مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / روژه د تقوي میاشت

روژه د تقوي میاشت

لیکوال: حامد افغان/ تعلیم القرآن راډيو ویب پاڼه

اسلامي شریعت زښت زیات کوښښ کړی دی چې مومنان باید د تقوي په ګاڼه ځانونه وپسولي ځکه تقوي په دنیا کې د مومن پر ژوند خورا دروند اغیز کوي او د تقوي په برکت مومن په اخرت کې هم ستر انعامونه او لویې ګټې ترلاسه کوي، نو ځکه اسلام هرځای متقیان ستایلي او هرځای یې مومنان هڅولي چې د متقیانو له کاروان سره مله شئ، د شریعت امرونه او هغه شیان چې منعه ورنه راغلې ده که له زړه سره اړیکه لري یا له اندامونو سره په دې اړه ټول شرعي نصوص په همدې حقیقت ټينګار کوي.
اوس راځو په دې ګړیږو چې تقوي څه شی ده؟ تقوي د زړه حالت ده او د ایمان خورا لوړ مقام ده، دې مقام ته رسدل ډیرې هڅې او لویه مجاهده غواړي، متقي انسان په پټه او ښکاره دواړو یوشان له خپل خالق نه ویریږې، او د ژوند په هر پړاو کې د الله امرونو او د الله د دین غوښتنو ته متوجه او بیدار وي، د شریعت له لاري په کمه کږیدنه او د شیطان په وسوسو سره سمدستي متوجه کیږي او بیرته د حق لارې ته ځان برابروي، متقي انسان د شیطان د وسوسو او د هغه د ټولو حرکاتو په اړه پوره حساس او سخت بیدار وي که ډیره وړه شیطاني اندیښنه یې په سر کې راتاو شي سمدستي یې خپله تقوي ورته متوجه کوي.
د تقوي او متقیانو د حالت د ښه وضاحت له پاره دا لاندي ایت درته ژباړو: { إِنَّ الَّذِينَ اتَّقَوْا إِذَا مَسَّهُمْ طَائِفٌ مِّنَ الشَّيْطَانِ تَذَكَّرُوا فَإِذَاهُم مُّبْصِرُونَ } (الأعراف : 201) ، یعني بېشکه هغه خلک چې تقوي یې خپله کړې ده چې کله یې شیطان ګناه ته وبولي د الله وعده او وعيد ور یاد شي نو بیا دوی ليدونکي وي.
امام ابن عساکر په خپل تاریخ کې لیکي چې یوه ځوان په یوه جومات کې عبادت کاوه یوې ښځې نه پرېښوده او بد کاري ته یې هڅاوه بله ورځ له دې ښځې سره د بدکاري په نیت روان شو په لاره کې یې دا ایت وریاد شو او بې هوښه ولویدی، چې کله بیدار شو ښځې بیا بلنه ور کړه دی دویم ځل ولویدی او وفات شو، عمر رضی الله عنه یې پلار ته د تسلیت له پاره ورغی او هغه یې په شپه کې دفن کړی و عمر او ورسره ملګري یې د ځوان قبر ته ولاړل په هغه یې د جنازې لمونځ وکړ، عمر یې قبر ته ودریدی او ویې ویل: ای ځوانه! ولمن خاف مقام ربه جنتان ) [ الرحمن : 46 ] یعني څوک چې الله له شان نه وويریږي هغه ته دوه جنتونه دي، هغه ځوان له قبر نه ورته وویل: ای عمره ماته الله جل جلاله دواړه راکړل. د تفسیر ابن کثیر په حواله.
