مخپاڼه / بیلا بیل / سپېڅلى خوځښت

سپېڅلى خوځښت

سپېڅلى خوځښت

سپېڅلى خوځښت

لیکوال مفتي عبدالهادي حماد

درنو لوستونکو! څرګنده خبره ، چي بشري جوړښت داسي سوى دئ ، چي سپېڅلتيا يې خوښه وي او داسي مقام يې خوښ وي ،چي خلک ورته په درنه سترګه وګوري او دا هم جوته ده ،چي سپېڅلتيا او سپېڅلى مقام لرل په سپېڅلي خوځښت پوري اړه لري ، که دکوم انسان خوځښتونه سپېڅلي وي اړينه ده ، چي دياد انسان مقام به هم سپېڅلى او ددرنښت وړ وي دا خو هغه څه دي ، چي بيخي څرګند او هر چا ته معلوم دي خو اصلي خبره داده ،چي سپېڅلي کړني کومي او څنګه منځته راځي؟ هر سړى کولاى سي ،چي خپلي کړني سپېڅلي کړي؟ که يې کولاى سي څنګه خپلي کړني سپېڅلي کولاى سي؟

دپورته خبري اړونده به دامام ابن القيم­(رح) قول رانقل کړو ،چي دعمومي کړني په اړه يې کړى دئ.

امام ابن القيم(رح)فرمايي:

هر حرکت دوو شيانو ته اړتيا لري:

محبت

اراده.

يعني داچي دکوم انسان څخه ،چي کړنه څرګنديږي لومړى شرط يې دادئ ، چي ياد کس به ديوې کړني سره مينه لري کله  ،چي مينه پيداسوه بيا نو دکړني دترسره کولو اراده کوي ځکه که ددغه کړني سره مينه پيدا نه سي نو هيڅ کله دهغې کړني دتر سره کولو فکر لا نه کيږي، دمثال په ډول يو کس دځغاستي سره مينه او محبت نه لري نو هيڅکله نه ځغلي او ځغستا کول ورته بېځايه کار معلوميږي بل کس بيا دځغاستي سره محبت لري هغه تل کوشش کوي ، چي په ځغاسته کي نړىوال رکارډ ترلاسه کړي، حاصل داچي هر  کس ، چي کومه کړنه ترسره کوي لومړى شرط يې دادئ ، چي ددغه کار سره به مينه لري.

دوهم شرط يې دادئ ،چي دهغه کار دترسره کولو لپاره به اراده کوي ځکه اراده هغه عمل دئ ،چي داسبابو دبرابرېدو وروسته انسان دعمل دترلاسه کولو جوګه ګرځوي بلکي هيڅ کړنه دارادې پرته نه سي ترسره کېدلاى ، دلاروښانتيا لپاره ويلاى سو، چي يوڅوک که دحج کولو سره مينه لري ، پيسې هم ولري ، کله ، چي دحج وخت رانژدي سي ياد کس لېونى سي دغه کس حج ته نسي تللاى ځکه لېونى دارادې کولو جوګه نه وي ، کله ،چي اراده نه سي کېداى نو عمل هم نه سي ترسره کېداى حاصل داچي دهري کړني دترسره کېدو لپاره دوهم شرط اراده ده ، که اراده نه وي هيڅ کړنه نه سي ترسره کېداى.

کله ، چي دحرکت دوه شرطونه وپېژندل سوه نو بيا ددې خبري يادونه اړينه ده ، چي هر حرکت بيا دوه ډوله دئ:

١: صحيح حرکت .

٢: غلط حرکت.

داخبره ډېره ګرانه ده ، چي صحيح حرکت او غلط حرکت سره وپېژندل سي ، چي کوم حرکت يا خوځښت صحيح دئ او کوم حرکت غلط دئ؟ هر څوک،چي حرکت صحيح وبولي هغه صحيح دئ او کوم حرکت ،چي غلط وبولي هغه غلط دئ؟ زما له انده هر انسان صحيح او غلط حرکت نه سي سره توپيرولاى ځکه دهر انسان فکر کامل نه دئ هغه څوک به غلط او صحيح حرکت سره توپيروي ،چي دهغه پوه پوره او کامله وي نو داچي داسي څوک به څوک وي؟ زما په آند الله(ج) هغه ذات دئ ، چي علم يې تر  هرچا کامل دئ او هيڅ ډول نيمګړتيا.پکښي محسوسېداى نه سي آن تردې ، چي دانسانانو علم بيخي او بيخي ورسره په لږه پيمانه هم نه سي  پرتله کېداى.

