د نوح علیه السلام ژوند لیک

د نوح علیه السلام ژوند لیک
وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا نُوحًا إِلَى قَوْمِهِ فَلَبِثَ فِيهِمْ أَلْفَ سَنَةٍ إِلَّا خَمْسِينَ عَامًا فَأَخَذَهُمُ الطُّوفَانُ وَهُمْ ظَالِمُونَ (14) سورت العنکبوب، ایت ۱۴.
ژباړه : بېشکه موږ نوح علیه السلام وخپل قوم ته ولېږئ په خپل قوم کي نهه نيم سوه کاله واوسېدئ دده قوم طوفان غرق کړئ ، دوى ظالمان ول.

د نوح علیه السلام نسب

نوح علیه السلام دلامک زوى دی، لامک متوشلخ زوى دی، متوشلخ داخنوع زوى دی يعني دادريس علیه السلام زوى دی، ادريس علیه السلام د نوح علیه السلام ور نېکه دی، د نوح علیه السلام نسب شيث علیه السلام ته رسيږي چي د آدم علیه السلام زوى دی. دآدم علیه السلام او نوح علیه السلام ترمنځ دمدې اندازه تر زرو کالو زياته ده، په تورات کي دغه مده (١٠٥٦) کاله ښودل سوې ده.
امام بخاري رحمة الله علیه  دابن عباس رضی الله تعالی عنه  څخه روايت کوي چي دآدم علیه السلام او نوح علیه السلام ترمنځ دوې پېړۍ فاصله موجوده وه او په دغه مده کي ټول خلګ مسلمانان ول.
ابن کثير په بداية والنهاية کي ليکي: که چيري دپېړۍ (قرن) څخه مراد زر کاله سي کوم چي دابن عباس رضی الله تعالی عنه  په روايت کي راغلي دي نو دغه مده دوه زرکاله کيږي خو داچي ابن عباس رضی الله تعالی عنه  خپل قول په دې سره مقيد کړى دی چي ددغه مدې ټول خلګ مسلمانان ول، د دې څرګندونه کوي چي ښايي دغه مده تردوه زره کاله زياته وي يوازي دوه زره کلونه دي دمسلمانانو پېروي، ځکه دابي امامة رضی الله تعالی عنه  په روايت کي راغلي دي چي دغه مده لس پېړۍ وه ، دغه حديث ابن حبان صحيح کړى دئ او داسي رانقل سوى دئ چي يو سړي درسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه چي آدم علیه السلام نبي وو؟
 رسول الله صلی الله علیه وسلم په جواب کي ورته وويل: بلي ، هو نبي وو، بيا هغه سړي پوښتنه وکړه چي دنوح علیه السلام او آدم علیه السلام ترمنځ څومره فاصله وه؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم په جواب کي ورته وويل : لس پېړۍ وه.
ابن کثير زياتوي: چي دابن عباس رضی الله تعالی عنه  دغه حديث پر هغه مؤرخينو باندي رد دی چي وايي د آدم علیه السلام زامن قابيل اوهابيل آتش پرسته ول.
په قرآنکريم د نوح علیه السلام يادونه
په قرآنکريم کي دنوح علیه السلام يادونه ٤٣ ځايه سوې ده او الله جل جلاله دده قصه په تفصيل سره په ډېرو سورتونو کي کړې ده، چي له ډلي څخه يې په سورة اعراف، هود، مؤمنون،  شعراء او سورة قمر کي بيان سوې ده. په قرآنکريم کي يوسورة مستقل دده په نامه نومول سوى دی، يعني سورة نوح ورته وايي، په دغو ټولو سورتونو کي دې ته اشاره سوې ده چي نوح علیه السلام الله جل جلاله په پيغمبرۍ سره مبعوث کړى ؤ، د خپل قوم څخه يې ډېر تکليفونه ليدلي ول، پرټولو باندي يې صبر کړى وو، همدا ډول ددې څرګندونه کوي چي د ده قوم ګمراهان وه په پايله کي يې دده د قوم څخه مسلمانان خلګ کامياب او د عذاب څخه خلاص سول او کافران ټول هلاک سول چي پوره بيان به يې دده په قصه کي راسي.
نوح علیه السلام لومړى رسول دی چي مځکي ته رالېږل سوى دی
 تاريخ پوهان ليکي: نوح علیه السلام لومړى رسول دی، چي الله جل جلاله د مځکي خلګو ته رالېږلى دی الله جل جلاله دى مامور کړى وو چي خپل  قوم د الهي عذاب څخه وبېروي په همدې وجه نوح علیه السلام لومړى رسول او اولين نذير وو چي دمځکي خلګو ته لېږدول سوى وو لکه چي الله جل جلاله فرمايي:
 إِنَّا أَرْسَلْنَا نُوحًا إِلَى قَوْمِهِ أَنْ أَنْذِرْ قَوْمَكَ مِنْ قَبْلِ أَنْ يَأْتِيَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ (1). سورت نوح، ایت۱.
ژباړه: بېشکه موږ نوح علیه السلام خپل قوم ته ددې لپاره لېږلى وو چي خپل قوم وبېروي مخکي تردې چي سخت عذاب ورته راسي.
همدا ډول دغه تاريخ پوهان د دليل لپاره دشفاعت حديث هم وړاندي کوي چي نوح علیه السلام په مځکه کي لومړى رسول دی ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:
کله چي د قيامت ورځ راسي ډېره سختي به وي، لمر به ډېر راکښته وي ګرمي به زياته وي خلګ به په ډېرو سختو تکليفونو کي اخته وي نو يو د بله به سره ووايي چي يو څوک سته چي زموږ شفاعت وکړي؟ او دغه تکليفونه يو څه کم سي؟ بيا به خلګ يو د بله سره ووايي چي آدم علیه السلام به زموږ شفاعت وکړي نو ټول به آدم علیه السلام ته راسي او ورته وه به وايي : اې آدم علیه السلام! ته زموږ لومړى پلار يې، الله جل جلاله په خپل قدرت پيدا کړى يې ته زموږ شفاعت وکړه چي ددې تکليفونو څخه خلاص سو، آدم علیه السلام به په جواب کي ورته ووايي چي نن هغه ورځ ده چي الله جل جلاله دومره په قهر دی چي تراوسه پوري دومره په قهر سوى نه دی، په دنيا کي الله جل جلاله زه ديوې درختي د خوراک څخه منع  کړى وم خو ما دهغې درختي څخه خوراک وکړ، داسي نه چي الله جل جلاله ماته په قهر سي نو زه نه سم کولاى چي ستاسو شفاعت وکړم. بيا به خلګ نوح علیه السلام ته راسي او ورته وه به وايي چي اې نوح علیه السلام! ته لومړى  هغه کس يې چي الله جل جلاله په مځکه کي رسول لېږلى يې ته زموږ شفاعت وکړه، نوح علیه السلام به په جواب کي ورته ووايي چي الله جل جلاله نن ورځ په داسي قهر کي دئ چي تراوسه پوري داسي په قهر سوى نه وو نو زه دغه شفاعت نه سم کولاى ……..الحديث
نوح علیه السلام
مؤرخين د نوح علیه السلام په اړه ليکي: نوح علیه السلام لومړی رسول دی چي الله جل جلاله په مځکه کي لېږلی دی، همدا خبره صحيح ده او زيات علماء هم په دغه عقيده دي البته داخبره په دې معنا نه ده چي تره وړاندي بل نبي نه دی راغلى بلکي تر ده وړاندي نور نبيان هم تېر سوي دي لکه شيث، ادريس او آدم علیهم السلام دغه  ټول نبيان وه خو رسولان نه وه او نوح علیه السلام لومړى رسول وو چي الله جل جلاله دمځکي خلګو ته راولېږئ، د رسول او نبي ترمنځ توپير سته لکه مخکي چي يې بيان وسو چي رسول هغه چاته ويل کيږ ي چي د الله جل جلاله له خوا شريعت ورکړل سوى وي او د دغه شريعت په تبليغ باندي مامور سوى وي او نبي هغه چاته ويل کيږي چي دالله جل جلاله له خوا وحي ورته سوي وي شريعت ورکړل سوى وي خو ددغه شريعت په تبليغ سره مامور سوى نه وي.
