مخپاڼه / بیلا بیل / شاعران او اجتماعي روزنه

شاعران او اجتماعي روزنه

شاعران او اجتماعي روزنه

لیکنه: محمد نبي سلطاني

تعلیم القرآن راډیو

شاعر د ټولني تاريخ جوړونکى، د پرمختګ ستر عامل او د نهضتونو په جوړولو کي لوى لاس درلودونکى دئ. واقعي شاعر د علماوو، فضلاوو  او نورو پوهانو په څېر په ټولنه کي د خپل ضمير او وجدان د فيصلې او لاروښوني پر اساس د خپلو شعري طرحو په وړاندي کولو سره ځان مکلف بولي، چي د خپلو شعرونو په مټ ټولنه د انحراف ، فسق، فساد او کږو وږو لارو څخه را وګرځوي او هغه ټولنيز رسالت چي  په ټولنه کي ئې د يو فرد په توګه  پر غاړه لري هغه تر سره کي .

شاعران د ټولنې عادي وګړى نه دى. هغه څه چي په ورځني ژوند کې پېښېږي ، يا هغه ناخوالې ،ستونزي او ربړونې چي ټولنه ورسره مخ کېږي، د شاعر پر احساس او عاطفه ژوره اغيزه کوي . شاعر د خپلي پوهي او استعداد په ځواک له هغه پېښي څه منطقي نتيجه اخلي او بيا يې د خپل تخيل په قوت او ملګرتيا په مناسبو الفاظو د شعر په کوم قالب او فورم کې و خلکو او ټولنې ته وړاندې کوي  چي تر ډېره بريده منطقي او رغنده وي .

په شعر کې د پوهني ، اجتماعي روزني ، اخلاقي روزني او اصلاحي اړخونه يو له بل سره نه بېلېدونکي اړيکي لري . يوازې د خوند اخيستني او ساعت تېري له پاره د شعر تخليق ، رامنځته کول او مطالعه کول يو بې ځايه او  بې عاطفې کاردئ ، ځکه چي شعرونه د خلکو ژوندي افکار دي چي په الفاظوکې خوندي او په ليکلي يا ويلي (شفاهي) ډول له يوه نسل څخه و بل ته انتقالېږي، همداسي د خپل عصر د وګړو د عقايدو،کلتور او ټولنيز ژوند  هنداره ده چي د هغوى رښتنۍ ژوندپکښي څرګندېږي .

خو له بده بخته تراوسه زموږ په شاعرانوکي ډېر لږ داسي دي چي د اوسني وضعي ددرک سمه هڅه يې کړې د اولس له پاره او د اولس په ژبه يې شعرونه ليکلي او ټولني ته وړاندي کړي ترڅو د هغوى درد په دوا سي ، زخمونو ته ئې ملهم سي ، خپل ليد لورى په پيدا کي ، د کږو وږو لارو څه په راوګرځي او نور… خو ډېر يې بيا داسي دي چي اولسي وګړو د ټولنيز شعور او د يووالي دخصلت د راويښولو ، د بد اخلاقۍ د له منځه وړلو ، په ټولنه کي د اصلاح راوستلو  او د ټولني د وګړو د سمولو پر ځاى په اولس او ځوانانو کي ټولنيزه ذهني بد اخلاقي او ګډ وډي رامنځ ته کوي ، فحش، بې حيايۍ، بد اخلاقۍ، فسق فساد او ټولنيزي بې لارۍ ته لاره هواره وي . په خپلو شعرونو کي هيڅ د اخلاقو مراعت نه کوي،يوازي او يوازي د فحش ، فسق ، فساد  او بد اخلاقۍ خبري دي ، چي شاعر يې وزن اوقافيه ور برابره کړې او د شعر تر نامه لاندي يې وټولني ته وړاندي کوي ، داسي شاعران نو نه د ښې دي نه د توښې .

