مخپاڼه / سیرت نبوی / رسول الله(ص) مسلمانان جهاد کولو ته وهڅول

رسول الله(ص) مسلمانان جهاد کولو ته وهڅول

رسول الله(ص) مسلمانان جهاد کولو ته وهڅول

رسول الله(ص) دجمعې لمونځ وکړ، بيا يې خلګ دنصيحت په مټ دالله(ج) په لاره کي جهاد کولو ته وهڅول بيا يې دمازديګر لمونځ وکړ، په دغه وخت کي خلګ راټول سوي وه درسول الله(ص) انتظار يې کاوه رسول الله(ص) دوې زغري واغوستې توره يې په غاړه کړه او دخلګو ومخ ته يې تشريف راوړئ په دې بهير کي سعدبن معاذ(رض) اواسيد بن خضير(رض) خلګو ته وويل : اې خلګو ! تاسو په زوره رسول الله(ص) ودې ته اماده کړى دئ ،چي جنګ دي دمدينې دباندي وسي تاسو دجنګ کولو چاري دالله(ج) رسول(ص) ته پريږدئ دده مبارک ،چي څه ډول خوښه وي هم هغسي دي وسي خلګو ،چي داخبره واورېده پر خپلو کړنو پښېمانه سول ټول رايوځاى سوه رسول الله(ص) ته يې وويل : موږ پښېمانه يو څنګه ،چي ستاخوښه وي هغسي دي وسي يعني که ستا خوښه وي ،چي جنګ په مدينه کي وسي هم موږ موافق يو او که ستا خوښه وي ،چي جنګ دي دباندي وسي هم موږ موافق يو رسول الله(ص) په جواب کي ورته وفرمايل : کله ،چي دالله(ج) پيغمبر سلا اخستې وي بيا نو مناسبه نه ده ،چي سلا کښيږدي ترڅو ،چي الله(ج) دده اودښمنانو ترمنځ فيصله نه وي کړي.([1])

رسول الله(ص) اسلامي فوج پر څو برخو ووېشى

رسول الله(ص) اسلامي فوج پر درو برخو ووېشى يوه برخه دمهاجرو مسلمانانو وه ،چي بيرغ يې ومصعب بن عمير(رض) ته ورکړى دوهمه ډله دانصارو مسلمانانو داوس قوم وه ،چي بيرغ يې اسيد بن خضير(رض) ته ورکړى دريمه ډله دانصارو مسلمانانو دخزرج قوم وه ،چي بيرغ يې حباب بن منذر(رض) ته ورکړئ .([2])

داسلامي قواوو شمېر

دمسلمانانو فوج زر تنه وو، ،چي دوه اسان او سل زغري ورسره وي. درسول الله(ص) ترمشرۍ لاندي يې حرکت وکړ، دمدينې څخه ووتى . عبدالله بن ام مکتوم(رض) ته رسول الله(ص) دنده ورکړه ،چي په مدينه کي به  خلګو ته لمنځونه ورکوي . ([3])

اسلامي فوج دلاري په اوږدو کي

کله ،چي رسول الله(ص) شيخين نومي ځاى ته ورسېدئ په همدغه ځاى کي يې اسلامي قواوي تم کړې او دخپلو قواوو څارنه يې وکړه  ځکه دنبي (ص) مبارک عادت داوو ،چي کله به لښکر دمديني څخه ووتى  نودستي به يې لښکر  معاينه کاوه د لښکر  حال به يې ځان ته معلوماوه او اړتيا وي به يې ځانته معلومولي د لښکر اصلاح به يې کول  کم عمره  هلکان يې بېرته  استول زيات هلکوان به په خپل شوق سره د غزا لپاره ووتل  نبي (ص) ،چي کله  د احد غزا ته تشريف وړى  نو د معاينې  لپاره يې يو ځاى لښکر  ودراوه او کم عمره هلکان يې د کوچني والي په وجه بېرته استول  ،چي پدغه  هلکانو کښي دغه لاندي مبارکان وه:

عبد الله بن عمر زيد بن ثابت، اسامه بن زيد، زيد بن ارقم ، براء بن عازب ، عمرو بن حزم ، اسيد بن ظهير ، عرابه بن اوس ، ابوسعيد خدري، سمرة بن جندب  او رافع بن خديع رضی الله عنهم ددوى عمرونه نژدې  (١٣) او (١٤) کاله وو  کله ،چي دوى ته د بيرته تللو امر وسو  نو حضرت خديج (رض) و نبي (ص) ته د خپل زوى سپارښت وکړى او ورته وې ويل ،چي اې  د الله (ج) رسوله ! زما دزوى غشي ويشتل  ډېر ښه زده دي رافع ،چي د پلار دا خبره واورېدل داجازي په شوق جګ جګ سو  ،چي قدم يې اوږد معلوم سي نبي (ص) اجازه ورکړه. سمر‌ة بن جندب (رض) خپل پلندر مره بن سنان  ته وويل ،چي نبي (ص) رافع ته اجازه ورکړه او و ماته يې اجازه رانکړه حال داچي  زه پر رافع باندي غښتلي يم که چيري زما او د هغه مقابله وسي نو زه به هغه  راچپه کړم  نبي(ص) ددوى دواړو مقابله وکړه ريښتيا هم سمرة رافع راچپه کړى پدې وجه نبي(ص) سمرة ته هم  اجازه ورکړه ددې څخه وروسته نورو کوچنيانو  هم د اجازې هڅي وکړې په هغو کښي هم ځينو ته اجازه ورکړل سوه پدغه بهير کښي شپه سول  نبي(ص) د ټول لښکر د حفاظت انتظام وکړى او پنځوس  کسه يې د ټول لښکر  د حفاظت لپاره مقرر کړل بيا يې وفرمايل: څوک به زمونږ  حفاظت وکړي؟ يو ملګرى ولاړ سو  او وې ويل ،چي يا رسول الله ! زه  و دې  کار ته تيار  يم  نبي (ص) ورته وويل ،چي ستانوم څه شي دئ؟ ده مبارک وويل ذکوان دئ نبي (ص)  وفرمايل:  ښه دئ ته کښېنه بيا يې و فرمايل : څوک به زمونږ حفاظت وکړي يو ملګرى ولاړ سووې ويل : يا رسول الله (ص) زه ودې کارته تيار يم  نبي (ص) د نامه پوښتنه ځني وکړه ده ورته وويل  ،چي زما نوم ابو سبغ  دئ نبي (ص) ورته وفرمايل ،چي ښه دئ ته کښېنه  نبي (ص) دريم ځلي بيا پوښتنه  وکړه ،چي زمونږ  حفاظت به څوک کوي بيا يو ملګرى ولاړ سو ،چي يا رسول الله (ص)  زه ودې کارته تيار يم  نبي (ص) د نامه پوښتنه  ځني وکړه ده ورته وويل ،چي زما نوم ابن  عبد القيس  دئ  نبي (ص) ورته وفرمايل  ،چي ښه دئ ته کښېنه   لږ وخت وروسته نبي (ص) و فرمايل هغه درې سره کسان دي راسي يو ملګرى د نبي(ص) حضور ته راغلى نبي (ص)  ورته وفرمايل ،چي ستا هغه نور دوه ملګري څه سول ده ورته وويل : اې دالله (ج) رسوله! درې سره واره زه  ولاړ سوى وم نبي (ص) دعا ورته وکړه او د حفاظت امر يې ورته وکړ، ده هم ټوله شپه د نبي (ص) د خيمې حفاظت وکړى.([4])

راتلونکې برخه: 

منافقانو  شومه مفکوره او داسلامي ليكو څخه بېلېدل

دسهار تر راختو لږ وړاندي رسول الله(ص) حرکت وکړ، کله ،چي شوط نومي ځاى ته ورسېدئ په هغه ځاى کي يې دسهار لمونځ وکړ، دغه ځاى داسي ځاى وو ،چي بيخي دښمن ته نژدي وو تر داسي بريده ،چي يو دبله يې سره ليدل .

[1]  : ابن هشام – السيرة ٣ \ ٨٧ برواية اسحاق دون اسناد . الطبري – تاريخ ٣ \ ٥٠٤ الحاکم – المستدرک ٣ \ ٢٥

[2]  : خليفة بن خياط – تاريخ ص : ٦٧ ، الواقدي – المغازي  ١\ ٣٣ ، ابن عبدالبر – الاستيعاب ٣ \ ٥٤٠ .

[3]  : ابن هشام – السيرة ٣ \ ٨ الي ١٢

([4] ) خميس ، البخاري – فتح الباري ٥ \ ٢٧٦ ، مسلم – الصحيح ٢ \ ١٤٢

دغه هم وګوری

سیرت النبي ﷺ شپږ څلویښتمه خپرونه

شیخ مولوي عنایت الله علمي صاحب حفظه الله ډانلوډ Related