د نوح علیه السلام د ژوند اندازه
  نوح علیه السلام د زيات عمر لرونکى وو اوډېر اوږد عمر يې درلودئ، نوح علیه السلام يوازنى پيغمبر دئ چي د زيات عمر لرونکى او زيات جهاد کونکى دی، ده چي کوم تکليفونه زغملي دي بل هيڅ پيغمبر ته نه دي رسېدلي، نوح علیه السلام خپل قوم ته شپه او ورځ، په پټه او ښکاره دعوت کاوه. نوح علیه السلام ٩٥٠ کاله عمر درلودي په خپل عمر کي يې خپل قوم ته پند ورکاوه، په  موعظه حسنة او حکمت سره يې د الله جل جلاله لوري ته دعوت ورکاوه مګر د قومه څخه يې پرته لدې چي دده تکذيب يې وکړ، مخ يې ځني ګرځاوه، او تکيلفونه يې ورسول بل څه يې نه ځني وليدل، دده د قوم زړونه تر ډبري سخت وه او عقلونه يې تر اوسپني محکم وه. نوح علیه السلام وروسته تردې چي په خپل قوم کي يې زيات وخت ژوند وکړ، پرته له دې چي کم شمېر خلګ مسلمانان سوه نورو اسلام نه راوړى لکه الله جل جلاله چي يې يادونه کړې ده : (وماآمن معه الا قليل) يعني د نوح علیه السلام سره ايمان نه راوړى مګر ډېر لږو کسانو.
ځيني مفسرينو ليکلي دي چي د نوح علیه السلام سره لسو کسانو ايمان راوړى او دده سره په کښتۍ کي سپاره سوه، ځينو بيا دغه شمېر څلوېښت ښودلى دی، خوصحيح قول د ابن عباس رضی الله تعالی عنه وينا ده چي فرمايي: د نوح علیه السلام سره اتيا نفرو ايمان راوړى البته دښځو سره، همدغو کسانو نجات پيدا کړ، او د نوح علیه السلام سره په کښتۍ کي سپاره سوه. ددغه وضعيت څخه معلوميږي چي نوح علیه السلام ته زيات تکليفونه  د خپل ژوند په اوږدو کي رسېدلي دي، کوم تکليفونو، آزميښتونه ، عذابونه او بلاوي چي ده ته رسېدلي دي غير دهغه نبيانو څخه چي اولوالعزم دي بل څوک يې دتحمل توان نه لري او نوح علیه السلام يې تحمل کړى دی له همدې امله دى نوح علیه السلام داوالعزم نبيانو څخه دی، اولوالعزم نبيان هغه نبيان دي چي دصبر توصيه يې الله جل جلاله حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ته کړې ده او ورته فرمايي : (فاصبر کماصبر اوالعزم من الرسل) يعني ته داسي صبر وکړه لکه اوالعزم رسولانو چي کړى وو.
داولوالعزم  رسولانو شمېر پنځو تنو ته رسيږي چي دلاندنيو رسولانو څخه عبارت دي:
نوح ، ابراهيم ، موسى، عيسى او محمد عليهم الصلواة والسلام.
مؤرخينو ليکلي دي: نوح علیه السلام په پنځوس کلنۍ کي پيغمبر سو نهه نيم سوه کاله يې دعوت وکړ، کله چي قوم يې هلاک سو بيا ٣٥٠ کاله نور ژوند وکړ، په دې لحاظ نو دده ټول عمر ١٣٥٠ کاله کيږي، دا هغه خبره ده چي دتورات څخه رانقل سوې ده خو دايو ډول مبالغه ده ځکه دا دهغه  تورات خبره ده چي تحريف سوى دی او په تحريف سوي تورات کي داسي مبالغې ليکل سوي دي، صحيح خبره هغه ده چي په قرآن کي ذکر سوې ده چي الله جل جلاله دده عمر نهه نيم سوه کاله ښودلى دی لکه چي فرمايي:
وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا نُوحًا إِلَى قَوْمِهِ فَلَبِثَ فِيهِمْ أَلْفَ سَنَةٍ إِلَّا خَمْسِينَ عَامًا فَأَخَذَهُمُ الطُّوفَانُ وَهُمْ ظَالِمُونَ (۱۴) سورت العنکبوت ایت۱۴.
ژباړه : بېشکه موږ نوح علیه السلام وخپل قوم ته ولېږئ په خپل قوم کي نهه نيم سوه کاله واوسېدئ دده قوم طوفان غرق کړی، دوى ظالمان ول.
په دغه آيت کي د نوح علیه السلام عمر په څرګند ډول ښودل سوى دی، کله چي په ايت کي يو شی په څرګند ډول بيان سي نوموږ دنورو کتابونو دبيان هيڅ اړتيا نه لرو.
د نوح علیه السلام قوم بت پرستان ول
د نوح علیه السلام په قصه کي اياتونه دې خبري ته اشاره کوي چي نوح علیه السلام خپل قوم ته لېږدول سوى وو په داسي حال کي چي دده قوم مشرکان او بت پرستان وه، دغه بتان يې په خدايانو نيولي وه، عقيده يې درلوده چي دغه بتان ليدل کولاى سي، اورېدل کولاى سي، موږ ته خير راجلبولاى سي او شر زموږ څخه ګرځولاى سي يعني دخير او شرتوانايي لري، همدا ډول دوي عقيده درلوده چي که موږ ودغو بتانو ته عبادت کوو نو دالله جل جلاله عبادت ته اړتيا نسته . د نوح علیه السلام قوم لومړي خلګ وه چي بت پرستي يې پيل کړه او د الله جل جلاله سره يې بتان شريکان ونيول نو ځکه  الله جل جلاله د دوى دبېرولو او تخويف لپاره حضرت نوح علیه السلام ولېږی لکه الله جل جلاله چي فرمايي :
إِنَّا أَرْسَلْنَا نُوحًا إِلَى قَوْمِهِ أَنْ أَنْذِرْ قَوْمَكَ مِنْ قَبْلِ أَنْ يَأْتِيَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ(۱). سورت نوح ایت۱
ژباړه : بېشکه موږ نوح علیه السلام وخپل قوم ته ددې لپاره لېږلى وو چي خپل قوم وبېروي مخکي تردې چي سخت عذاب ورته راسي.
په بل ځاى کي فرمايي:
لَقَدْ أَرْسَلْنَا نُوحًا إِلَى قَوْمِهِ فَقَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُوا اللَّهَ مَا لَكُمْ مِنْ إِلَهٍ غَيْرُهُ إِنِّي أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ (۵۹) سورت الاعراف، ایت۵۹
ژباړه:  بېشکه موږ نوح علیه السلام وخپل قوم ته ولېږي نو ده خپل قوم ته وويل: اې زما قومه! تاسو د يوه الله جل جلاله عبادت وکړي ستاسو لپاره د الله جل جلاله پرته بل خداى نسته، زه پرتاسو بېرېږم دلوي ورځي دعذاب څخه.
