسانه وي .

همدا وجه ده چي څومره سړى و الله جل جلاله  ته نژدې کېږي په هغه اندازه په عبادت کي شوق ډيريږي .

بله ضروري خبره داده چي په پورتني حديث او نورو حديثو کي چي د ګناه د بخښلو بيان سوى دى مراد ځني صغيره ګنا وي دي ځکه د کبيره ګناوو په اړه الله جل جلاله  په ( الا من تاب)سره تعبير کړى دى يعني هغه وخت بخښل کېږي چي توبه وباسي بېله توبې کبيره ګناهونه  نه بخښل کېږي علماو هم پر دې خبره اتفاق کړى دى چي کوم ګناهونه چي په دغه شپه کي بخښل کېږي صغيره ګناهونه دي .

زما پلار رحمه الله  په حديثو کي پر ګناهو باندي د صغائرو قيد لګولى دى او ددې وجهي يې بيان کړي دي لومړۍ دا چي د مسلمان شان دادى چي کبيره ګناه به نه کوي او که ځني وسي نو تر هغه وخته پوري دى نه په اراميږي تر څو توبه ونه باسي دوهمه خبره داده چي که انسان ته داسي زمينه مسعيده سي چي د قدر په شپه کي عبادت کوي نو ګويا دده لپاره توبه ضروري ده چي پر خپلو عملو نو باندي پښېمانتيا وکړي او هم داسي کېږي له همدې وجي توبه په خپله پکښي راځي ځکه د توبې څخه مقصد دادى چي پر تيرو ګناهونو پښيمانتيا وکړي او د راتلونکي لپاره د نه کولو پخه اراده وکړي .

له همدې وجهي څخه که د چا څخه کبيره ګناهونه سوي وي نو چي کله د قدر شپه ورته ورسيږي او يا د دعا د قبلېدو موقع په لاس ورسي نو د زړه د اخلاصه دي توبه په خوله وباسي او دراتلونکي لپاره دي د نه کولو ټينګه اراده وکړي چي د الله جل جلاله  کامل رحمت ورته متوجه سي .صغيره او کبيره ټول ګناهونه به وبخښل سي .

که درپه ياد سوه نو ما ګنهګار هم د اخلاص څخه په ډکودعاووکي ياد کړى.(که فقير ژباړونکي هم ياد کړئ ډيره لويه مهرباني به مو وي)

 

په رمضان کي يوه شپه ده چي عبادت يې تر زرو مياشتو بهتر دى

٢ : عن انس رضی الله عنه  قال دخل  رمضان فقال رسول الله صلی الله علیه وسلم  ان هذا الشهر قد حضرکم وفيه ليلة خير من الف شهر من حرمها فقد حرم الخير کله ولا يحرم خيرها الا محروم. ([2]) ژباړه: انس رضی الله عنه  فرمايي چي يو ځلي د روژې مياشت راغله رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل : پر تاسو باندي يوه داسي مياشت راغله چي يوه شپه پکښي ده چي تر زرو مياشتو بهتره ده څوک چي ددغه شپې څخه محروم سي ګويا د ټوله خيره څخه محروم سو . ددغه شپې څخه څوک نه محرومه کېږي مګر هغه څوک چي په حقيقت کي محروم وي .

فايده : ولي به داسي چاته محرومه نه ويل کېږي چي د اتيا کالو او څلورو مياشتو عبادت د لاسه ورکړي په يوه شپه باندي .دريل ګاډۍ د لين نوکرېوالان د څو پيسو په وجه ټوله شپه ويښ وي نو ددومره ستر عبادت لپاره چي سړى يوه  شپه ويښ سي دا نو څه ګرانه خبره ده .اصلي خبره داده چي په زړه کي عشق او درد نسته که يې څوک لږ خوند وويني نو بيا يوه شپه څه کوي په سلګونو شپې به ويښ وي.

الفت مىن برابر هى وفا هو که جفا هو          هر چىز مىن لذت هى اگر دل مىن مزا هو

محبت کي وفا او جفا برابره ده هر شى خوندور دى چي په زړه کي خوندور وي په هر صورت يو څه خو وه چي نبي علیه السلام  ددې دومره وعدو او زيرو سره سره بيا هم دومره اوږده اوږده لمونځونه کول چي آخر پښي به يې وپړسېدلې سره ددې چي پر وعدو پوره کېدو باندي يې پوره يقين و .کومو خلګو چي ددې شپې قدر وکړى و امت ته يې نمونه پرېښودل و هغه چا ته د خبرو موقع او دليل نسو پاته چي وايي د نبي صلی الله علیه وسلم  په څير نو طاقت څوک لري چي دومره عبادت وکړي په زړه کي د ځاى ورکولو خبره ده د محبت کونکو لپاره په غره کي د شيدو وياله کښل هم ګران کارنه دئ خو دا خبره د عاجزۍ پرته لاسته نه سي راتلاى .

