مخپاڼه / بیلا بیل / د مړیو سوزول که د انساني کرامت سپکاوی

د مړیو سوزول که د انساني کرامت سپکاوی

لیکنه: د البحوث الفقهیّة المعاصرة مجلې لخوا

تلخیص او راټولونه: محمد خالد (ملکزی)

مخکې له دې چې د یادې موضوع په اړه یو څه لنډ مطالب له تاسې قدرمنو لوستونکو سره شریک کړو، په لومړي سر کې څو مهمو پوښتنو ته ستاسې پام را اړوو: داسلامي دین څخه پرته نور آسماني دینونه د انسان د سوزولو او خښولو په اړه څه وايي؟ مړي ته د زیان رسولو په اړه زمونږ  اسلامي فقهاو څه نظریات لري؟ په بورما کې د مسلمانانو د ټولوژنو، سوزولو او د هغوی د زورولو د مخنیوي پخاطر زمونږ مسؤلیتونه څه دي؟

په سر کې به دا مقاله په اسلام کې د انسان د درناوي څخه راپیل کړو:

د اسلام په سپېڅلي او انسانسازه دین کې په عامه توګه سره هر انسان د الله تعالی یو قدرمن مخلوق ګڼل کیږي او انسان ته د ځمکې پر مخ د خورا ارزښتمن او قدرمن مخلوق په سترګه کتل کیږي او داځکه چې انسان د ځمکې پر مخ هغه یواځینې مخلوق دی چې لوی څښتن تعالی په خپل لاس سره پیداکړیدی او هغه ته ېې روح (ساه) ورکړی او په دنیا کې ېې په آزاد ډول د ژوند کولو  د حق پېرزوینه کړیده او په همدې توګه  سره هر انسان  د خپلو اعمالو، ویناو او معتقداتو (باورونو او عقیدې) په اړه مسؤل او مکلف ګرځول شویدی.

انسان هغه مخلوق دی چې پر نورو مخلوقاتو باندی د فضیلت پر اساس همدې انسان ته آسماني مخلوق (ملائیکو) سجده هم کړیده او همداراز لوی څښتن تعالی خپل د همدې نازولي مخلوق لپاره ټول هغه څه چې په دې ځمکې کې دی، که هغه حیوانات او یانباتات دي او همداراز ټول هغه څه چې په اوو(7) آسمانونو کې د انسان لپاره مُسخر او تابع ګرځولي دي. په قرآن کریم کې لوی څښتن تعالی دانسان د ارزښت په اړه مونږ ته داسې لارښودنه کوي او ارشاد فرمايي:[وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ وَحَمَلْنَاهُمْ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَرَزَقْنَاهُم مِّنَ الطَّيِّبَاتِ وَفَضَّلْنَاهُمْ عَلَى كَثِيرٍ مِّمَّنْ خَلَقْنَا تَفْضِيلًا] سورة الإسراء(بني اسرائیل) 70 آیت.

ترجمه: او خامخا مونږ د آدم(علیه السلام) اولادې ته ډېر کرامت(شرافت او عزت) ورپه برخه کړیدی او په وچه او لمده(بحر)کې مو دوي سواره کړیدي او(بل عزت دادی چې) دوي ته مو له پاکیزه او سپېڅلو شیانو څخه خواړه برابر کړيدي او پر ډېرو(نورو) مخلوقاتو مو دوي ته تفوُّق(برتري او غوره والی) ورپه برخه کړیدی. په لنډه توګه سره ویلای شو چې: د ځمکې پر مخ یواځینې مخلوق انسان دی چې نظافت او پاکوالی پیژني، خپل لباس او سپېڅلي خواړه، د هوايي او بحري سفر او د خوب او هوساينې وسائل پیژني. د انسان پر نورو مخلوقاتو باندی د فضیلت بل غوره مثال دادی چې انسان د عقل څخه برخمن ګرځول شویدی تر څو ښه پرې له بدو څخه تفکیک(جلا) کړي او انسان فکري قوت لر ي چې تل د همدې فکري قوت پر مټ په خپل ژوند کې د تحسین او غوره والي په هڅه کې وي، پداسې حال کې چې حیوانات بیا له دې پورته خصوصیاتو  او ځانګړنو څخه بې برخي دي.(1)  اوس به راشو خپلې ددې موضوع دویمې برخې ته چې د مړي د سوزولو  په اړه ده.