کوم کسان چي تر نوح علیه السلام وړاندي وه د فطرتي دين پيروان ول، ديوه خداى جل جلاله عبادت يې کاوه، د الله جل جلاله سره يې هيڅوک شريک نه نیوي آن تردې چي بيخي يې بت نه پېژندى، ټول مؤمنان وه او د الله جل جلاله په وحدانيت باندي يې اقرار کاوه. له همدې امله الله جل جلاله حضرت نوح علیه السلام د ده د قوم دوېرولو لپاره ولېږئ ځکه چي دوي شرک پيل کړي او دده قوم بني راسب نومېدی . دغه قوم په ګمراهۍ، عناد او سرکښۍ کي بيخي ترحد تېر سوي وه.
نوح علیه السلام خپل قوم ته ډول، ډول دلايل وړاندي کړه او حقيقت يې ورته څرګند کړ، خو دوي هيڅ غوږ ونه ګراوه ، اعراض يې وکړ، د ده خبري يې پرمسخرو او پسخند راواړولې، د الله جل جلاله لاندنى قول ولولئ:
قَالَ رَبِّ إِنِّي دَعَوْتُ قَوْمِي لَيْلًا وَنَهَارًا (۵) فَلَمْ يَزِدْهُمْ دُعَائِي إِلَّا فِرَارًا (۶) وَإِنِّي كُلَّمَا دَعَوْتُهُمْ لِتَغْفِرَ لَهُمْ جَعَلُوا أَصَابِعَهُمْ فِي آذَانِهِمْ وَاسْتَغْشَوْا ثِيَابَهُمْ وَأَصَرُّوا وَاسْتَكْبَرُوا اسْتِكْبَارًا (۷) ثُمَّ إِنِّي دَعَوْتُهُمْ جِهَارًا (۸) ثُمَّ إِنِّي أَعْلَنْتُ لَهُمْ وَأَسْرَرْتُ لَهُمْ إِسْرَارًا(۹). سورت نوح، ایت۵-۹.
ژباړه: نوح علیه السلام وويل: اې زما ربه! زه خپل قوم سهار او ماښام دعوتوم زمادعوت يوازي ددوى تېښته زياتوي ( دحق څخه ليري کيږي) بېشکه کله چي زه دوى ته د عوت ورکوم چي ته مغفرت ورته وکړې دوى خپلي ګوتي په غوږو کي ونيسي ، خپلي جامې وپېچي ، پر کفر باندي ټينګ سي او پوره کبر وکړي ، بيا زه دوى ته دعوت دحق لوري ته ورکړم په لوړ اواز سره ، بيا  زه دوى دعوت په ښکاره او پوره پټ دواړو ډولو سره ورکړم.
داچي د نوح علیه السلام ترقوم وړاندي ټول خلګ مسلمانان وه هيچا شرک نه کاوه هغه ايت پر دليل چي دالله جل جلاله دنبيانو دبعثت په اړه نازل کړى دی او فرمايي:
كَانَ النَّاسُ أُمَّةً وَاحِدَةً فَبَعَثَ اللَّهُ النَّبِيِّينَ مُبَشِّرِينَ وَمُنْذِرِينَ وَأَنْزَلَ مَعَهُمُ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ لِيَحْكُمَ بَيْنَ النَّاسِ فِيمَا اخْتَلَفُوا فِيهِ وَمَا اخْتَلَفَ فِيهِ إِلَّا الَّذِينَ أُوتُوهُ مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَتْهُمُ الْبَيِّنَاتُ بَغْيًا بَيْنَهُمْ فَهَدَى اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا لِمَا اخْتَلَفُوا فِيهِ مِنَ الْحَقِّ بِإِذْنِهِ وَاللَّهُ يَهْدِي مَنْ يَشَاءُ إِلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ (۲۱۳). سورت المائده ایت۲۱۳.
ژباړه :  خلګ يوه ډله وه بيا الله جل جلاله انبياءعلیهم السلام پکښي ولېږل چي (په جنت سره) زېرى ورکونکى وه او(د دوزخ څخه دخلګو) بېرونکي وه او الله جل جلاله د دوي سره  يو ریښتنی کتاب را ولېږئ څو د دوي د خپل منځيو اختلافونو په منځ کي پرېکړه وکړي، په دې کي يوازي هغو خلګو اختلاف وکړ، چي کتاب ورکړل سوى وو (يهود او نصارى) وروسته تر دې چي دوي ته نښي څرګندي سوې دخپل منځى حسد له جهته، الله جل جلاله په اراده خپله سره هغه کسانو ته لار وښوده چي ايمان يې راوړی د هغه حق په اړه چي دوي اختلاف پکښي کاوه، الله جل جلاله وهغه کسانو ته دسيده لاري هدايت کوي چي خوښه يې سي.
د دغه ايت په ارتباط د عبدالله بن عباس رضی الله تعالی عنه  څخه روايت دي، چي فرمايي : دآدم علیه السلام او نوح علیه السلام ترمنځ دوې پېړۍ زمانه وه په دغه ټول زمانه کي ټول خلګ دحق دين تابع او ټول مسلمانان وه وروسته تردې په دوي کي اختلاف پېښ سو الله جل جلاله د دوي د تنذير اوتبشير لپاره نبيان ولېږل څو دوي د حق لوري ته دعوت کړي . په دې اړه ابن عباس رضی الله تعالی عنه  فرمايي: د عبدالله په قرائت کي داسي دي: (کان الناس امة واحدة فاختلفوا) او دحضرت قتادة رضی الله تعالی عنه  څخه روايت دی، چي  فرمايي: ټول خلګ د هدايت پابند وو وروسته په دوي کي اختلاف پيدا سو نو ځکه الله جل جلاله وېرونکي او زېري ورکونکي رسولان په دوي کي ولېږل چي لومړى رسول يې نوح علیه السلام ؤ.
د نوح علیه السلام قوم څنګه بت پرسته سو  لامل يې څه وو؟
مخکي مو وويل چي د نوح علیه السلام قوم لومړي کسان وه چي بت پرستي يې پيل کړه تردوي وړاندي ټول خلګ مؤمنان وه او ديوه الله جل جلاله عبادت يې کاوه آن تردې چي بيخي يې بت پرستي نه پېژندل . دا چي د نوح علیه السلام قوم بت پرسته سو دليل  باندي لاندنى آيت دئ چي الله جل جلاله فرمايي:
قَالَ نُوحٌ رَبِّ إِنَّهُمْ عَصَوْنِي وَاتَّبَعُوا مَنْ لَمْ يَزِدْهُ مَالُهُ وَوَلَدُهُ إِلَّا خَسَارًا (۲۱) وَمَكَرُوا مَكْرًا كُبَّارًا (۲۲) وَقَالُوا لَا تَذَرُنَّ آلِهَتَكُمْ وَلَا تَذَرُنَّ وَدًّا وَلَا سُوَاعًا وَلَا يَغُوثَ وَيَعُوقَ وَنَسْرًا (۲۳) وَقَدْ أَضَلُّوا كَثِيرًا وَلَا تَزِدِ الظَّالِمِينَ إِلَّا ضَلَالًا (۲۴). سورت نوح، ایت۲۱- ۲۴ پوری
ژباړه: نوح علیه السلام وويل: اې زما ربه! دوي زما نافرماني کوي دهغه چا تابعداري کوي چي نه د دوي په مال کي زيادت راوستلاى سي او نه يې په اولاد کي راوستلاى سي مګر تاوان.
 دوى چل کوي په لوى چل کولو سره، دوي وايي: تاسو خپل خدايان مه پرېږدئ، تاسو  ود، سواع، يغوث، يعوق او نسر بتان مه پرېږدئ، بېشکه ډېر يې ګمراهان کړه، ظالمانو ته هيڅ نه زياتيږي پرته د ګمراهۍ څخه .