شعر

تمنا درد دل کي هى تو کر خدمت فقىرون کى             نهى ملتا ىه گوهر بادشاهون کى خزىنه مىن

ژباړه : که د زړه  درد د فقيرانو د خدمت ارزو وکړه دا ګوهر په خزانه د پاچهانو کي نه سي پيدا کېدلاى

آخر يو څه خو وه چي حضرت عمر رضی الله عنه  به ماخوستن کورته ولاړى تر سهاره پوري به يې شپه په لمانځه تيره کړه . حضرت عثمان رضی الله عنه  به ټوله ورځ روژه نيول او ټوله شپه به يې په لمانځه تيرول .يوازي د شپې په لومړۍ برخه کي به لږ وخت بيديدى د لمانځه په يوه رکعت کي به يې ټوله قرآن کريم خلاصوى .

په شرح احيا کي د ابو طالب مکي رحمه الله  په روايت نقل سوي دئ چي د څلويښتو تابعينو څخه په تواتر ثابته ده چه دوئ به د ماخوستن په اوداسه د سهار لمونځ کاوه. حضرت شداد رحمه الله  به ټوله شپه ستوني ستخ پروت و پر يوه او بل اړخ به اوښتى او دا به يې ويل چي اې الله جل جلاله  ! ستا ددوزخ د ويري زما خوب وتښتيدئ .اسود بن يزيد رحمه الله  به د ماښام او ماخوستن د لمانځه تر منځ لږ بيديدى بس نورنه بيديدى .

دسعيد بن المسيب رحمه الله  په اړه راغلي دي چي تر پنځوسو کالو پوري يې د ماخوستن په اوداسه دسهار لمونځ کړى دئ .

صله بن اشيم رحمه الله  به ټوله شپه لمونځ کاوه سهار به يې دادعا کول چي اې الله جل جلاله  ! زه خو ددې وړ نه يم چي جنت وغواړم يوازي دومره خواست درته کوم چي د اور  څخه مي وساتي .حضرت قتادة رحمه الله  به دروژې په مياشت کي په درو ورځو کي يو قرآنکريم ختموى او چي د روژې آخري لس ورځي به سوې نو هره شپه به يې يو قرآن کريم ختموى .د امام ابو حنيفة رحمه الله  په اړه دا خبره دومره مشهوره ده چي څلويښت کاله يي د ماخوستن په اوداسه د سهار لمونځ دئ چي انکار ځني کول د تاريخ څخه بيخي باور پورته کوي .

يو چا پوښتنه ځني وکړه چي دغه طاقت تاته څنګه حاصل سو ؟

ده په جواب کي ورته وويل چي ما د الله جل جلاله  د نومونو په وسيله يوه خاصه دعا کړي ده.دى مبارک به غرمه لږ وخت بيدېدى او دا به يې ويل چي د غرمې خوب په حديث سره ثابت دى نو ګويا دده دغه خوب هم د سنتو تابعداري کول وه. د قرآنکريم دلوستلو په وخت کي به يې دومره ژړل چي د همسايګانو به زړه باندي وسوځى يوه شپه يې ټوله شپه ددې آيات په ويلو سره په ژړا تېره کړه :

 بَلِ السَّاعَةُ مَوْعِدُهُمْ وَالسَّاعَةُ أَدْهَى وَأَمَرُّ (46) ([3])

ابراهيم بن ادهم رحمه الله  به د روژې په مياشت کي نه د شپې بيديدى او نه د ورځي .امام شافعي رحمه الله  به د روژې په مياشت کي په لمونځو کي شپېته ځله قرآن کريم ختموى .ددې څخه علاوه نوري په زرګونو داسي قصې راغلي دي .دوئ په لاندئ آيات کريمه عمل وکړئ چي فرمايي :

 ‹وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنْسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ (56)  ([4])

دوئ وخلګو ته وښودل چي د کونکو لپاره هيڅ ګرانه نه ده.

داهم د مشرانو بزرګانو قصې وي اوس هم داسي خلګ موجود دي که څه هم د هغو انداز عمل يې نوي کړى خو د اوسنۍ زمانې موافق د تير بزرګانو نموني سته .

د رسول الله صلی الله علیه وسلم  ريښتيني اقتدا کونکي اوس هم سته چي نه يې ددنيا راحت منعه کولاى سي او نه يې ددنيا کارونه منعه کولاى سي .

رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي چي الله جل جلاله  وخپل بنده ته داسي فرمايي :

اې د آدم زويه !ته زما د عبادت لپاره ځان خلاص کړه زه به ستا زړه د غنا څخه ډک کړم که نه نو ستا لاسونه به په کارو بار ډک کړم او مسکنت به دي په زړه کي وي يعني مسکنت به ورڅخه بند نه وي . په اوسنۍ وخت کي هره ورځ د پورتني ريشتيني ارشاد د شاهدۍ واقعاتي پېښيږي .