کله چې کوم انسان رښتینې تقوا غوره کړي دا تقوا یې هیڅ ډول ګناه او بدکاري ته نه پریږدي ګواکي له لاسه یې ټینګ نیولی وي ښو کارونو ته یې هڅوي او له بدو یې منعه کوي، تقوا له انسان سره هر وخت مله وي او داسي ورسره نښتې وي لکه د بدن جامې یې، قرانکریم وایې: وَلِبَاسُ التَّقْوَى ذَلِكَ خَيْرٌ ذَلِكَ مِنْ ءَايَاتِ اللَّهِ لَعَلَّهُمْ يَذَّكَّرُونَ }(الأعراف : 26) یعني او تاسو ته مو د تقوا جامې درکړې دي دا ډيرې غوره دي داد الله له نښو نه دي څو دوی پند او تذکیر ترلاسه کړي.
د تقوا د خپلولو له پاره الله جل جلاله بندګانو ته مختلفې لارې چارې بیان کړې دي او داراز مختلف وختونه یې تعیین کړي دي چې یو مهم عمل او ځانګړی وخت یې د رمضان مياشت او په هغه کې روژه ده دا میاشت د تقوي ترلاسه کولو له پاره کلنی معلوم او محدود وخت ده د دې د فرضيت په اړه چې کوم ایت راغلی ده د هغه په پای کې د روژې نیولو موخه او هدف تقوي ترلاسه کول ښوول شوي دي: { لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ } (البقرة : 183) .
امام الرازي رحمه الله د دې جملې په تفسیر کې ليکي: په روژه سره تقوا ترلاسه کیږي ځکه په روژه سره شهوتونه او نفسي غوښتنې کمزوري کیږي روژه د ګیډې او فرج شهوتونه وژني او خلک په دنیا کې د دې دوو شیانو له پاره منډې ترړي وهي څوک چې په سمه توګه روژه ونیسي د دې دواړو بغاوت ایل کړي، د ګناهونو او شهوتونو لارې یې وتړل شي او په دې توګه تقوي ترلاسه کولو ته لاره هواره شي. مفاتيح الغيب ، للرازي ، في تفسير قوله تعالى : ( كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ ) الآية .
په قرانکریم کې په شپږو ځایونو کې په تشریعي موضوعاتو له خبرو وروسته { لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ }، راغلي دي او په شپږو نورو ځایونو کې { لَعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ } راغلي دي. دا راز تیرو ټولو امتونو او موږ ته د تقوي امر او وصیت شوی ده قرانکریم وایې: وَلَقَدْ وَصَّيْنَا الَّذِينَ أُوتُوا الكِتَابَ مِن قَبْلِكُمْ وَإِيَّاكُمْ أَنِ اتَّقُوا اللَّهَ (النساء : 131) ، یعني ستاسو مخکي چې کومو خلکو ته کتاب ور کړل شوی ده او تاسو ته موږ وصیت کړی ده چې تقوا غوره کړئ.
رسول الله صلی لله علیه به کله کله ځیني صحابه کرامو ته د تقوا وصیت کاوه ابوذر رضي الله عنه ته یې یو وخت وویل: : « اتقِ الله حيثما كنت » هرځای چې یې له الله نه ويریږه. ( أخرجه الترمذي : كتاب البر ، رقم 1987 ، وقال : هذا حديث حسن صحيح) . عرباض بن سارية – رضي الله عنه – وایې: موږ ته رسول الله – صلى الله عليه وسلم د سهار لمونځ په جماعت راکړ له هغه وروسته یې ډیر په بلاغت سره وعظ راته وکړ داسي چې سترګو اوښکې وبهولې او زړونو ته ډار ننوت یوه کس ورته ویل داسي برېښي لکه دا چ‌ې د خدای پاني وعظ وي موږ ته وصیت کړه، رسول لله صلی لله عليه وسلم وویل: تاسو ته وصیت کوم چې له الله نه ويریږئ د امیر خبره اورئ او پیروي یې کوئ. عن العرباض بن ساریه رضی الله عنه قال صلی بنا رسول الله صلی الله علیه وسلم الصبح فوعظنا موعظة بليغة ذرفت منها العيون ووجلت منها القلوب ، فقال قائل : يا رسول الله ! كأنها موعظة مودع ؛ فأوصنا ! فقال: أوصيكم بتقوى الله والسمع والطاعة … رواه الترمذي : كتاب العلم ، رقم 2676 ، وقال : هذا حديث صحيح .