دوي دغه بتان دنېکو خلګو او مقربو ملائکو په نومونو سره نومولي وه دوي داسي فکر کړى وو چي د دغو سپېڅلو خلګو اوملائکو کارونه چي د دوي په زړونو کي پاته سي د دې لپاره به د دغو سپېڅلو خلګو مجسمې جوړوي، دغه مجسمو ته به ګوري نو به دوي هم سپېڅلي کارونه کوي خو بدبختانه دغه کړنه د وخت په تېرېدو سره په شرک بدله سوه هغه داچي آخر به دوي دغه مجسمو ته سجدې کولې او په خدايانو سره يې نيولي ول.
د بخاري او مسلم په يوه صحيح حديث کي راځي چي يوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم ام حبيبې رضی  الله تعالی عنها  او ام سلمى رضی الله تعالی عنها ته د يوې ښايښته کليسا بيان کاوه چي زيات بتان پکښې وه او دشام په سيمه کي وه، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: د دغه سيمي خلګو داسي عادت درلودئ چي کله به په دوي کي يو نېک سړى وفات سو نو دوي به مسجد پر جوړ کړ، بيا به يې په هغه مسجد کي ددغه نېک سړي مجسمه جوړه کړه، د الله جل جلاله په نزد دغه خلګ ډېر بدخلګ دي.
امام بخاري رحمة الله علیه  د ابن عباس رضی الله تعالی عنه  څخه د دغه ايت په تفسير کي: (وقالوا لاتذرن الهتکم ولاتذرن ودا ولاسواعا ..…..)  روايت کوي : دغه نومان چي دوى پربتانو ايښي وه دا د نوح علیه السلام په قوم کي نېکان خلګ وه کله چي وفات سوه شيطان دوي ته امر وکړ، څو د دغه کسانو مجسمې جوړي کړي او په خپلو مجلس ځايونو کي کښيږدي نو دوي به دغه مجسمو ته ګوري او نېک کارونه به تل کوي خو کله چي دغه خلګ هم مړه سوه راتلونکي نسل دغه بتان په خدايانو سره ونيول او عبادت يې پيل کړ.
ابن عباس رضی الله تعالی عنه  فرمايي: کوم بتان چي د نوح علیه السلام قوم په خدايانو سره نيولي ول آخر عربو ته په لاس ورغلل او عربو په خدايانو سره ونيول.
له همدې امله ويلاى سو: د دغه علت پر بنسټ  باندي اسلامي شريعت دهر ذي روح تصوير اخستل منعه کړي دي او دهر ډول مجسمې چي دهر غرض لپاره وي جوړول يې منعه کړي دي.
امام بخاري رحمة الله علیه  د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روايت کوي:
کوم کسان چي تصويرونه جوړي دهغوى عذاب به د نورو خلګو په پرتله زيات سخت وي او دوي ته به وويل سي: کوم څه چي مو جوړ کړي دي ژوندي يې کړئ.
همدا ډول په بخاري شريف کي يو روايت راځي: په کوم کور کي چي سپى، تصوير او يا مجسمه موجوده وي ملائکه هغه کورته نه ورځي.
په يوه بل روايت کي راځي: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: کوم کس چي عکس جوړوي هغه کس ته به الله جل جلاله د قيامت په ورځ داسي عذاب ورکړي چي دى به ددغه عکس په روح ورکولو سره مجبوره کوي خو دغه عکس جوړونکى به ددې توانايي نه لري چي روح ورکړي. (بخاري)
دغه ټول کارونه چي منعه سوي دي موخه ځني داده چي مسلمانان دهر ډول غلطي لاري څخه راوګرځي ، دمسلمانانو عقيده وساتل سي او مسلمانانو دهر ډول بت پرستى داخته کېدو څخه وژغورل سي. لکه مخکي چي مووويل چي لومړى خلګ په دغه بلا اخته سوه ورپسي دغه فتنه اوفساد بيخي ټولو خلګو ته وغځېدئ.
د نوح علیه السلام پياوړي استقامت
د نوح علیه السلام صبر او جهاد دومره پياوړي وو چي دده پرته يې بل څوک تکليفونه نسي زغملاى، نوح علیه السلام دلاور، شجاع انسان وو، تل يې مبارزه کول، د صبر او استقامت غر وو تل محکم ولاړ وو. نوح علیه السلام ددغه مبارزې په اوږدو کي ډول، ډول تکليفونه او ستونزي وليدې، د سخت عذاب، مسخرو او پسخند مورد وګرځېدئ ، مګر دى نژدې زر کاله دغه  تکليفونو ته يو پياوړي سپر وو، هيڅکله يې دالهي دعوت څخه لاس وانه خيستئ او نه نصيحت کولو، پند ورکولو او دالهي رضا لوري  ته رابللو خسته کړ.
مشرکانو تل  هڅه کول  چي نوح علیه السلام د دعوت څخه منعه کړي، ددې کار لپاره يې نوح علیه السلام ته ډول، ډول تکليفونه ورکول، مسخرې يې پر کولې او پسخندونه يې په وهل مګر نوح علیه السلام دهمت غر وو تل ثابت او محکم پاته سو، دالهي دعوت څخه يې لاس نه واخيستئ، دده قوم پر ده باندي ډول، ډول درواغ تړل، دى يې په ډول، ډول عيبونو بدنامه کوئ خو د دوي دغه ټول کوششونه بې  ګټي وه، دوي چي به هرڅه کول د نوح علیه السلام به يوازي صبر، استقامت او ايمان نور زياتېدئ، په همدې وجه نوح علیه السلام داولوالعزم پيغمبرانو څخه دی.
هغه تهمتونه چي پر نوح علیه السلام باندي به يې لګول
لومړى: نوح علیه السلام به يې په ګمراهۍ او بې عقلۍ سره تورنوئ لکه الله جل جلاله چي فرمايي:
قَالَ الْمَلَأُ مِنْ قَوْمِهِ إِنَّا لَنَرَاكَ فِي ضَلَالٍ مُبِينٍ (۶۰) قَالَ يَا قَوْمِ لَيْسَ بِي ضَلَالَةٌ وَلَكِنِّي رَسُولٌ مِنْ رَبِّ الْعَالَمِينَ (۶۱) أُبَلِّغُكُمْ رِسَالَاتِ رَبِّي وَأَنْصَحُ لَكُمْ وَأَعْلَمُ مِنَ اللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ (۶۲).  سورت الاعراف، ایت۶۰- ۶۲ پوري.
ژباړه: يوې ډلي د نوح علیه السلام د قوم څخه وويل: بېشکه موږ تا په څرګنده ګمراهي کي وينو، نوح علیه السلام وويل: اې زما قومه !په ماسره ګمراهي نسته مګر زه د عالمونو د پالونکي رسول يم، تاسو ته الهي احکام رسوم او زه تاسو ته نصيحت کوم او زه په هغه څه د الله جل جلاله دلوري څخه پوهېږم چي تاسو نه پوهېږئ.
دوهم: داچي په ليوني سره يې متهم کړئ لکه الله جل جلاله چي يې حکايت کړى دئ:
كَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ قَوْمُ نُوحٍ فَكَذَّبُوا عَبْدَنَا وَقَالُوا مَجْنُونٌ وَازْدُجِرَ (۹). سورت القمر، ایت۹.
ژباړه : تردوي وړاندي د نوح علیه السلام قوم تکذيب وکړ، نو دوي زموږ بنده (نوح علیه السلام) درواغجن وباله يا يې خبري جوړونکى وباله.
په بل ځاى کي الله جل جلاله د دوي د خولې وينا بيانوي:
إِنْ هُوَ إِلَّا رَجُلٌ بِهِ جِنَّةٌ فَتَرَبَّصُوا بِهِ حَتَّى حِينٍ (۲۵). سورت المؤمنون، ایت۲۵.
ژباړه: دغه نوح علیه السلام نه دی مګر داسي څوک دی چي ليونتوب ورته پېښ سوى دی تاسو تر يو وخته پوري انتظار ورته وکړئ.