 

دروژو نيونکو بدۍ به په نيکيو بدلي سي

٣  عن انس رضی الله عنه  قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم  اذا کان ليلة القدر نزل جبرائيل علیه السلام  في کبکبة من الملائکة يصلون على کل عبد قائم او قاعد يذکر الله عز وجل فاذا کان يوم عيدهم يعني يوم فطرهم باهي بهم ملائکته فقال يا ملائکتي ما جزاء اجير وفي عمله قالو ربنا جزاءه ان يوفى اجره قال ملائکتي عبيدي واماءي قضوا فريضتي عليهم ثم خرجوا يعجون الى الدعاء وعزتي وجلالي وکرمي وعلوي وارتفاع مکاني لا جينهم فيقول ارجعوا قد غفرت لکم وبدلت سيئاتکم حسنات قال فيرجعون مغفورا لهم ([5]) ژباړه : رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي : کله چي د قدر شپه سي نو جبرائيل علیه السلام  د ملائکو د يوې ډلي سره راکښته سي وهر ناست او ولاړ سړي ته چي د الله  جل جلاله  په ذکر اخته وي د رحمت دعا کوي . کله چي د کوچني اختر ورځ سي نو الله جل جلاله  پر ملائکو باندي فخر کوي او ورته وايي چي د هغه چا مزدوري څشي ده چي خپل خدمت پوره وکړي؟ ملائکي ورته ووايي چي داسي چاته دي بدله پوره ورکړل سي. الله جل جلاله  وفرمايي : زما بندګانو او مينځيانو فرض پوره  ادا کړل بيا عيدګا ته ولاړه په چيغو يې دعا کول زما دي په خپل عزت ، لويى ، کرم او لوړوالي قسم وي چي زه به ددوئ دعا قبلوم بيا به ورته وويل سي چي ستاسو ګناوي مي وبخښلي په نيکۍ مي در بدلي کړي دوئ به په داسي حالت کي د عيدګاه څخه راووزي چي بخښل سوي به وي .

فايده : د حضرت جبرائيل علیه السلام  مځکي ته راتلل په قرآن کريم کي هم ذکر سوى دى لکه مخکي چي تير سو او په ډېرو حديثو کي هم دغه بيان په ښکاره ډول راغلى دى خو ددغه رسالې په آخر کي به په يو اوږده حديث کي تفصيلي بيان راسي چي جبرائيل علیه السلام  وملائکو ته فرمايي چي تاسو د هر ذکر کونکي سره لاس په لاس سئ.غالية المواعظ د شيخ عبدالقادر جيلاني رحمه الله  د کتاب غنية په حواله ليکي چي ابن عباس رضی الله عنه  فرمايي: ملائکي به د جبرائيل علیه السلام  په وينا په مځکه کي خوري سي او هيڅ کور ، کښتۍ ، لوي او کوچنى ځنګل به نه پريږدي چي مؤمن پکښي وي مګر هغه ته دلاس په لاس  کېدو لپاره ورځي.مګر هغه کور ته نه ورځي چي سپى ، يا خنزير ، يا د ناروا کار په وجه جنبي يا تصوير پکښي وي خو بد بختانه په اوس وخت کي په څومره کورو کي يوازي د ښکلا لپاره څومره تصويرونه ځړيږي ددې لوى نعمت څخه يې په خپل لاس ځان بې برخي کړى دئ . تصوير ځړونکي يو سړى وى خو دده په وجه ټول کور ددې رحمت څخه بې برخي سي.

دقدر شپه پر طاق نېټه باندي وي

٤ : عن عائشة رضی الله عنهاقالت قال رسول الله صلی الله علیه وسلم   تحروا ليلة القدر في الوتر من العشر الاواخر من رمضان  ([6]) ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي : تاسو دروژې د مياشتي په آخرو لسو ورځو کي پر تاک (طاق ) باندي د قدر د شپي لټه کوئ.

فايده : د جمهورو علماوو په آند د روژې په آخرو لسو ورځو کي د يوويشتم څخه شروع کېږي که مياشت ديرش ورځي وي او که نه ويشت ورځي وي  پر دغه دواړو حسابو باندي د پورتني حديث د ښووني پر بنسټ پر ٢١- ٢٣ – ٢٥- ٢٧- ٢٩ باندي د قدر دشپې لټه کول په کار ده . که مياشت نهه ويشت وي نو بيا هم عشرة په پورته ډول ده.

ابن حزم رحمه الله  فرمايي:که مياشت ديرش ورځي وه نو پورتنى خبره صحيح ده او که نه ويشت ورځي وه نو بيا حساب د شلمي ورځي څخه شروع کېږي .

په داسي ډول نو د قدر د شپي تلاش په  ٢٠ – ٢٤ – ٢٦ – ٢٨ کېږي .

د قدر شپه.

مګر نبي صلی الله علیه وسلم  چي به په آخرو ورځو کي اعتکاف کاوه نو په اتفاق سره دا خبره ده چي د يويشتم تاريخ څخه به يې شروع کاوه نو ددغه خبري په نظر کي نيولو سره قوي خبره دا کېږي چي لومړى وينا غوره ده او غالبا يې په لومړنۍ حساب سره اميد کېداى سي او په دا نورو شپو کي يې هم اميد سته که څوک په دواړو حسابو کي لټه کوي نو آخري لس شپې دي د قدر د شپې په هيله ويښ پاته سي ځکه ددومري لوى ګټي د لاسته راوړلو په موخه لس يوولس شپي روڼول هيڅ ګران کار نه دئ .

عرفى اگر به گريه مىسر شدى وصال                صد سال مىتوان به تمنا گرىستن

ژباړه: که په ژړا باندي وصال حاصلېدلاى نو عرفي به سل کاله ژړلي واى .