أنس – رضي الله عنه – وایې: رسول الله صلى الله عليه وسلم ته یو سړی راغی او ورته ویې ویل: يا رسول الله ! په سفر ځم د سفر توښه راکړه هغه ورته وویل: « زوّدك الله التقوى » یعني الله دي تقوا زیاته کړه. وروسته یې نوري خبرې هم ورته کړې خو پیل یې په تقوا وکړ.الترمذي : كتاب الدعوات ، رقم 3444 .
رسول الله – صلى الله عليه وسلم – به چې د غازیانو ډله لیږله د هغو مشر ته به یې د تقوا وصیت کاوه. أخرجه مسلم : كتاب الجهاد ، رقم 1731 . که په قرانکریم کې د نورو انبیاو لکه نوح، هود، صالح، او لوط علیهم السلام وصیتونه وګورو هغوی هم خپلو امتونو ته همدا د { أَلاَ تَتَّقُونَ } وصیت کړی ده.
له رسول لله صلی الله علیه وسلم وروسته د ده د صحابه کرامو لومړی وصیت هم تقوي وه، ابوبکر الصدیق رضی لله عنه چې خلیفه وټاکل شو او لومړۍ خطبه یې وویله له حمد او صلوة وروسته یې د پیل جمله داوه: أوصيكم بتقوى الله . مصنف ابن أبي شيبة : 8/144 .داراز عمربن الخطاب رضي الله عنه له ده وروسته خلیفه ته د تقوي وصیت کړی و: أوصي الخليفة من بعدي بتقوى الله . مصنف ابن أبي شيبة : 8/577 ، السنن الكبرى للنسائي : 6/485 .
آن تردې پوري چې په مدینه منوره کې به کومه ناوې ودیدله هغه به یې ام المؤمنین عائشه رضی لله عنها ته ور وستله هغې به یې په سر لاس ورکېښود او دعا به یې ورته وکړه او بیا به یې ورته وویل چې هر وخت به له الله نه ویریږې او د خپل میړه پیروي به کوې، وكُنَّ نساء أهل المدينة إذا أردن أن يبنين بامرأة على زوجها ، بدأن بعائشة فأدخلنها عليها ، فتضع يدها على رأسها تدعو لها ، وتأمرها بتقوى الله وحق الزوج .مصنف ابن أبي شيبة : 3/398 . داراز پنځم راشد خلیفه عمر بن عبدالعزيز رحمه لله خپل یوه والي ته لیکلي : « أوصيك بتقوى الله » . الإبانة الكبرى ، لابن بطة . نور بیا.
په قرانکریم له شپیته ځایه زیات د تقوي امر شوی ده او د (التقوي) ماده او نور مشتقات بې له یو سل او نوي 190 ځایه زيات ذکر شوي دي، له دې نه په روښانه توګه معلومولی شو چې قرانکریم تقوي ته څومره زيات اهمیت ور کړی ده. که د قرانکریم دې ایتونو ته ځغلنده نظر وکړو معلومه به شي چې په کومو شیانو امر شوی ده او له کومو منعه راغلې ده له دې نه مطلب تقوي ترلاسه کول دي. لکه په ټولیزه توګه بندګانو ته د عبادت امر شوی ده او مطلب یې دا بیان کړی ده څو تقوي ترلاسه کړئ قرانکریم وایې: { يَا أَيُّهَا النَّاسُ اعْبُدُوا رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ وَالَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُم ْتَتَّقُونَ } (البقرة : 21) .
