مخپاڼه / بیلا بیل / زموږ د ټولني ودونه او ناروا دودونه

زموږ د ټولني ودونه او ناروا دودونه

ليکوال: ابو المنظور مولوي صالح محمد “عطشان”

په ودونو کي ځيني رواجونه او دودونه داسي دي، چي  يو لوري د اسلامي شريعت سره په ټکر کي دي او له بل لوري يې د نکاح کول سخت ستونزمن کړي دي او ګڼ شمېر ځوانانو ته يې په نکاح او واده کولو کي زياتي ستونزي را مخ ته کړي،  لکه:( د کوزدې وروسته د زوم د کورنۍ له خوا د ناوي کره  پوښونه وروړل، د اخترونو کالي وروړل، د هر ډول مېوو پر وخت هغه مېوې وروړل، پالوده او شيريخ وروړل او داسي نور… ) تر ټولو د خواشينۍ خبره دا ده، چي د نوي کال مبارکي     ( چي نوروزي هم ور ته ويل کيږي ) هم په ځينو سيمو کي وروړل کيږي، چي دا کار د يوه لوري د مجوسيانو د اخترونو لمانځل دي او د بل لوري يو لړ بې ځايه لګښتونه دي، چي ګڼ شمېر کورنۍ يې د پوره کولو توان نه لري او يو مهم عبادت    ( نکاح ) ئې د زياتو ستونزو او ګواښونو سره مخ کړې.

سره له دې چي اسلامي شريعت نکاح ډېره آسانه کړې  او آسانه کولو ته يې خپل پيروان هڅولي، لکه: چي رسول الله ( صلى الله عليه وسلم ) فرمايلي دي:

عَنِ الْقَاسِمِ بْنِ مُحَمَّدٍ، عَنْ عَائِشَةَ قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: ” إِنَّ أَعْظَمَ النِّكَاحِ بَرَكَةً أَيْسَرهُ مُؤُونَةً ”       ( شعب الايمان، ج ۸ / ص ۵۰۱ ).

ژباړه: په رشتيا سره تر ټولو زياته د برکت او ښېګڼي نکاح هغه ده، چي سختي او لګښتونه په کښي کم وي.

له پورتني حديث څخه څرګنديږي، چي نکاح هر څومره اسانه او لګښتونه يې کم وي، هغومره به د خير او ښېګڼي نکاح وي.

عبدالرحمن بن عوف ( رضي الله عنه ) مشهور صحابي او د هغو لسو صحابه کرامو له ټولۍ څخه دی، چي ور ته په دنيا کي د جنت زېری ورکړل سوی دی، ياد سوى صحابي يو وخت د رسول الله ( صلى الله عليه وسلم ) مجلس ته راغلی، پر کالو يې يوه ژړه نښه وه، رسول الله ( صلى الله عليه وسلم ) ځني وپوښتل، چي دا ژړه نښه د څه شي ده؟

عبدالرحمن بن عوف ( رضي الله عنه ) ور ته وويل: ما واده وکړ او دا مي عطر وکارول د هغو نښه ده. رسول الله ( صلى الله عليه وسلم ) داسي دعا ورته وکړه:

( بَارَكَ اللَّهُ لَكَ أَوْلِمْ وَلَوْ بِشَاةٍ ). ( صحيح البخاري، کتاب بدء الوحي /  ج ۷ / ص ۲۷).

ژباړه:  « الله دي تاسو برکتمن کړي، مېلمستيا وکړه؛ که څه هم يو پسه وي ».

همدا ډول يو وخت رسول الله ( صلى الله عليه وسلم ) د جابر ( رضي الله عنه ) څخه پوښتنه وکړه چي واده دي کړی دئ؟

هغه ورته وويل: هو! ما تر فلانۍ غزا مخکي واده وکړ.

رسول الله ( صلى الله عليه وسلم ) ور ته وويل: د پېغلي سره دي واده کړی که د کونډي سره؟

جابر ( رضي الله عنه ) ورته وويل: د کونډي سره مي واده وکړ.

رسول الله ( صلى الله عليه وسلم ) ورته وويل: ولي دي د پېغلي سره واده نه کوئ؟

جابر ( رضي الله عنه ) ورته وويل: زما پلار وفات سوى، ماشوماني خويندي  را پاته سوي؛ نو کونډه مي ځکه وکړه، چي تر څو د خپلي تجربې له مخي زما د خويندو ښه پالنه او تربيت وکړي.

رسول الله ( صلى الله عليه وسلم ) دعا ورته وکړه.

له دې ټولو څخه دا خبره څرګنديږي، چي د نبي کريم ﷺ په وخت کي نکاح څومره آسانه او لګښتونه يې کم ول او صحابه کرامو په څومره ساده او آسانه ډول ودونه کول؛ تر دې، چي نبي کريم ﷺ به ئې لا ډېر وختونه نه و خبر کړی.