د انسان د سوزولو په اړه د نور آسماني دینونو نظریات: (2)

د انسان په څېر د یو عاقل مخلوق سوزول،  نه یواځې د اسلام په سپېڅلی او نجات بښونکي دین کې خورا ستره ګناه او خورا یو قبیح(بد) عمل ګڼل شویدی، بلکه که چیرته نورو آسماني دینونو ته هم یوه لنډه کتنه وکړو؛ نو جوته به شي چې په هغې کې هم د انسان سوزول، د مړو د جسدونو او د قبرونو سپکاوی او توهین حرام ګرځول شویدی او یهود ((Jews او نصاری(Christians) هم د خپلو مړو خورا احترام کوي،  دبېلګې په توګه: دوي هم د مسلمانانو په څېر خپل مړی په ځمکه کې خښوي، تر دې پوری چې په ځینو هیوادونو کې یو لړ خلک د خپلو مړو قبرونه د ښار په مهمو ځایونو کې جوړوي ترڅو ټورسټان(tourists) یا سیلانیان ېې د خپل سیاحت پر مهال لیدنه او کتنه وکړي او د هغوي له تاریخي کارنامو څخه خبر شي. لدې خبری څخه دا راڅرګندیږي چې د انسان د سوزولو، ایره کولو او په شیشو کې د بند ساتلو  زړه بوګنونکې پېښې او ناوړه دود او فرهنګ عموماً په هغو هیوادونو کې خورا زیات وي چېرته چې د هغه ځای مېشت خلک په هیڅ آسماني دین باندی معتقِد او باورمند نه وي، په ځانګړی توګه په هند، برما او داسې نورو بودايي مذهبه هیوادونو کې داسې خبری ډېری اورېدل کیږي، لکه دا اوس چې په بورما(پخواني آراکان) بوذي هیواد (د یو بت نوم دی او دوي بوت پرستان دي) کې زمونږ مسلمانان وروڼه او خوېندې د بې څښتنه مال په څېر په ډېری بې دردۍ او وحشیانه توګه سره چې تقریبا د اووه((7میلیونو په شاوخوا مسلمانان پکې ژوند کوي وهل کیږي او بیا وژل کیږي او حتی سوځول کیږي، د دوي دا ناوړه او غیر انساني تګلاره او وحشیانه چلند ډېر مسلمانان په اندېښنو کې اچولي دي او هیڅ کله هم مونږ مسلمانانو ته د دې شیطان صفته انسانانو ظالمانه سلوک د منلو وړ ندي او یو کلک غبرګون ته اړتیا لیدل کیږي. ددغه مظلومو او بي وزله مسلمانانو لپاره چې په بورما کې ژوند کوي، ټولو مسلمانانو ته ښايي چې خپل لاسونه او غږونه سره یو کړي او فرعي اختلافات شاته وغورځوي، تر څو د برمايي واکمنانو د غلطو پالیسیو مخه ونیسي او د خپلو مظلومو مسلمانانو انتقام له دې ظالمو چارواکو څخه واخلي. مونږ په اسلام کې لولو چې مړی هم د ژوندي انسان په څېر درد ویني او ځوریږي؛ نو که چیری په برما کې زمونږ د مسلمانانو مړي زورول شوی وای، مونږ ته پکار وه چې د برما د حکومت څخه مونږ  د خپلو مړو  پوښتنه کړی واي، دا خو لاپرېږده چې زمونږ ژوندي وروڼه او خوېندی په ډول ډول عذابونو سره تعذیبږي؛ نو په دې صورت کې خو باید د دوي څخه پوښتنه وشي.

په هر صورت! که چېری مونږ اسلامي شریعت ته راوګرځو؛ نو څرګندیږي چې یو چا ته د ګناه په مقابل کې هغه ته په اور باندی سزا ورکول هیڅ کله هم په اسلامي سپېڅلي شریعت کې جواز نلري. تاسې په دې اړه یوه شېبه له ما سره فکر وکړئ،  په هغه دین کې چې د نورو غیبت کول او پردیو مېرمنو ته د شهوت په خاطر یواځې تش کتل ناروا ګڼل شوی وي؛ نو بیا د انسان وژل،سوزول او ځورول به پکې څه ډول روا ګڼل شوی وي؟؟؟؟؟  هغه دین چې د مشرانو پر وړاندی یواځې (أف) ویل ناروا ګڼي، دا به څه ډول روا وګڼي تر څو ووهل شي؟  هغه دین چې په خطايۍ سره(نه په قصدي توګه) سره د یو بې ګناه انسان د وژلو دیت نارینه وي او که ښځینه وي  سل (100) اوښان ټاکلی دی چې دا لوړ قیمت(price) د نړۍ په بازار کې د ډېرو شتمنو خلکو پرته هر څوک آداء کولی هم نشي، دا ټول د څه لپاره؟ هغه دین دی چې د یو انسان د مال د غلا کولو په صورت کې د غل او مال تښتوونکي انسان په حق کې امر کوی تر څو ېې لاس پری شي؛ نو څه فکر کوئ چې پخپله د همدې انسان د وژلو لپاره به همدومره درنده سزا او جزا د قاتل لپاره نه ټاکي؟