داراز د قصاص په اړه قرانکریم وایې چې د قصاص حکمت داده څو تاسو تقوي ترلاسه کړئ: { وَلَكُمْ فِي الْقِصَاصِ حَيَاةٌ يَا أُولِي الْأَلْبَابِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ } (البقرة : 179) ، یعني ای د عقل خاوندانو ستاسو له پاره په قصاص کې ژوند ده څو تقوي ترلاسه کړئ. لکه د روژې فرضيت حکمت هم تقوي ترلاسه کول بلل شوي دي: { يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُم تَتَّقُونَ } (البقرة:183).
داراز بل ځای الله جل جلاله امر کوي چې زما د سمې لارې (اسلام) پیروي وکړئ د ګڼو لارو پیروي مکوئ بیابه له سمې لارې کاږه شئدد دې خبرې تاسو ته وصیت شوی ده څو تقوي ترلاسه کړئ : { وَأَنَّ هَذَا صِرَاطِي مُسْتَقِيمًا فَاتَّبِعُوهُ وَلاَ تَتَّبِعُوا السُّبُلَ فَتَفَرَّقَ بِكُمْ عَن سَبِيلِهِ ذَلِكُمْ وَصَّاكُم بِهِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ } (الأنعام : 153) ، لکه په روژور کې د اعتکاف په مهال مسلمانانو ته امر شوی ده چې په دې شپو کې به خپلو ښځو ته نه ور نږدې کیږئ داد الله حدود دي او مه ورنږدې کیږئ دا ډول الله خلکو ته خپل ایتونه بیانوي څو هغوی تقوي ترلاسه کړي : { وَلَا تُبَاشِرُوهُنَّ وَأَنْتُمْ عَاكِفُونَ فِي الْمَسَاجِدِ تِلْكَ حُدُودُ اللَّهِ فَلَاتَقْرَبُوهَا كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ آَيَاتِهِ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ} (البقرة : 187) .
داراز د حج د مناسکو په بیان کې د اضحیې او قرباني په اړه الله جل جلاله وایې چې د دې غوښې او وینې الله ته نه رسیوي بلکي ته ستاسو تقوي رسیږي: { لَن يَنَالَ اللَّهَ لُحُومُهَا وَلاَ دِمَاؤُهَا وَلَكِن يَنَالُهُ التَّقْوَى مِنكُمْ }(الحج : 37) . په دې ایت کې داخبره بیخي واضحه بیان شوې ده چې د دې عبادت موخه تقوي هتقوي .

روژه د تقوا میاشت دننه

د تقوي پیژندنه
علي رضي الله تعالى عنه د تقوي تعریف داسي کړي ده: الخوف من الجليل، والعمل بالتنزيل، والرضى بالقليل، والاستعداد ليوم الرحیل. یعني له لوی الله نه ويریدل، په قران عمل کول، په کم شي راضي کیدل او د اخرت ورځې ته ځان تیارول تقوي ده. أبو هريرة – رضي الله تعالى عنه – ته چا وویل: تقوي څه شی ده؟ هغه ورته وویل: ایا ازغنه لاره دي لیدلې ده؟ سړي وویل: هو، ابو هريره ورته وویل: په ازعنه لاره څنګه تګ کوې؟ سړي وویل: کله چې ازغي ووينم ورنه چپ شم یا جامې راټوليږي کړم، ده ورته وویل: همدا تقوي ده. فتح القدير : 1/52 . طلق بن حبيب رحمه الله وایې: کله چې فتنې رامنځته شي په تقوي سره یې ووژنئ، چا ورته وویل: تقوي څه شی ده؟ ده ورته وویل: تقوي دې ته وایې چې د ثواب په نیت الله پوره اطاعت وکړې او د الله د عذاب له ويري د هغه له نافرماني نهدلاس واخلې. الرسالة التبوكية ، ص 10 .

