مخپاڼه / ورځنی حدیث / د مور او پلار له ملګرو سره ښېګڼه(الحدیث)

د مور او پلار له ملګرو سره ښېګڼه(الحدیث)

د مور او پلار له ملګرو سره ښېګڼه

عبدالله بن عمر رضي الله عنهما حج ته په سفر روان و دی به چې د اوښ په سپرلي ستړی شو یو خر یې و په هغه به سپور شو یوه ورځ دی په خره سپور و په لاره کې یو کوچي پرې راغی، ده ورته وویل: ته فلانی د فلاني زوی نه یې؟

هغه ورته وویل: یم، عبدالله هغه ته خپل خر ورکړ او ورته ویې ویل په دې سپور شه، او خپله د سر پګړۍ یې ورکړه ورته ویې ویل دا په سر کړه، یوه ملګري یې ده ته وویل: الله دي بښنه درته وکړي! دې کوچي ته دي خپل خر او د خپل سر پګړۍ ورکړل کوچیان په کم شي هم خوشاله کیږي؟!

عبدالله ورته وویل: د دې کوچي پلار د عمر رضي الله عنه ملګری و او ما له رسول الله صلى الله عليه وسلم نه اوریدلي هغه وفرمایل: د خپل پلار له مرګ وروسته د هغه له ملګرو سره ښېګڼه کول تر ټولو زیاته ښېګڼه ده.

عن عبدالله بن عمر قال سمعت رسول الله صلی الله علیه وسلم یقول: إن من أبر البر أن يصل الرجل أهل ود أبيه بعد أن يولى. رواه مسلم ، رقم ( 2552 ) [ 13 ] . ریاض الصالحین للنووي.

د پلار له ملګرو سره ښېګڼه کول!

دغه هم وګوری

په بې علمۍ په دین کي خبري مه کوئ!(الحدیث)

په بې علمۍ په دین کي خبري مه کوئ!(الحدیث) رسول الله صلي الله عليه وسلم …