اسلام خو وايي چې تاسې انسان مه وژنئ او مه ېې سوزوئ، حتی که چیری دا شخص ستاسې ددین دښمن هم وي، حتی که څومره بدکار او ګناهګار هم وي، دا تر دې پوری چې اسلامي فقهاء په دې مسئله کې هم اختلاف لري چې که یو څوک بل څوک په اور سره وسوځوي؛ نو آیا بېرته  په قصاص  کې دا قاتل به هماغسې سوزول کیږي، لکه څرنګه چې وژل شوی شخص ېې سوزولی دی؟ ددې په ځواب کې یو لړ فقهاء دا کار هم جواز نه ګڼي او یو لړ نور ېې د قصاص په خاطر بِالمثل ځواب ورته ورکول جواز بولي تر څو د حق تلفیو مخه ونیول شي او دلیل هم دا آیت نیسي چې الله تعالی ارشاد فرمايي: [وَإِنْ عَاقَبْتُمْ فَعَاقِبُواْ بِمِثْلِ مَا عُوقِبْتُم بِهِ وَلَئِن صَبَرْتُمْ لَهُوَ خَيْرٌ لِّلصَّابِرينَ]. ﴿ سورة النحل آت 126﴾

ترجمه: او که چېری تاسی(د قدرت ترلاسه کولو وروسته چاته) عذاب ورکوئ؛ نو د هغه عذاب په شان ورته عذاب ورکړئ (په کوم عذاب ېې)چې تاسې ته په عذاب کړي یاست او که تاسې صبر وکړۍ؛ نو خامخا صبر کوونکو ته دغه(صبر او زغم له انتقام اخستلو څخه) خورا غوره دی. علماء دا هم وايي چې: که هر څومره د یو قوم ګناه ستره وي؛ بیا هم هیڅکله مسلمان ته نه ښايي چې خپل ځان ته په اور سره تعذیب او  سزا ورکړي، خپل لاس یا د وجود یوه بله برخه وسوځوي.

آیا  د اسلامي فقهاو له نظره مړو ته اور اچول روا دي؟

اسلامي فقهاو همدا مسئله په ښه توګه سره څېړلی ده، تر دې پوری چې د امام احمد بن حنبل(رحمه الله) په مذهب کې راغلي دي: د مړي څخه د یوې ټوټې پری کول او یا ټول مړي ته اور اچول او د هغه د بدن اِتلافول(له منځه وړل) حرام دي، او دلیل هم  هغه حدیث شریف دی کوم چې أم المؤمنین حضرتِ عائشې(رضي الله عنها) څخه روایت  شویدی چې رسول الله(صلی الله علیه وسلم) وفرمایل: ((إِنّ کَسْر عَظْمُ المَیّتِ مِثْل کَسْر عَظْمِهِ حَیّاً)). ترجمه: د مړي د هډوکي ماتول داسی دي لکه د ژوندي انسان د هډوکو ماتول. په پورتني حدیث شریف کې د مړي د هډوکي د ماتولو څخه منع راغلی ده، تر څو د مړي احترام په خپل ځای خوندي وساتل شي، حتی که مړي دا وصیت هم کړي وي چې زما له مړینې وروسته زما جسد وسوځوۍ، یا ېې له منځه یوسۍ ، ولی بیا به هم د میت یا د مُتوفی(مړي) خبره نه منل کیږي، ځکه چې د هغه خبره د لوی څښتن تعالی له وینا سره ټکر لري او سوځول یواځې د الله تعالی حق دی(چې چا ته ېې خوښه شي جهنم ته ېې بیايي او چې چا ته ېې خوښه شي جنت ته ېې ننباسي او یو بنده هیڅکله هم ددې حق  نلري). همداراز د امام احمد بن حنبل د وینا سره سم د مړي وارثینو  ته ښايي چې په کلکه توګه سره  د خپل مړي ساتنه وکړي او چاته به ددې اجازه هم نه ورکوي تر څو د ددې مړي د وجود څخه یو څه برخه پری کړي او  داسې نور( 3). که چیری د امام ابوحنیفه(رحمه الله) مذهب ته راوګرځو؛ نو وبه مومو چې دامام ابوحنیفه(رحمه الله)  په مذهب کې یواځې مسلمان ته نه، بلکه حتی د یهودو مړوته هم زیان رسول ناروا  بلل شویدي او وايي چې: (لا تُکسّرْ عظام الیهود إِذا وجدتَ في قبورهم ــ لأن الذمي لمّا حُرِمَ إِیذاءهُ في حیاتِهِ لِذِمّتِهِ ــ یجِبُ صیانتَهُ عنِ الکسرِ بعدَ موتِهِ).(4) ترجمه: تاسې د یهودو هډوکي که چیری مو په قبرونو کې هغوی ومندل مه ماتوئ، ځکه چې ذمي انسان ته د هغه په ژوند زیان او ضرر رسول منع کړای شويدي؛ نو د هغه له مړينې وروسته ورته هم ضرر رسول هم  منع دي.