د تقوي فضیلت

دا چې د تقوي غوره صفت څومره فضلیت لري او متقي انسان ته څومره انعامونه ورکړل شوي دي، په دې اړه په لنډه توګه څو آيتونه را اخلو: قرانکریم الله جل جلاله ته د ورتلونکو او داخرت له پاره تر ټولو غوره توښه تقوي بللې ده : { وَتَزَوَّدُوا فَإِنَّ خَيْرَ الزَّادِ التَّقْوَى وَاتَّقُونِ يَا أُولِي الْأَلْبَابِ } (البقرة : 197) ، یعني او تاسو توښه برابره کړئ بېشکه تقوي ترټولو ښه توښه ده او ای د عقل خاوندانو له ما نه وويریږئ. په روایت کې راغلي چې علي بن أبي طالب رضي الله عنه هديرې ته ولاړ چې کله ور ورسیدی په لوړ غږ یې قبرونو ته وویل: ای د قبرونو اوسیدونکو خلکو! تاسو خپل حال راته وایئ او که موږ ستاسو په اړه د دنیا حال درته ووایو؟ دلته ستاسو په اړه خبره داسي ده چې ستاسو مالونه وویشل شول، ښځو مو نور ميړونه وکړل په کورونو کې مو نور خلک اوسي، اوس تاسو خپل حال راته ووایئ؟ په دې وخت کې علي رضي الله عنه خپلو ملګرو ته وویل: په الله قسم که دوی ځواب راکولی شوی نو ویلي به یې و چې: موږ ته له تقوي پرته بله ښه توښه نده معلومه. التمهيد لابن عبد البر : 20/242 .
بل ځای الله جل جلاله بریالیتوب په تقوي پوري تړلی ده: { وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ} (البقرة:189)، یعني له الله نه وويریږئ څو بریالیتوب ترلاسه کړئ، یعني متقي انسان بریالی دی، او د تقوي بل لوی فضیلت دادی چې متقیان د الله دوستان دي او الله جل جلاله یواځي متقیان خپل دوستان بللي دي، قرانکریم وایې: { إِنْ أَوْلِيَاؤُهُ إِلاَّ المُتَّقُونَ } (الأنفال : 34) ، یعني یواځي متقیانو د الله دوستان دي.
د تقوي بل مهم فضیلت دادی چې الله جل جلاله د متقي انسان عمل قبلوي لکه قرانکریم چې وایې: { إِنَّمَا يَتَقَبَّلُ اللَّهُ مِنَ المُتَّقِينَ } (المائدة : 27) ، یعني په دې کې شک نشته چې الله د متقیانو عملونه قبلوي، مشهور صحابي أبو الدرداء رضی الله عنه وایې: که زه په دې باوري شم چې الله مي یو لمونځ قبول کړ دا له ټولې دنیا او د دنیا له ټولو شتو نه راته غوره بولم، ځکه الله جل جلاله وايې : { إِنَّمَا يَتَقَبَّلُ اللَّهُ مِنَ المُتَّقِينَ} . تفسير ابن كثير : 3/85 . مطرف بن عبد الله به دا دعا کوله: ای الله د یوې ورځې لمونځ مي قبول کړه، ای الله د یوې ورځې روژه مي قبوله کړه او ای الله نیکي راته ولیکه، : اللهم تقبل مني صلاة يوم ، اللهم تقبل مني صوم يوم ، اللهم اكتب لي حسنة ، او له دې وروسته به یې دا لوړ ایت تلاوت کړ: { إِنَّمَا يَتَقَبَّلُ اللَّهُ مِنَ المُتَّقِينَ } . مصنف ابن أبي شيبة : 8/245 .