دريم : داچي نوح علیه السلام يې په زياته جګړه کولو، پر الله جل جلاله باندي په افتراء کولو باندي تورن کړ، لکه چي الله جل جلاله يې بيان کوي:
قَالُوا يَا نُوحُ قَدْ جَادَلْتَنَا فَأَكْثَرْتَ جِدَالَنَا فَأْتِنَا بِمَا تَعِدُنَا إِنْ كُنْتَ مِنَ الصَّادِقِينَ. سورت هود، ایت۳۲.
ژباړه: دوي وويل: اې نوحه ! تا زموږ سره مجادله وکړه ډېره مجادله دي وکړه اوس موږ ته په هغه عذاب سره راتلل وکړه چي تا زموږ سره وعده کړې ده، که ته رښتينى يې.
څلورم: داچي نوح علیه السلام يې په سنګسارولو باندي تهديد کړ، لکه چي الله جل جلاله يې بيان کوي:
قَالُوا لَئِنْ لَمْ تَنْتَهِ يَا نُوحُ لَتَكُونَنَّ مِنَ الْمَرْجُومِينَ. سورت الشعرا، ایت۱۱۶.
ژباړه : د نوح علیه السلام قوم وويل: اې نوحه! که ته منعه نسې نو دسنګسار سوو خلګو څخه به سې.
پنځم: داچي پر ده به يې مسخرې کولې او پسخندونه به يې په وهل لکه چي الله جل جلاله يې بيان کوي:
وَيَصْنَعُ الْفُلْكَ وَكُلَّمَا مَرَّ عَلَيْهِ مَلَأٌ مِنْ قَوْمِهِ سَخِرُوا مِنْهُ قَالَ إِنْ تـَسْخَرُوا مِنَّا فَإِنَّا نَسْخَرُ مِنْكُمْ كَمَا تَسْخَرُونَ. سورت هود، ایت۳۸.
ژباړه: نوح علیه السلام  کښتۍ جوړول، کله چي به دده د قوم څخه يوه ډله تېرېدل نو پرده باندي به يې مسخرې کولې، نوح علیه السلام وويل: که تاسو مسخرې کوي نوموږ ښايي مسخرې وکړو لکه تاسي چي يې کوي.
د نوح علیه السلام قوم وده ته په تکليف رسولو کي د ډول، ډول تهمتونو څخه کار اخيستي يعني څه چي به يې په توان وه په هغه ډول به يې ده ته تکليف ورساوه څو دى د دعوت څخه تېر کړي.
تهمتونه لګول هغه سلاح ده چي په هره زمانه کي فاسقانو او فاجرانو د خپلي زمانې د عزتمن پيغمبر او يا دهر مصلح په وړاندي کار ځني اخيستى دی او تهمتونه يې پر لګولي دي، دغه تهمتونه لګول نه يوازي چي پر نوح علیه السلام باندي دوي لګول بلکي مشرکانو پر نبي صلی الله علیه وسلم باندي هم دغه ډول تورونه لګول لکه چي الله جل جلاله يې حکايت کوي :
 وَقَالُوا يَا أَيُّهَا الَّذِي نُزِّلَ عَلَيْهِ الذِّكْرُ إِنَّكَ لَمَجْنُونٌ. سورت الحجر، ایت۶.
ژباړه : دوي به ويل: اې هغه څوکه! چي قرآن درباندي نازليږي بېشکه ته لېونى يې.
همدا ډول به دوي ويل: (ان هذا لساحر کذاب) يعني بېشکه دغه محمد صلی الله علیه وسلم جادوګر او درواغجن دئ(العياذبالله) په همدې ډول دغه سلاح په هره زمانه کي شريروه، او فتنه خوښوونکو انسانانو دهر پيغمبر او دعوت کونکي په وړاندي استعمال کړې ده. له همدې وجهي څخه بايد  هر مصلح او دعوت کونکى په دغه شي باندي خبر وي.
و خپل قوم ته د نوح علیه السلام دعوت
نوح علیه السلام زيات ستونزمن ژوند درلودی، ډېر تکليفونه او زحمتونه يې د خپل قوم زغملي ول، ده په خپل قوم کي کلونه او پيړۍ وختونه تېر کړه خو بدبختانه ده په دغه لويه مده کي دکڼو غوږنو، غافله اوسخت  زړونو پرته بل شي نه وليدل، د دغه خلګو نفسونه تر ډبره  وچ وه او زړونه يې تر اوسپنه سخت وه، نصيحت او پند دوي ته هيڅ ګټه ونه کړه، وعيد او  تحذير دوي د خپلو بدو کړنو څخه را ونه ګرځول. هرڅومره چي به نوح علیه السلام دوي ته زيات نصيحت کاوه په هغه اندازه به د دوي عناد زياتېدي، څومره چي به نوح علیه السلام دوي ته د الله جل جلاله يادونه  کول دوي به په سرکښۍ او فساد کي زياتونه کول، د ګمراهۍ پر مسير به روان وه، د نوح علیه السلام دعوت ته يې هيڅ پاملرنه نه کول او د تحذير او وعيد يې هيڅ پروا نه کول.
نوح علیه السلام د خپل قوم په منځ کي د دعوت کونکي په توګه ٩٥٠ کاله واوسېدئ ، دخپل قوم د نجات او د دوي د بت پرستۍ څخه د خلاصون لپاره يې د هر ډول حکيمانه تګ لارو څخه استفاده وکړه خو ګټه يې ونه کړه، نوح علیه السلام به شپه او ورځ، په پټه او ښکاره دوي ته دعوت کاوه په دې ټولو کړنو سره د دوي زړونه نرم نه سول، بلکي واحسان ته يې په بدۍ، نرمۍ ته يې په سختۍ او  تشدد جواب وايه او د نوح علیه السلام په وهلو او ځورولو به يې لاس پوري  کړ، سره د دې چي نوح علیه السلام به تل داسي ويل: اې خدايه! زماقوم ته عفوه وکړې زما قوم نه پوهيږي.
مفسرين روايت کوي: نوح علیه السلام دخپل قوم منځته  راغلئ او دوي يې د الله جل جلاله لوري ته راوبلل، دده قوم پرده راټول سوی، دی يې تر سختو وهلو اوکوټولو لاندي راوستى، خفه يې کړ، آن تردې چي بېهوښه سو، بيا به يې په يوه  بوريا کي وپېچى پر لويه لاره به يې وغورځوئ او ويل به يې چي په ډېر لنډ وخت کي به مړ سي، الله جل جلاله به بيا ده ته د اول په څېر توانايي او ژوند ورکړ، دى به بيا په چټکۍ سره راغلى بيا به يې خپل قوم دالله جل جلاله ولوري رابلى، قوم به يې بيا هغسي معامله ورسره وکړه په دغه ډول نوح علیه السلام خپل ټول ژوند د دغسي  تکليفونو سره د دوي سره تېروی او دوي يې د الله جل جلاله لوري ته رابلل، ددې ټولو تکليفونو سره نوح علیه السلام د الله جل جلاله څخه نه غوښتل چي زما قوم هلاک کړې. ددې برعکس به يې هيله  درلوده چي ګوندي د دوي په اولادونو کي داسي څوک پيدا سي چي زما دعوت قبول کړي او حق دين ته راسي. ددې اوږدې زمانې په تېرېدو سره بياهم د لږو کسانو پرته چي ايمانونه يې راوړي وه بل چا ايمان نه دى راوړى .کله چي دده د قوم دغه نسل له منځه ولاړى پر  ځاى يې بل نسل راغلى چي ترهغو په ګمراهي کي بدتر وو او خپلو زامنو ته به يې توصيه کول چي د نوح علیه السلام پيروي مه کوئ، کله چي به يې زامن ځوانان سوه دوپ به خپلو زامنو ته ويل: د دغه سړي (نوح علیه السلام) څخه وبېرېږئ چي د دين څخه مو وانه ړوي. نوح علیه السلام چي داحال وليدی په دغه وخت کي دخپل قوم څخه ناهيلى سو چي نور نو دوي ايمان نه راوړي او الله جل جلاله ته يې دعا وکړه:
وَقَالَ نُوحٌ رَبِّ لَا تَذَرْ عَلَى الْأَرْضِ مِنَ الْكَافِرِينَ دَيَّارًا (۲۶) إِنَّكَ إِنْ تَذَرْهُمْ يُضِلُّوا عِبَادَكَ وَلَا يَلِدُوا إِلَّا فَاجِرًا كَفَّارًا (۲۷. سورت نوح، ایت۲۶-۲۷پوري.