 

٥). عن عبادة بن صامت رضی الله عنه  قال خرج النبي صلی الله علیه وسلم  ليخبرنا بليلة القدر فتلاحي رجلان من المسلمين فقال خرجت لاخبرکم بليلة القدر فتلاحي فلان وفلان فرفعت وعسى ان يکون خيرا لکم فالتسموها في التاسعة والسابعة والخامسة   ([7]) ژباړه : عباده بن صامت رضی الله عنه  فرمايي : رسول الله صلی الله علیه وسلم  راووتى چي موږ ته د قدر د شپې په اړه خبر راکړي خو فلانى او فلانى په جنګ اخته وه نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  وفرمايل : زه راووتم چي تاسو ته د قدر په شپه خبر درکړم خو فلانى او فلانى په جنګ اخته وه الله جل جلاله  لوړه کړه کېداى سي چي دغه لوړوالى ستاسو لپاره غوره وي نو تاسو ددغه شپې لټه په نوويشتم  اوويشتم او پنځويشتم کوئ.

فايده : په پورتني حديث کي درې خبري د غور وړ دي : لومړي دا چي جنګ کول څومره بد شى دئ چي په وجه يې د تل لپاره د قدر د شپې مقررتيا پورته سوه نه يوازي دا بلکي ټول عمر جنګ برکتونه لمنځه وړي رسول الله صلی الله علیه وسلم  اصحابو رضی الله عنهم   ته وفرمايل : زه تاسو ته يو داسي شى وښـيم چي تر لمانځه ، روژې او صدقې غوره وي ؟ اصحابو رضی الله عنهم   وويل : بيخي يې راوښيه .رسول الله صلی الله علیه وسلم  وفرمايل : په خپل منځ کي ښه سلوک تر ټولو شيانو غوره دئ ، جنګ او جګړه کول ددين خريونکي دى يعني لکه څرنګه چي چاړه د سر وېښتيان خريي او صفاکوي يې جنګ هم داسي دين لمنځه بيايي .دهغه دنيا دارو به څه حال وي چي ددين دعوى کوي غټي تسبيح اړوي خو ټول عمر په جنګو اخته وي . لومړي خو د نبي صلی الله علیه وسلم  په لارښوونه کي ښه فکر وکړى بيا د خپل دين فکر وکړي ايا په دين کي د صلحي لاره نسته ؟د روژې په ادبونو کي تېره سوه چي د مسلمان بي عزتي ته رسول الله صلی الله علیه وسلم  بدترين سود ويلى دئ بد بختانه چي موږ نه د مسلمان د بي عزتي پروا کوو او نه د الله جل جلاله  او د هغه د ريشتيني پيغمبر د لارښوونو پروا کوو . الله جل جلاله  فرمايي:

ولا تنازعوا فتفشلوا . الاية .

ژباړه : جګړې مه کوئ که نه نو کم همته به سئ او زور به ولاړ سي([8])

نن خلګ د نورو د بي عزته کولو په فکر کي دي يوازي دي کښيني فکر دي وکړي چي دى خپله د ځان و عزت ته څومره تاوان رسوي او د الله جل جلاله  په وړاندي دا ناپاکه کار څومره ذليله دئ .

رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي چي څوک د مسلمان ورور سره تر درو ورځو زيات خبري پريږدي يعني خوابدى سي او مړ سي سيده به دوزخ ته ځي .په يو حديث کي راغلي دي چي هره سې شنبه او پنجشنبه د بندګانو ټوله عملونه و الله جل جلاله   ته وړاندي کېږي ( د نيکو عملو نو په برکت ) ټولو ته د مشرکانو پرته بخښنه کېږي خو د کومو دوو کسانو په منځ کي چي خوابدتياوي ددوئ په اړه به وويل سي چي دوئ پرېږدئ (يعني بخښه نه ورته کېږي) تر هغه وخته چي په خپل منځ کي روغه جوړه کوي .

په بل حديث کي راغلي دي چي هره سې شنبه او پنجشنبه د بندګانو عملونه و الله جل جلاله  ته وړاندي کېږي د توبه کونکي توبه قبليږي د استغفار ويونکي استغفار قبليږي خو هغه کسان چي په خپلو منځو کي خوابدي وي پر خپل حال باندي پاتيږي .

په يو حديث کي راغلي دي چي دپنځلسى په شپه ( د برات پنځلسمه ) د الله جل جلاله  عمومي رحمت و مځکي ته راخوريږي ( او په لږ لږ بهانه ) مخلوق ته بخښه کېږي يوازي دوو کسانو ته بخښه نه کېږي يو کافر دئ دوهم هغه څوک دى چي د مسلمان ورور سره په زړه کي کينه لري .

په يو حديث کي راغلي دي چي ددرو کسانو لمونځ د قبوليت لپاره تر سر يوه لويشت هم نه پورته کېږي په دغه درو کسانو کي يو د مسلمان ورور سره جګړه کوونکى دئ .

داسي نور حديثونه هم په دې اړه راغلي دي خو دغه حديثونه مي ددې لپاره ذکر کړه چي زموږ عوام خلګ خو څه کوې بلکي خاص خلګ چي ځانته شريف او دينداره خلګ وايي د هغوئ مجلسونه هم ددغه ناوړه عمل څخه ډک دي .