دا راز د متقي انسان دا شرافت او فضیلت هم بس ده چې الله به یې ملګری وي او الله به ورسره وي، قرانکریم وایې : {وَاتَّقُوا اللَّهَ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ مَعَ الْمُتَّقِينَ} (البقرة : 194) یعني له الله نه وويریږئ او پوه شئ چې الله له متقیانو سره دی، امام قتاده وایې: څوک چې تقوا غوره کړي الله به ورسره وي او له چا سره چې الله وي نو له هغه سره نه مغلوب کیدونکی ځواک ملګری شو او له هغه سره داسي لارښود مل شو چې نه بیلاري کیږي. حلية الأولياء : 2/340 ، جامع العلوم والحكم : شرح الحديث التاسع عشر . دا راز الله له متقیانو سره مینه لري، قرانکریم وایې: څوک چې په وعده وفا وکړي او تقوي غوره کړي نو بېشکه الله له متقیانو سره مینه لري : {بَلَى مَنْ أَوْفَى بِعَهْدِهِ وَاتَّقَى فَإِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُتَّقِينَ } (آل عمران:76) .
او متقیان په الله دومره ګران او عزتمن دي چې د اخرت په ورځ به دوی الله ته د وفد او پلاوي په شکل ورځي: { يَوْمَ نَحْشُرُ الْمُتَّقِينَ إِلَى الرَّحْمَنِ وَفْدًا } (مريم : 85) ، علي رضي الله عنه وایې: په الله قسم دوی به په پښو نه ور پورته کیږي او پلاوي پياده نه ځي دوی به په داسي سپرليو ورځي چې هغه به ټولو مخلوقاتو نه وي لیدلې، په دې سپرليو به د سرو زرو کتې وي دوی به پرې سپاره وي څو د جنت دروازې ور وټکوي. رواه عبد الله ابن الإمام أحمد في زوائد المسند ، رقم 1335 . داراز الله به د تقوي په برکت متقیانو ته داسي لید او بصیرت ورکوي چې دوی به په هغه سره د حق او باطل په منځ کې توپیر کولی شي او الله به یې د تقوي په برکت ګناهونه بښي او مغفرت به ورته کوي لکه قرانکریم وایې : { يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا إِنْ تَتَّقُوا اللَّهَ يَجْعَلْ لَكُمْ فُرْقَانًا وَيُكَفِّرْ عَنْكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ وَاللَّهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِيمِ } (الأنفال : 29) .
داراز د تقوي په برکت سره به متقي انسان د دنیا او اخرت له ستونزو او تنګسیا نه نجات مومي او د تقوي په برکت به الله له داسي لارو روزي ورکوي چې د ده په خیال کې به هم نه وي لکه قرانکریم وایې: { وَمَن يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَل لَّهُ مَخْرَجًا * وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لاَ يَحْتَسِبُ }(الطلاق:2-3)، او په تقوي سره به یې ګناهونه بښل کیږي او ثوابونه به یې زیاتیږي: { وَمَن يَتَّقِ اللَّهَ يُكَفِّرْ عَنْهُ سَيِّئَاتِهِ وَيُعْظِمْ لَهُ أَجْرًا } (الطلاق : 5) ،
د تقوي ګڼ شمیر نور فضيلتونه هم قرانکریم بیان کړي دي موږ په همدې بسنه کوو، لکه مخکي موږ وویل روژه د تقوي میاشت ده او د روژې د فرضيت موخه همداده چې مومنان تقوي ترلاسه کړي، په رښتینې توګه نفسونه پاک او د الله د دین رښتیني تابعدار واوسي، روژه او د روژې عبادتونه باید مخلصانه او یواځي د الله او د الله د جنت ګټلو په موخه ترسره شي او دا څو ورځې محدود عبادتي کورس او د نفس تزکیه مومن ته د دې لاره هواره کړي چې په رښتینې توګه تقوي ترلاسه کړي، بیانو اخرت د متقیانو ده الله جل جلاله دي موږ ته د تقوي لاره اسانه کړي.

دغه هم وګوری

د رشوت احکام

دايوڅرګنداومنل سوى حقيقت دى چي رشوت اخيستل اووركول حرام دي ځكه رسول الله صلی الله …