ژباړه: نوح علیه السلام وويل: اې زما ربه! پر مځکه باندي د کافرانو څخه يو سراى مه پرېږدې، بېشکه که ته دوي پرېږدې ستا بندګان ګمراه کوي او دوي يوازي فاجران اوفاسقان زېږوي.
دابن مسعود رضی الله تعالی عنه  څخه روايت دی، دى فرمايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم يو د هغه پيغمبرانو څخه دی چي د خپل قوم تر سختو وهلو او کوټولو لاندي راغلى دی تر داسي بريده چي بدن مبارک يې ټول په وينو ولړل سو په داسي حال کي چي ويني يې د مخ څخه پاکولې او ويل به يې: اې خدايه! زماقوم ته عفوه وکړې، دوي نه پوهيږي.
د نوح علیه السلام کښتۍ جوړونه
کله چي نوح علیه السلام تردې اوږدې مدې وخت تېرېدو وروسته د خپل قوم د ايمان راوړلو څخه ناهيلى سو، الله جل جلاله وحي ورته وکړې چي د دغه کوچنۍ ډلي پرته د نورو کسانو دايمان راوړلو هيله مه کوه يعني نور کسان ايمان نه راوړې لکه چي الله جل جلاله فرمايي :
وَأُوحِيَ إِلَى نُوحٍ أَنَّهُ لَنْ يُؤْمِنَ مِنْ قَوْمِكَ إِلَّا مَنْ قَدْ آمَنَ فَلَا تَبْتَئِسْ بِمَا كَانُوا يَفْعَلُونَ. سورت هود، ایت۳۶.
ژباړه: ونوح علیه السلام ته وحي وسوې چي بېشکه ستا دقوم څخه بل څوک ايمان نه راوړي مګر هغه څوک چي ايمان يې راوړى دی نو ته په هغه څه باندي مه غمګينه کېږه چي دوي يې کوي.
همدا وخت وو چي نوح علیه السلام د خپل خدای جل جلاله څخه وغوښتل چي دده قوم هلاک او تباه کړي. الله جل جلاله دده دعا قبوله  کړه او الله جل جلاله وحي ورته وکړې چي ډېر ژر به ستا قوم د طوفان په وسيله هلاک سي، د دوي څخه به يو هم پاته نه سي. الله جل جلاله نوح علیه السلام ته امر وکړ، چي يوه کښتۍ جوړه کړي څو دى او دده سره ملګري مسلمانان  پکښي سپاره سي. نوح علیه السلام په کښتۍ جوړولو نه پوهېدى او نه دبل چا زده وه نو ځکه الله جل جلاله دکښتۍ صنعت ته ده دوحي په ذريعه وروښودئ لکه چي الله جل جلاله فرمايي:
وَاصْنَعِ الْفُلْكَ بِأَعْيُنِنَا وَوَحْيِنَا وَلَا تُخَاطِبْنِي فِي الَّذِينَ ظَلَمُوا إِنَّهُمْ مُغْرَقُونَ. سورت هود، ایت۳۷.
ژباړه: زموږ په حضور کي کښتۍ جوړه کړه او زموږ په وحي سره يې جوړه کړه (بيا الله جل جلاله ورته وفرمايل 🙂 ته دهغه چا په اړه ماته خبري مه کوه چي ظلم يې کړی وي بېشکه دوي غرقيږي.
الله جل جلاله نوح علیه السلام ته امر وکړ، چي دخپل قوم څخه د عذاب د پورته کېدو لپاره رجوع ونه کړې ځکه پر مجرمانو چي کله عذاب راسي  بيا نه پورته کيږي. کېداى سي چي نوح علیه السلام کله الهي عذاب مشاهده کړي چي دده پرقوم باندي به راسي،  دده په زړه کي به نرمي پيدا سي او د الله جل جلاله څخه به وغواړي چي دده قوم خلاص کړي ځکه اورېدلي داسي نه وي لکه ليدلي.
نوح علیه السلام د الهي امر سره سم د الهي وحي په ښودنه په کښتۍ جوړولو پيل وکړ. دده قوم چي دى وليدئ چي کښتۍ جوړوي نو په ده باندي يې پسخندونه وهل او مسخرې کول شروع کړه، ده ته به يې ويل: اې نوحه! ته تر پرون پوري پيغمبر وې نن بيا نجار سوې. دده د قوم ټول خلګ راټول سوه پرده باندي به يې خندل خو دى په خپل کار په جدي ډول بوخت وو دوي ته به يې ويل :که تاسو مسخرې کوي نو تاسو ته به د مسخرو سزا درکول سي، ډېر ژر به تاسو پوه سئ چي پرچا باندي عذاب راځي اوڅوک د تل لپاره په عذاب باندي اخته کيږي.
کله چي نوح علیه السلام د کښتۍ جوړولو څخه فارغه سو نو الله جل جلاله امر ورته وکړ، چي خپله کورنۍ، مؤمنان او د حيوانانو څخه يوه جوړه يعني يو نر او يوه ښځه په کښتۍ کي سپاره کړي. په همدې اساس الله جل جلاله نوح علیه السلام ته امر وکړ، چي دټولو حيوانانو څخه هر ډول چي وي يعني که يې غوښي خوړل کيږي او که يې غوښي نه خوړل کيږي په کښتۍ کي سپاره کړي څو نسل يې پاته سي. بيا الله جل جلاله نوح علیه السلام ته د طوفان دراتګ لپاره يو ه نښه ورښودل هغه داچي کله دغه تنور اوبه وکړې نو طوفان راتلونکى دی.
د جمهورو مفسرينو په آند دغه نښانه ددې څخه عبارت وه چي کله د مځکي پرسطحه باندي اوبه راپورته سوې نو دغه وخت دکښتۍ سپرېدو دی غرقونکى طوفان راتلونکى دی، ټول ظالمان به هلاکيږي يوازي به هغه کسان پاتيږي چي په کښتۍ کي سپاره سي نور به ټول هلاکيږي. کله چي دهغه نښانه ښکاره سوه کومه چي الله جل جلاله ورته ښودلې وه نوح علیه السلام د خپلو ملګرو سره يوځاى کښتۍ ته وختى دستي باران شروع سو داسي باران وو چي تراوسه په مځکه کي داسي باران نه وو اورېدلى نه به واوريږي. الله جل جلاله مځکي ته امر وکړ، څو هر چيري چي دمځکي په کنارو کي اوبه دي هغه ټولي راوباسي. داسي اوبه پرمځکه راغلې لکه  دژي خوله چي ايله کړې او يو مخ اوبه رارواني وې.