دين د نکاح او واده پر وخت د خپلوانو او دوستانو، خبرول او هغوی ته بلنه ورکول نه منعه کوي او نه يې ناروا بولي؛بلکي د خپل توان او قدرت سره سم خپلوان او دوستان راغوښتل او د شريعت په چوکاټ کي دننه هر ډول خوشحالي کول نه يوازي ناجايز نه دي؛ بلکي ښه او مستحب کار هم دی.

خو د ناروا کړنو، بې ځايه او له توان څخه د ډېرو لګښتونو او مصرفونو څخه شريعت په سخته منعه کړې ده او هغه يې ناجايز او حرام بللي دي؛ ځکه چي دا بيا په ټولنه کي يو دود او دستور ګرځي، چي نه کول يې پېغور او شرم ګڼل کيږي په داسي حال کي چي ډېری غريبان او بېوزله مسلمانان يې د پوره کولو توان نه لري.

رسول الله ( صلى الله عليه وسلم ) چي کله د خپلي لور فاطمې ( رضي الله عنها ) واده ور کوی؛ نو ابوبکر، عمر او څو نور صحابه ( رضي الله عنهم ) يې را وغوښتل او نکاح يې وتړل.

او بله دا خبره د يادولو وړ ده، چي ځيني کسان خپلو ښاديو او ودونو ته يوازي شتمن او بډايه خلګو ته دعوت او بلنه ورکوي، هغه که يې قريبان او خپلوان وي او که نه وي؛ خو غريبانو او مسکينانو ته هيڅ بلنه نه ورکوي او ځيني شتمن او متکبرين خو په خپلو ښاديو کي د بېوزلو په شتون شرمېږي، چي دغه ډول مېلمستياوو او ښاديو ته په حديث شريف کي داسي ويل سوي دي:

عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ أَنَّهُ كَانَ يَقُولُ: بِئْسَ الطَّعَامُ طَعَامُ الْوَلِيمَةِ يُدْعَى إِلَيْهِ الأَغْنِيَاءُ وَيُتْرَكُ الْمَسَاكِينُ فَمَنْ لَمْ يَأْتِ الدَّعْوَةَ فَقَدْ عَصَى اللَّهَ وَرَسُولَهُ. ( صحيح مسلم، باب الأمر باجابة الداعي الی دعوة ، ج ۷ / ص ۲۸۸ ).

ژباړه: تر ټولو بده ډوډۍ او مېلمستيا د واده ډوډۍ ده، چي شتمن او بډای ورته را غوښتل کيږي او غريبان او بېچاره ګان نه راغوښتل کيږي، چا چي بلنه و نه منل هغه د الله ( جل جلا له ) او د هغه د استازي نافرماني وکړه.

او همدا ډول يو بل ناروا او ناوړه دود چي زموږ په ټولنه کي يې ريښې کړي او د ډول- ډول ستونزو د منځ ته راتګ لامل سوی (د دوو اخترونو تر منځ واده نه کول دي)  دا په مقدس شريعت کي هيڅ اصل نه لري؛ ځکه چي نبي کريم ﷺخپله د شوال په مياشت کي د ام المؤمنين حضرت عائشې ( رضي الله عنها ) سره واده کړی دی نو څنګه به دا خبره، چي په دغه وخت کي هيڅ خير او برکت نسته په دين کي اصل ولري؟

په حديث شريف کي راځي:

عَنْ عَائِشَةَ قَالَتْ تَزَوَّجَنِى رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- فِى شَوَّالٍ وَبَنَى بِى فِى شَوَّالٍ. وَكَانَتْ عَائِشَةُ تَسْتَحِبُّ أَنْ يُبْنَى بِنِسَائِهَا فِى شَوَّالٍ. قَالَ أَبُو عِيسَى هَذَا حَدِيثٌ حَسَنٌ صَحِيحٌ. (سنن الترمذي، باب ما جاء في الأوقات التي يستحب فيها/ ج۴ / ص ۳۸۰).

ژباړه: عائشه ( رضي الله عنها ) فرمايي: نبي کريم ﷺ زما سره د شوال په مياشت کي نکاح وکړه او په همدغه د شوال په مياشت کي ئې راسره واده وکړ. او عائشې ( رضي الله عنها ) د ښځو له پاره دا خوښول، چي د شوال په مياشت کي يې واده وسي.

منبع: نداء القرآن مجله

دغه هم وګوری

کتاب سره د امام ابراهیم الحربي مینه

حامد افغان ابراهیم بن اسحاق الحربي (198م/285م) رحمه الله زیات غریب او صابر محدث او …