راسئ! هغه کړني ،چي الله(ج) ښه بللي دي هغه عملي کړو او کومي کړني ، چي الله( بدي بللي دي دهغو څخه ځانونه وساتو، کله ،چي مو دا قصد وکړ، چي هغه کړني به ترسره کوو ، چي الله(ج)ښه بللي دي او دهغه کړنو څخه به ځانونهساتو ، چي الله(ج) بدي بللي دي تردې ارادې وروسته داپوښتنه لا پرځاى پاته ده ، چي هر کړنه خو دوه شرطه لري اول شرط يې ديادي کړني سره محبت دئ ، که يو څوک هغه کار کول غواړي ، چي الله(ج)ښه بللى دئ خو ددغه کړني سره محبت نه لري دغه کس به خپل محبت څنګه ديادي کړني سره پيدا کوي؟ که محبت ورسره پيدا نه کړي نو دغه کړنه نه سي ترسره کولاى ځکه ، چي دحرکت لومړى شرط موجود نه دئ دمثال په ډول يو سړى وايي : زه پوهېږم ، چي لمونځ کول ښه کار دئ ، جماعت کول ښه کار دئ، زه پوهيږم، چي ددغه کړنو په کولو سره زه دلوړ مقام څښتن ګرځم خو په وسه مي نه دي، يعني داچي داسي ځني ناتوان نه يم ، چي ناروغه يم او يا عذر لرم بلکي داسي ناتوان يم ، چي هيڅ زړه مي نه ورغواړي او بيخي زور راته غواړي نو ځکه يې نه سم کولاى ، دغه کس ، چي دغه خبره کوي اصلاً دنوموړو کړنو سره محبت نه لري، لنډه داچي دغه کس وايي: زه څنګه خپل محبت ورسره پيدا کړم ، چي يادي کړني مي په وسه وسي؟ يا په بل عبارت څنګه دنيکو کړنو توفيق ماته نصيب سي؟

ددغه پوښتني په جواب کي بايد وويل سي ، چي ددغه کس خبره تر يوه بريده پرځاى ده ، دغه کس الهي توفيق نه لري او هرسپېڅلى کار په الهي توفيق ترسره کيږي ، کوم کس ، چي الهي توفيق ترلاسه کول غواړي دهغه لپاره اړينه ، چي دالله(ج)رضا تر لاسه کړي او دالهي رضا دترلاسه کولو لپاره اوښکي تويول لويه او تجربه سوې نسخه ده، ځکه يوه اوښکه الله( تويول دومره ارزښت لري ، چي تر ټولي دنيا لوى ارزښت دئ. حاصل داچي دغه کس که الهي توفيق غواړي او دسپېڅلي کړني سره محبت پيدا کول غواړي نو خپل بادار ته دي اوښکي توى کړي او توفيق دي ځني وغواړي، الله(ج) هغه ذات دئ ، چي دهيچا کچکول خالي نه پريږدي او حتماً انسان ته هغه څه ورکوي ، چي دى يې غواړي بالاخره به دسپېڅلي کړني دترسره کولو وروسته هر انسان لوړ او سپېڅلى مقام تر لاسه کولاى سي ،  که هيڅ ژړا نه ورځي نو دبزرګانو وينا ده ، چي دژړا چم دي کوي ، کله ، چي څو ځله دژړا چم وکړي حتماً دژړاکيفيت ورته پيښيږي.

دغه هم وګوری

ژمی نژدې دی، که غواړئ له زکامه په امان شئ نو …

د صحت په برخه کې ډیر واړه گامونه ډیرې زیاتې گټې لري او له ډیرو …