الله جل جلاله يې داسي بيان کړى دی:
فَدَعَا رَبَّهُ أَنِّي مَغْلُوبٌ فَانْتَصِرْ (۱۰) فَفَتَحْنَا أَبْوَابَ السَّمَاءِ بِمَاءٍ مُنْهَمِرٍ (۱۱) وَفَجَّرْنَا الْأَرْضَ عُيُونًا فَالْتَقَى الْمَاءُ عَلَى أَمْرٍ قَدْ قُدِرَ (۱۲) وَحَمَلْنَاهُ عَلَى ذَاتِ أَلْوَاحٍ وَدُسُرٍ (۱۳) تَجْرِي بِأَعْيُنِنَا جَزَاءً لِمَنْ كَانَ كُفِرَ. سورت القمر، ایت۱۰-۱۴پوري.
ژباړه: خپل رب ته  يې دعا وکړه چي زه مغلوبه يم زما انتقام را واخله  نوموږ د اسمان دروازې خلاصي کړې په ډېرو اوبو تويېدلو سره د مځکي ټولي چينې مو راوبهيولې دهر لوري څخه اوبه راغلې د داسي کار په وجه چي مقدر وو موږ دى په کښتۍ کي سپور کړ، چي د تختو او ميخو لرونکې وه دغه کښتۍ زموږ په حضو رکي چلېده او سزا دهغه کسانو لپاره چي کفر يې کړى وو.
دغه طوفان ټولو لوړو او ژورو ته ورسېدي يعني  ټوله مځکي ته لوړه سيمه وه که کښته وه، لاندي او باندي ټول ځايونه اوبو ونيول هيڅ داسي ځاى پاته نسو چي اوبه نه وي ورسېدلي. هرژوندى شى اوبو لاندي کړ، او په هلاکت يې  ورساوه . يوازي هغه کسان او حيوانان پاته سوه چي په کښتۍ کي سپاره وه له همدې امله نوح علیه السلام ته دوهم پلار ويل کيږي ځکه د مځکي د مخ ټول خلګ هلاک سوه يوازي هغه کسان نه دي هلاک سوي چي د نوح علیه السلام سره  په کښتۍ کي سپاره ول. د مځکي پر مخ کي چي کوم انسانان سته ټول دهغه کسانو اولادونه دي چي د نوح علیه السلام سره په کښتۍ کي سپاره ول آن تردې چي د نوح علیه السلام زوى چي ايمان يې نه وو راوړى دپلار سره په کښتۍ کي سپور نه سو هغه هم هلاک سو لکه چي الله جل جلاله فرمايي:
وَقَالَ ارْكَبُوا فِيهَا بِاسْمِ اللَّهِ مَجْرَاهَا وَمُرْسَاهَا إِنَّ رَبِّي لَغَفُورٌ رَحِيمٌ (۴۱) وَهِيَ تَجْرِي بِهِمْ فِي مَوْجٍ كَالْجِبَالِ وَنَادَى نُوحٌ ابْنَهُ وَكَانَ فِي مَعْزِلٍ يَا بُنَيَّ ارْكَبْ مَعَنَا وَلَا تَكُنْ مَعَ الْكَافِرِينَ (۴۲) قَالَ سَآوِي إِلَى جَبَلٍ يَعْصِمُنِي مِنَ الْمَاءِ قَالَ لَا عَاصِمَ الْيَوْمَ مِنْ أَمْرِ اللَّهِ إِلَّا مَنْ رَحِمَ وَحَالَ بَيْنَهُمَا الْمَوْجُ فَكَانَ مِنَ الْمُغْرَقِينَ (۴۳) وَقِيلَ يَا أَرْضُ ابْلَعِي مَاءَكِ وَيَا سَمَاءُ أَقْلِعِي وَغِيضَ الْمَاءُ وَقُضِيَ الْأَمْرُ وَاسْتَوَتْ عَلَى الْجُودِيِّ وَقِيلَ بُعْدًا لِلْقَوْمِ الظَّالِمِينَ (۴۴). سورت هود، ایت۴۱-۴۴پوري.
ژباړه: الله جل جلاله وفرمايل: په کښتۍ کي سپاره سئ، د الله جل جلاله په نوم ددې کښتۍ روانېدل او درېدل دي بېشکه زما رب زيات بخښونکى او مهربانه دی، دغه کښتۍ خپل سپاره خلګ بېول په داسي څپو کي چي لکه غرونه داسي وې، نوح علیه السلام خپل زوى ته  اواز وکړ، چي په يوه کناره کي وو  راسه زموږ سره سپور سه دکافرانو له ډلي څخه مه جوړېږه . زوى يې ورته وويل : زه به غره ته پناه يوسم چي داوبو څخه وساتل سم . پلار ورته وويل: نن ورځ پرته دهغه چا څخه چي الله جل جلاله رحم باندي کوي د بل چا خلاصون نسته او يوه څپه د دوي په منځ کي واقع سوه د نوح علیه السلام زوى غرق سو.مځکي ته وويل سوه: اې مځکي! اوبه راوباسه، اې اسمانه ! اوبه راتوى کړه. اوبه کمي سوې هغه کار پاى ته ورسېدئ چي فيصله يې سوې وه، او کښتۍ پر جودي غره باندي ودرېده.هلاکت دي وي ظالم قوم لره.
د نوح علیه السلام اولادونه
د نوح علیه السلام څلور اولادونه وه چي نومونه يې په لاندي ډول دي:
حام، سام، يافث اوکنعان
په دغو څلورو کي کنعان په طوفان کي غرق سو ځکه دى مسلمان نه وو او  دپلار سره په کښتۍ کي سپور سوى نه وو ځکه ده ويل: زه به غره ته وخېږم هرڅومره اوبه چي راسي ما نسي غرقولاى خو سره ددې چي لوى غره ته وختئ خلاصون يې پيدا نه کړ،  هلاک سو.
 الله جل جلاله د ده لپاره په تقدير کي سعادت نه وو ليکلى او دپلار غوښتني ته يې مثبت جواب نه ووايه کله چي هغه ورته وويل: راسه زويه! په کښتۍ کي سپور سه د کافرانو څخه مه جوړېږه؟ ده بدبخته په جواب کي ورته وويل: زه به لوړ غره  ته وخېژم که اوبه راغلې د هغه غره پر سره به ودرېږم او د طوفان څخه به ځان خلاص کړم. اخر داچي ورځ يې توره سوه او د تل لپاره د بدبختۍ پر ټغر کښېناستى هلاک س. حال داچي نوح علیه السلام دده په اړه دعا وکړه او وې وفرمايل :
وَنَادَى نُوحٌ رَبَّهُ فَقَالَ رَبِّ إِنَّ ابْنِي مِنْ أَهْلِي وَإِنَّ وَعْدَكَ الْحَقُّ وَأَنْتَ أَحْكَمُ الْحَاكِمِينَ (۴۵). سورت هود، ایت۴۵.
ژباړه: نوح علیه السلام اواز وکړ  او وې ويل: اې زما ربه! بېشکه زما زوى زما د کورنۍ څخه دی او بېشکه ستا وعده حقه ده او ته ښه د حکم کونکو څخه يې.
کله چي نوح علیه السلام دغه دعا وکړه د الله جل جلاله د لوري څخه ملامتيا ورته وويل سوه او الله جل جلاله ورته وفرمايل:
قَالَ يَا نُوحُ إِنَّهُ لَيْسَ مِنْ أَهْلِكَ إِنَّهُ عَمَلٌ غَيْرُ صَالِحٍ فَلَا تَسْأَلْنِ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ إِنِّي أَعِظُكَ أَنْ تَكُونَ مِنَ الْجَاهِلِينَ (۴۶). سورت هود، ایت۴۶.
ژباړه: الله جل جلاله وفرمايل: بېشکه دى ستا د کورنۍ څخه نه دی ده لره نا صالح عملونه دي، ته زما څخه د هغه شي په اړه پوښتنه مه کوه چي تا لره علم نه وي زه تا ته پند درکوم ددې لپاره چي ته د جاهلانو څخه جوړ نه سي.