فالي الله المشتکى والله المستعان

يوه خبره د يادوني وړ ده هغه دا چي دغه خوابدتيا په هغه صورت کي مراد ده چي ددنيا په وجه وي او که د چا سره د فسق او يا دبل کار په وجه وي نو بيا جائزه ده ابن عمر رضی الله عنه  يو ځل د نبي صلی الله علیه وسلم  څخه يو روايت رانقل کړى نو ځوى يې يو لفظ ووايه چي ظاهراً د اعتراض په ډول معلومېده نو ابن عمر رضی الله عنه  د خپل زوي سره تر مرګه پوري خبري نه وکړي .داسي ډيري واقعاتي  داصحابو رضی الله عنهم    څخه رانقل سوي دي خو د زړه په حال الله جل جلاله  ښه عالم دى چي څوک ددې په وجه د چا سره خوابدي کوي او څوک پر شخصي شيانو سره د الله  جل جلاله  سره خوابدي کوي په ښکاره خو هر سړى د خپلي خوابدۍ نسبت و دين ته کوي .

دوهمه خبره داده چي د الله جل جلاله  په حکمت باندي راضي کېدل  يعني دا چي د شب قدر د مقررتيا پورته کېدل که څه هم په ښکاره لوى تاوان دئ خو دا چي د الله جل جلاله  دلوري څخه دئ نو ځکه نبي صلی الله علیه وسلم  وفرمايل چي دا به زموږ لپاره خير وي . دا ډيره د عبرت او غور خبره ده الله جل جلاله  ډير کريم او رحيم ذات دئ يو بنده ته چي غم او مصيبت پيښ سي نو دى د خپلي عاجزۍ اقرار وکړي او الله جل جلاله  ته رجوع وکړي په دغه حالت کي هم د الله جل جلاله  کرم او احسان سته کېدلاى سي چي هغه مصيبت دده لپاره د لوى خير سبب وګرځي او د الله جل جلاله  لپاره هيڅ شى ګران نه دئ.

علماوو د قدر د شپې د پوټوالي څو مصلحتونه بيان کړي دي :

لومړى دا چي که دغه شپه معلومه واى نو ډيرو خلګو به يوازي په دغه شپه عبادت کولاى په نورو شپو کي به غافله واى نو کله چي دا شپه پټه سوه نو کوم کسان چي ددغه شپې لټه کوي هغوئ ته به د ډيرو شپو توفيق ور نصيب سي.دوهم دا چي که دغه شپه معلومه واى نو ډيرو خلګو به پر ګناه باندي زړورتيا کولاى چي ډيره بده خبره ده ځکه ددوئ به يقين واى چي په دغه شپه ټول ګناهونه بخښل کېږي نو ځکه الله جل جلاله  دغه شپه پټه کړه نو څوک پر دنيا باندي دلاوري نسي کولاى ځکه دى په دې آند وي چي ګوره چي زه دغه شپه پيدا کړم که يا .

رسول الله صلی الله علیه وسلم  يوه ورځ مسجد ته راغلى په مسجد کي يو صحابي بيده و رسول الله صلی الله علیه وسلم  حضرت علي رضی الله عنه  ته امر وکړى چي ويښ يې کړه علي رضی الله عنه  هم دغه سړى ويښ کړى بيا يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه پوښتنه وکړه چي ته خو د خير په کارو کي زيات کوشش کوي نو تاسو دغه سړى خپله ولي نه ويښوئ چي ماته مو وويل؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته وفرمايل په دې وجه ما نه کړى ويښ چي داسي نه چي انکار وکړي نو زما د خبري په انکار سره کافر کېدى او ستا د خبري په انکار سره نه کافر کېدى نو ځکه مي ويښ نه کړئ چي داسي نه چي کافر سي.

د همدې وجهي څخه الله جل جلاله  نه وغوښتل چي د بزرګي شپې د معلومېدو وروسته يو څوک پر ګناه باندي زړورتيا پيدا کړي .

دريم دا چي که دغه شپه معلومه واى او د يو چا څخه اتفاقا دغه شپه پاته سوي واى نو د فکر خرابۍ او نورو په وجه به بيا هيڅ شپه نه ويښيدلاى اوس خو لږه تر لږه دوې درې شپې ددغه شپې په اميد روڼوي .څلورم دا چي څومره شپې ددغه شپې په لټه څوک ويـښ پاتيږي د هغو ټولو جلا جلا ثواب دئ.پنځم دا چي د روژې په مياشت کي الله جل جلاله  پر ملائکو باندي د خپلو بندګانو په عبادت سره فخر کوي نو څومره چي بندګان د شک په وجه ډيري شپې روڼوي په هغه اندازه فخر زياتيږي او که معلومه سي نو بيا دوئ ته د کوششونو څه ضرورت دئ .ددې څخه علاوه نور مصلحتونه ددغه شپې په پټوالي کي سته .

په دې کي هم د الله جل جلاله  لوى حکمت دئ چي مهم شى يې پټ کړى دئ لکه په قرآن کريم کي چي يې اسم اعظم پټ کړى دئ د جمعې په ورځ يو وخت سته چي په هغه کي دعا قبليږي هغه هم الله جل جلاله  پټ کړى دئ .دا هم کېدلاى سي چي د روژې په هغه مياشت کي يې د جګړې په وجه د قدر شپه پټه کړي وي او په نورو مياشتو کي يې د نورو مصلحتونو پر بنسټ د تل لپاره د قدر شپه پټه کړې وي.