هندوان دې د خپلو مړو د سوزولو پر ځای خښول له کارغه زده کړي:

په تاریخي لحاظ کله چې مونږ د انسان په ځمکه کې د خښولو تاریخ ته ځیر شو؛ نو راڅرګندیږي چې د انسان د خښولو تاریخ له  کلونه او پیړیو راهیسې همداسی راروان دی او د ځمکې پر سر لومړني قاتل انسان(قابیل) د خپل ورور خښول د یو کارغه څخه زده کړل او له همدې ورځې وروسته تر ننه پوری له مړینې وروسته هر نیک او بد انسان په خاورو کې خښول کیږي. دا چې اسلام انسان ته په خورا د تکریم او درناوي په سترګه ګوري، ددې خبری بل مثال دادی چې: په اسلام کې د انسان په بې ګناهۍ سره وژل، ځورول او سوزول حرام ګرځول شویدي، لکه چې لوی څښتن تعالی فرمايي: [وَلاَ تَقْتُلُواْ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللّهُ إِلاَّ بِالحَقِّ]. سورة الإسراء(بني اسرائیل) 33  آیت. ترجمه:  او تاسې هغه نفس (انسان) مه وژنۍ چې الله تعالی(جلت عظمته) هغه حرام ګرځولی دی مګر په حقه سره(چې یا زنا وکړي، یا مرتد شي او یا قتل وکړي تر څو قصاص شي).

د مړي زورول د ژوندي انسان  د زورولو په څېر دي:

د اسلام سپېڅلي دین کي نه یواځې ژوندیو انسانانو ته اذیت او ضرر رسول غندل شویدی، بلکه د مړیو د کرامت په خاطر ېې هغوي ته زیان رسول هم غندلی دی، أم المؤمنین حضرتِ عائشې(رضي الله عنها) څخه روایت دي چې رسول الله(صلی الله علیه وسلم) وفرمایل: ((إِنّ کَسْر عَظْمُ المَیّتِ مِثْل کَسْر عَظْمِهِ حَیّاً)). ترجمه: د مړي د هډوکي ماتول داسی دي لکه د ژوندي انسان د هډوکو ماتول. امام شوکاني (رحمه الله) د  همدې حدیث په اړه لیکي چې: دلته په دې حدیث کې د مړي د هډوکو د ماتولو ګناه  د ژوندي انسان د هډوکو  د ماتولو له ګناه سره تشبیه شويده او لکه څرنګه چې د ژوندي انسان تألیم (ورته درد رسول) حرام دي، په همدې ډول مړي ته درد رسول هم حرام دي.  طیبي(رحمه الله) په دې اړه زیاتوي او وايي چې: په دې حدیث شریف کې همدې خبری ته اشاره ده، لکه څرنګه چې د ژوندي انسان اهانت او سپکاوی نه دي کول پکار، په همدې ډول به د مړي سپکاوی  هم نه کیږي. ابن الملك  په همدې نظر دی چې مړي هم درد ویني لکه چې وايي: ((إِنّ المَیِّتَ یَتَأَلّمُ)). ترجمه: واقعیت دادی چې مړی هم درد ویني.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

(1): أهمیة القرآن في حیاة المسلم /د دوکتور وصفي عاشور أبو زید لیکنه /  4 مخ

(2):  مجلة البحوث الفقهیة المعاصرة/ 14 ګڼه/ 1992 میلادي کال/  د سپتمبر میاشت / 206 مخ

( 3): په دې اړه دی د کشاف القناع عن متن الاقناع کتاب/ د بهوتي لیکنه/ دویم جلد 142 ــ 143 صفحه وکتل شي

(4): د (حاشیة الطحاوي علی الدر المختار) کتاب  ــ د امام الطحاوي (رحمه الله) لیکنه/  لومړی جلد/ 383 مخ.

.

دغه هم وګوری

له پنده ډکه کیسه

لیکنه : حامد افغان د واوري په اوریدلو سره هغه بڼ تک سپین وځلیدی ، …