د نوح علیه السلام هغو درو زامنو د طوفان څخه خلاصون پيدا کړ، د مځکي پر مخ چي کوم انسانان اوسيږي هغه ټول د نوحعلیه السلام د دغو درو زامنو اولادونه دي له همدې امله ټول انسانان د نوح علیه السلام دغه درو زامنو ته منسوبيږي. په دې ترتيب ټول عرب د سام زامن دي، حام دټولو حبشيانو پلار دی او يافث دټولو روميانو پلار دی.
په دغه اړه په نبوي حديث کي هم يادونه سوې ده: امام احمد رحمة الله علیه  د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه په يوه راويت کي رانقلوي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: سام د ټولو عربو پلار دی، حام دټولو حبشيانو پلار دی او يافث دټولو روميانو پلار دی ( )
همدا ډول بزار په خپل مسند کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روايت کوي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل:
د نوح علیه السلام څخه درې زامن زېږېدلي دي چي سام، حام او يافث دي، د سام څخه عرب، فارسيان او روميان زېږېدلي دي چي د يافث تراولادونو خير پکښي ډېر دی او د يافث څخه ياجوج او ماجوج زېږېدلي دي…. الحديث
د کافرانو تر هلاکت وروسته دطوفان پاى
وروسته تردې چي دمځکي دمخ اوسېدونکي ټول غرق سوه ،ټول کافران هلاک سوه الله جل جلاله اسمان ته امر وکړ، چي باران  ودروي، مځکي ته يې امر وکړ، چي خپلي اوبه دننه کړي. الله جل جلاله فرمان صادر کړ، څو په مځکه کي بېرته هغسي ژوند پيل سي  څنګه چي مخکي وو د الله جل جلاله لاندنى قول هم دې خبري ته اشاره ده چي فرمايي :
وَقِيلَ يَا أَرْضُ ابْلَعِي مَاءَكِ وَيَا سَمَاءُ أَقْلِعِي وَغِيضَ الْمَاءُ وَقُضِيَ الْأَمْرُ وَاسْتَوَتْ عَلَى الْجُودِيِّ وَقِيلَ بُعْدًا لِلْقَوْمِ الظَّالِمِينَ. سورت هود، ایت۴۴.
ژباړه: مځکي ته وويل سوه: اې مځکي! اوبه راوباسه، اې اسمانه! اوبه راتوى کړه. اوبه کمي سوې هغه کار پاى ته ورسېدی چي فيصله يې سوې وه، کښتۍ پر جودي غره باندي ودرېده او وويل سوه هلاکت وي دي ظالم قوم لره.
دکښتۍ دسورليو راکښته کېدنه
کله چي کښتۍ پر جودي غره باندي لنګر واچاوه الله جل جلاله نوح علیه السلام او دده ملګرو ته امر وکړ، چي په سلامتيا او امن سره د کښتۍ څخه راکښته سي لکه الله جل جلاله چي فرمايي:
قِيلَ يَا نُوحُ اهْبِطْ بِسَلَامٍ مِنَّا وَبَرَكَاتٍ عَلَيْكَ وَعَلَى أُمَمٍ مِمَّنْ مَعَكَ … سورت هود ایت۴۸.
ژباړه: وويل سوه اې نوحه! کښته سه دهغه سلامتيا او برکتو سره چي زموږ د لوري څخه دي او پرهغه امتونو باندي چي ستاسره دي.
د نوح علیه السلام او ملګرو  راکښته کېدنه په داسي حال کي وه چي ١٥٠ پنځوس ورځي يې په کښتۍ کي تيري کړي وې کله چي دوى راکښته کېده دعاشوراء ورځ وه يعني دحسن او حسين دمياشتي لسمه نېټه وه، نوح علیه السلام د شکر په موخه په دغه ورځ روژه ونيول او خپلو ملګرو ته يې هم د روژې نيولو امر وکړ، له همدغي ورځي څخه بني اسرائيلو ته ددغه ورځي روژه نيول په ميراث پاته سوي دي کله چي اسلام راغلى همدغه روژه پر خپل ځاى پاته سوه ځکه کله چي رسول الله صلی الله علیه وسلم مدينې منورې ته تشريف راوړى يهودو د عاشورا په ورځ روژه نيول رسول الله صلی الله علیه وسلم پوښتنه ځني وکړه چي تاسو ولي په دې ورځ روژه نيسئ؟  دوى په جواب کي ورته وويل: دا نېکه ورځ ده په دې ورځ باندي الله جل جلاله بني اسرائيلو ته د دښمن څخه نجات ورکړى دی، موسى علیه السلام په دې ورځ روژه نيول  رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: زه ستاسو په نسبت تر  موسى علیه السلام وړ يم . رسول الله صلی الله علیه وسلم له همدې امله په دې ورځ روژه نيول او په دې ورځ باندي روژه نيول رواج سوه.
د ترمذي په يوه روايت کي راغلي دي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: زه الله جل جلاله ته اميد لرم چي ددغه ورځي روژه به د يوه کال دګناهونو لپاره کفاره سي.
په کښتۍ کي ددوى داوسېدو مده
 مخکي مو وويل چي دوي په کښتۍ کي ١٥٠ ورځي پاته وه . دغه مده د ابن عباس رضی الله تعالی عنه  په يوه روايت کي راغلې ده او دغه روايت ابن کثيررحمة الله علیه په البداية والنهاية کي رانقل کړى دی: د نوح علیه السلام سره په کښتۍ کي اتيا نارينه د ښځو سره موجود وه او دغه کسان تر يوسل وپنځوسو ورځو پوري په دغه کښتۍ کي پاته وه. د لومړى ځل لپاره الله جل جلاله دغه  کښتۍ د مکې مکرمې لوري ته بوتلل څلوېښت ورځي يې د مکې مکرمې پراطرافو باندي دور کاوه  بيا د جودي غره لوري ته ولاړل څو چي دهغه غره پر سر باندي يې لنګر وواهه.
نوح علیه السلام وروسته تردې چي ٩٥٠ کاله عمر يې په خپل قوم کي تبليغ او دعوت وکړ، د قوم ترهلاکت وروسته دى وفات سوى دی د ابن عباس رضی الله تعالی عنه  په دغه قول کي د نوح علیه السلام عمر ١٧٨٠ کاله ښودل سوى دی. دا هغه قول دی چي د نوح علیه السلام عمر تر ټولو هغه خلګو زيات ښيي چي د ډېر عمر لرونکي وي. په همدې روايت کي ښودل سوي دي چي نوح علیه السلام د مکې مکرمې په شاوخوا کي خاورو ته سپارل سوى دی.
نوح علیه السلام ډېر خصوصيات درلوده: لومړى دا چي رسول وو، د زيات عمر لرونکى پيغمبر ؤ،  شيخ د رسولانو، لومړى هغه کس وو چي خلګ يې دشرک څخه راوګرځول، الله جل جلاله په شکور (زيات شکر کښونکي) بنده سره نومولى دی، په ميثاق کي تر محمد صلی الله علیه وسلم وروسته دى مبارک ذکر سوى دی.
صلوات الله وسلامه علي خير خلقه محمد افضل الصلوات والتسليم وعلي جميع الانبياء والمرسلين وعلي کل من تابعهم باحسان الي يوم  الدين
ماخذ: د نبوت او انبیاوو تاریخ د کتاب څخه په لنډیز

تاليف : محمد علي صابوني

ژباړن : مفتي عبدالهادي حماد

دغه هم وګوری

د حضرت ابوبکر صديق، حضرت ابن زبير، حضرت علي او نورواصحابو(رض) د لمونځونو حالات

مجاهد رضی الله عنه د حضرت ابوبکر صديق، او حضرت عبدالله بن زبير رضی الله …