دريمه خبره چي په حديث کي راغلي ده هغه داده چي ددغه شپې لپاره درې شپې يعني پنځويشتم ، اوه ويشتم ، او نويشتم شپې ښودل سوي دي د نور حديثونو په نظر کي نيولو سره دا خبره ثابته ده چي دغه درې شپي د آخري عشري ( لسيزي ) څخه دي په دې کي نو بيا څو ډوله اميد کېږي که چيري د يويشتم څخه حساب شروع سي نو دغه شپې ٢٩ – ٢٧ – ٢٥ – کېږي او که د پاى د خوا څخه را شروع سي نو ٢١- ٢٣- ٢٥ کېږي او که مياشت نويشت ورځي سي نو بيا ٢٢- ٢٤- ٢٦- کېږي ددې څخه علاوه ډير روايتونه يې پر ټاکل والي باندي مختلف سته .

په همدې وجه د علماوو په منځ ددغه شپې په اړه ډير اختلافات دئ لکه مخکي چي مو وويل آن تر دې چي ددغه شپي په اړه د علماوو ويناوي پنځوسوو ته رسيږي ځينو ددې اختلاف وجه دا ښودلې ده چي دغه شپه تو پير کوي په مختلفو کلو کي په مختلفو شپو کي راځي همدا وجه ده چي د نبي صلی الله علیه وسلم  څخه ددغه شپې په اړه بيل روايتونه راغلي چي په بيلو شپو کي يې ددغه شپې دلټون لارښوونه کړي ده آن تر دې چي ټاکلې شپه يې هم ښودلي ده لکه چي د ابو هريرة رضی الله عنه  څخه چي روايت دى چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د اصحابو رضی الله عنهم  څخه پوښتنه وکړه چي نن د روژې څويمه ده ؟اصحابو رضی الله عنهم    ورته وويل چي نن دوويشتمه شپه ده رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته وفرمايل تاسو په دغه شپه کي د قدر د شپې لټه وکړئ.

ابو ذر رضی الله عنه  فرمايي چي ما د نبي صلی الله علیه وسلم  څخه پوښتنه وکړه چي دغه شپه به د نبي صلی الله علیه وسلم  تر زماني پوري خاصه وي او که دده وروسته به هم وي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  وفرمايل چي تر قيامته پوري به وي ما بيا پوښتنه وکړه چي دروژې د مياشتي په کومه برخه کي ده؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  راته وفرمايل :په اولو لسو شپو او يا په آخرو لسو شپو کي يې لټه کوئ  بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم  په نورو خبرو اخته سو ما بيا موقع پيدا کړه پوښتنه مي ځني وکړه چي يا رسول الله صلی الله علیه وسلم  ! ددغه لسو شپو په کومه برخه کي به وي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  دومره ناراضه سو چي نه ما مخکي ليدلى و او نه وروسته خو بيا يې وفرمايل چي دالله  جل جلاله  که ددې شپې ښودل مقصود واى نو ښودلي به يې واى تاسو يې په وروسته اوو شپو کي لټه کوئ نوري پوښتني مه کوئ .

يو صحابي رضی الله عنهه  ته رسول الله صلی الله علیه وسلم  په ټاکلي ډول وښودل چي درويشتمه شپه ده .

ابن عباس رضی الله عنه  فرمايي چي زه بيده وم يو چا په خوب کي راته وويل چي کښينه د قدر شپه ده زه ژر ژر راکښېنستم د رسول الله صلی الله علیه وسلم  حضور ته راغلم رسول علیه السلام  د لمانځه نيت تړلى و دغه شپه درويشتم وه. په ځينو روايتو کي په ټاکلي ډول څلرويشتم شپه په ټاکلي ډول معلوميږي.

حضرت ابن مسعود رضی الله عنه  فرمايي چي څوک ټوله کال ويښ وي هغه د قدر شپه پيداکولاى سي يعني د قدر شپه د ټول کال په شپو کي ګرځي يو چا ابي بن کعب رضی الله عنه  ته دغه خبره وکړه ده مبارک ورته وويل چي د ابن مسعود رضی الله عنه  مقصد دادئ چي په ټوله کال کي پر يوه شپه باندي هم صبر مه کوئ بيا يې قسم ياد کړى چي دغه شپه د اوويشتم ده .

همدا ډول د ډېرو اصحابو رضی الله عنهم   او تابعينو نظر دادى چي د قدر شپه په اوويشتم ده. د ابي بن کعب رضی الله عنه  تحقيق هم دادى چي دغه شپه په اوويشتم ده که نه نو د ابن مسعود رضی الله عنه  وينا ښيي چي په ټوله کال کي ګرځي .

