مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / د قرآن کریم د تلاوت فضایل، فایدې او برکتونه

د قرآن کریم د تلاوت فضایل، فایدې او برکتونه

د قرآن کریم د تلاوت فضایل، فایدې او برکتونه

د حضرت ابو امامه رضی الله عنهم څخه روایت دئ چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: چي د قرآن کریم تلاوت کوئ دا به د قیامت په ورځ د خپل لوستونکي شفاعت کوي.(مشکوة ۱۸۴.مسلم)

د حضرت ابن مسعود رضی الله عنه څخه روایت دئ چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: څوک چي د قرآن یو حرف ووایي هغه ته به یوه نېکي ورکول سي او د یوې نېکۍ ثواب د لسو نېکیو برابر ورکول کېږي. (مشکوة: ۱۸۶.مسلم)

د حضرت ابو هریرة رضی الله عنه څخه روایت دئ چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: چي د خپلو کورو څخه هدیره مه جوړوئ شیطان د هغه کور څخه تښتي په کوم کي چي د سورة البقرې تلاوت کېږي. (مشکوة ج۱، ص:۱۸۴)

د حضرت ابو هریرة رضی الله عنه څخه روایت دئ چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: په قرآن کې یو داسي سورة دئ چي دېرش آیتونه لري، هغه به د لوستونکي شفاعت کوي تر دې چي هغه وبخښل سي هغه سورة الملک دئ. (ترمذي. ابودا،د. مشکوة)

د قرآن کریم تلاوت په ټولو ذکرو کې افضل دئ، د دې اهتمام د بي شمیره دیني او دنیاوي فایدو او برکتو سبب دئ، د الله جل جلاله د رضا په حاصلېږي، مصیبتونه او تکلیفونه په لیري کېږي، د برکت ژوند تر لاسه کېږي، په کور کې په لوستلو سره د شیطانانو، پېریانو ، جادو او مرضونو څخه په امن وي.

نن په ډیرو کورو کې د پرېشانیو شکایت دئ د دې یوه وجه د قرآن کریم د تلاوت نه کول دئ.

افسوس! چي نن د دې عملونو یقین پورته سوی دئ او د دې پر ځای یواځي تعویذ کوي او یواځي د عیش به اسبابو زیاتوالی کوي.

مأخذ: جنتي ښځه.

دغه هم وګوری

د هوا په اړه د الله تعالي نظام وګورئ!

د هوا په اړه د الله تعالي نظام وګورئ (۱): هوا چلیږي هغه له آسمان …