مخپاڼه / دسپیڅلي لارې لارویان / ذاتي جوهر ،اخلاص اوقرباني

ذاتي جوهر ،اخلاص اوقرباني

ذاتي جوهر ،اخلاص اوقرباني

دنوو فارغو عالمانو سره د ندوي (رح) دزړه خواله:

الحمد لله رب العالمين والصلوة والسلام علي رسوله الکريم .

امابعد!

ګرانو طالبانو ! تاسو به دخوشالۍ داحساس ترڅنګ خوابدي هم ياست ځکه ستاسو فراغت تاسو ته دخوشالۍ احساس درکوي او داچي تر ډېره وخته مو په دې علمي پلاز کي زده کړي کړي دي، زموږ سره مو مينه زياته سوې ده ، الفت مو زيات سوى دئ او اوس هغه شيبې دي چي تاسو به زموږ څخه بېلېږئ دا يوه داسي پديده ده چي تاسو او موږ دواړو ته خوابدتيا رابخښي ،دا څه دتعجب خبره نه ده ځکه تاسو په خپله وينئ چي مور داولاد سره ډېره مينه لري تل يې په خپل غيږ کي ګرځوي، هيڅ وخت دې ته نه حاضريږي چي خپل اولاد دي دځان څخه بېل کړي ، دمور دغه کار که څه هم دډيري ميني له امله دئ خو غوره اودرست کار نه دئ ځکه مور بايد اولاد دځان څخه بېل کړي ، څو زده کړه وکړي ، کمال لاسته راوړي او يو وخت داسي کس جوړ سي چي دمور دارامۍ او خدمت مصدر جوړ سي .

ګرانو طالبانو ! تاسو په دې مدرسه کي داوږدې مودې لپاره واوسېدلاست ستاسو اوسېدل ددې لامل ګرځېدلي دي چي زموږ سره مو مينه زياته سوې ده ځکه دانسان په جوړښت کي به طبعي ډول الفت معلوميږي ، داخبره سره ددې چي تجربې ثابته کړې ده ، ټول ارواپوهان په دې اند دي چي دانسان لفظ دانس څخه جوړ دئ يعني مينه او الفت داچي تاسو فارغه کېږي نو زه هم له دې امله ناارامه يم چي ستاسو فراغت مي ستاسو څخه بېلوي او داچي ستاسو زده کړي بشپړي سوي دي دا کار دخوشالۍ احساس رابخښي هغه هم په داسي حال کي چي عمومي وضعيت دغوره والي لوري ته نه دئ روان بلکي دا خاورينه کوره دناارامۍ او اضطراب په حالت کي قرار لري نو په داسي غير نورمال حالت کي ستاسو هڅي دتقدير او ستايني وړ دي او ستاسو فراغت دي مبارک وي.

مأخذ: خپل ځان وپیږنئ

دغه هم وګوری

د حضرت لوط علیه الصلاة والسلام ژوند لیک

وَلُوطًا إِذْ قَالَ لِقَوْمِهِ أَتَأْتُونَ الْفَاحِشَةَ وَأَنْتُمْ تُبْصِرُونَ. سورة نمل الايتان ٥٤ ، ٥٥ ژباړه …