ددرمنثور د يوه روايت څخه داسي معلوميږي چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه ارشاد هم دى.په امامانو کي د امام ابو حنيفة رحمه الله  نظر هم دادى چي دغه شپه په ټوله کال کي ګرځي .دده مبارک دوهم قول دادى چي د روژې په ټوله مياشت کي ګرځي .د يارانو نظر دادى چي د روژې په مياشت کي يوه ټاکلي شپه ده خو معلومه نه ده .د امام شافعي رحمه الله  راجح قول دادى چي د يويشتم په شپه کي غالبا ده.د امام مالک او امام احمد حنبل (رحمة الله عليهما) نظر دادى چي دغه شپه د روژې د مياشتي په اخرو لسو شپو کي پر تاک ( طاق ) تاريخ باندي پيداکېږي يو کال يوه شپه وي بل کال بله شپه وي د جمهورو علماوو نظر دادى چي د اوويشتم شپه ده.

شيخ العارفين محي الدين ابن عربي رحمه الله  فرمايي: زما په آند دهغه خلګو خبره ډيره صحيح ده چي وايي د قدر شپه په ټوله کال کي ګرځي ځکه ما دوه واره د برات په مياشت کي پر پنځلسم او نولسم تاريخ باندي ليدلي ده او دوه واره مي د روژې د مياشتي په منځني لسو شپو کي  ليدلي ده يعني پر ديارلسم او اتلسم تاريخ باندي او د روژې په آخرو لسو شپو کي مي پر تاک تاريخ  هم ليدلي ده نو ځکه زمايقين دى چي د قدر شپه د ټول کال په ورځو کي ګرځي خو زياته د روژې په مياشت کي راځي زموږ شاه ولي الله صاحب فرمايي : د قدر شپه په کال کي دوه واره ده يوه شپه هغه ده چي الهي احکام پکښي نازليږي او قرانکريم په دغه شپه د لوح محفوظ څخه ددنيا و اسمان ته نازل سوي دي دغه شپه د روژې په مياشت پوري خاصه نه ده په کوم کال چي قرآن کريم نازل سوي دى په هغه کال د قدر شپه په روژه کي وه او زيات وخت په روژه کي وي او دوهمه د قدر شپه د روژې په مياشت پوري خاصه ده په دغه شپه روحانيت خوريږي ملائکي راکښته کېږي ، دعاوي قبليږي دغه شپه د روژې د مياشتي په آخرو لسو ورځو کي  په تاک ، تاک شپه کي پيدا کېږي زما پلار رحمه الله  هم دغه وينا غوره کړي ده .

په هر صورت د قدر شپه يوه وي او که دوې وي هر څوک يې بايد د خپل توان سره سم په کال کي لټه وکړي .که يې په ټوله کال کي لټه نسي کولاى نو د روژې په مياشت کي دي هڅي پسي وکړي او که دا هم نسي کولاى نو په اخرو لسو ورځو کي دي لټه پسي وکړي او که دا هم نسي کولاى نو په آخرو لسو ورځو کي دي په تاک ( طاق ) شپو کي لټه وکړي او که خداى مه کړه دا هم ورته ګرانه وي نو د اوويشتم شپه خو دي   بيخي نه پريږدي .که يو څوک دغه شپه پيدا کړي نو ددنيا ټوله نعمتونه او راحتونه ددغه شپې په مقابل کي پر هيڅ دي او که يې پيدا نه کړي نو بيا هم د ثواب څخه نه خالي کېږي يعني ددغه شپې عبادت يې بې ځايه نه ځي.په هر صورت د ماښام او ماخوستن لمونځ بايد هر څوک په پابندۍ سره په جماعت وکړي ځکه په ټوله کال کي خو د قدر شپه سته نو ته چي دغه دوه لمونځونه په دغه شپه کي په جماعت وکړي هم لوى ثواب دئ او د زياتو جماعتونو ثواب به لاسته راوړي .

داد الله جل جلاله  څومره لوى انعام دى چي يو څوک ديوه ديني کار د لټون په صورت کي نا کامه هم سي بيا هم الله جل جلاله  ثواب ورکوي .

داسي نو ډير د همت څښتنان سته چي   ددين لپاره کوششونه کوي او ددې په مقابل کي که څوک ددنيايي موخو لپاره هڅي وکړي نو که کاميابه نسي هغه کوششونه يې بې ځايه ځي.تاسو وګورئ چي ددنيا د بې ګټو کارو لپاره څومره خلګ اخته دي ځان او مال دواړه بربادوي .

ببىن تفاوت ره از کجا است تا به کجا

وګوره توپير د لاري دکوم ځاى څخه تر کومه ځايه پوري دى

 

٦ : عن عبادة بن صامت رضی الله عنه  ان سئل رسول الله صلی الله علیه وسلم  عن ليلة القدر فقال في رمضان في العشر الاواخر فانها في ليلة وترفي احدى وعشرين   اوثلث وعشرين او خمس وعشرين اوسبع وعشرين او تسع وعشرين او آخر ليلة من رمضان من قامها ايمانا واحتسابا غفرله ماتقدم من ذنبه ومن اماراتها انها ليلة بلجة صافية ساکنة ساجية لا حارة ولا باردة  کان فيها قمرا ساطعا ولا يحل لنجم ان يرمي به تلک اليلة حتى الصباح ومن اماراتها ان الشمس تطلع صبيحتها لاشعاع لها مستوية کانها القمر ليلة البدر وحرم الله على الشيطان ان يخرج معها يومئذ.([9]) ژباړه : عباده بن صامت رضی الله عنه  د رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه د قدر د شپې پوښتنه وکړه رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته وويل : دغه شپه د روژې د مياشتي په آخرو لسو شپو کي پر طاق ، طاق تاريخ باندي ده څوک چي په دغه شپه د ايمان او ثواب په نيت عبادت وکړي نو تېر ګناهونه به يي ټوله وبخښل سي. نښاني يې دادي چي دغه شپه روښانه ، پراخه او پاکه شپه ده ارامه شپه ده ميانه ده نه ډيره يخه ده او نه ډيره ګرمه ده ګويا ( د انوارو د اورېدو ) په وجه سپوږمئ صفا ده په دغه شپه کي به په شيطانانو پسې ستوري نه ويشتل کېږي او ددغه شپې نښاني دادي چي لمر ددغه شپي په سهار د پلوشو پرته راخيږي برابر لکه د څوارلسم سپوږمۍ او په دغه سهار د لمر ختو په وخت کي الله جل جلاله  شيطانان د راختو څخه منعه کړي . ( په خلاف د نورو ورځو چي شيطانان  د لمر ختو سره را پورته کېږي )