په ټولنه کي د شاعر دا دنده او وظفه نه ده چي د خپل ټولني وګړي بد اخلاقه او بې لاري کي بلکي دى د سترو علماوو ، مبلغينو او پوهانو په څېر دنده لري ، چي اولس ته اخلاق ور زده کي، د بد اخلاقيو د له منځه وړلو کوښښ  يې وکي ، فسق،  فساد او  فحش په ټولنه کي له منځه يوسي ، د خرافاتو، چټياتو او بې ځايه کارونو مخه يې ونسي،  دټولني ستونزي، مشکلات ربړوني او زوروني راوسپړي . خو له بده مرغه زموږ پر شاعرانو لسکونه کلونه تېر سوي خو بيا هم دوى خپل مسئوليت نه دى پېژندلۍ، ځکه که په اوس وخت کي په ږغيږو ، انځوريزو، چاپي او برېښنايي رسنيوکي د دې شاعرانو شعرونه واورئ او وې واياست نو د دې خبري په حقيقت به پوه سئ، چي څونه کسان د غو  شاعرانو په بد اخلاقۍ اخته کړي ، څونه ئې ورته د فحش او بې حيايۍ زمينه برابره کړې او څونه ئې د دوى اخلاق ور فاسد کړي، زموږ اوسني شاعران ددې پرځاى چي د خلکو ذهنونه او فکرونه وروزي هغوى دټولنيز ژوند په ادابو پوه کي او اخلاق ورزده کي له بده مرغه د خپل قلم تر ژبه داسي بې مانا او بې مفهومه خبري راباسي چي په هيڅ صورت کي د منلو او زغملو وړ نه دي.

دا د انسانيت، ټولني او اولس غوښتنه ده چي يو شاعر د خپل شعر په مټ په ټولنه او خلکوکي ښه اخلاق رامنځ ته کي. او دوى ته د اخلاقو  لوړ مقام ور وښيي او هغه څه ووايي چي زموږ د دين، اخلاقو، کلتور ( هڅوب) او ټولني سره سمون خوري شاعر ته لازمه داده  چي د خپل وجدان او ضمير حکم  په نظر کي ونيسي او د هغه په لاروښوونو عمل وکي، هغه څه ووايي ټولنه اولس ، وجدان ، ضمير او  اخلاق يې غوښتنه کوي،  نه داچي بيهوده، فسق،  فساد، بد اخلاقي، او د عياشۍ سرچينه وګرځي، د ادب پرځاى بې  ادبي، د اخلاقو پرځاى بي اخلاقي، د حياء پرځاى بې حيايي او نور…  ټولني ته راوړي.

که موږ د هغه شاعرانو شعرونه مطالعه کوو، چي د د علم په ګېڼه سمبال او د اولس له منځه راپاڅېدلي دي نو دا به راته څرګنده سي چي  د هغو شعرونو  په يوه او بله بڼه ټولنيز فکري ارزښت او مفهوم لرلى او اخلاقي ارزښتونه پکښي پالل سوي او همدا ډول که د هر قوم، ملت او ژبي ادبي تاريخ ته ځير سو، دا به راته ځرګنده سي چي د هغوى درد منو او با احساسه شاعرانو او ادب پالو په يوه يا بله بڼه د خپل عقيدې او فکر د خپراوي له پاره، د قوم او ملت د ذهنې ويښتيا، د اخلاقو د لوړتيا او اصلاح له پاره شعر د يوې ښې وسيلې په توګه کارولى او په خلکو کې (کي ئې) د اصلاح، سمون او بدلون جذبه را ولاړه کړې  ، شعر ئې د ديني او مذهبي عقايدو، د اجتماعي، اخلاقي ،خير، ښېګڼې، قومي او ملي احساس د بيدارۍ اوتبليغ له پاره يوه ډېره اغيزمنه وسيله ګرځولې او خپل ټولنيز هدف يې سرته رسولى . نو زموږ اوسني شاعرانو ته هم لازمه ده، چي دوى په خپلو شعرونو کي اخلاقي مسائيلو ته پاملرنه وکي اخلاق عام کي ، فسق او فساد له منځه يوسي ، د فحش او بې حيايۍ لمن ټوله کي ، په ټولنه کي دسته ستونزي راوسپړي او بلاخره د ټولني يو ښه معلم و اوسي  .

دغه هم وګوری

تعلیم القرآن راډیو

په جماعت سره لمونځ اداکول

دلمانځه کمال او دکونکي جمال دئ لیکنه: مفتي عبدالهادي حماد درنولوستونکو!څرګنده خبره ده ؛څومره ، …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.