فايده : د پورتني حديث مضمون په لومړنيو حديثو کي تير سوى دى يوازي ددې حديث په آخرکي د قدر د شپې نښاني بيان سوي دي چي ښه روښانه دي نور تفصيل ته اړتيا نه لري .ددې څخه علاوه په نورو روايتو او د هغه خلګو په ويناوو کي نوري نښي هم بيان سوي دي .په ځانګړي ډول د قدر د شپې په سهار چي لمر پلوشي نه لري دغه نښانه په ډيرو روايتو کي راغلي ده او خامخا به وي نوري علامي ضرور نه دي چي خامخا به وي.

عبدة بن ابي لبابة رضی الله عنه  فرمايي : چي ما دروژې دمياشتي داوويشتم په شپه ددرياب اوبه وچيښي بالکل خوږې وي .

ايوب بن خالد رحمه الله  ليکي : زما و غسل ته اړتيا پيښه سوه دغه شپه د روژې درويشتم وو نو ما په دريابي اوبو غسل وکړى ددرياب اوبه بالکل خوږي وي . عالمانو ليکلي دي: چي د قدر په شپه ټول شيان پر سجده کېږي آن تر دې چي درختي هم پر سجده سي بيا بيرته پورته سي خو ددغه حالت کشف و هر چاته نسي کېدلاى .

 

٧ :عن عائشة رضی الله عنها قالت قلت يا رسول الله! ارايت ان عملت اي ليلة ليلة القدر ما اقول فيها قال قولي اللهم انک عفو تحب العفو فاعف عني  ([10]) ژباړه عائشة رضی الله عنها فرمايي : چي ما د نبي صلی الله علیه وسلم  څخه پوښتنه وکړه چي که ما ته د قدر شپه معلومه سي نو کومه دعا ووايم رسول الله صلی الله علیه وسلم  راته وويل : دا دعا ووايه:اللهم انک تحب العفو فاعف عني.

ژباړه : اې خدايه ! ته عفوه خوښوي نو ماته عفوه وکړي.

فايده : دا ډيره ښه جامع دعا ده ځکه چي الله جل جلاله  د آخرت ټولي غوښتني راپوره کړي تر دې نو ښه کار چيري دى.

من نه گوىم که طاعت بپذىر                 قلم عفو بر گناهم کش

ژباړه : داسي نه وايم چي عبادت مي قبول کړه بلکي د عفوي قلم مي پر ګناه راکش کړه يعني بخښنه راته وکړه .حضرت سفيان ثوري رحمه الله  فرمايي: په دغه شپه کي د نورو عبادتونو په پرتله په دعا مشغولېدل زيات غوره دي.ابن رجب رحمه الله  فرمايي : يوازي په دعا دي نه مشغوله کېږي بلکي په مختلفو عبادتونو مشغولېدل غوره دي.لکه لمونځ ، تلاوت ،دعا ، مراقبة او داسي نور ځکه د نبي صلی الله علیه وسلم  څخه دغه ټوله ثابت دي. همدغه قول ښه دى ځکه په تيرو حديثونو کي د لمانځه او نور عبادتونو فضيلتونه په دغه شپه راغلي وه.

مأخذ: فضائل الاعمال

لیکوال: مولانا محمد زکريا کاندهلوي.

ژباړونکي : مفتي عبدالهادي ( حماد )

———————————————————-

([1] ) کذا في الترغيب عن البخاري ومسلم

([2] ) رواه ابن ماجة و اسناده حسن انشاءالله تعالى کذا في الترغيب وفي المشکوة عنه الا کل محروم

([3] ) سورة قمر الاية (٤٦)

([4] ) سورة الذاريات الاية (٥٦)

([5] ) رواه البيهقي في شعب الايمان کذا في المشکوة

([6] ) مشکوة عن البخاري

([7] ) مشکوه عن البخاري

([8] ) بيان القرآن

([9] ) درمنشور عن احمد و بيهقي ومحمدبن نصر وغيرهم

([10] ) رواه احمد و ابن ماجة والترمذي وصححه کذافي المشکوة

دغه هم وګوری

د هوا په اړه د الله تعالي نظام وګورئ!

د هوا په اړه د الله تعالي نظام وګورئ (۱): هوا چلیږي هغه له آسمان …